ایران په تېره اوونۍ
عزیزانو د تېرې اوونۍ مهمو پېښو ته د کتنې نننۍ خپرونه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له ولسي ملاقات سره پیلوو.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د چهار شنبې په ورځ تبریز ته له زرګونو خلګو سره په کتنه کې ټینګار کړی چي له اسلامي انقلاب څخه بشپړ ملاتړ د ولس له لورې د سلوغی د دوه ویشتمې د لاریون پیغام وړاندې کړ.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر زیاته کړه: ولس له ستړیا، ناهیلی توب او د دښمن له ګوزارونو او بلواو له ویرې، پرته، د خپل هویت او شخصیت په ساتلو سره، په نیغه لاره باندې حرکت ته دوام ورکړ او په دې لړ کې د سلوغی د دوه ویشتمې په مناسبت د هیواد په ګوټ ګوټ کې سړکونو ته راووتل او له معنا په ډکه استقامت او د مختلفو سلیقو باوجوده، له دښمن څخه خپله کرکه څرګنده کړه.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود جوته کړه: د امریکا او د صهیونیستانو رسندویې امپراطورې هڅه کوي چي د ایران د مسلمان ولس دغه اوچت ږغ په نړۍ کې تر نورو ولسونو پورې نه ورسیږي لیکن هغوی چي باید دا ږغ اورېدلې وای، یعني د امریکې او انګلیس سیاست جوړونکي او دښمن د جاسوسۍ ادارې له شکه پرته دا ږغ یې اورېدلی دی.
حضرت ایت الله سیدعلی خامنه ای د ایران لپاره د فوځي اقتدار د نه ضرورت په هکله د دښمن له لورې د شک او شبهو رامینځ ته کېدا ته په اشارې سره، وویل: هیواد په نورو ډګرونو منجمله په صنعت، د اوبو د بندونو او لویو لارو د جوړولو په څېر په بیخ بنایی چارو او ورته نورو زمینو کې د دفاعي چارو په پرتله څو چنده پانګونه کوي، لیکن د ایران د بې پیلوټو الوتکو په هکله د دښمن پروپاګن، د هغه د ویرې ښودنه کوي، په همدې خاطر دښمن د ایران د نورو پرمختګونو انکار کوي او د دفاعي چارو د مطرحولو لپاره هڅه کوي.
هغوی همدارنګه په لویو او پرمختللې هیوادونو لکه امریکا، انګلیس او فرانسه کې هم د بې وزلیو، ناروغتیاو او ټولنیز عدالت د نه شتون په زمینه کې نیمګړتیاو شتون ته هم اشاره وکړه.
د سلوغی د دوویشتمې لاریون، د ایران د اسلامي انقلاب د بریا د کلیزې سره هممهاله د شنبې په ورځ په ۱۴۰۰ ښارونو او ۳۸ کلیو کې په هممهاله توګه پیل شو او د ۶ زرو ایراني او بهرني خبریالانو له لورې په رسنیو کې انعکاس ومونده.
د ایران ولس د سلوغی د دوویشتمې لاریون په وروستۍ اعلامیه کې د هیواد د ټولو ډلو، پرګنیو او مذاهبو یووالې، اتحاد او ملی همپالنه د اسلامي انقلاب شرعي او انقلابي دنده او د دښمن د ماتولو لپاره تر ټولو مهمه استراتیژي وباله.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په تهران کې د اسلامي انقلاب د بریا د لاریونکوونکو په غونډه کې وویل: نن سبا اسلامي ایران د ګواښونو او بندیزونو سربېره، د اقتصادي، پانګوڼې او نورو زمینو کې په دوامداره توګه وده کوي.
رېیسي زیاته کړه: کله چي دښمنان ولیده ایران په ټولو ډګرونو کې د پرمختګ په حال کې دی او له حرکته نه دی لوېدلی، یوې بلې دسیسې ته لاس واچوه او فکر یې کاوه چي د بلواو له لارې زمونږ د حرکت مخه نیولایشي لیکن بیا هم دښمنان له ماتې سره مخامخ شول.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د امریکا او د فارس خلیج د شورا د همکاریو په ګډې بیانیې کې د مطرح شویو الزاماتو په ردولو سره، د دغه شان ناسمو اعلامیو صادرول، د سیمې د هیوادونو تر مینځ د نفاق د اچولو لپاره د امریکې همېشنی استراتیژي وباله.
