Feb 22, 2023 16:26 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۱۸) له بندګانو سره د خدای مرسته

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له ننني (۱۸م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د آل عمران سورت ۱۳م آیت شأن نزول څېړو چې فرمايي: هغه دوې ډلې چې(د بدر جګړې په ډګر کې) له یو بل سره مخامخ شول، ستاسو لپاره یوه نښه(درس او عبرت) وو: یوې ډلې د خدای په لاره کې جګړه کوله او نور کسان چې کافران وو( د شیطان او بت په لاره کې)، په داسې حال کې چې دوی( د مؤمنانو ډله) یې په خپلو سترګو له هغه څه چې وو، دوه برابره لېدل. (او دا خپله د دوی د ماتې او وېرې لامل شو) او خدای تعالی، هرڅوک چې وغواړي(غوره وګڼي)، په خپلې مرستې سره تائیدوي. په دې کې، د لیدونکو لپاره یو عبرت دی.

«عاتکه»، په مکې کې یوه شپه عجیبه خوب ولید. سبا سهار هغې خپل ورور «عباس بن عبدالمطلب» ته وویلو. عباس هم هغه خپل ملګري «ولید بن عتبه» ته نقل کړ او زیاته یې کړه: زما خور عاتکه، پرون شپه یې عجیبه خوب لیدلی، داسې چې ډېره اندېښمنه ده. په حقیقت کې، له هغه څه چې هغې خوب لیدلی، د هغې له اورېدو وروسته، زه هم احساس کوم چې د قریشو لپاره ناوړه کار په مخ کې دی.

ولید په تعجب سره وپوښتل: څه خوب يې لیدلی؟ عباس وویل: خوب یې لیدلی چې یو سپور کس مکې ته ننوځي او د خپل اوښ پر لوړ ځای په لوړ آواز سره غږ کوي: خلکو پاڅېږئ او د خپل وژل کېدو ځای په لور وخوځېږئ، چې له درې ورځو ډېر وخت نه لرئ. بیا هغه مسجدالحرام جومات ته ننوځي، په داسې حال کې چې خلک یې شاته روان وو او شاوخوا یې نیولې وه، اوښ یې د کعبې بام پر سر اوچت شو. هلته یې هم هماغه مطلب درې ځلې بیان کړ او وویل: باید تر راتلونکو درې ورځو پاڅېږئ او حرکت وکړئ. وروسته له هغې عاتکه ولیدل شوه، چې هغه سړی او اوښ یې د ابوقبیس غره پر سر ودرېد، هلته یې هم هماغه غږ اوچت کړ. بیا یې لویه ډبره واخیسته او د غره له سره یې د ښار په لور وغورځوله، ډبره ښکته راغله، ترڅو د غره لمنې ته ورسېده، هلته ټوټه ټوټه او له منځه ولاړه او هره ټوټه یې د مکې په هر کور کې ولوېده، پرته له دې چې کوم کور ترې په امن کې پاتې شي، دا هغه خوب دی چې زما خور عاتکې لیدلی، خو تاسو زما څخه واورېد. نه غواړم هغه کسان چې په خوب باور نه لري، پر تاسو ملنډي ووهي.

ولید د عباس خبرې ته پام ونکړ او د عباس د خور خوب یې خپل پلار عتبه ته بیان کړ او موضوع په بېړه په خلکو کې خپره شوه، داسې چې په سبا یې عباس د کعبې په طواف بوخت وو، ابوجهل له یوشمېر قریشو سره په جومات کې ناست وو او د عاتکې خوب یې بیانولو، همدا چې د ابوجهل سترګې په عباس ولګېدې، غږ یې وکړ: عباسه! کله چې طواف دې خلاص شو، زما خوا ته راشه ستاسو سره کار لرم.

عباس، د طواف له پایته رسېدو وروسته د قریشو له ډلې سره یوځای شو. ابوجهل د ملنډي په ډول وویل: له کله راهیسې ستاسو په کورنۍ بني هاشمو کې، دا ښځه پیغمبره شوې چې موږ خبر نه وو؟ عباس وویل: خبره څه ده؟ ابوجهل وویل: مطلب مې هغه خوب دی چې عاتکې لیدلی، عباس وویل: عاتکې څه خوب لیدلی؟ ابوجهل وویل: تاسو بني هاشمو په دې قناعت نه دی کړی چې ستاسو نارینه د پیغمبرۍ ادعا وکړي، اوس ستاسو ښځینه وو پیل کړی دی؟ اورېدلي مي دي عاتکې خوب لیدلی چې پر یوه اوښ سپور سړی غږ کوي: خلکو تر درې ورځو کډه شئ، موږ قریشیان دا درې ورځې په تمه یو، که له دې خوب څخه کوم خبر وشو خو هېڅ، که نا نو اعلانوو چې په عربو کې ستاسو تر کورنۍ بله دروغجنه کورنۍ نشته.

