May 30, 2023 13:07 Asia/Kabul
  • درونګرا(Introverted) او برونګرا(extroverted) کسان
    درونګرا(Introverted) او برونګرا(extroverted) کسان

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ښه عادتونو له ننني (۵۲م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو په تېر پروګرام کې، د کاریزماټیکو کسانو د ځانګړنو موضوع مو وڅېړله. په دې مطلب کې غواړو چې د درونګرا(Introverted) او برونګرا(extroverted) کسانو ځانګړنې وڅېړو. له موږ سره اوسئ.

موږ ډیری وختونه د درونګرا(Introverted) او برونګرا(extroverted) اصطلاحات اورېدلي دي. دا اصطلاح د خلکو په منځ کې مختلف تعریفونه لري او ممکن دوی په بل ډول ترې مفهوم واخلي. د بېلګې په توګه، ځینې په غلطۍ سره هغه کسان چې جلا شوي او منزوي دي، د درونګرا په توګه پېژني. نورې غلطې مفکورې هم شته، چې شرمېدل، له ډلې څخه بېلوالی، او افسردګي، له درونګرايي سره ګډوډوي.

یو سویسي ارواپوه، کارل ګوستاو جونګ (Carl Gustav Jung)، یو له هغه لومړیو کسانو څخه دی چې د درونګرايي او برونګرايي مفهوم یې دود کړ. د جونګ په موډل کې، درونګرايي او برونګرايي، دوه ګونی یا دوه قطبي (Dichotomy) ځانګړتیا ګڼل کېږي. په دې معنی چې تاسو یو درونګرا یاستئ یا برونګرا. د جونګ په موډل کې د درونګرايي او برونګرايي ساده تعریف دا دی، چې د یوه درونګرا پاملرنه، علاقه او اندېښنې، د هغه احساساتو، افکارو او د هغه داخلي نړۍ پوري تړلي دي. له بلې خوا، برونګرايي په دې معنی ده، چې د یو چا پام، ګټې او اندېښنې، بهرنۍ نړۍ ته پورې تړلې وي.

د دې لارې په تعقیب، هانس آیسنک(Eysenck) د جونګ څخه د درونګرايي او برونګرايي دوه اصطلاحات اخیستي، مګر د دوه قطبي اصطلاحاتو کارولو پرځای، هغه غوره ګڼي چې هغوی د یوه طیف په دوو خواوو کې ځای پرځای کړي. له دې امله، د آیسنک Eysenck)) په تعریف کې، موږ هر یو د درونګرايي او برونګرايي په طیف کې، یوه برخه ځانته ټاکلې ده. که څه هم، آیسینک په حقیقت کې خپل مقیاس، د بروګرايي مقیاس بولي. يعنې، دا فرض کوي چې موږ ټول تر يو حده برونګرا(extroverts) يو او يوازې زموږ د برونګرايي (extroversion) کچه، له يوه بل سره توپېر لري. په طبيعي توګه، که تاسو د خپل ملګري په پرتله لږ برونګرا یاست، نو تاسو فرض کولای شئ، چې د هغه پر ​​​​وړاندې درونګرا یاستئ.

بل موډل چې د دې شخصیت ډولونه اندازه کوي، د پنځه ډوله شخصیت موډل دی، کوم چې د شخصیت اندازه کولو پنځه اصلي فاکټورونو څخه یو یې برونګرايي بولي او د آیسینک (Eysenck) په څېر، د برونګرايي(extroversion) لپاره یو طیف تعریفوي. په بل عبارت، هرڅومره چې ستاسو برونګرايي لږه وي، هغومره به تاسو متوجه شئ چې درونګرا یاستئ.

خو موږ باید په یاد ولرو، هغه څه چې په پنځه فکټور موډل کې د برونګرايي په توګه یادېږي، د شپږو ځانګړنو، مینه ناک توب، ټولنیز توب، صراحت او پریکنده توب، هڅه او فعالیت، لېوالتیا او د مثبتو احساساتو تجربه کول دي. له همدې امله، د ځانګړتیاوو په دې شپږو کټګوریو کې ستاسو د وضعیت مجموعه هغه څه دي، چې په نهایت کې تاسو د بل چا په پرتله ډېر برونګرا، یا د پنځه فکټور موډل کې د هغه په ​​​​پرتله ډېر برونګرا ارزول کېږي.

