Mar 06, 2023 10:53 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د بې نقابه امریکا نومي لړۍ له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. د تېرو برنامو په څېر په لومړي سر کې په تېرې اونۍ کې د امریکا مهمو خبرونو او بدلونونو ته کتنه کوو.

د امریکا ترټولو مهمو پېښو له ډلې کولای شو آمریکا کې د بیو بیا لوړوالي، په امریکا کې د عوایدو او پانګې پر ناانډولۍ د برني سنډرز نیوکې، د اوکراین په جګړه کې د امریکا د لګښتونو ډېروالي، په امریکا کې د ودونو ۶۰ سلنه کمښت او په تېر کال کې د ۵۰۰ امریکايي پوځیانو ځان وژنې ته اشاره وکړو.

د امريکايي بانک مشر "جي پي مورګان چيس" خبردارى ورکړى، چې ښايي په امريکا کې د تورم کچه خطرناکه شي او اقتصادي وده له ګواښ سره مخ کړي. د امريکا د مرکزي بانک وروستي معلومات ښيي، چې د ٢٠١٣ کال په جنورۍ کې د تورم کچه يو ځل بیا لوړ شوي چې د تېر کال د جنوري په پرتله 5 سلنه لوړوالی ښيي.

انفلاسیون د دې نښه ده چې مرکزي بانک باید د اوږدې مودې لپاره د سود نرخ لوړ وساتي. د وروستیو معلوماتو سره سم، د جنورۍ په میاشت کې د مصرف کوونکو لګښتونو شاخص هم 1.8 سلنه لوړ شوی، خو د شخصي عوایدو په شاخص کې له تمې څخه پورته ډېر شوي، چې په جنوري کې 0.6 سلنه وه. مصرف کوونکي د اقتصاد په اړه هیله مند دي او د یوې سروې پایلې ښیې چې د فبرورۍ په میاشت کې د مصرف کوونکو د باور شاخص په تېرو 13 میاشتو کې ترټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی.

خو دا په داسې حال کې ده چې د انفلاسیون په اړه خبرونو ته ډېر پام کېږي، او د انفلاسیون په بهیر کې د کوچنیو بدلونونو پرته، د انفلاسیون کچه ډېری وخت د لوړېدو په حال کې ده. د ((JPMorgan Chase اجرایوي مشر، جیمي ډیمن وايي: حقیقت دا دی چې د انفلاسیون د کچې کنټرول زموږ له لاسه ووت او په دې برخه کې پلانونه اغېزمن نه وو. مرکزي بانک په یوه بې ساري اقدام کې د انفلاسیون د زیاتوالي سره د مقابلې لپاره د سود کچه اته ځله لوړه کړې، چې د انفلاسیون موخه 2سلنې ته ورسوي. لږترلږه تر اوسه پورې، دا کار شوی نه دی.

سناتور برني سنډرز چې د امریکا یو له مهمو سیاسي او اقتصادي منتقدینو څخه شمېرل کېږي، اعلان وکړ چې په امریکا کې د "عاید او شتمنۍ نابرابري" د یوې "حاکمې طبقې" په ګټه او د کارګرانو په تاوان دومره ډېر شوی دی، چې ساری یې هېڅکله نه وو. د ورمونټ خپلواک استازي" د لندن د جنوبي بانک په مرکز کې په یوه کنفرانس کې د پانګوالۍ پروړاندې ناراضه کول عادي خبره ده." تر نوم لاندې د خپل کتاب د معرفي کولو لپاره اعلان وکړ،"موږ د طبقاتي مبارزې په اوج کې یو او بده طبقه ګټونکې ده."

د ورمونټ د خپلواک سناتور وروستی اثر چې د سه شنبې په ورځ خپور شو، اوسنی اقتصادي نظام په دې جملې سره "په مستقیم ډول د خپل شاوخوا واقعیتونو ته کتل". تر پوښتنې لاندې راویستی دی، برني سنډرز په خپل دې اثر کې په ځانګړې توګه په امریکا کې درملیزو لګښتونو، د زده کړیالانو پور او همدارنګه تورم ته په کتو د ښوونیز نظام  د حقونو کموالي ته اشاره کړې ده.

د  اولیګاش  (oligarch) اصطلاح د مکرر کارولو په اړه چې په منظمه توګه کرملین ته نږدې د روسیې اردو ته اشاره کوي، دا امریکایي سناتور په خپل کتاب کې ټینګار کوي چې په امریکا کې د "اشخاصو یوه ډله" هم شتون لري چې شتمني او سیاسي واک په لاس کې لري.