بله ورځ ابوجهل په مسجد الحرام کې ناست وو چې ناڅاپه یو فریاد وشو. دا غږ د ابوسفیان د استوونکي «ضمضم بن عمرو الغفاري» غږ وو چې ویل یې: اې قریشو! مال التجاره، مال التجاره! د ابوسفیان کاروان د محمد او د هغه د یارانو د برید په ګواښ کې دی، هغه مصیبت چې فکر نه کوم له هغوی سره مرسته وکړئ.

د مکې خلکو په ځانګړې توګه هغه کسانو چې په دې کاروان کې برخه درلوده، ووېرېدل. دوی په بېړه یوه ډله کسان جوړ کړل او مشوره یې وکړه او په پایله کې پرېکړه وشوه چې په بېړه حرکت وکړي. ټولو په دې مقابلې کې ګډون وکړ، خو که د دوی ځینو د نه ګډون کولو عذر درلود، یو بل څوک یې د ځان پرځای استولو،  له هغې ډلې ابولهب چې یو څوک یې د څلور زره درهمو په بدل کې د قریشو له لښکر سره واستولو. ابوجهل چې خپله له مسلمانانو سره د جګړې هڅوونکی وو، په دې لښکر کې د خوړو ورکوونکو له ډلې وو.

یو وخت د قریشو کفارو مسلمانان تر اقتصادي فشار لاندې راوستي وو. دوی په مکه کې د مهاجرینو شتمنۍ ضبط کړې، ترڅو د دوی د ځورولو ترڅنګ، د اسلام د پراختیا او خپرېدو مخه ونیسي. له همدې امله رسول الله (ص) د دې محاصرې د ماتولو لپاره د تدبيرونو فکر وکړ. یو له دغو ګامونو څخه د مدینې پر لاره د مکې مشرکینو د سوداګریزو کاروانونو د تېرېدو مخنیوی و. له دې امله د حمزه بن عبدالمطلب چې په اسدالله نومېږي، تر مشرۍ لاندې څلوېښت تنه مسلمانان، د کاروانونو د تګ راتګ د کنټرول لپاره ولېږل.

څو ورځې تېرې شوې چې یو کاروان راڅرګند شو. کله چې کاروان نږدې شو، ښکاره شوه چې دا د قریشو کاروان دی، له کاروان سره درې سوه کسان هم وو، حمزه د جګړې اعلان وکړ، خو کفارو چې د حمزه له زړورتیا خبر وو، د سولې وړاندیز وکړ. حمزه هم سوله غوره وګڼله او له جګړې یې لاس واخیست.

له دې پېښې څو اونۍ تېرې شوې، تر دې چې خبر راغی چې یو لوی کاروان له زرو اوښانو سره چې پنځوس زره دیناره مالونه ورسره وو، مدینې منورې ته نږدې او د مکې پر لور روان دي او د دې کاروان مشر ابو سفیان و. رسول الله (ص) د دې خبر په اورېدو سره خپلو اصحابو ته مخ واړوه او وفرمایل: دا د قريشو کاروان دی، د دې په لور ورشئ، ښايي خداى به مو په کار کې خلاصون درکړي. له دې زېرې وروسته ۳۱۳ تنه مسلمانان له رسول الله (ص)  سره له مدینې منورې څخه د بدر سیمې ته ولاړل، چې ۷۷ تنه یې مهاجر او پاتې نور یې انصار وو او له اویا اوښانو او درېیو آسونو څخه یې زیات نه درلودل.

د حق کاروان د رسول الله (ص) په مشرۍ د قریشو د کاروان تعقیب ته روان شو. هغه کاروان چې د ابو سفیان په څېر خلکو په دیارلسو کلونو کې پر پیغمبر او د هغه پر ملګرو هر ډول شوني جرم او ظلم وکړ. د صفرا په نوم د یوه کلي په شاوخوا کې رسول الله (ص) ته خبر ورکړل شو چې ابو سفیان د مالونو له کاروان سره تښتېدلی، خو د قریشو پاتې کسان د جګړې په نیت له مکې څخه وتلي دي.

په دې وخت کې رسول الله (ص) خپل اصحاب راغونډ کړل او له هغوی سره یې مشوره وکړه. ځکه چې نور د قريشو کاروان مطرح نه و، بلکې هغوی بايد له داسې لښکر سره مخامخ شي، چې قوت او شمېر يې له صالحو لښکرو څو چنده وو. په دې وخت کې مقداد بن عمرو ودرېد رسول الله (ص) ته یې وویل: هر چېرې چې ستاسو خدای امر کړی وي موږ له تاسو یو قدم هم نه بېلېږو.