اړینه ده چې یو مهم ټکي ته اشاره وکړو، د درونګرايي او برونګرايي په برخه کې د وراثت، چاپېریال او پالنې د توپېرونو د اصل او ونډې په پام کې نیولو پرته، یو ځانګړی ټکی شتون لري او هغه دا دی چې د درونګرا او برونګرا د دوو ځانګړتیاوو ترمنځ، نشو کولای یو له بل سره پرتله کړو.

سوزان کین (Susan Cain) د سکوت کتاب په لیکلو سره، په نړیواله کچه د دې بحث په پوهېدو کې مهم رول لوبولی، او نن ورځ تاسو ډېر لږ  یو پوخ او باخبره سړی وینئ، چې برونګرايي، یوه غوره ځانګړتیا او درونګرايي یوه نامطلوبه ځانګړتیا وګڼي.

په دوام سره، موږ به د درونګرا او برونګرا د ځانګړتیاوو په اړه نور معلومات هم زده کړو. د جونګ په وینا، درونګرا کسان د انرژۍ ترلاسه کولو لپاره، چوپتیا او یوازیتوب ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې برونګرا کسان، د انرژۍ ترلاسه کولو لپاره، اړتیا لري د نورو او ټولنیزو حالاتو سره وخت تېر کړي.

د درونګرا شخص انرژي د دوی له داخلي نړۍ څخه راځي. دوی د خپل ځان سره د وخت په مصرفولو او د خپلو افکارو او احساساتو په څېړلو سره، خپله انرژي بېرته ترلاسه کوي. له ځان سره دا بوختېدل د دې لامل ګرځي، چې ډېری دوی جلا او محافظه کار وګڼي. له بلې خوا، د برونګرا کسانو انرژي بهرنۍ نړۍ ته لېږدول کېږي.

دوی د نورو خلکو سره د وخت په لګولو او په ټولنیزو فعالیتونو کې د ښکېلتیا له لارې انرژي ترلاسه کوي. د خلکو او خپلمنځي اړیکو سره د دوی مشغولیت، د دې لامل شوی چې دوی ټولنیز او فعال وبلل شي.

د درونګرا خلکو یوه ځانګړتیا دا ده، چې هر څه د دې خلکو په ذهن او فکر کې پېښېږي. دوی اکثرا د فکر کوونکو کسانو په توګه پېژندل کېږي، ځکه چې د دوی ذهن تل فعال وي او دوی په دوامداره توګه د خپلو افکارو سره ښکېل وي. په داسې حال کې چې دوی ممکن په عامه یا کار ځای کې آرام و اوسي، خو د دوی دننه یو طوفان شتون لري. درونګرا کسان، ممکن دا مهال په زرګونه مختلف شیان د دوی په ذهنونو کې تېرېږي.

د بېلګې په توګه، د سهار په وخت کې د دوی ملګري د غوسه کېدو لامل، د غرمې ډوډۍ لپاره د دوی مینو، هغه عوامل چې د دوی د اوسني مالي بحران لامل شوی، د دوی په آند د ژوند معنی او نور ډېر شیان چې دوی کولای شي په ورته وخت کې فکر وکړي.

همدارنګه، دا خلک د خبرو کولو دمخه، فکر کوي. درونګرا خلک په دې باور لري، هر هغه څه چې د دوی ذهن ته راځي، بیان او اظهار کړي. له همدې امله هغه وینا چې تاسو د یوه درونګرا له خولې اورئ، د پلان کولو، فکر کولو او ځان تفتیش محصول دی. درونګرا کسان هڅه کوي، چې ډېر څه ومومي او غوره ګڼي چې ډېر څه زده کړي.

که وغواړو چې درونګرا کسان له مرغۍ سره پرتله کړو، باید ووایو چې دوی د اُلُوْ(بوم اوجغد) په څېر دي. چې تل خپلې سترګې پرانیزي او د نويو شیانو موندلو په لټه کې دي. درونګرا کسان د دې پرځای چې د هر فعالیت او خبرو اترو منځته ولاړ شي، خوښوي چې وګوري او پوه شي، چې واقعا څه پېښېږي او د هغه څه پراساس خپل تاثیرات او پایلې رامنځته کوي، چې دوی لیدلي دي.

