Jun 18, 2023 17:32 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

په تېره یوه اونۍ کې افغانستان له بېلابېلو پېښو او بدلونونو سره مخ وو چې د ۱۳۵۱ کال د هوکړې له مخې، د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو د حق مسئله لا هم په سیاسي او تخنیکي ناستو کې د بحث وړ موضوع وه. د خبري آژانسونو د خبر له مخې، د دوه اړخیزو هوکړو پر بنسټ به د ایران د اسلامي جمهوریت د چارو کارپوه او تخنیکي پلاوی ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي، څو له هلمند سیند څخه د ایران د اوبو د حق د انتقال وضعیت وارزوي.

ویل کېږي چې دغه ایراني پلاوی به په راتلونکو لسو ورځو کې افغانستان ته سفر وکړي، څو د کمال خان بند د اوبو د اندازې څېړلو ترڅنګ، د دوه اړخیزې هوکړې پر بنسټ، د افغانستان ژمنو عملي کېدو ته لومړیتوب ورکړي. که څه هم طالبانو په وار وار د هلمند له سیند څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د اوبو د حق مراعاتوولو په اړه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی، خو تراوسه یې په دې برخه کې کوم عملي ګام نه دی اخیستی او په دې برخه کې خپل سیاست ته ادامه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښه ګاونډیتوب مراعات کول او قراردادونو او تړونونو ته پاملرنه، د افغانستان په ګډون په هر هېواد کې د حکومتولۍ یو له مهمو مسایلو څخه دی. خو طالبان چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې بېرته واک ته رسېدلي، ظاهراً د یو اړخیزو اړیکو په لټه کې دي، چې یوازې د سیمې هېوادونه او نړیوالې ناستې د طالبانو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

په همدې حال کې که له افغانستان سره کومه مرسته هم کېږي، هغه یوازې د دغه هېواد د هغو خلکو لپاره دي، چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي او حتی خوراکي توکو ته هم اړتیا لري. له همدې امله، طالبان باید د خپل حاکمیت لپاره د نړیوال ملاتړ ترلاسه کولو په موخه، د ګاونډیو پروړاندې د افغانستان مسؤلیتونه پلي کړي.

په تېره یوه اونۍ کې د افغان حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې په وزارت کې د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام مشر، نورالدین رستم خېل اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ راهیسې د ۱۰۴ ځمکنیو ماینونو او چاودېدونکو توکو له امله نږدې ۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د هغه په ​​وينا، په افغانستان کې د ماينونو د چاودنو تر ټولو ډېر قربانيان ماشومان دي. له همدې امله یې نږدې ۶۰ ټیمونه وردګو، غزني، زابل، کندهار، هلمند، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو ته د خلکو د خبرولو لپاره استولي دي.

دغه افغان چارواکي د ماین پاکۍ د پروژو د تطبیق لپاره د بودیجې د کموالي خبر هم ورکړی دی. په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو څخه پاتې شوي ماینونه او مهمات لا هم، د دغه هېواد له خلکو په ځانګړې توګه له ماشومانو څخه قرباني اخلي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې تر ۷۰۰ ډېر ماشومان په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو له امله وژل شوي دي.

د خپرو شويو شمېرو له مخې، د دغه هېواد نږدې ۶۰۶ مربع کيلومتره خاوره په ماينونو او ناچاودېدونکو مهماتو پوښلې پاتې ده. دا په داسې حال ده چې لوېدیځوال په دې برخه کې په بشپړه توګه بې تفاوته دي، ځکه چې دوی ته د افغانانو ژوند هېڅ ارزښت نه لري.

په تېره اونۍ کې هغه آسټراليايي سرتېرى چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژنې په تور د دغه هېواد د محکمې له خوا مجرم پېژندل شوی، اعلان وکړ چې پر دغه جنایت ویاړي. د آسټرالیا د هوايي ځواک یو سرتېری او د دغه هېواد د پوځي افتخاري مډال اخیستونکي، بین رابرټس سمیټ په سپین سترګۍ سره اعلان وکړ، هغه څه چې په افغانستان کې یې ترسره کړي، پرې ویاړي. هغه څه چې ترسره کړي، په افغانستان کې د ملکي وګړو وژل دي. دغه آسټرالیايي جنايتکاره عسکر د آسټرالیا د ملکي محکمې له خوا د لږ تر لږه څلورو افغانانو په وژلو محکوم شوی دی.

دغه آسټرالیايي تجربه لرونکی سرتېری د محکمې پریکړه ناسمه وبلله او څرګنده یې کړه: موږ هېڅ تېروتنه نه ده کړې، نو موږ به بخښنه ونه غواړو. رابرټس سمېټ له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې د آسټرالیا د هوايي ځواک په ځانګړو ځواکونو کې کار کړی وو. د آسټرالیا د فدرالي محکمې قاضي آنتوني بیسانکو د روان کال د جون په لومړۍ نېټه، د دغه هېواد د درېیو رسنیو له خوا د افشا شویو اسنادو له مخې چې افغان ملکي وګړو په وژلو کې سمېټ ښکېل دی ویلي وو چې دا راپورونه حقیقت ثابتوي.

