Dec 23, 2023 09:51 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه ۶۵

د ښه عادتونو د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو او له مینې ډک سلامونه درته وایو. نن به د ډول ډول ویرو یا (فوبیا) د څیړنې په دوام کښې د ټولنیز اضطراب او پریشانۍ او د دې مسئلې د راڅرګندیدو د وجوهاتو او د درملنې د لاروچارو په هکله یې معلومات ورکوو، هیله ده چې دا لیکنه مو د پام او خوښې وړ وګرځي.

کیدې شي چې مونږ ټول په ټولنیزو موقعیتونو کښې کله کله ویره او اضطراب تجربه کوو. خو دغه موقعیتونه تیریدونکي دي او په لږ شان مدیریت او پاملرنې سره اسټریس او اضطراب قابو کیدې شي. که دغه اضطراب په انسان کښې دائمي وي او له هر چلند او مخامخیدو ډډه وکړي، که تل د نورو په وړاندې له قضاوت کیدو وویریږي او که د پوښتنې کیدو، کاري مرکو، د عمومي تشناب له کارولو، په ټول کښې له خوړو او داسې نورو موقعیتونو څخه تیښته کوي نو د ټولنیز اضطراب په مسئلې اخته دی. د ټولنیز اضطراب او پریشانۍ مسئله په مختلفو کسانو کښې ترټولو ستره او عام مسئله ده چې کله کله یې خلک په تیروتنې سره شرمیدل ګڼي.

د ټولنیز اضطراب اختلال او مسئلهSocial anxiety disorder)  له ټولنیزو موقعیتونو څخه په سختې ویرې سره څرګندیږي. په دې مسئلې اخته کسان لهخلکو سره په خبرواترو، له نورو کسانو سره په ملاقات او په غونډو کښې د ګډون په وخت ځوریږي. هغوي د نورو له قضاوته ویریږي او حتی سره له دې چې کله کله پوهیږي چې دغه ویري یې غیرعقلي ده، خو په دغه احساس باندې له برلاسي کیدو ناتوانه دي.

د نړۍ له ټولو نفوسو تقریباً ۱۲ فیصده کسان په خپل ژوند کښې په ټولنیزې فوبیا او له ټولنیز اضطراب څخه په رامینځته شوي ګډوډي اخته دي. ده ګډوډی په ځلمیانو کښې تقریباً ۸ فیصده دی. په ښځو کښې له دې پریشانۍ رامینځته شوي ګډوډي ډیر لیدل کیږي. ټولنیزه فوبیا یا ویره د ځلمیتوب په پړاړ کښې شروع کیږي او په ۱۳کلنۍ کښې دغه نفسیاتي ناروغي خپل اوج ته رسیږي او له ۱۸ نه تر ۲۹ کالو د عمر په ځوانانو کښې هم ډیره ده.

دا ګډوډی د ګریجویشن د پړاؤ په محصلینو، ناواده کړو او په هغو کسانو کښې چې ډیر دی چې د ټولنیزې اقتصادي طبقې له نظره په لاندې مرتبه کښې دي. له ۱۸ نه تر ۲۹ کلنو ځوانانو په پرتله ټولنیزه یا سوشل فوبیا، له ۶۰ کالو نه د زیات عمر په کسانو کښې ډیره لږه لیدل کیږي.

د ټولنیز اضطراب یا ټولنیزې ویرې مسئله، ډول ډول بدني او کړچاري علامې لري چې زیاتره خلک یې په غلطۍ سره، شرمیدل ګڼي. حال دا چې دغه اضطراب له شرم سره فرق لري. شرمیدل معمولاً لنډمهاله وي او د انسان ژوند نه ګډوډوي خو ټولنیز اضطراب دوامداره او فلج کونکی دی. دغه اضطراب په ښوونځي او د کار په ځاې کښې او همداشان له کورنۍ بهر د شخصياړیکو پراختیا خرابوي. ځکه چې هغوي پرله پسې سخت عاطفي یا بدني او یا دواړوه علائم تجربه کوي.

په ټولنیز اضطراب اخته کسان د نورو له څارنې ویریږي او ورڅخه ډډه کوي. په دا شان حالاتو کښې د اندیښنې وړ اصلي موضوع په حقیقت کښې دا ده چې دغه کس ویریږي چې داسې څه ووايي یا یو کار ترسره کړي چې د شرمیدو یا یې د سپکیدو سبب شي. دغه اندیښنې دومره ستریدې شي چې انسان له نورو سره له ډیرو مخامخیدنو او چلندونو ډډه وکړي، یا یوازې په سخت خفګان سره دغه ډول حالات وزغمي. په ټولنیز اضطراب باندې اخته کسان معمولاً له نویو کسانو سره د ملاقات په وخت شرمیږي، په ډلو کښې غلې وي او په ناپیژندل شویو ټولنیزو چاپیریالونو کښې ګوښه نشین وي. دغه کسان که له یادو تعاملاتو تیښته ونه کړي  نو په بدني ستونزو به اخته شي دغه دغه جسمي مشکلات به یې د  ویرې د شدت په اندازه وي. ډیر خوله کیدل، د مخ سور کیدل، لړزیدل، د زړه د درزا تیزیدل، سر ګرځیدل او زړه خرابیدل له دغو ستونزو څخه ګڼل کیږي.

