Jan 10, 2024 12:52 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه عادت (67) –

د ښو عادتونو د خپرونې ګرانو مینه والو په دغه برخه کې غواړو چي خپرونه د یوې پوښتنې په مطرحولو سره پیل کړو، کله چي تاسو په خپل ژوند کې له یوې ننګونې سره مخامخ کیږي، ایا داسي فکر کوئ چي په خپلو هڅو سره، نتیجه یعني پایلې بدلولایشئ او که داسي فکر کوئ چي نه، هلې ځلې مو خوشي دي او ستاسو له ارادې وتلی دی او هر څه د یو بهرني ځواک په کنټرول کې دی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

که داسي فکر کوي چي په خپلو هڅو سره د کارونو پایلې بدلولایشئ نو د کارپوهانو په وېنا، تاسو په ځان کې داسي یو شی لرئ چي ورته د کنټرول داخلي مرکز وایي، او که نه تاسو فکر کوئ چي هرڅه مو له ارادې وتلي دي او یو بهرني ځواک پرې واکمن دی، نو د کارپوهانو په وېنا، ستاسو د کنټرول مرکز بهر کې دی، په دغه خپرونه کې غواړو د دغو دو ډلو په اړه خبرې وکړو نو که د لازیات معلوماتو غوښتونکي یاست مونږ سره ملګرتیا وکړئ!

د کنټرول مرکز اصطلاح چي په انګلیش کې ورته LOC وایي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۴ میلادي کال کې د جولین راټر له خوا مطرح شوه، هغه د لومړي ځل لپاره د (کنټرول مرکز) اصطلاح په یوه بحث کې مطرح کړ، هغه وخت کې راټر د انسانانو په منفي او مثبت چلند باندې څېړنې کولې، د راټر په وېنا، مونږ تل مختلف انتخابونه لرو او بېلابېل کارونه تر سرره کوو، له دغو انتخابونو او کارونو وروسته، ځینې پایلې تر لاسه کیږي، لیکن پوهېږو چي پّ دې مینځ او مان کې چاپېریال او حالات هم اغېز شیندلی دی. خو پوښتنه دا ده چي د خپلو اقداماتو او د تر لاسه شویو پایلو تر مینځ د اړیکو په څېړلو کې څومره ځان ته ونډه ورکوو، او څومره بهرنیو عواملو ته ونډه په نظر کې نیسو؟؟؟

داخلي مرکز کنټرول او بهرني مرکز کنټرول د یوې بړې دوې خواوې دي او مونږ تاسو هر یو د داخلي او بهرني کنټرول مرکزونو تر مینځ د فاصلې په یوه ځای کې قرار لرو. په هره اندازه چي بهرني عوامل زیات کارنده وبولو او خپلو پرېکړو او انتخابونو ته اهمیت ور نه کړو، زمونږ د کنټرول مرکز بهر ته نژدې دی، همداسي که تر ډېره حده پورې په خپلو لاسته راوړنو او د کارونو په پایلو کې خپلې پریکړې او انتخابونو ته زیاته ونډه په نظر کې ونیسو نو بیا ویلایشو چي زمونو د کنټرول مرکز داخل کې ده.هغه کسان چي له داخلي کنټرول مرکز څخه برخمن دي، په دې باور دي چي د هغوی اوسني حالات او وضعیت د کنټرول لاندې څیزونو لکه هلې ځلې او لیدلورې او چمتووالې څخه اغېزمن دی، په مقابل کې هغه کسان چي له بهرني مرکز کنټرول څخه برخمن دي په دې باور دي چي د هغوی اوسني حالات له بهرنیو عواملو سره تړلي دي او له کنټروله یې وتلی دی.

ځینې څېړنې ښودنه کوي چي نارینه د ښځو په پرتله له پیاوړی داخلي کنټرول مرکز څخه برخمن دی، همدا شان د عمر په زیاتېدو سره، خلګ اکثره داخلي کنټرول مرکز ته ګروهنه مومي، کارپوهان پوهېدلي دي چي په عمومي توګه، هغه کسان چي له داخلي کنټرول مرکز څخه برخمن دي، ښه وضعیت لري، سره له دې، دا خبره مهمه ده او باید په یاد وساتو چي داخلي کنټرول مرکز درلودل همېشه ښه خبره نه شي کېدای او بهرني کنټرول مرکز درلودل هم تل بده خبره نه شي کېدای.

