Feb 12, 2023 10:53 Asia/Kabul
  • کتابونه دعلم باغونه(46)

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې کتابونه د علم باغونه نومې لړۍ له نننی شپږ څلویښتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،هیله  ده داستفادې وړ مو ګرځي.

    دوستانو په دنیا کې د ستمبر د میاشتې وروستۍ اونۍ د ؛ممنوعه کتابونو اونۍ؛ Banned books week))نومول شوې ده.د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۲کال کې د امریکاد کتابتونونود ټولنې او  دبخنښنې نړیوالې ادارې دغه اونۍ نومول شوې او موخه ئې ،هغو تاوانونو ته د خلکو د پام  جلبول وو چې   چې په درستې نړۍ کې د کتابونو د چاپولو ممنوعیّت او سنسر درلودلي او بیا به ئې ولري.

د تاریخ په اوږدو کې  او په ټولو هیوادونو کې  شته  او بیا به هم وي،حتی ددینا په ترټولو سترو ډيموکراسیو کې ،  هغه څه  چې سنسر ئې په یوه هیواد کې په مختلفو پړاؤنو کې په یوې حساسیّت پارؤنکې ښکارندې بدل کړی،سنثسر په قانوني بڼه او دومره  پراخ دی چې د اجرا په وخت کې د اعمالونکو  په  ررودو سره  او په نه زغمونکي بڼې سره  رامینځةکیږی.

که د هغو کتابونو لیسټ ته  چې په وروستیو نزدو اولیرو کلونو کې  په مختلفو هیوادونو کې له سنسر سره مخ شوي ،یوه کتنه وکړو، نو حیران به شو.  د غوسې له غونچې رانیولې(The Grapes of Wrath)تر؛حیواناتو کلا (Animal Farm)؛پورې ،او د  مالټې له پوستکي (A Clockwork Orange) رانیولې ، تر   باد وړي (Gone with the Wind)پورې نومې کتابونه او دغه راز نور ډير کتابونه دي چې پرې سنسر لګیدلی وو.د تاریخ په اوږدو کې په دغو هریوه کتاب په ممنوع کیدا سره سنسر هم هرځل په یوه دلیل سره ؤ.ځيني په سیاسي دلیلونو سره،ځينی په اجتماعي دلیلونو یا اخلاقي دلیلونو سره او ځینی هم په دیني دلیلونو سره له سنسر سره مخ شول.

   د سنسر به باب لومړنی تاریخي سند،د افلاطون  له رسالو سره اړوندیږي. هم په؛جمهوریّت؛کې  او هم په ؛قوانینو؛کې په روښانه توګه داسې قواعد وینو چې  له  دغو حدودو څخه دقیقه اوروښانه روده او قواعد وړاندې کیږي. افلاطون وائي،د  جمهوریت  یا  د قوانینو په یوټوپیا(utopia) کې  باید د لیدتوګې،او هنر او ادبیاتو پر تولید ځینی څارونکی ماموران  وي  او د هغه له تائيد او مجوز پرته هیڅ اثر خپور نشي. هغه له دې مخکې هم  یو ګام پورته کړی او سپارښتنه ظې کړې چې باید ادیبان او هنرمندان پخپلې آئيډئيل ټولنې کې،په اجباري توګه یوازې په هغو زمینو کې چې د چارو د واګو په اختیار کې درلودونکي پوهیږي،خلاقیّت نندارې ته وړاندې کړي او ځیني کلتوری محصول تولید کړي.

نو د پروګرام په دوام کې څو کتابونو ته اشاره کوو او په ځينو رامینځةشوو پیښو کې  ورته اشاره کوو.

