Oct 02, 2023 17:02 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه (۵۹)

کېدای شي تاسو ته هم داسې پیښ شوي وي چې ځینې وختونه خپل احساسات کنټرول نه کړئ او ستاسو چلند د پښېمانۍ لامل شوی وي. د ښه عادتونو پروګرام په دې برخه کې، د "احساساتو دوره" څېړو ترڅو وکولای شو پر خپلو احساساتو ډېر کنټرول ولرو. له موږ سره پاتې شئ.

دې ته په پام سره چې موږ ټول د خپل ژوند په اږدو کې ډېری وختونه خپل احساسات څرګندوو او له بلې خوا، د احساساتو غلط بیان کولای شي ستونزې رامنځته کړي، د احساساتو پېژندنه ډېره مهمه ده. د احساساتو اداره کول هغومره هم چې فکر یې کوئ ستونزمن نه دي. بسنه کوي چې خپل عاطفي سواد یعني د احساساتو د نومونې وړتیا او د مختلفو وسیلو په کارولو سره له هغوی سره د اړیکو وړتیا ډېره کړئ. يعنې په ټولو موقعیتونو کې، پوه شئ چې ستاسو اوسنی احساس د کومو نورو احساساتو پايله ده او دې حالاتو ستاسو پر چلند څومره اغېزه کړې ده. د احساساتو دوره د دې مهارت زده کولو لپاره یو له غوره ممکنه وسیلو څخه دی.

رابرټ پلاچیک(Robert Plutchik)، د البرټ انشټین د طب پوهنځي د ارواپوهنې استاد، په 1980 لسیزه کې د احساساتو تیوري (Wheel of Emotions) وړاندیز کړه. د دې نظریې له مخې، د خوښۍ، باور، ویرې، حیرانتیا، خپګان، تمې، غوسې او خپګان اته اساسي احساسات، ټول حالتونه او احساسات او البته د انسان چلند تعریفوي. دا احساسات د بهرني محرکاتو په ځواب کې څرګندېږي او سړی پر دوی کنټرول نه لري. پلاچیک وايي چې د انسان احساسات له محرک سره پیلېږي او په چلند سره پایته رسېږي. محرک د ادراک او ادراک د احساس لامل ګرځي، احساس د فزیکي بدلون، حوصلې، عمل او چلند لامل کېږي.

که وغواړو تاسو ته دا احساسات د مثال په توګه ووایو، په دې ډول دي چې ستاسو مدیر د یوې سختې پروژې له وړاندې کولو وروسته، ووايي له تاسو څخه یې ډېره تمه درلوده. تاسو په غوسه کېږئ، ستاسو د زړه ټکانونه زیاتېږي او ستاسو پر مخ بدلون راځي او تاسو د جنګ یا تېښتې حالت ته رسېږئ. بیا، د غوره ځواب په ارزولو سره، د غوسې او ډډه کولو تر منځ یوه غوره کوئ. په نهایت کې، ډډه کول او آرامتیا ټاکئ او په خاموشۍ سره کښېنئ. دلته محرک، د کار رامنځته کوونکي انتقاد دی. ادراک، خطر یعني د ټیکه دار نه منل، په کاري چاپېریال کې سپکاوی او د همکارانو د سترګو پر وړاندې ځپل او ستاسو احساس په غوسه بدلېږي.

هغه فیزیولوژیکي بدلونونه چې په تاسو کې رامنځته کېږي د زړه د ټکانونو او د وینې د جریان زیاتوالی او د جګړې یا تېښتې وضعیت لپاره چمتووالی شامل دی. بیا حوصله په غوسې یا ظاهري ساتنې سره څرګندېږي، او ستاسو عمل په آرامه کښېناستلو کې شامل دی، که څه هم د ناستې عمل د عدالت رامنځته کولو له اړتیا  سره خلاف دی. زموږ ذهن په تحلیل او تجزیې سره دې پایلې ته رسېږي، چې چوپتیا ترټولو خوندي ممکن ځواب دی. او په نهایت کې ، د ظاهر ساتل او ډډه کول ستاسو په چلند کې څرګندېږي.