د ټولنیزې ویرې کره وجه نه ده معلومه خو محققان باوري دي چې ټولنیزه ویره د چاپیریال او او جنیټکي عواملو د یو ترکیب په وجه رامینځته کیږي. داشان چې ښايي ځینې ځاص ژِنونه د دې ناروغۍ په رامینخته کیدو کښې اغیزه لري. په دې وجه که د یو کس یو نزدې خپل په دغې ناروغۍ اخته وي نو له دې مسئلې سره د دغه کسا د مخامخیدو او پرې د ککړیدو احتمال به له دوو نه تر شپږ چنده ډیر وي.

منفي تجربې لکه بدماشي، کورنۍ نښتې او ناوړه جنسي استفاده هم ممکنه ده د دغه ګډوډي په جوړولوکښې رول ولري. همداشان کورنۍ په یادې مسئلې د ماشوم په اخته کیدو کښې ډیر رول ولري. داشان چې که مور یا پلار د اضطراب په مسئلې ککړ وي نو ممکنه ده چې ماشوم ترې دغه تګلاره د مثال او ماډل په توګه زده کړي.

همداشن کوم ماشومان چې د کنټرولوونکو کسانو تر روزنې لاندې راشي یا یې والدین له حده زیات محتاط وي نو په دغه ګډوډي ډیر اخته کیږي. د زر معلومیدو او تشخیص په بڼه کښې په ماشومانو کښې د ټولنیز اضطراب درملنه ډیره آسانه ده او په لږه موده کښې مثبته نتیجه ورکوي.

همداشان ممکنه ده چې د مغزو جوړښت په دغه ګډوډي کښې رول ولري. طبي محققان دمغزو د تصویر اخیستو لپاره د عصبي تصویربردارۍ په نامه یو تکنیک کاروي. دا نوي تکنیکونه نه یوازې د مغزو جوړښت څیړلی شي بلکې د مغزو د خاصو برخو ډول ډول کارکردګۍ هم جاجولی شي. د دې برخې د محققانو په باور، د «سروتنین» په نامه د هغې کیمیايي مادې د تعادل د نشتوال ي په شان چې د خلق و خوي په برابرولو کښې مرسته کوي، ځینې بدني ګډوډۍ په مغزو کښې د دغه شان حالاتو په رامینځته کولو کښې رول لوبولی شي. په مغزو کښې د وزیرې او احساساتو یا د اضطراب د افکارو د کنټرولوونکي جوړښت له حده زیات فعالوالی هم ممکنه ده د دغو ګډوډیو لامل وګرځي.        */*/*/

ډاکټر د دغو ګډوډیو د معلومولو لپاره مختلف عوامل په نظر کښې نیسي. ممکنه ده د ټولنیز اضطراب د ګډوډي علاج کونکی، د سټریس لرونکي کار، ناکامه عاشقۍ، له خپلوانو او نزدې کسانو سره د سختو اړیکو یا په یو ناامنه چاپیریال کښې د اوسیدو په شان د لا جدي عواملو په شمول د ناروغه کس د ژوند په اړه ځینې پوشتنې وکړي.

پر دې سربیره ممکنه ده په خوراکي پروګرام کښې د هر ډول وروستي بدلون، د فعالیت د سویې یا د هغه بدني ګوزار په هکله چې په بدن او مغزو اغیزه کوې شي، پوښتنه وکړي. له طبي شرایطو سره د اضطراب د علائمو او نښو د تړاؤ په نشتوالي د ډاډمنیدو لپاره ډاکټران ممکنه ده څو آزموینې ولیکي. په دې توګه چې ډاکټر د بدني معاینې له لارې د وینې د دباؤ یا بلډ پریشر، د زړه د درزا او وزن په شان مهم علائم وڅیړي او همداشان بدن ته جامع نظر لري. داشان په بدني سلامتیا کښې هر ډول ګډوډي معلومولی شي.