Image Caption

 

 د جارج اورل(George Orwell) لیکل شوي کتاب ؛ Animal Farm ؛یو  هغه اثر دی چې  د دغه لیسټ په سر کې راځي.په امریکا کې په ښونځيو کې د روزونکو ډلو او دکلیسا له خوا د جارج اورل  لیکل شوي ؛دحیواناتو کلا او ۱۹۷۴ ناؤلونه ، له ممنوعیّت سره مخامخ شول او حتی د ساړۀ جنګ په پړاؤ کې ،امریکا د دوي د نمایش له اجرا مخینوی وکړ. پر دې سربیره ،په امریکائي ضد فعالیتونو باندې دغور کمیټې،د لیکوال دآثارو  محتوا او دل یکوال د سیاسی ګروهنو په خاطر دا ممنوع  اعلان کړی ؤ.

  د جان شټاین بک (John Steinbeck) لیکل شوی اثر (The Grapes of Wrath )د غوسې غونچه نومې کتاب د هغو کتابونو په لیسټ کې کتلی شو چې له نورو آثارو څخه زیات له چیلنج سره مخ شوی او پلټنه (audit)ئې شوې ده.دغه کتاب په ۱۹۳۹کال کې له خپریدا څو میاشتې وروسته  له پلټنې سره مخ  او په درستې امریکا کې څو ځله پرې حملې وشوې او په ښونځیو کې ئې لوستل ممنوع شول. په اوهایو ایالت کې په یوه کتابتون کې دغه کتاب د مخاطبانو لپاره  ناخوښ وبریښول شو او د عمومي لاس رسی ورته  محدود شو.ددغه ناؤل په ضد ممنوعیّتونه تر ۲۰۰۰کال پورې روان وو،او دهغه په ضد شکایتونه مطرح کیدل.حتی ددغه ناؤل  دفلم له جوړولو سره هم مخالفت وشو او هغه  د امریکا  د سیاسی نظام د نسکورولو لپاره   عنوان شو.

 

د هریت بیچر سټؤ  Harriet Beecher Stowe    د ؛Uncle Tom's Cabin ؛ (د کاکا یا ترۀ ټام سټال)نومې کتاب دخپریدا له هماغه پیله جنجال رامینځةکونکی ؤ .ځکه د مریّتوب په نظام  او د  دهغه هیواد په  مینځ کې  ئې کرکتنه کړې وه، چې  د برابرۍ ادعا ئې درلوده. دغه ناؤل  هم په همدې خاطر چې مریَتوب ئې محکوم کوۀ او په همدې دلیل چې دبرابرۍ په باب دی، ډیر مشکل راپارؤنکی ؤ او له پلټنې سره مخ شو.حتی دکلیسا په ضد د ځينو ډيرو لږو نیوکو په دلیل ددغه ناؤل لوستل  ممنوع  اعلان شول او دا په کفري خبرو تعبیر شو.

Image Caption

 

   په اروپا کې هم پر لیکوالانو او کتابونو دباؤنه  له کلوکلونو مخکې راهسې موجود دي.د؛اریش ماریارمارک(Erich Maria Remarque)لیکل شوی؛د لویدیځ په جبهې کې څه نشته؛ـ Im Westen nichts Neues))نومې کتاب په ۱۹۲۸کال کې په جرمني کې خپور شوی  او له ځان سره ئې د مخالفتونو څپه هم درلودلې ده.دغه کتاب دوه کاله وروسته ممنوع اعلان شو او د نازي جرمني د کتاب سوځونکي اور لمبو کې  وسوځيد. په هماغه وخت کې دغه کتاب په ایټالیا  کې ممنوع ؤ  او دا د چیکسلواکیې له کتابتونونو څخه  غونډ کړئ شو. په ایټالیا کې ددغه کتاب ژباړه  هم ممنوع وه او په امریکا کې له خپریدا سره سره  پکې ځیني بدلونونه  او حذفیدا رامینځةشوه. هغه کتاب چې د جنګ غواړي خوي  په ضد خبرې کوي،د جنګ په ضد یو اثر وبلل شو.د امریکائي ناشرانو په دغه کتاب کې د بدلون  نظر دا ؤ چې؛ د مونږ امریکایانو لپاره د ځینو  کلمو بدلول ناکاره نه ،بلکې  بدرنګه (ugly) دي

