Mar 29, 2023 16:44 Asia/Kabul
  • ایران سیل

د بند علی خان تالاب د ورامین له طبیعی سیمو دی چی د دغه ښار په ۳۵ کلومیټرۍ کې پروت دی .

.ورامین د تهران ولایت یوه ولسوالۍ  ده چی په یوه ښیرازه سیمه کی پرته ده . دغه ولسوالۍ د جنوب لخوا دریاچه نمک ، د شمال له پلوه د البرز غره جنوبی لمنو ، د لویدیځ له خوا د قم په حسن اباد او ختیځ له پلوه هم د ګرمسارپه ښار ختمیږي . ورامین د تهران د جنوب ختیځ په ۳۵ کلومیټرۍ کې پروت دی او پکې درې ښارونه جواد اباد ، قرچک او پیشوا شامل دي .

ورامین د تهران له تاریخي ښارونو دی چی څه د پاسه اوه زره کلونه زوړ دی . په اوستایی ډکشنری کې د دغه ښار نوم د پناه ځای په معنی راغلی دی . هغه تاریخی قلعه ګانې چی د دغه ښار په شاوخوا کې موجودی دي د دغې سیمې د تاریخ او زړوالی ښودنه کوی .همدغه تاریخی زړوالې سبب شوی چی د دغه ښار په اړه ډیرې افسانې بڼه غوره کړي . ځینې هغه د فریدون زیږنځای چی د ایران یوه ستره اسطوره ده ، بولی او ځینې هم باوري دي دغه ښار د ساسانی باچا بهرام ګور زیږنځای دی چی له ۴۲۱ تر ۴۳۸ کلونو په مینځ کې یې په ایران حکومت کاوه .

البته د ورامین ښار په ایران د مغولو له حملې مخکې دومره مشهور نه وو او د ری صوبې برخه بلل کیده خو هغه څه چی له مورخانو او جغرافیالیکونکیو ترلاسه کیدلی شي دا دي چی د ال بویه د حکومت په پړاو کې ورامین په یوه سترې سیمې بدل شو او ورو ورو یې اهمیت زیات شو ، په دې ډول چی نن سبا ټول ایراني قومونه په دغه ښار کی ژوند کوي . هغو په تیرو پیړیو کې ورامین ته مهاجرت کړی دی او دلته میشت شوي دي .

Image Caption

 

اوس چی د دغه ښار له تاریخ سره څه لږ بلدشوی نو رسره ملګري اوسئ چی د دغې سیمې تاریخي او طبیعی ښکلاو سره مو بلد کړو .

ورامین ګرمه او وچه اب وهوا لری  . ورامین ته د سفر بهترین موسم منې او سپرلی دی . ورامین ته سفر د دغه ښار له دودیز بازاره له کتنې پیل کړئ او د ورامین د خلکو له هنره خوند واخلئ .

ورامین وال د لاسی قالینو  او نورو قالینو په اوبدلوکې ډیر مهارت لري او معمولا دغه قالینې په هندسی شکل او طرحو کې دي او زیاتره یې رنګونه نسواری او سره دي چی د خاکی یا تیزاسمانی رنګ زمینو باندې وی . پر دې سربیره د شیشې کار ، د خټینو لوخو او سامان او د کاڼو جوړومصنوعاتو ورکشاپونه فعالیت لري او ښکلی محصولات تولیدوي . همدراز نورې لاسی صنایعو هم د ورامین د لاسی صنایعو نور دود تولیدات حسابیږي .

د ورامین د سوغاتو اخیستل دغه تاریخی ښار ته د سفر یوه ډیره ښکلی برخه ده . ډاډمن یو چی د ورامین له لیدونکیو ځایونو له کتنې او ګرځیدو راګرځیدو وروسته د دغه ښار د سوغاتو او تحفو اخیستلو ته لیوالتیا لرئ . د نان پنجره ای په شان مزیداره میټایی ، د خټینو لوخو په شان مشهورې لاسی صنایع ، د شیش انداز په شان ځای خوړه او د ملون په شان کرهڼریز محصولات له تیرو وختونو راهیسې تراوسه پورې د ټوریسټانو په زړونو کې خپل ښه ځای خلاص کړی دی .

