Jul 03, 2023 09:18 Asia/Kabul
  • لوېدیځه اسیا په تېره اونۍ کې

د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د ۵ زرو او ۶۲۳ نویو کورونو د جوړولو لپاره د صهیونیست رژیم پرېکړه او په سویډن کې د قرآن شریف بې حرمتي ته د اسلامي هیوادونو غبرګون په تېره اوونۍ کې د لوېدیځې اسیا له مهمو پېښو څخه بلل کیږي.

لکه څرنګه چي مو یادونه وکړه د صهیونیستي رژیم د فوځ پورې اړوند د ساختماني چارو شورا د اردن دسیند په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو په ځمکو باندې د ۵ زرو او ۶۲۳ نویو کورونو د جوړولو پرېکړه کړې ده، په ۱۹۶۷ میلادی کال کې د اسرائیل د رژیم له لورې د اردن د سیند د لوېدیځې غاړې او د قدس شریف له اشغال وروسته،دغه رژیم  د فلسطینیانو په ځمکو باندې له ۴۵۰ زیات صهیونیست میشت ښارګوټي جوړ کړي دي چي په کښې ۶۵۰ زره صهیونیستان اوسیږي. صهیونیست رژیم په داسي حال کې د فلسطینیانو په ځمکو باندې د نویو ښارګوټو د جوړولو لپاره پرېکړه کړې ده چي دا کار د ملګرو ملتونو د ۲۳۳۴ پریکړه لیک سره په ټکر کې ده، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د فلسطینیانو په ځمکو باندې د صهیونیست ښارګوټو جوړونه غیرقانوني وباله او د دغه بهیر د بندېدو غوښتونکې شوه. په دې وروستیو کې هم د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په یو راپور کې له صهیونیست رژیم څخه غوښتنه وکړه چي د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه او په قدس شریف کې د نویو ښارګوټو د جوړولو پورې اړوند ټول فعالیتونه بند کړي ځکه چي دا کار د ملګرو ملتونو له نظره غیرقانوني دی. د فلسطین د کورواکې ادارې د بهرنیو چارو وزارت د دغه جواز په غبرګون کې، د نویو کورونو د جوړولو پرېکړه د فلسطین د ولس په ضد د صهیونیست رژیم د کابینې نوی جنایت او د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه او ختیځ قدس کې فلسطینیانو سره، د جنګ د اعلانولو په معنا وباله.