همداشان ډاکټر د وینې د ټیسټ له لارې د وینې د سلولونو یا حجراتو CBC)  بشپړ شمیر د هارمونونو او ویټامنونو وغیره د اندازې د څیړلو په لړ کښې جاجوي. د فزیکي او بدني معاینې او د وینې د ټیسټ د نتایجو له مخې ډاکټر شاید د اضطراب د لاډیرو عواملو د څیړنې په موخه تکمیلي ټیسټونه تجویز کړي. که ټولې ارزونې طبیعي او نارمل وي او داسې هیڅ ځرګنده فرانزیکي وجه نه وي چې د اصطراب د علامو وضاحت ورکړې شي نو ډاکټر احتمالاً دغه کس د نفسیاتو یو متخصص ته لیږي.

د ټولنیز اضطراب مسئله د انسان لپاره ډیرې عوارض پیدا کوي. له هغو دا چې ډیر اقتصادي او ټولنیز تاوان هم وررسوي. په دې مسئلې اخته څه باندې ۹۰ فیصده کسان ټولنیزې ستونزې لري چې د هغوي په نارمل ژوند اغیزه کوي. په دغو کښې اکثره کسان د زده کړې د پریښودو، د کار په ځاې کښې یې د ګټې او فایدې د کمیدو او د ژوند د معیار او کیفیت د ټیټیدو له خطر سره مخامخ وي چې له امله یې نورو عصبي مسائل هم ورته پیښیدی شي. په دې وجه ډیره مهمه ده چې د دغه ګډوډي د درملنې لپاره زرترزره اقدام وشي.

د ټولنیز اضطراب د مسئلې درملنه SAD)، د کس په عاطفي، بدني او ورځني کړچار په عائلو پورې سخته پيئلتیا لري. د درملنې د پړاؤ اوږدوالی یې هم متفاوت دی. په دې کښې ځیني کسان ممکنه ده ابتدايي درملنې ته ښه غبرګون وښايي او ډیرو هلوځلو تهاړتیا ونه لري خو ځیني کسان ممکنه ده په خپل ټول ژوند کښې، یو ډول ملاتړ ته  اړتیا ولري. درمل او د مشاورې غونډې دواړه له ټولنیز اضطرابه په خلاصي کښې اغیزناکې پيژندل شوې دي. شناختي درملیزه طریقه، د مخامخیدنې له لارې درملنه او په ډلو کښې درملنه د دغه ګډوډي د ختمولو د درملنې ځینې طریقې دي.

د کړچار په شناختي درملیزه طریقه کښې ناروغه کس زده کوي چې خپل اضطراب او پریشاني د سا اخیستو او نورو آراموونکو تکنیکونو له لارې مدیریت کړي او د منفي افکارو ځاې مثبتو افکارو ته ورکړي.

د مخامخیدو په طریقه درملنه مرسته کوي چې کس له ټولنیزو موقعیتونو د ډډه کولو پر ځاې، ورو ورو له هغو سره مخامخ شي.

په ډله ایزه توګه درملیزې طریقې کښې هم په ټولنیز اضطراب اخته کس په مختلفو چاپیریالونو کې له کسانو سره د تعامل لپاره ضروري ټولنیزې مهارتونه او فنونه زده کوي. له هغو کسنو سره چې یوشان ویرې لري به درملیزو ډلو کښې ګډون، له ناروغ سره مرسته کوي چې د خپل یوازیتوب احساس پریږدي او په ډله کښې د رول لوبونې له لارې نوي مهارتونه زده کړي.

همداشان ممکنه ده ډاګټر د ضرورت په بڼه کښې درمل هم تجویز کړي. د دې پریشانۍ لباره مختلف ډوله درمل ورکول کیږي چې هر ډول یې د ناروغه کس حالاتو ته په پام سره تجویزیږي.

په حقیقت کې د ټولنیزې اندیښنې د ناروغۍ د اټکل کولو  هیڅ لاره نشته. غوره خبره دا ده چې که تاسو د دې ډول اضطراب نښې ولرئ ، نو خامخا یې باید د درملنې لپاره له متخصص سره مشوره وکړئ ترڅو هغه درسره په خبرو کولو سره ستاسو د اضطراب سرچینه او لامل ومومي او له تاسو سره د ښه کیدو کې مرسته وکړي.

زمونږ وړاندیز دا دی چې تاسو د خپل حال مزاج په ښه کولو کې له ځان سره مرسته وکړئ، د بیلګې په توګه، د خپل ژوند لومړیتوبونه وټاکئ. وخت مو تنظیم او اداره کړئ، په خپل مهالویش کې هغه شیان شامل کړئ چې تاسو یې خوښوئ. سالم خواړه وخورئ او له نشه ایزو موادو لکه الکحل، کافین او نیکوتین څخه ډډه وکړئ ځکه چې دا مواد اضطراب لازیاتوي.

*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه