Apr 15, 2023 13:43 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د بې نقابه امریکا نومي لړۍ له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. د تېرو برنامو په څېر په لومړي سر کې په تېرې اونۍ کې د امریکا مهمو خبرونو او بدلونونو ته کتنه کوو.

د امریکا ترټولو مهمو پېښو له ډلې کولای شو د بایډن بیاځلي ټاکل کېدو لپاره د یوازې یو پر درېیمه برخه امریکایانو لېوالتیا، په امریکا کې د ژوند په اړه ناهیلۍ، د امریکا دولت له لوري د ټولنیزو پاڼو د څارلو ډېروالی، د سایبري بریدونو په اړه د امریکایانو اندېښنه او د وسله والو تاوتریخوالو ته د اعتراض په جرم د تنسي ایالت له مجلس څخه د درې تنو استازو ایستلو ته اشاره وکړو.

د امریکا د اوسني ولسمشر ډموکرات ګوند ته اړونده د سي این این ټلويزیون د نوي نظر سنجۍ پراساس د هېواد یوازې درېیمه برخه خلکو ویلي دي چې جوبایډن د بیا ولسمشر د جوړېدا وړتیا لري.

د سي این این ټلويزیون د راپور پراساس، په دغه نظر سنجې کې یوازې دوه دېرش سلنه ګډون کوونکي باوري دي چې جوبایډن باید بیا د ولسمشر په توګه انتخاب شي، دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د امریکا اوه دېرش سلنه خلکو دا ډول نظر درلود.

یعني د امریکا اوه شپیته سلنه خلک په دې باور دي چې جوبایډن د بیا ولسمشر د جوړیدا جوګه نه دی.

په داسې حال کې چې جوبایډن تراوسه د ولسمشرۍ لپاره د بیا نوماند کېدا اعلان نه دی کړی او په ځلونو یې اشاره کړې ده چې اراده لري په راتلونکي میلادي کال کې بیا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوماند شي. د ډموکرات ګوند یوازینې کاندیده چې تراوسه یې په راتلونکي میلادي کال کې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره په رسمي ډول نوم لیکنه کړې ده مېرمن ماریان ویلیامسون ده.

ډموکرات  ګوند ته په ګروهنه لرونکو او د ډموکرات ګوند په ځواب ویونکو کې کابو څلورڅلوېښت سلنه خلکو ویلي چې جوبایډن باید په راتلونکي میلادي کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ډموکرات ګوند لخوا نوماند شي.

په هغو کسانو کې چې د ډموکرات ګوند لپاره د یوه متفاوت کاندید غوښتونکي دي، نهه شپیته سلنه کسانو وویل له جوبایډن پرته بل هرڅوک چې وي صحیح دی.

د سي این این ټلويزیون نظرسنجې وښودله چې د ډموکرات ګوند نهه څلوېښت سلنه رایې ورکوونکي باوري دي چې جوبایډن د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریالیتوب لپاره  د دغه ګوند لپاره تر ټولو ښه چانس لري او نهه څلوېښت سلنه نور بیا دا ډول نظر نه لري.

په عین حال کې دغه نظر نسجې وښودله په ریپبلیکن ګوند کې اکثره کسانو یا درې پنځوس سلنه کسانو وویل چې پخوانی ولسمشر ډونالډټرامپ باید په راتلونکي میلادي کال کې د دغه ګوند لخوا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوماند شي چې دغه شمېر د تېر میلادي کال د ډسمبر میاشتې له نظر سنجۍ څخه ډېر دی.

تر دې مخکې هم د فاکس نیوز د نظرپوښتنې د پایلو پراساس اعلان وشو چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن له کړنو د رضایت کچه ​​له څه باندې یوه کال راهیسې ثابته پاتې ده او د دغه ټلویزیوني چینل د وروستۍ نظرپوښتنې له مخې، ۴۴ سلنه د امریکا خلک د هغه فعالیت تاییدوي او 56سلنه هغه نه مني.

د فاکس نیوز د نظرپوښتنې له مخې، د وروستي ځل لپاره د بایډن د فعالیت رضایت د هغه د ناخوښۍ په پرتله لوړ و، د 2021 د سپټمبر په ټولپوښتنه کې ښکاره شو چې له بایډنه رضایت 50 سلنه او ناخوښي 49 سلنه وه.

د فاکس نیوز شنونکي ډارون شاو ویلي: د ۲۰۲۱ کال په مني کې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو او د سخت انفلاسیون له پیلېدو وروسته، د بایډن د رضایت کچه ​​راټیټه شوه. له هغه وخت راهیسې، د منځ مهاله ټاکنو، اقتصادي اوښتونو او د یو شمېر سیاسي او قانوني نوښتونو سره سره، د هغه د تایید درجه ډېره کمه شوې ده.

