Jun 03, 2023 10:54 Asia/Kabul
  • ایران په تېره اوونۍ کې

په تېره اوونۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت مهمې پیښې.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای د دوشنبې په ورځ د عمان له سلطان هیثم بن طارق آل سعیداو د هغه له پلاوو سره په کتنه کې، د ایران او عمان اړیکې پخوانې او ښې وبللې او وویل: په ټولو ډګرونو کې د دواړو هیوادونو د اړیکو پراختیا د دواړو لورو په ګټه کې ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په سیمه کې د صهیونیست رژیم د حضور خطرې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د صهیونیستي رژیم او د هغه د ملاتړو هیوادونو سیاست په سیمه کې د اختلافاتو او بې قراریو رامینځ ته کول دی، په دې خاطر د سیمې ټوله هیوادونه باید دې مسالې ته ځیر ووسي.

حضرت ایت الله خامنه ای د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د رغېدو په هکله د مصر د ګروهنې په اړه د عمان د سلطان خبرو ته په اشارې سره، ټینګار وکړ: له دغه مسالې څخه هرکلی کوو او په دې زمینه کې ستونزه نه لرو.

هغوی په پای کې هیله وښوده چي د حکومتونو تر مینځ د اړیکو په پراختیا سره، اسلامي امت یو ځلې بیا خپل مخکنی شان او شوکت ومومي ځکه چي د اسلامي هیوادونو د وړتیاو او د امکاناتو یو ځای کېدا، د ټولو اسلامي ولسونو، هیوادونو او حکومتونو په ګټه کې ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ترکمنستان د مصلحت خلق د شورا له مشر سره په کتنه کې، ایران او ترکمنستان خپلوان او د زیات فرهنګې مشترکاتو څخه برخمن وباله او ټینګار یې وکړ: دغه فرهنګي مشترکات په مختلفو ډګرونو او په ځانګړې توګه د انرژیو په ډګر کې د اړیکو پراختیا زمینه برابره کړې ده.

حضرت ایت الله خامنه ای د چهار شنبې په ماځیګر د ترکمنستان د مصلحت خلق د شورا له مشر قربانقلي بردي محمداف سره په کتنه کې، د جوماتونو او فرهنګي مرکزونو د جوړولو او فرهنګي او مذهبي مسایلو ته د هغه د ځانګړې پاملرنې څخه په قدرونې سره، جوته کړه:  د سوداګریو په زمینه کې د همکاریو د پراختیا لپاره زیاتې وړتیاوې موجود دي په ځانګړې توګه د اوبو، برېښنا او ګازو په دګر کې، د ایران اسلامي جمهوریت په دغو ډګرونو کې د همکاریو لپاره چمتو دی.

د ایران اسلامي جمهوریت د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۸ پړاو د مشر نائب او د بې وسلې کولو د کمیسیون د ريپورټر او د مشرتابه د غړي په توګه وټاکل شو.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ تیره ورځ  په خپله غونډه کې په اجماع سره، په نیویورک کې د ایران استازولی یې د دې اسمبلۍ د مشر د نائب په توګه وټاکل.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشر ۵ نیابت کوونکي لري چي دغو پنځو مرستیالانو د امنیت شورا د پنځو دائمي غړو له استازو سره یوځای، د ملګرو ملتونو د غونډو د لومړیتوبونو او د اجنډا د ټاکلو دنده لري.

همدارنګه د ایران اسلامي جمهوریت د ملګرو ملتونو د بې وسلې کولو د کمیسیون د ریپورټر او د مشری د غړي په توګه هم ټاکل شوی دی.

دا په داسي حال کې دی چي امریکا په تېرو دوو اونیو کې زیاته هڅه وکړه چي د امنیت شورا او د بې وسلې کولو د کمیسیون په مشری کې د ایران د ټاکل کېدو مخنیوی وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکزي بانک مشر د امریکا د غیرقانوني بندیزونو سربېره د ایران د اقتصادي ځانګړنو د ښه والې خبر ورکړی دی.

د ایران د مرکزي بانک عمومي مشر محمد رضا فرزین د یوه پلاوی په مشرې د پیسو د نړیوال صندوق له مسئولینو سره د کتنې په موخه واشنګټن ته سفر کړی وو او د یاد سندوق د لوېدیځې اسیا او مرکزي اسیا د چارو له مشر جیهاد آزور سره په کتنه کې په تیرو دوو کلونو کې د ایران اقتصادي بدلونونو ته په اشارې سره وویل: د ایران د اقتصاد حقیقي برخه په تېرو دوو کلونو کې د کرونا د وبا، نړیواله ګراني او د امریکا د غیرقانوني بندیزونو سربېره، په مختلفو برخو کې ودې ته دوام ورکړې ده.