د نیلوفر آته پاڼیز ګل احساساتو دورې عکس ته په لومړي نظر کې، تاسو لیدلای شئ چې هره پاڼه یې د پلاچیک له اساسي احساساتو سره تړاو لري. داسې چې هرڅومره چې موږ د دې ګل مرکز ته نږدې شو، هغه بنسټیز احساس خورا شدت پیدا کوي او رنګ یې ډېرېږي. د بېلګې په توګه، په لږ شدت سره غوسه د خپګان او په ډېر شدت سره د قهر لامل کېږي. هغه احساسات چې په دې دوره کې یو له بل سره مخامخ کېږي د یو بل سره مخالف دي؛ لکه خوښي د غم یا حیرانتیا د انتظار په مقابل کې. له بلې خوا، د نږدي بنسټیزو احساساتو ترکیب، یو نوی احساس رامنځته کوي چې د ګل په بې رنګه برخه کې ځای پرځای کېږي. لکه غوسه، چې د انتظار او قهر د ترکیب پایله ده، یا مینه، چې د آرامتیا او منلو پایله ده.

د دې دورې په مرسته، کولای شو په آسانۍ سره خپل احساسات وپېژنو او جلا یې کړو او په مختلفو حالتونو کې یې کنټرول یا څرګند کړو. په بل عبارت، د احساساتو له دورې څخه استفاده کول، زموږ حیرانوونکې ځېرکتیا زیاتوي، ترڅو په مختلفو شرایطو کې د خپلو حالاتو ښه ارزونه وکړو.

د "ستومانۍ" او "خوابدۍ" دوه احساسات تصور کړئ، چې په کارځای کې تاسو ځوروي. فکر کوئ چې تاسو د خپلو همکارانو په پرتله ډېر مسؤلیت لرئ، کوم چې د "خوابدۍ" لامل کېږي او ستاسو کار یوډول دی، چې د "ستومانۍ" لامل کېږي. د وخت په تېرېدو سره، دا دوه احساسات ډېر شددت پیدا کوي؛ خپګان په "غوسه" او ستړیا په "کرکې" بدلون مومي. د قهر او کرکې ترکیب، د دې لامل ګرځي چې تاسو د "سپکاوي" احساس وکړئ. په دې حالت کې، د دماغ یوه کوچنۍ مګر پیاوړې برخه، د آمیګډالا په نوم  خپل کار پیلوي.

امیګډال (Amygdala) د دماغ هغه برخه ده چې احساسات پاروي. هرکله چې تاسو د غوسې او سپکاوي احساساتو سره مخ شئ، آمیګډال د سټریس هورمونونه تولیدوي، ترڅو بدن له دې احساساتو څخه وساتي، مګر دا سټریس بدن ته ډېر زیان رسوي. هرڅومره چې تاسو د مغز دا برخه ښکېل کړئ ، هغومره بدن د هغې لپاره لګښت ورکوي. البته، د احساساتو د دورې په مرسته، کولای شو مختلف احساسات ونوموو او د ذهن ډېر فعاله آمیګډال کنټرول کړو.

کله چې د چا پر چلند یا الفاظو غوسه یاست، که تاسو په خپلو احساساتو کنټرول ولرئ او هغه په ښه توګه و پېژنۍ، نو تاسو به پوه شئ چې د غوسې څرګندول ستاسو لپاره بدې پایلې لري، له همدې امله به تاسو خپل احساس کنټرول کړئ. نو په دې اساس، له دې موډل سره آشنايي خورا مهمه او د ټولو خلکو لپاره اړین دی. دلته اړینه ده چې د احساساتو دورې له ریښتیني ځواک سره آشنا شئ. د احساساتو پېژندل او نومول د حالاتو د کنټرول او د حیرانوونکي ځېرکتیا د پیاوړتیا او د احساساتو د پېژندلو لپاره، دوه مهم قدرتونه دي، چې د احساساتو دوره یې موږ ته راکوي.