په ورته وخت کې، د نظرپوښتنې ډېری برخه اخیستونکي د دې هرې مسلې په اړه د بایډن له کړنو ناراضه دي: 53 سلنه د ملي امنیت څخه، 54 سلنه  له بهرنۍ پالیسۍ، 60 سلنه د سرحدي امنیت څخه، او 64 سلنه  د هغه د ناسم اقتصادي مدیریت څخه ناخوښه دي.

په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز راپور ورکړی چې په دې هېواد کې د اقتصادي نابرابرۍ، د کرونا ناروغۍ او سیاسي ناورین د ډېروالي له امله، ژوند ته هیلې کمې شوي دي. په امریکا کې د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز یا CDC په یوه راپور کې اعلان کړی چې په امریکا کې په 2021  کال کې د ژوند د تمې کچه د 1996 راهیسې ترټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې ، او د 2020 کال په پرتله ژوند ته په هیله کې 1.8 کلن کموالی تجربه کړی دی.

د CDC د راپور له مخې، په 2020 کال کې د امریکا په سویل ختیځو ایالتونو کې د سویلي کارولینا، اوکلاهوما، ارکنساس، ټینیسي، کینټکي، الاباما، لوزیانا، لوېدیځ ویرجینیا او مسیسیپي په ګډون ژوند ته د هیلې کچه له 75 کلونو څخه کمه ده.

د دغه مرکز د راپور له مخې، د کرونا ناروغۍ د خپرېدو پر مهال امریکا د پرمختللو هېوادونو په پرتله، د مړینې او له وخت مخکې مړینې له ډېروالې سره مخ وه. که څه هم د امریکا په څېر ډېری پرمختللي هېوادونه ونتوانېدل چې د دې ناروغۍ له اغېزمنتیا خلاص شي، خو شواهد ښیي چې امریکا لاهم د کرونا ویروس له اغیزو نه ده خلاصه شوې.

د CDC راپور ښیي چې له نیمايي ډېر، له ژونده ناهیلي کېدل په دې هېواد کې د کرونا ناروغۍ سره تړاو لري او په دې هېواد کې له ژونده د ناهیلي کېدلو بله برخه په غیر ارادي زیانونو، د نشه يي توکو کارولو، د زړه ناروغۍ او نورو برخو پورې اړه لري.

سربېره پردې ، هغه ډلې چې په امریکا کې ژوند ته ډېره کمه هیله لري، معمولا د لوړ خطر دندې لري چې نشي کولای هغه په مجازي ډول ترسره کړي، په ډېرو ګڼه ګوڼه  سیمو کې ژوند کوي او واکسینونو ته لږ لاسرسی لري  چې دا ټول په کرونا ویرس د اخته کېدو یا مړینې خطر زیاتوي.

د امریکا د لوړپوړو پټو اسنادو له افشا کېدو وروسته، د دغه هېواد حکومت په پام کې لري چې پر ټولنیزو شبکو او د بحث پر تالارونو څارنه پراخه کړي. د دولت یوه جګپوړي مقام او د امریکا په کانګرس کې یوه چارواکي د چهارشنبې په ورځ وویل چې د امریکا د دفاع وزارت پټ اسناد له څو اونیو راهیسې په ټولنیزو پاڼو کې خپرېږي او د امریکا استخباراتي ادارې د وضعیت په څارلو کې پاتې راغلي.

له همدې امله حکومت په مجازي نړۍ کې پر ټولنیزو پاڼو او بحثونو د څارنې لړۍ پراخوي، د استخباراتي معلوماتو په راټولولو کې د لارې بدلون، د امریکايي چارواکو یوه بله حل لاره ده. په ورته وخت کې، دوی هڅه کوي چې معلومه کړي چې دا اسناد څنګه خپاره شوي او د بلې ناوړه پیښې مخه ونیسي.

له دغو اسنادو څخه ځینې یې د مارچ په لومړیو کې په ټولنیزه پاڼه "ډسکارډ" کې خپاره شوي او نور یې د جنورۍ په لومړیو کې خپاره شوي دي. د امریکا له سلو څخه ډېر افشا شوي استخباراتي اسناد د اوکراین د جګړې، د روسیې او چین د پوځي فعالیتونو او لوېدیځې آسیا په اړه حساس او محرم معلومات لري.

د دغو اسنادو افشا کېدو په حکومت کې د حساسو استخباراتي معلوماتو د اداره کولو او هغو ته د خلکو د لاسرسي د څرنګوالي په اړه نوې پوښتنې را ولاړې کړې دي، امریکايي چارواکي وايي چې د دغه هېواد د حکومت پټو معلوماتو ته لاسرسی محدودیت لري او پر نورو اقداماتو غور کوي.