سنډرز وایي: دا هماغه څه دی چې هغه اولیګاش هم نوموو، دا هغه څه دی چې موږ هغه واکمنه طبقه یادوو. برني سنډرز زیاتوي چې « نن په امریکا کې دا واکمنه طبقه ترټولو ځواک لرونکې طبقه شوې ده داسې چې زما په ټول عمر کې داسې څه نه وو شوي.

دغه خپلواک امریکايي سناتور پر دغه وضعیت په نیوکې سره وايي: «او موږ د مالیې یو داسې سیستم لرو چې دومره له درغلیو څخه ډک دی چې میلیاردران د کارګرو طبقې په پرتله ډېره کمه مالیه ورکوي.» سنډرز په خپل کتاب کې پر اقتصادي حقونو  چې دی دا د بشري حقونو په څېر ګڼي، پرې ټینګار او استدلال کوي چې هیڅ وګړی د لږ تر لږه اقتصادي حقونو له تضمین پرته آزاد نه شي کېدی. د اقتصادي حقونو له جملې څخه "د ښه معاش سره د کار کولو حق، د کیفیت لرونکي روغتیا پاملرنې حق" د ښې زده کړې حق، د ښه کور درلودلو حق دی.

د جرمني د څېړنیزې کمپنۍ سټېسټا له خوا د راټولو شویو معلوماتو له مخې، د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې د افغانستان د جګړې لپاره له کلنۍ بودیجې څخه زیاتې پیسې له روسیې سره په جګړه کې له اوکراین سره د مرستې لپاره ځانګړې کړې دي، خو د نړیوال اقتصاد لپاره د کیل مؤسسې د مالوماتو له مخې، سټیستا په خپل راپور کې اعلان وکړ چې له اوکراين سره د امریکا پوځي مرسته د جنورۍ تر نيمايي پورې د دغې شخړې په لومړيو ١١ مياشتو کې، له ٤٦ مليارده او ٦٠٠ ميليونه ډالرو ډېره وه.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د جګړې په لومړیو لسو کلونو کې د امریکا کلنۍ پوځي متوسطه بودجه، له ۴۳ میلیارد او ۴۰۰ میلیون ډالرو څخه ډېره وه. ورځپاڼه لیکونکی مارتین آرمسترانګ وايي: د هغه جګړو د کلنۍ لګښت منځنۍ محاسبه چې امریکا پکې رول درلود، کولای شواوکراین ته  د دې هېواد د مرستو او لګښتونو واقعي کچه ووینو. په ټولیزه توګه واشنګټن اوکراین ته ۱۱۳ میلیارد ډالر مرسته ځانګړې کړې ده او څو امریکايي چارواکو هم ژمنه کړې ده هرڅومره چې جګړه اوږده شي د کېیف ملاتړ ته دوام ورکوي.

په واشنګټن کې ځینو قانون جوړوونکو د اوکراین ناورین نیابتي جګړه ښودلې چې امریکا او ناټو د روسیې پروړاندې پیل کړې ده. د یادونې وړ ده چې امریکا حتی په اوکراین کې له کوم رسمي پوځي شتون پرته او د نښتې د مستقیم لوري په توګه، له هغه څه ډېر چې د خپلې اوږدې جګړې په توګه د ویتنام جګړې لګښت برابرولو لپاره ځانګړې کړي وو، د اوکراین په جګړه کې مصرف کړي دي.

په امریکا کې د شمېرو او څېړنو نوې موندې ښيي چې په دې هېواد کې د ودونو شمېرې په وروستیو ۵۰ کلونو کې د اقتصادي ستونزو له امله، ۴۰ سلنه کم شوي دي. دا شمېرې ښيي چې په دې هېواد کې اقتصادي تورم په تدریج سره په نورو ټولنیزو برخو کې خپل ځان ښکاره کوي. امریکايي وبسایټ آکسیوس د دې هېواد ځوانانو ترمنځ واده ته د لېوالتیا نشتون په اړه راپور  خپور کړی او ټینګار کوي چې  امریکایان په پراخه کچه له واده لېري کېږي او یا یې ځنډوي چې دا ښکاره بدلون د یوه نسل وړاندې ناخوالو څخه ګڼل کېږي.