ددغه کتاب د محتوا په باب وئيل شوي دي چې د یوې غیر انساني  او حشي ډوله واقعې په توګه د جنګ ښودل او د ډيرو زیاتو تاؤتریخجنو مطلبونو په دلیل ،ورسره مخالفت وشو او ممنوع شو.له پلیتې ژبې استفاده،داسې توجیه ده چې په کیلیفورنیا ایالت کې ددغه کتاب د لوستلو د ممنوعیّت لپاره  لاسوند ګرځول شوی دی.

      پر دې سربیره، په فرانسې کې  چې وائي ، د بیان د آزادۍ ځانګو ده ،حالت لاترینګلي دي. په لویدیځ کې د صهیونیسټي لابیانو د ډيرو زیاتو دباؤنو په دلیل په هولوکاټ هرډول نیوکه په ډيرې سختۍ سره ممنوع  ده اوسنسر کیږی اود فرانسې مشهور فلسوف روژه ګارودي  د  اسرائيلود سیاست بنسټ پال اتلان  Les Mythes fondateurs de la politique israélienne)) نومې کتاب د لیکنې په خاطر په فرانسې کې عدالت ته وکاږل شو. د فرانسې عدالت  ددغه کتاب بیا خپریدا ممنوع کړه او ګارودي ئې هم په دوه لکه څلویښت زره  فرانک جرمانه کړ. دا په داسې حال کې دي چې  روژه ګارودي  یوه علمي څیړنه کړې  او کتاب ئې د مدرکونو او سندونو په اساس  لیکلی دی.

 په دې مینځو میان کې  البته لیکوالان هم بیکاره نه کیښناستل او خپل  اعتراضونه بیانوي.د مثال به توګه، څه موده مخکې د امریکا یو شمیر لیکوالانو،په یوه پرانیستي لیک کې د دوي د لیکل شوو کیسو ځیني کتابونو د مطالعې په ممنوعیّت کې د ټیګساس ایالت د لینډر ښار د حکومتی ښونځيو  د مسئولانو په فیصلې سخت اعتراض  وکړ.دغه لیک د امریکا د قلم د ټولنې  په ویب پاڼې کې خپور شوی او  لیکوالانو پکې لیکلي وو،چې د اخلاقي ضد محتوا د درلودلو په پلمه  د کیسو د کتابونو ممنوع شونه،د کیسو د کتابونو د ارزونې لپاره سمه روده نشي کیدلی او دغه کتابونه باید بیرته  وارزول شي.

    د هغه څه په اساس  چې تاریخ ئې مونږ ته  وائي،دکتابونو دمطالعې منع کیدا،له بل هرڅه زیات د لیکوال پر ژوند اغیزې شیندي.یو هغه لیکوال چې د سنسر پراخو نتیجو  ئې  ژوند  خراب کړی،بوریس پاسټرنک دی.

د پيټرفین او پيټرا کووي (Peter Finn and Petra Covey )یو ګډ اثر؛چې؛استبداد په ضد د ادیبانو ؛نومېږي، (The Zhivago Affair: The Kremlin, the CIA, and the Battle Over a Forbidden Book) )، چې  ددغه روسي لیکوال  د ژوند په باب یو مستند روایت وړاندې کوي.دغه کتاب سره له دې چې لازیات اړخ ئې ژوند لیک په باب دی،د پخواني شوروي په باب یو تاریخي کتاب دی او  ښئ چې د ساړۀ جنګ دواړه لوری څرنګه، دی وه لیکوال له ادبی اعتباره،دیوه بل په ضد دقدرتمنو وسلو په څیر  ساتفاده کړې او ورباندې ئې دباؤنه اچولي دي .