د دوو وروستیو آندپوښتنو د پایلو له مخې، امریکایان دا مهال «سایبري حملې» د دغه هېواد لپاره تر ټولو ستر ګواښ ګڼي. د 2023 کال د ګالپ نظرپوښتنې او په 2022 کې د Pew څیړنیز مرکز د پایلو له مخې، ډېری امریکایان د "سایبري ترهګرۍ" په اړه تر فشار لاندې دي؛ هغه مسله چې د دوی په وینا د دې هېواد د خلکو ژوند یې اغېزمن کړی او یا یې د امریکا اقتصاد له ګډوډۍ سره مخ کړی دی.

د ګالپ د نظرپوښتنې د پایلو له مخې چې تېره میاشت خپره شوه، ۸۴ سلنه ګډونوالو "سایبري ترهګري" یو مهم ګواښ ګڼلی، او د نړیوالې ترهګرۍ، نړیوالې تودوخې او د روسیې او اوکراین جګړې په ګډون، د لسو نورو مسلو په مقابل کې د امریکا د خلکو د اندېښنو په سر کې ځای لري.

د Pew څېړنیز مرکز د نظرپوښتنې له مخې چې د تېر کال په جون کې خپره شوه، په سلو کې 71 سلنه امریکایانو له نورو هېوادونو څخه "سایبري بریدونه" اصلي ګواښ ګڼلی او دې مسلې د روسیې او چین نفوذ او ځواک، د نړیوالې تودوخې او ساري ناروغیو په پرتله، لوړه درجه ترلاسه کړې ده.

د ګالپ د نظرپوښتنې له مخې، د امریکا جمهوري غوښتونکو ویلي چې د ایران اټومي پروګرام د سایبري بریدونو په پرتله خورا مهمه مسله ده، مګر ډموکراتان موافق نه دي او د نړۍ تودوخه یوه اندېښنه بولي.

د سیاسي غچ اخیستنې په یوه عمل کې ، د ټینیسي جمهوري غوښتونکو دوه ډموکرات وکیلان، د ناشویل په ښوونځي کې د وژونکي ډزو په پایله کې، د ټوپک کنټرول لپاره په لاریونونو کې د دوی د رول له امله، له ایالتي قانون جوړوونکي پارلمان څخه ایستلي دي. درېیم ډموکراټ په لږ ډول د یوې رایې په واسطه پرځای پاتې شو.

د رایې اچونې پرمهال ظاهرا د تعصب تګلارې دخېلې وې او قانون جوړوونکو، جسټین جونز او جسټین پییرسن چې دواړه تور پوستي دي، و ایستل، په داسې حال کې چې ګلوریا جانسن، چې سپېن پوستی دی، له ایستل کېدو پاتې شو.

په هرصورت، د جمهوري غوښتونکو مشرتابه دا رد کړې چې د استازو توکم په رایو کې رول ولري. ډېری دولتي مقننه قوې د غړو د ایستلو واک لري، خو دا عموما د قانون جوړونکو لپاره د مجازاتو په توګه هغه وخت ترسره کېږي چې په جدي ناوړه چلندتورن وي، نه دا چې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې د وسلې په توګه وکارول شي.

د جمهوري غوښتونکو استازي جینو بولسو وویل چې درېیو ډموکراتانو په مؤثره توګه یو بغاوت ترسره کړی." جونز، پییرسن او جانسن دوه اونۍ دمخه هغه مهال په لاریونونو کې برخه واخیسته، کله چې په سلګونو لاریون کوونکي په پلازمینه کې راټول شوي وو، ترڅو د ټوپک کنټرول اقداماتو تصویب غوښتنه وکړي.

دا پېښه څو ورځې وروسته له هغه کېږي، چې د میثاق په یوه شخصي ښوونځي کې چې مسیحي ښوونځی دی، ډزې وشوې، چې په ترڅ کې یې د درېیو ماشومانو په ګډون شپږ کسان ووژل شول. پیرسن خبریالانو ته وویل چې په دې لاریون کې په برخه اخیستو سره، دغه درېیو وکیلانو "د جرګې له قانونه سرغړونه کړې، ځکه چې موږ د هغه ماشومانو لپاره چې د ټوپک په تاوتریخوالي کې مړه کېږي او هغه کسان چې زموږ په ټولنو کې د خلکو لپاره غواړي چې د وسلو خپرېدل پای ته ورسېږي، موږ مبارزه کوو."

د دغو دوو استازو په ټاکنیزو ناحیو کې د ولسوالۍ کمیسیونونه کولای شي په دولتي کانګرس کې د خدمت لپاره بدیل معرفي کړي. په دې ټاکنو کې د جونز او پیرسن بیا راڅرګندېدل یو بې بنسټه انتخاب دی.