امریکا او د فارس خلیج د شورا د غړې هیوادونو د پنج شنبې په ورځ په ریاض کې له ګډې غونډې نه وروسته یوه اعلامیه کې په ایران باندې بې بنیاده تورونه ولګول.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی چافی په یاده اعلامیه کې د تکراري او بې بنیاده تورونو په ردولو سره، وویل: د سیمې هیوادونو ته د امریکې له لورې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د وسلو ورکړه، له تکفیري ټروریزم څخه ملاتړ، د فلسطین د مظلوم ولس په ضد له صهیونیست رژیم څخه ملاتړ او د یمن د ولس په ضد د ورانوونکی څوکلنې جګړې دوام په لوېدیځه اسیا او فارس خلیج کې د امریکا د مداخله غواړو سیاستونو، پایلې دي چي د امله یې د ټولې سیمې ثبات او امنیت له مینځه تللی دی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په سیمه ایزو ډيپلماسیو او د کړکېچونو په سوله ایز حل او ګاونډیو او سیمې سره د اړیکو د جوړولو په ضرورت باندې د ایران ژمنتیا ته په اشارې، هیله وښوده چي د سیمې هیوادونه په سیمه کې د امریکا د شرارت نه ډک او منفعت غواړې سیاستونو په درکولو سره، د دوامداره او دایمې سولې، امنیت او سولې په لړ کې ګام اوچت کړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت په بشردوستانه مرستو بار لسمه الوتکه د جمعې ورځې په ماښام د سوریې په شمال لوېدیځ لاذقیې ښار کې کېښناسته او د بشري توکو جوپه یې د سوریې چارواکو ته وسپارلې.
په سوریې او ترکیې کې د زلزلو نه وروسته، په همهغه لومړیو ساعتونو کې د ایران اسلامي جمهوریت د بشري مرستو د لېږدولو تر څنګ مرستندویه ټیمونه یې هم د دواړو هیوادونو زلزله ځپلو سیمو ته واستول څو د ژغورنې او لټون عملیاتونو له لارې د زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د سې شنبې په ورځ د چین له جمهور رئیس شي جین بینګ سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو تر مینځ په مختلفو، اقتصادي، سوداګریز، علمي او فرهنګي ډګرونو کې د اړیکو د پراختیا په ضرورت باندې په ټینګار سره، د چین او ایران تر مینځ د استراتیژیکو همکاریو د سند عملی کېدا په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت په لړ کې یو مهم اقدام وباله.
رئیسي د دې په بیانولو چي ایران او چین د سختو ورځو ملګري دي او په سختیو کې ملګرتیا په عامو حالاتو کې د پیوستون او همپالنې بهیر ګړندي کوي، د ایران د اسلامي جمهوریت ځمکني بشپړتیا ته د درناوی په ضرورت باندې د چین د ولسمشر د ټینګار قدرونه وکړه،
هغه همدارنګه په نړیوال نظام کې له یو اړخیز پالنې څخه د چین د ولسمشر له نیوکو څخه په ملاتړ سره، په سیمې او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پردیو د لاسوهنو سره د مقابلې په ضرورت ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د بندیزونو د لیري کولو په مذاکراتو کې د چین رغنده رول څخه په قدرونې سره، د امریکایانو او اروپایانو نه ژمنتیا او خلافورزیو ته اشاره وکړه او وویل: لوېدیځوال یو ځلې بیا د ایران د اسلامی جمهوریت په هکله په خپلو جاجونو کې تیروتنه وکړه او له دې نه غافل شول چي د ایران ولس له هروخت نه زیات اوس د پرمختګ او ځان باوری په لور روان دي.
شي جین پینګ هم د ایران او چین تر مینځ د اړیکو پراختیایي بهیر ته په اشارې سره، د دواړو هیوادونو تر مینځ د استراتیژیکه ملګرتیا سند د اړیکو د ژورتیا او پراختیا په لړ کې کارنده وباله او وویل: چین ایران سره د اړیکو د پراختیا په لړ کې جدي او پرېکنده اراده لري.
د چین ولسمشر په نړیوالو چارو کې د لوېدیځو هیوادونو یو اړخیز او زورویونکی کړچار څخه په نیوکې سره، زیاته کړه: له بده مرغه دغو هیوادونو لا هم د سړې جګړې په ناسمه استراتیژي باندې ټینګار کوي چي دا مساله نړیوالو اصولو او نړیوال امنیت ته سخت زیانونه اړولي دي.
د دې سفر پر مهال د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو په حضور کې د ګډو غونډو سربیره، د همکاریو ۲۰ سندونه هم د دواړو لورو د جګپورو چارواکو تر مینځ لاسلیک شول.