په دې خاطر په ځینو مواردو کې، بهرني کنټرول مرکز ښه دی، په تېره بیا په ګواښوونکی موقعیت کې، د مثال په توګه، هغه ورزښکار چي لوبه بایلي، ممکنه ده د خپګان او یا بې قراری احساس وکړي، که د ورزښکار د کنټرول مرکز داخلي وي، داسي فکر کوي چي زه په ورزښ کې بد یم او په کافي اندازه مې هڅه نه ده کړې، په دې خاطر ممکنه ده، د بایللو پایلې له ځان څخه د هغه په تصور کې بدلون رامینځ ته کړي او په راتلونکي لوبو کې هم له اسټرس سره مخامخ شی، که ورزښکار له بهرني کنټرول مرکز څخه برخمن وي له ځان سره وایي چي زما بخت ښه نه وو چي له یو داسي پیاوړی سیال سره مخامخ شوم، او یا دا چي لمر مې په سترګو وې نو ځکه مي وبایلل، نو بیا یو څه د ارامښت احساس کوي ځکه چي ځان نه بلکې یو بهرني عامل ګرم بولي.

په عمومي توګه هم په داخلي کنټرول مرکز او هم په بهرني کنټرول مرکز باندې باور لرل هر یو خپل زیانونه لري. دا چي هر یو څیز کې ځان له داسي عواملو او موضوعاتو سره ښکېل کړو چي زمونو له لاسه بهر دي، کولایشي مونږ ته خفګان او اسټرس رامینځ ته کړي او د هر څه د کنټرولولو لپاره د بې ځایه هلو ځلو او د نورو د ملامتیا سبب شي او یا دا چي ځان ګرم وبولو. ممکنه ده چي په دې مینځ او مان کې زیاتې هڅې وکړئ د چاپېریال له بدلولو د سلوک تر بدلونه پورې، لیکن هلې ځلې مو اکثرا له ماتې سره مخامخ کیږي. که داسي یو چلند وکړئ هر څومره چي د حالاتو په بدلون کې د ناکامی احساس وکړئ هغومره اسټرس مو زیاتیږي، دې سره به مو عزت نفس کم شي او د نه ارزښت له احساس سره به مخامخ شئ.

همدارنګه د هر څه د کنټرولولو لپاره هڅه د وخت د ضایع کېدو او د انرژیو د لاسه وتلو لامل ګرځي، اندېښنه او بې قراري، په هغو موضوعاتو کې چي ورباندې کنټرول نه لرئ، ستاسو د ذهن د کمزورتیا لامل ګرځي. تر ټولو غوره کار دا دی چي خپل انرژي او وخت د کارنده هلو ځلو لپاره ولګوئ او یوازې په هغو موردونو باندې تمرکز وکړئ چي ستاسو خپل په لاس کې دی او کولایشئ د هغوی په پایلو اثر وکړئ، د مثال په توګه دا چي ووایاست کاشکي حالات دا شان نه واي، یا دا چي له نورو وغواړئ چي ستاسو له خوښې سره سم عمل وکړي او یا دا چي هغوی ځینو کارونو ته مجبوره کړئ، مطلوبې پایلې نه شي درلودلای، او په دې کار سره یوازې خپل وخت او انرژي ضایع کوئ، په یاد مو وي چي په نورو باندې کنټرول ستاسو اړیکو ته زیان رسوي، دا ښکاره خبره ده چي داشان چلند ستاسو د ژندانه ښادي او ارامښت له مینځه وړي.

د داخلي او بهرني کنټرول مرکز باندې باور درلودل، د نورو په هکله د سملاسي قضاوت لامل ګرځي او دا کار په تاسو کې د بې رحمي سبب ګرځي، که په دې باور یاست چي هر یو کس د خپلې ماتې او یا بریا پوره پوره مسئولیت په غاړه لري، په ډېره اسانۍ سره، د نورو عیبونه لټوئ او وار له مخکې قضاوت کوئ، مونږ ټوله پوهېږو چي د نورو ګرم بلل او ملامتول نامطلوبې پایلې لري، که د خپل ژوندانه د ټولو پېښو لپاره ځان ګرم بلئ نو ځان تل ملامتوئ، بدې پېښې، ماتې، ناکامی او دا شان مسائل د هر یوه په ژوندانه کې رامینځ ته کیږي، که تاسو وغواړئ چي د هر څه لپاره ځان ملامت کړئ د وخت په تېرېدو سره، به مو ذهن خراب شي او د ټنشن او د ځان د بې ارزښته بللو لامل شي.

تل مو په یاد وي چي ستاسي مرکز کنټرول ستاسو په ژوندانه باندې زیات اثر لري، له سختو حالاتو سره له مبارزې نیولې بیا د خپل ژوندانه د چارو تر کنټرولولو پورې، په دې خاطر دا ډېره مهمه ده چي خپل ځان ښه وپېژنئ او خپل د کنټرول مرکز تشخیص کړئ او انډول یې وساتئ څو په دې کار سره، هم د خپلو چارچاپېر کسانو په پېژندلو بریالي شئ او هم د خپل ژوندانه د ماتې او بریاو ارزونه وکړای شئ، په نتیجه کې به مو ژوند له ارامښت او بریا سره مخ شي.