د فلسطین کوراکې ادارې په ورته مهال کې یادونه کړې چي دا کار د نړیوالو حقوقو او د جنیوا له هوکړو څخه د سرغړونې په معنا ده او نړیوالو پریکړه لیکونو باندې یو ډول ملنډه وهل دی او د نړۍ د هیوادونو او د امریکا د مخالفتونو په وړاندې بې پروایي ده. د یادې اعلامیې په یوه برخه کې راغلې: مونږ په دې باور یو چي دغه نوې استعماري ښارګوټي د صهیونیست رژیم د خزانې تندلاری وزیر اسموتریچ  او د امنیت وزیر بن ګویر په څېرترهګرو او تندلارو  ښي پالو اسرائیلیانو ته یوه ډالۍ ده. هغوی به له دغو ښارګوټو څخه د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د یهودیت د ټروریزم د ستنو د پراخېدو لپاره کار واخلي. د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو په ځمکو باندې د نویو ښارګوټو د جوړولو لپاره د اسرائیل د رژیم پرېکړه په نړیواله سویه هم غبرګونونه راپارولي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي دا ښکاره ده چي د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې د صهیونیست رژیم له لورې ۱۳ زره غیرقانوني کورونه د فلسطینیانو په ځمکې جوړې شوي دي چي دا یو نوی ریکارډ دی او په جدي توګه د سولې ستنې کمزوري کوي، په دغه اعلامیه کې ټینګار شوی چي صهیونیست رژیم باید سملاسي د هغو ښارګوټو د جوړولو لپاره خپل پلانونه بند کړي کوم چي د فلسطینیانو د حقوقو د نقضونې لامل ګرځي. د جرمني حکومت هم د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د شورا د څېړنو د کمیټې په ضد خپله امضا بیرته واخیسته، یاده کمیټه د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه او د غزې په تړانګه کې د اسرائیل د رژیم تیروتنو باندې څېړنې کوي.  صهیونیست ویب پاڼې والاه د اسرائیل او د جرمني د یو شمېر چارواکو په حواله اعلان وکړ چي جرمني ځکه د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د څېړنې د کمیټې په وړاندې د اسرائیل د رژیم له ملاتړ څخه لاس اخیستی چي، دغه رژیم د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د زرګونو نویو کورونو د جوړولو پریکړه کړې او غواړي دا کورونه د اسرائیل د رژیم تندلاری وزیر بزالل اسموتریچ ته ور وسپاري. په ورته مهال کې د اروپا د بهرنیو چارو کمیټې له اروپایي اتحادیې څخه غوښتنه کړې ده چي د جنګی جنایتونو د تر سره کولو د امله دې د اسرائیل د رژیم د محاکمه کولو لپاره له نړیوالې محکمې سره مرسته وکړي. د اروپا د پارلمان د بهرنیو چارو کمیټې په نیواکي فلسطین کې د اسرائیل د رژیم له لورې د بشري حقوقو او جنګي جنایاتو په هکله د نړیوالې محکمې د محدود پرمختګ په وړاندې د خواشینی په څرګندولو سره، ټینګار وکړ چي له دغه محکمې او د هغه له لوی څارنوال سره، د اسرائیل د رژیم د جنایاتو د څېړلو په موخه مرسته کوي. په دغه اعلامیه کې یادونه شوې چي د غیرقانوني ښارګوټو جوړونه په سیمه کې د دائمي سولې او امنیت په وړاندې خنډ رامینځ ته کړې ده. یاده کمیټه د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د غیرقانوني ښارګوټو د جوړولو او د هغه پورې د اړوندو تاوتریخوالو د پای ته رسولو غوښتونکې شوه. د اروپا د پارلمان د بهرنیو چارو کمیټې همدارنګه په نیواکې فلسطین کې د نویو ښارګوټو د جوړولو لپاره له اسرائیل رژیم سره، د اروپایي اتحادیې د مرستو له دوام څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي چي باید د هغو ټولو ودانیو او بېخ بناوو د ړنګېدو تاوان باید داسرائیل له رژیم څخه واخیستل شي کوم چي اروپایي اتحادیې په فلسطین کې جوړي کړي دي. د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ماځیګر د سویډن یو ښاریز چي سلوان مومیکا نومیږي او په اصلیت کې د عراق دی، د لوی اختر په لومړۍ ورځ د سویډن په پلازمینې استکهلم کې د جامع جومات مخې ته د قرآن شریف یوه نسخه څیرې کړه او بیا یې وسوځول. د سلوان مومیکا دغه خبیثانه اقدام د سویډن د حکومت په ملاتړ او د پولیسو په جواز سره، تر سره شوی دی. دغه جنایت ته د سوېډن د استناف د محکمې له لورې جواز ورکول شوی و، دوې اونۍ مخکې د سویډن پولیسو ویلي وه چي ممکنه ده په استکهلم کې دوې مظاهرې تر سره شي چي په کښې قرآن شریف سوځول کیږي، لیکن پولیس دغو مظاهرو ته د جواز د ورکولو سره مخالفت کړی دی لیکن د استناف محکمه د مظاهره کوونکو په ګټه پریکړه کړې ده. دغه جنایت په لوېدیځه اسیا کې د اسلامي هیوادونو د غوصې د راپارېدو لامل شوی چي تر ټولو سخت غبرګونونه عراق کې وو. په عراق کې په زرګونو ښاریزو په بغداد کې د سوېډن د سفارت مخې ته مظاهرې وکړې او په سوېډن کې د قرآن د بې حرمتی په ضد اعتراض وکړل.  د عراق د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد الصحاف هم خبر ورکړ چي د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غوښتنه کړې چي د سویډن له لورې د قرآن شریف د بې حرمتی د مسالې د څېړلو لپاره بېړنیزه غونډه وکړي. د امارات د بهرنیو چارو وزارت هم د سویډن د سفیر په احضارولو سره، ټینګار وکړ چي تندلارې عناصرو ته د قرآن د سوځولو لپاره د سویډن د حکومت له لورې د جواز صادرېدا، د ټولنیزو ارزښتونو په وړاندې د بې پروایی ښودونکې ده. د اردن د بهرنیو چارو وزارت هم د سوېډن سفیر احضار کړ او خبرداری ورکړ چي دا ډول اقدامات جنایت بلل کیږي او په نړیواله سویه کې د دوو میلیاردو مسلمانانو احساسات لمسوي. په دې خاطر باید له داسي کرکجنو اقداماتو سره، چي د نفرت د کلتور تر ټولو ناوړه بېلګه ده، مقابله وشي او پر ځای یې باید د سولې او د یو بل د منلو کلتور ته رواج ورکول شي.

د کویټ د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ چي د دې هیواد د خارجه وزیر  سالم العبدالله په امر، په دغه هیواد کې د سوېډن ګرځنده  سفیرې لیزلوت اندرسون احضاره شوې ده او په  دغه احضاریه کې، د سویډن له حکومت څخه غوښتنه شوې چي د داسي جوازونو د بندولو لپاره باید خپل مسئولیت پوره کړي او د مسلمانانو د مقدساتو ارزښتونو د بیا بیا سپکاوی  مخنیوی وکړي . د کویټ د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د سوېډن سفیرې ته ویلي چي هیواد یې باید قرآن شریف ته سپکاوی کوونکي ونیسي او اجازه ورکنه کوي چي د ازادی له اصل څخه د اسلام د مبارک دین د سپکاوی لپاره د جواز په توګه کار واخلي. د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي اعلان وکړ چي راتلونکې اوونۍ کې به د عربستان په جدې ښار کې د سوېډن له لورې د قرآن د بې حرمتی په هکله غونډه تر سره کړي. په ورته مهال کې د عراق د اهل تشیع لوړ مقام مرجعیت ایت الله سید علی سیستانی د یوې اعلامیې په صادرولو سره، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته د دغه پېښې په اړوند د پیام د لېږدولو خبر ورکړ. په دغه اعلامیه کې راغلې: د بیان ازادی ته درناوی شرموونکی کړچار ته جواز نه شي کېدای، داسي شرموونکی عمل چي د نړۍ د دوه میلیارد مسلمانانو په مقدساتو ښکاره تېروتنه ده او د افراطي افکارو او ناوړه کړچارونو د خپرېدو لامل ګرځي.