د آسټراليا دولتي خبري آژانس (ABC) تر دې مخکې څرګنده کړې وه، چې آسټراليايي ځواکونو د افغانستان په سویل کې د جنايتونو پر ترسره کولو سربېره، د تعصب ډک چلند هم کړى دى. دې شبکې د تاوتریخوالي د یوې بېلګې په وړاندې کولو سره څرګنده کړې وه چې یو افغان اسیر د پوځ له خوا له دې امله وژل شوی، چې الوتکې د ۶ افغانانو د لېږدولو ظرفیت نه درلود.

د سیاسي چارو کارپوه اکرم عارفي په دې اړه وايي: لوېدیځې ناستې د افغانانو ژوند ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او په افغانستان کې د اشغالګرو ځواکونو له خوا په تېرو دوو لسیزو کې د زرګونو جنایتونو او جرمونو په منځ کې، د یوه آسټرالیايي پوځي محاکمه او مجرم ګڼل، یوازې د عمومي ذهنونو مغشوشول دي، ځکه چې په عمل کې، جنایتکاره سرتېري به هیڅ تاوان نه ورکوي.

په تېره اونۍ کې پاکستان هم له بېلابېلو خبرونو او پېښو سره مخ وو، چې له دغو مهمو پېښو څخه یوه هم د تهران د سرحدي ساتونکو په مرکز فراجا کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي پولیسو له قوماندان سره د پاکستان د اسلامي جمهوریت د دفاع وزارت د عمومي مشر کتنه وه. په دغه ليدنه کې د ګډو سمندري او ځمکنیو سرحدونو د انتظاماتو د پياوړتيا په اړه، د اړیکو پراختیا او همدارنګه د سرحدي امنیت د ښه کولو لپاره د مناسبو اقداماتو په اړه د پاکستان د اسلامي جمهوريت د دفاع وزارت د عمومي مشر حمودالزمان خان او د ايران د اسلامي جمهوريت د سرحدي پوليسو د قوماندان سردار احمد علي ګودرزي ترمنځ خبرې وشوې.

سردار احمد علي ګودرزي په دغه کتنه کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د شهیدانو د یاد او خاطرو په نمانځنې سره، د اسلامي ایران او د هغه د ګاونډیانو ترمنځ د څه دپاسه  ۸ زره او ۵۰۰ کیلومترو ګډو پولو د وضعیت تشریح کولو ترڅنګ، ټینګار وکړ چې د خدای تعالی په فضل او کرم سره په دې وروستیو کلونو کې، موږ د پاکستان دوست او ګاونډي هېواد په ټولو برخو کې د ښې همکارۍ شاهدان یو.

د ایران او پاکستان تر منځ د ګډې پولې پراخوالي او اوږدوالي ته په پام سره، د نشه یي توکو د قاچاق په ګډون، د بېلابېلو سرحدي ستونزو سره د مقابلې لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري زیاته اړینه ده. داسې چې د پاکستان د نشه يي توکو د کنټرول وزیر شاه زین بُګتي له دغه پلاوي سره په کتنه کې له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره د تهران او اسلام آباد ترمنځ د ملګرتیاوو د پیاوړتیا پر موضوع خبرې اترې وکړې.

هغه همدارنګه د کرامت د مېرمنې د حرم شریف د نړیوالو چارو د څانګې په کوربه توب، د هغې د سپېڅلي حرم زیارت هم ترسره کړ. شاه زین بُکتي د حضرت معصومه (سلام الله علیها) د زیارت او په سپېڅلې حرم کې د لمانځه د ادا کولو ترڅنګ، په حرم شریف کې د ښخ شویو علماوو له قبرونو او د حضرت معصومې سلام الله علیها د روضې له ښکلي معمارۍ او ځایونو څخه لیدنه وکړه.

همدارنګه د اهل بیت (ع) د کورنۍ د لوڼو په منځ کې د حضرت معصومې (سلام الله علیها) د بې ساري شخصیت پېژندنه او د هغې له مړینې مخکې او وروسته د اهل تشیع په منځ کې د عزت د شهیدې په توګه د هغې مقام، د کرامت مېرمنې د سپېڅلي زیارت د نړیوالو چارو د کارپوه په زیار سره، د دې پاکستانې چارواکي د دې سفر په پروګرامونو کې دغه یوه ساعته لیدنه وه.

د پاکستان د نشه يي توکو د کنټرول وزیر هم د فاطمي موزیم څخه لیدنه وکړه او له تاریخي او کلتوري آثارو سره آشنا شو.