د ورامین زوړ ټاټوبی داسې ارزښتناکه خزانه ده چی پکې ډیرې حیرانتیاوې او لیدونکي ځایونه پټ دي او تاریخ سره لیوال او میناوال ځانته ورکش وایی . راځئ چی لاړ شو د دغه ښار جامع جومات  ته . د ورامین جامع جومات د دغه ښار یوه تاریخي ودانۍ ده چی د ایلخانی په پړاو کې جوړه شوی ده . دغه جومات څلور ایوانونه لري او د خښتو ، کاشیانو اوګچ کارۍ په شمول ایرانی هنرونه پکې کارول شوي دي چی سبب شوی د دغې ودانۍ محراب په ایران کې د معمارۍ هنر یوه ښکلی نمونه شی . د جومات دروازه په شمالی ضلع کې ده او د ختیځ او لویدیځ ایوانونو  له لارې د جومات جنوبی ضلع ته لاره موندل کیدلی شی چی پکې لمونځ ځای موجود دی . د جومات ورداخلیدونکی دیوان ډیر پراخ  دی او په مسجد جامع ورامین کې ګرځیدل د ورامین ښار ته د سفر یوه ډیره ښایسته خاطره کیدلی شی چی پکې په معنوی فضا کې له ایرانی هنر او ښکلا هم خوند اخیستلی شی .

عزیزانو په دوام کې ورځو د قصر بهران کاروان سرای ته . د ورامین قصر بهرام د صفویه پړاو اړونده یوه مشهوره تاریخی ودانۍ ده . دغه کاروان سرای د تهران په ۱۵۴ کلومیټرۍاو د عین الرشید کاروان سرای د شمال ختیځ په ۳ کلومیټرۍ کې پرته ده . قصر بهرام د ورامین په ځای خلکو کې په عباس اباد هم پیژندل کیږی . ځینې کسان دغه ودانۍ په مختلفو دلایلو په ساسانی پړاو پورې اړونده بولی . هغو باوری دي ساسانی پینځم  بهرام په همدې شاوخوا کې ښکار کاوه . یوه ورځ بهرام د ریګ جن په ویرونکی بیابان او سفید اب شاوخوا د مالګینو اوبو په جبیو کې ګیر شو او نور ستون نشو . جالبه ده چی پوهه شئ په تیرو وختونو کې دغلته ډیر قبرونه موجود وو چی د وخت په تیریدا سره له مینځه لاړ دي 

د ورامین له نورو مهمو ودانیو امامزاده یحیی ، امامزاده شاه حسین او امامزاده حسین رضا قبر ته اشاره کولې شو .

اوس راځو چی ورشو د ورامین ښار طبیعی سیمو ته .

د بند علی خان تالاب د ورامین له طبیعی سیمو دی چی د دغه ښار په ۳۵ کلومیټرۍ کې پروت دی .  دغه تلاب د قم د مالګې له دریاچه سره تړلی دی او په ۲۵ زره هیکټره پراخوالې لری . دغه تلاب په ګرمو میاشتو کې تقریبا وچیږی خوپه نورو میاشتو او وختونو کې له اوبو ډک وی . د تلاب اوبه خوږی دی او په همدې دلیل د اردک ، مرغاویانو او ابچلیک په شان پرندګانو لپاره مناسب ژوند ځای دی . د بند علی خان په تالاب د پرندګانو الوت ډیره تماشایی او ښایسته منظره ده . دغه سیمه په ایران کې د حفاظت شویو سیمو یوه برخه ده .

ظاهرا څه د پاسه ۱۲۰ کاله پخوا د علیخان په نوم یو کس چی ډیر شتمن وو ، د رودخانه شور باندې یئ د خټو بند جوړ کړ تر څو د رودخانه شور اوبه خپلو کرهڼړیزو مځکو ته بوځی په همدې دلیل دغه ځای له هغه وخته په بند علیخان مشهور شوی دی .

د ورامین یو بل د لیدلو ځای د خاوه کلی دی . خاوه د وړکوټی جنت په معنی دی .دغه کلی ډیره ښه اب وهوا او ډیر ښه طبیعت لری چی د ورامین د جنوب په ۲۰ کلومیټرۍ کې پروت دی . د خاوه کلی هم له طبیعی نظره او هم تاریخی نظره ډیر بډایه دی . دغه کلی ته چی راشئ  نو خامخا له بادی ژرندې ، قلعې  او لرغونو غونډیو ، نقاره خانه او د دغه کلی له تاریخی  ښونځی کتنه وکړئ .

د خاوه کلی اوسیدونکی کروندګر او مال ساتونکی دی . دغه کلی څه د پاسه ۱۳۰۰ هیکټره د کر مځکه لری او مځکه یې ډیره ښیرازه ده . د کلی میرمنې هم ډیرې هنرمندې دي او د دریانو او قالینو په شمول د لاسی صنایعو په تولید کی برخه اخلی .

پای

 

 

 

ټیګونه