د درونګرا کسانو لپاره، کیفیت له کمیت څخه ډېر مهم دی. د عمومي عقیدې خلاف، درونګرا کسان، له خلکو بېزاره نه دي. په هرصورت، د دې پرځای چې دوی د خپلو مخاطبینو لیست د ملګرو په توګه معرفي کړي، دوی غوره کوي چې خپل ملګري او دوستان د یو او دوه په توګه درجه بندي کړي. د دې مسلې د روښانولو لپاره، باید ووایو چې دوی د یوې پیالې قهوې په څښلو سره، د ژورې، معنی لرونکي او یو له بل سره د یوې خبرې اترې لېواله دي او دې ډول خبرو اترو ته په شور او ګڼه ګوڼه رسټورانټ کې د ډله ایز بحث پر ځای ترجیح ورکوي.

د درونګرا کسانو بله ځانګړتیا دا ده، چې دوی د لیستونو جوړولو ، نوټونو اخیستلو او د اکسل فایلونو رامنځته کول خوښوي. که څه هم دوی ته ستړي خلک نشي ویل کېدی، خو درونګرا کسان ثبات لري او له دې پلان څخه خوند اخلي. ابهام او د وړاندوینې نشتوالی، په پلانونو کې د وروستۍ دقیقې بدلون، یا ناڅاپه کارونه، کولای شي ډېری وختونه دوی له واقعي لارو څخه لېري کړي. پلان جوړونه، تنظیم او ترتیب دوی ته قناعت ورکوي، نو مه حیرانېږئ، که چېرې د درونګرا کسانو په ټلفونونو او لپټاپونو کې د ورځني پلان کولو سلګونه اپلیکېشنونه ووینئ.

په دې توضیحاتو سره ، دا تمه لرې نه ده چې د درونګرا کسانو دندې له برونګراextroverts)) سره توپیر ولري. ځکه چې درونګرايي د دندې پر انتخاب اغېزه کوي. درونګرا کسان (Introverts) ډېر د هغو کارونو څخه خوند اخلي، چې د دندې پر بنسټ وي، په دې معنی چې دوی د ډېری خلکو سره د متقابل عمل پرځای، د ورځې په اوږدو کې ځانګړي دندې ترسره کولو ته اړتیا لري. همدرانګه دوی دا هم خوښوي چې داسې دنده غوره کړي، چې دوی ته اجازه ورکړي، د خپلو دندو ترسره کولو لپاره خپلواک ځای ولري او په دغو دندو کې، چټکې پایلې نه وي او دوی ته د پروسې، پلان او فکر کولو وخت ورکړل شي.

همدارنګه، دا خلک غوره ګڼي، چې ډېر په ټولنیزو تعاملاتو کې ښکېل نشي او د خپلې انرژۍ د بیا جوړولو لپاره وخت ولري. له همدې امله، درونګرا کسان د ځان اداره کولو لپاره دې ته اړتیا لري، چې دوی ته باید اجازه ورکړل شي، چې په دې دندو کې درون نګري او فکري نوښت راولي، همدارنګه په کوچنۍ کچه په هغه دندو کې د بدلون اجازه ورکړل شي. په هېڅ ډول دوی په سمدستي موخو کې ښکېل نکړي، ځکه چې د انعکاس ، تحلیل او پلان کولو له لارې، د شیانو پروسس کول وخت نیسي. د دې خلکو لپاره، بې غږه یعني خاموش او آرام کاري چاپېریال اړین دی. درونګرا کسان (Introverts)  د پروژو او دندو بشپړولو لپاره د ټیمونو سره کار کول نه خوښوي. دوی غوره ګڼي، چې په ساحه کې کار کول او د نويو خلکو سره لیدنه او په مکرر ډول ټولنیز فعالیتونه لکه غونډې، مېلمستیاوې او راټولېدنو ته اړتیا ونه لري.

اوس، دې پورې اړه لري، چې تاسو د برونګرايي یا درونګرايي د تشخیص لپاره کوم موډل ته لېوالتیا لرئ، مختلفې آزموینې به ستاسو لپاره مناسب وي. آیسینک((Eysenck، (MBTI) او پنځه فکټوره موډل، د برونګرايي اندازه کولو لپاره درې خورا مشهورې وسیلې معرفي کړي، که څه هم د دوی پایلې د هغه تعریف پراساس چې د برونګرايي مفهوم لري، له یو بل سره متفاوت دي.

ژباړه: زماني

ټیګونه