موږ به هغه کلمې چې بني اسرائیلو د موسی (ع) د بلنې په ځواب کې له دښمن سره د جګړې لپاره وویل: "تاسو له خپل رب سره لاړ شئ او له دښمن سره وجنګېږئ، موږ دلته ناست یو" ستاسو په ځواب کې ونه وایو. بلکې موږ اعلانوو چې تاسو او ستاسو رب د دښمن مبارزې ته ولاړ شئ، موږ هم درسره یو او له تاسو سره یوځای جنګېږو. اې ګرانه پیغمبره! هغه خدای ته چې تاسو یې په حقه د ماموریت لپاره رالیږلي یاست، که تاسو موږ د ځمکې لرې پرتو سیمو ته ورلېږئ، حتی که هغه حبشه او زنګبار وي، موږ به په پوره لېوالتیا سره ستاسو سره ولاړ شو. رسول الله (ص)  د مقداد خبرې په اورېدو وخندل او دعا یې ورته وکړه.

بيا يې نورو لښکرو ته مخ واړوه او وفرمايل: اې خلکو خپل نظر څرګند کړئ. له دوی څخه سعد بن معاذ ولاړ شو او وې ویل: اې د خدای رسوله، آیا ته زموږ انصار وایې؟ حضرت وفرمايل: هو، سعد وويل: موږ پر تا ايمان راوړ او ستا تصديق مو وکړ، موږ باور لرو، او شاهدي ورکوو، هغه څه چې تا راوړي ، هغه رښتيا دي، او په خپل ايمان او شهادت مو ټينګ تړون او ژمنه وکړه او دا هغه ژمنه او تړون دى چې موږ باید هر وخت ستاسو اطاعت وکړو. نو اې د خدای رسوله! هر څه چې غواړې هغه وکړه او هر څه چې غواړې پرېکړه وکړه، ځکه چې موږ له تاسو سره یو او له تاسو څخه به نه جدا کېږو. موږ د جګړې په ډګر کې صبر او پر نفس کنټرول لرو او د مبارزې په ډګر کې همکاران یو او هیله لرو چې خدای به تاسو ته له موږ څخه داسې چلند او طریقه وښيي، چې ستاسو په سترګو کې د خوښۍ او رڼا او په زړه کې د خوښۍ سرچینه وي. زموږ لپاره له خدای څخه د توفیق مرسته وغواړه.

د سعد خبرې لا پای ته نه وې رسېدلې، چې د رسول الله (ص) په پاک مخ کې د خوښۍ او رضایت نښې څرګندې شوې، نو وې وفرمایل: حرکت وکړئ او بریا ته هیله مند و اوسئ.

د بدر په جګړه کې، چې د هجرت په دویم کال وشوه، مسلمانان ښه وځلېدل او بریا یې ترلاسه کړه. په دې جګړه کې له مؤمنانو سره د مرستې او د کفر د ذلت او ماتې په اړه د خدای مرسته درک شوه او اهل ایمانو په خپل ټول وجودسره د لوى څښتن هر ډول څرګندې او ناڅرګندې مرستې د مؤمنانو په اړه ولیدل.

د آل عمران سورت ۱۳م آیت د بدر د کېسې یوه برخه بیانوي، چې فرمايي:« قَدْ کَانَ لَکُمْ آیَةٌ فِی فِئَتَیْنِ الْتَقَتَا فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِی سَبِیلِ اللّهِ وَأُخْرَى کَافِرَةٌ یَرَوْنَهُم مِّثْلَیْهِمْ رَأْیَ الْعَیْنِ وَاللّهُ یُؤَیِّدُ بِنَصْرِهِ مَن یَشَاء إِنَّ فِی ذَلِکَ لَعِبْرَةً لَّأُوْلِی الأَبْصَارِ:

په حقیقت سره هغه دوې ډلې چې(د بدر جګړې په ډګر کې) له یو بل سره مخامخ شول، ستاسو لپاره (د توحید او د خدای د قدرت) یوه نښه وه: یوې ډلې د خدای په لاره کې جګړه کوله او نور کسان چې کافران وو( د شیطان او بت په لاره کې)، په داسې حال کې چې دوی( د مؤمنانو ډله) یې په خپلو سترګو له هغه څه نه چې وو، دوه برابره لېدل. (او له دې امله یې ماتې وخوړه) او خدای تعالی، هرڅوک چې وغواړي(غوره وګڼي)، په خپلې مرستې سره تائیدوي. په دې کې، د لیدونکو لپاره یو عبرت دی.

ژباړه: زماني

 

ټیګونه