په تېره اونۍ کې په تهران کې د ایران د اسلامي جمهوریت، ملګرو ملتونو او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو او لوړپوړو چارواکو درې اړخیزه غونډه جوړه شوه. له ملګرو ملتونو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ملګرتیاو په چوکاټ کې، د ایران د اسلامي جمهوریت، ملګرو ملتونو او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو او لوړرتبه چارواکو په شتون سره په تهران کې درې اړخیزه نوښت غونډه وشوه. او د غونډې موضوع له نشه يي توکو سره د مبارزې د لارو چارو کتنه وه.

د ایران د اسلامي جمهوریت له نشه يي توکو سره د مبارزې عمومي منشي سکندر مومني په دغه کتنه کې دې ته په اشارې سره چې نن ګډ وروستی سند او بیانیه د ایران، پاکستان او ملګرو ملتونو د اړوندو چارواکو او استازو ترمنځ لاسلیک شوه، ټینګار وکړ چې ايران د نشه يي توکو په کشفولو کې په نړۍ کې لومړی مقام لري او له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره د همکارۍ پراختيا ډېره مهمه ده. هغه دې ته په اشارې سره چې د نشه يي توکو د توليد اصلي ټاټوبي په افغانستان کې دي وويل، په وروستيو کلونو کې موږ په دغه هېواد کې د صنعتي، شیشې او دوديزو درملو په توليد کې زياتوالى ليدلى دى.

د افغانستان د چارو کارپوه سروش اميري وايي: افغانستان لا هم په نړۍ کې د نشه يي توکو د توليد او اکمالاتو عامل بلل کېږي او د افغانستان پر ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا پر ايران او پاکستان درانه ټولنيز، انساني او پوځي او امنيتي لګښتونه لګوي. له همدې امله په افغانستان کې بدیل کښت ته د ملګرو ملتونو پاملرنه، په سیمه کې د نشه يي توکو د ستونزې په کمولو کې خورا اغېزمنه کیدی شي.

تېره اونۍ د پاکستان د مالیې وزیر دې ته په اشارې سره چې د پیسو نړیوال صندوق له اسلام آباد سره د پورونو د ورکولو په برخه کې خبرې اترې غیر مسلکي بولي، ټینګار کړی چې ځینې بهرني قدرتونه هڅه کوي چې پاکستان له اقتصادي ماتې سره مخ کړي څو له دې وضعیته ګټه پورته کړي. سناتور محمد اسحاق ډار په اسلام آباد کې د پاکستان د مشرانو جرګې د مالي کمېټې د غړو په غونډه کې د پورونو په ورکولو کې له پاکستان سره د پیسو د نړیوال صندوق د چارواکو پر نه همکارۍ نیوکه وکړه.

هغه زیاته کړې، د پاکستان د ستونزو د هوارۍ او درک کولو پر ځای ځینې بهرني قوتونه هڅه کوي چې له دغه وضعیت څخه د خپلو موخو او خبرو اترو لپاره ګټه پورته کړي. د پاکستان د مالیې وزیر د پیسو نړیوال صندوق ته په خطاب کې وویل، چې اسلام آباد به هېڅکله د دې ادارې فرمانونه ونه مني، ځکه چې هغه په ​​دې باور دی چې د پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق ترمنځ د خبرو اترو د پایته رسېدو په برخه کې د بې باورۍ اصلي لامل ځینې جیو پولیټیکل بدلونونه دي.

هغه وويل چې بهرني قوتونه په پاكستان كې د سريلانكا په شان د وضعیت جوړولو هڅې كوي او د مذاكراتو او تعامل پر ځای غواړي چې زموږ اقتصادي بحران اوږد كړي او په عين حال كې به پاكستان خپل بهرني پورونه د پیسو نړیوال صندوق له مرستې پرته په خپل وخت کې ورکړي.

د پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق ترمنځ د پورونو د نوي پروګرام د بیا احیا لپاره د خبرو اترو کړکېچ اوس هم دوام لري او په وروستیو  اختلافونو کې د اسلام آباد حکومت په دې وروستیو کې د پیسو نړیوال صندوق چارواکو ته د پاکستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې خبرداری ورکړی.

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ ایتلافي حکومت د پیسو نړیوال صندوق له سختو شرایطو سره مخ دی او د دغه نړیوال سازمان چارواکي حتی د اسلام آباد له حکومت څخه د پورونو د پروګرام د بیا پیلولو لپاره د نویو ضمانتونو او لیکلي ژمنو غوښتنه کوي. د پاکستان د مخالفو ډلو مشران د اقتصادي بحران د کنټرول او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د اسلام آباد د حکومت پر کړنو د نیوکې ترڅنګ، پر پاکستان د فشار راوړلو لپاره د پیسو پر نړیوال صندوق له ځینو قدرتونو سره د همکارۍ له امله  هم نیوکې کوي.

ژباړه: زماني

ټیګونه