آکسیوس په یوه راپور کې د امریکای مجرد تر نوم لاندې روښانه کړه چې په وروستیو ۵۰ کلونو کې د واده کولو کچه نږدې ۴۰ سلنه کمه شوې ده. د جانزهاپکینز پوهنتون ټولنپوه اندریو چرلین په دې راپور کې ویلي چې مالیات او ځیني نور قوانین اوس هم متأهلو جوړو ته ګټور دي، خو د رسمي ودونو ګټې د کمېدو په حال کې دي. دا امریکايي کارپوه له آکسیوس سره په مرکه کې په امریکا کې د کورنۍ بنسټ د له منځه تلو په اړه وايي:"که تاسو واده کړی وي، ژوند اوس هم د مجردۍ په پرته یو څه اسانه دی خو د ژوند ډېری پېښې چې موږ یې له واده سره اړوندوو، لکه ګډ ژوند، یا ماشومان درلودل، په زیاتېدونکې توګه له واده څخه بهر پېښېږي."

د روان کال په قوس میاشت کې د امریکا په مشرانو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو د لږکیو مشر میچ مک کانل د جوبایډن د ډیموکراټیکې ادارې پر کړنو نیوکه وکړه او وویل: "موږ په حقیقت کې په تورم سره له انفلاسیون سره مخ یو." په امریکا کې د انفلاسیون د لوړوالي له امله، چې یقینا په تېرو 40 کلونو کې بې ساري دی، احتمال لري چې د دې هېواد پر وګړو د ډېرو ټولنیزو ستونزو لکه بیکارۍ او خپګان اغیزه وکړي.

د امريکا دفاع وزارت (پنټاګون) په امريکايي پوځيانو کې د ځان وژنې د کچې د راټيټولو لپاره جدي هڅې کړې دي، د امريکا دفاع وزارت په امريکايانو کې د ځان وژنې د کچې د لوړېدو له امله د دې موضوع د څېړلو لپاره يوه څېړنيزه کمېټه جوړه کړې چې په دې اړه څېړنه وکړي. د دې څېړنیزې کمېټې یو وړاندیز دا دی چې په پوځي اډو کې د امریکايي پوځیانو له خوا د وسلو د لېږد اصول سخت کړي.

د ترسره شويو څېړنو له مخې، د امريکايي پوځيانو له خوا د ځان وژنې ډېرې هڅې د وسلو په کارولو سره کېږي او که د وسلو د لېږدولو پر وړاندې خنډونه رامنځته شي، ښايي دا شمېرې راټيټې شي، د پنټاګون څېړنیزې کمېټې غړو په ټولنیزه توګه ۱۲۰ زره بېلابېلې سپارښتنې مطرح کړي او د پوځ له چارواکو یې غوښتي چې په پوځي اډو کې د امريکايي سرتېرو له خوا د وسلو لېږدول وڅاري. د دې کمېټې بله سپارښتنه دا وه چې په پوځي اډو کې د سرتېرو لخوا د وسلو د پېرودلو قواعد بدل کړي.

په اوسنيو حالاتو کې امريکايي عسکر کولاى شي په اسانۍ سره په پوځي اډه کې له پلورنځيو څخه وسلې واخلي، خو دغې کميټې وړانديز کړى چې پوځيانو ته د وسلو د ورکړې لپاره له څلورو څخه تر اوو ورځو پورې مهلت په پام کې ونيول شي. د یادونې وړ ده چې تېر کال  په امریکايي پوځیانو کې د ځان وژنې تر ۵۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوي دي. د امریکايي پوځیانو د کورنۍ د غړو په منځ کې د ځان وژنې کچه لوړه وه او په تېر کال کې د ځان وژنې شمېر ۲۰۰ ته ورسېد.

تر دې مخکې د امريکا دفاع وزير لويډ آسټین د دغه هېواد په پوځ کې د ځان وژنې د کچې د زياتوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه، آسټین د الاسکا په ايلسن هوايي اډه کې په يوه مرکه کې وویل: ((زه د ځان وژنې د کچې په اړه ژوره اندېښنه لرم، نه يوازې دلته په (الاسکا) کې ( د پوځيانو په منځ کې)بلکې په ټول پوځ کې اندیښمن یم، هغه ادعا وکړه: د ځان وژنې له امله حتی د یوه سرتیري له لاسه ورکول خورا سخت دي. په داسې حال کې چې موږ په دې مسله کې سخت کار کوو، موږ نور ډېر کارونه هم باید ترسره کړو.