بوریس پاسټرنک، د روسیې یو شاعر ،لیکوال او د  ؛ډاګټرژیواګو؛ نومې مشهور کتاب لیکونکی دی . دغه ناؤل  له مودو وروسته  دپاسټرنک لپاره د ادبیاتو  نوبل جایزه  هم ډالۍ کړې ،خو پاسټرنک  د شوروي د وخت د حکومت ددباؤنو په علت،د نوبل دادبیاتو جایزې  له منلو ډډه وکړه .ددغه کتاب چاپیدا،د پاسټرنک د کورنۍ او خپلو خپلوانو لپاره ډير زیات مشکلات راولاړ کړل چې حتی د پاسټرنک له مړینې وروسته  ئې هم دوام درلود.

    د ؛ډاکټر ژیواګو؛ نومې کتاب اصلی  شخصّیت ، ډاکټر ژیواګو،یو هغه شاعر دی چې دروسیې د داخلی جنګونو په کشمکش کې ئې ،برخلیک ډیرې ټيټې هسکې درلودې.د روسیې د ادبیاتو د ځينو نوروکلاسیکو آثارو په اپوټه  ، چې د ۱۹۱۷کال  داکتوبر انقلاب ئې  د ماډرن بدلونونو پیلامه او د تزاري  ارتجاعي  دودونو دځوړتیا پیلیدابلله،د کیسې اصلی شخصیّت، دغه ښکارنده په روسیې کې د ارزښتونو  او اخلاقیاتو د زوال لپاره  او یو ډول سیاسی شاتګ ګڼي. دغه اثر،هغه که د موضوع له پلوه وي او که د کتاب د خپل برخلیک  له پلوه،د  روسیې د شلمې پیړۍ  له ترټولو مهمو سیاسی او اجتماعي بدلونونو سره ئې غوټه خوړلې ده.

د شوروي دحکومت له نظره ،ناؤلونه، ډرامې  او شعرونه ،د شوشلزم په لور د خلکو دهدایتونلو  په خاطر د دوي دذهنونو دوینځلو او هراړخیزو سیاسی تبلیغاتو لپاره  یو کارنده او حساس آوزار ؤ. سټالین  له لیکوالانو دا هیله درلوده څو د کمونیسټي حکومت په مدحه کې کیسې او شعرونه ولیکي او  دا ئې د انسانانو دروح سسټماټيک کول بلل.

Image Caption

 

د ډاکټر ژیواګو (Доктор Живаго  =  Doctor Zhivago)  )  دکتاب پيښه د یوه عاشق سړي کیسه ده،د هغه ژوندد بهرنیو پيښو تر اغیز لاندې ،له خپل اختیاره ووځي او  په بله لاره سمیږی.د کتاب لیکننه  په ۱۹۵۶کال کې پاي ته ورسیده،خو په دغو کلونو کې د شوروي له سیاست سره د مخالفت په دلیل، په دغه هیواد کې د خپریدا اجازت  ئې ترلاسه نه کړ. په ۱۹۵۷ کال کې د ایټالیا یوه خپرونکي  دا چاپ کړ. بلاخره کتاب په ۱۹۸۸کال کې په روسیې کې چاپ شو.

 د  ډاکټر ژیواګو نومې کتاب په ۱۹۵۸کال کې  دنوبل ادبی جایزطه وګټله او  پاسټرنک  دحکومت ددباؤ له امله ، دنوبل جایزې دل یک په ترلاسه کولو  پسې ددغې  جایزې اخستل رد کړل .  هغه  ته آزادي ورکړل شوه چې دخپلې خوښې  او ګروهنې په اساس ، هیواد پریږدي ،خو پاسټرنک  هیڅکله هم له خپل وطنه بهر  نه لاړ او په ۱۹۶۰کال کې  له کلونو کلونو ناروغۍ او کړاؤ وروسته مړ شو.

  دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ،نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو....

(سیماب)

*******************************************************************************************************************************************************************************

 

 

ټیګونه