هغه د دې په بیانولو چي د ایران اقتصاد په  تېرو دوو کلونو کې په ټولو اقتصادي برخو کې منجمله د جي ډي پي د ناخالص تولید په زمینه کې ۴ اعشاریه ۴ سلنه وده کړې ده، زیاته کړه: په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د تېلو برخه د ۱۰ سلنو په ودې او د صنعت برخه ۴ اعشاریه ۸ سلنه وده کړې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د ایران د بهرني استازو په غونډه کې چي د نوی نړیوال نظم او د ایران د رول تر عنوان لاندې تر سره شوه، وویل:  د ایران د بهرني سیاست نظریه، له ټولو هیوادونو سره.د تعادل او عدالت پر بنیاد باندې د اړیکو پالنه ده.

رئیسي د دې په بیانولو چي ایران له هر یو هیواد سره د هغه حالاتو ته په کتو سره، همکاري کوي، زیاته کړه: دا خبره چي د بندیزونو په خاطر زیاتو هیوادونو ایران سره همکاریو ته چمتو نه دي، ناسمه خبره ده، ایران سره د همکاریو لپاره د مختلفو هیوادونو د چارواکو د ګروهنې اظهار د دې خبرې ګواه ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د هغو اروپایي هیوادونو په هکله چي د ناسمو ارزونو د امله د ایران د تېر کال د بلواو په وړاندې ناوړه دریځونه غوره کړي وه، وویل: که دغو هیوادونو هم خپلې ارزونې سمې کړي او خپل ښه نیت ثابته کړي، ایران هغوی سره د همکاریو لپاره تیار دی.

د ایران د غېږ ایستلو ټاکل شوی ټیم د قرقیزستان په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو ۵ مډالونه، یوه سپین زر مډال او دوه د ژیړو مډالونه تر لاسه کړ ي او د سیالیو اتلولي یې خپله کړې ده.  د غېږ نیونو دغې نړیوالې سیالۍ د قرقیزستان په پلازمېنې بیشکک ښار کې د تېرې پنجشنبې له ورځې راپیله شوې وه.

ایران په دغو سیالیو کې د ۱۷۵ امتیازاتو په تر لاسه کولو سره لومړی مقام، ازبکستان د ۱۴۸ امتیازاتو په تر لاسه کولو سره، دوهم او ګرجستان یا جورجیا هیواد د ۱۳۹ امتیازاتو په تر لاسه کولو سره، دریم مقام وګټل.د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چي د بریکس د ډلې په غونډه کې د ګډون او د دې ډلې له غړو هیوادونو سره د کتنې لپاره جنوبی افریقا ته تللی وو، د ایران او بریکس ډلې د هیوادونو تر مینځ د اړیکو کچه ښه وباله او زیاته یې کړه:  د ایران او د بریکس د ډلې هیوادونو تر مینځ د سوداګریو کچه له ۳۰ میلیاردونو نه په کال کې زیاته شوې ده.

هغه د دې په بیانولو چي ایران ډېر ژر د بریکس له دریو غړو یعني روسیې، چین او هند سره د شانګهای د تړون په چوکاټ کې خپلې همکارۍ زیاتوي، وویل:  بریکس ډله په نړیوال نظام کې د نیمګړتیاو د پوره کولو او د څو اړخیزپالنې د پاللو د امله د نړیوالو مبادلاتو په ډګر کې ډېر اهمیت پیدا کړی دی.

عبداللهیان د دې په بیانولو چي د ایران اسلامي جمهوریت د نورو ملګرو هیوادونو تر څنګ کولایشی د بریکس لپاره یو ډاډمن ملګری ووسي، وویل: ایران په نړیوالو سازمانونو کې د حضور د زیاتې تجروبې ، د انرژیو د بډایه زیرمو،  د ارزانه ټرانزیټي لارو،علمي وړتیاو او لاسته راوړنو،  مسلکي نیروګانو او عادلانه نړیوال نظم د برابرولو لپاره د کلک هوډ په درلودلو  سره، د بریکس د ډلې د هیوادونو لپاره یو ډېر مهم شریک کېدایشي.