اوس په کار ځای کې "ستړیا" او "کرکې" ته پام وکړئ. له دې ستړيا څخه څنګه ځان خلاص کړو؟ د احساساتو په جریان کې، د "ستومانۍ" بشپړوونکی،"منل" دي. شاید دا غوره وي چې دا ومنئ چې ستاسو کار اوس یوډول دی! مګر د "خوابدۍ" مقابل ټکی د "ویرې" احساس دی، چې په دې حالت کې ستاسو سره مرسته نه کوي! پرځای یې، د نږدې ګل په څېر ورته احساس "لېوالتیا" ده. د دې پوهېدو ته لیوالتیا ولرئ چې ولې ستاسو همکاران داسې چلند کوي او په کار ځای کې څه شی بدلون ته اړتیا لري، ترڅو وضعیت ښه شي. هرڅومره چې تاسو پر دې احساساتو تمرکز وکړئ ، ډېر لږ د غوسې خواته ځئ، قهر او د بې وسئ احساس کوئ.

وروسته له دې چې احساسات مو وپېژندل، غواړو پوه شو چې څه باید وکړو. په زړورتیا سره د احساساتو پېژندل او نومول د کېسې پای نه دی. دا احساسات ممکن ستاسو پر چلند اغېزه وکړي. د دې پر ځای چې خپل فکر ګډوډ کړئ، د څو شېبو لپاره آرام و اوسئ او ژور تنفس وکړئ. د اوږدې مودې لپاره په کښېناستلو یا لیکلو سره، د زغملو تمرین وکړئ. هغه احساس چې تاسو پېژندلی دی، په کاغذ باندې ولیکئ او که تاسو د هغه محرک پېژنئ، هغه هم ولیکئ. لیکل د فکر جریان پیاوړی کوي او زموږ د کوچني احساساتو شدت کموي. سربېره پردې، لږ وروسته به تاسو له مختلفو احساساتو څخه ډکه کتابچه، د دوی محرکات ولرئ او هر یو ته ستاسو عکس العمل، کوم چې تاسو کولای شئ د ځان پوهاوي لپاره ترې کار واخلئ.

همدارنګه تاسو کولای شئ دا موډل خپل ماشوم ته له ماشومتوب څخه ورزده کړئ. د پلاچیک له دورې څخه کار اخیستل، ماشومانو ته ور زده کوي چې احساسات په طبیعي توګه ویجاړوونکي نه دي او د دوی په اړه خبرې کول خطر نه لري. نو که دوی په دې وروستیو کې یوه څه منفي یا مثبته تجربه کړې، دوی ته نوي لغتونه ور زده کړئ، ترڅو د خپلو تجربو په اړه خبرې وکړي؛ د هغه ورځې په اړه چې دوی په ښوونځي کې تېر کړي او هغه احساسات چې دوی درلودل په اړه یې وغږېږي، ترڅو دوی ورو ورو  زده کړي چې قوي احساسات څه ډول کنټرول کړي. فکر مه کوئ چې د اتو پاڼو ګل په څېر د دې دورې درس ته اړتیا ده. بلکې، دا کافي ده چې له ماشوم څخه وغواړئ چې د خپل هر احساس لپاره یو شکل جوړ کړي یا تاسو هغه ته د انځورونو په بڼه مختلف احساسات ور زده کړئ، ترڅو هر هغه څه چې تجربه کوي، پیاوړې اړیکه ټینګه کړي.

د احساساتو د دورې په ګټورې کارولو سره، کولای شو په مختلفو لارو سره، لکه د احساساتو کنټرول، ځان پوهاوی، د حیرانوونکې ځېرکتیا پیاوړتیا، اغېزمنه اړیکه او د نورو په ښه درک کولو سره، خپل ځان او د نورو احساسات وپېژنو او درک کړو. په دې توګه، دا موډل د استدلال او د ستونزو د حل لپاره وسیله کېدای شي. احساسات او منطقي فکر د مغز په دوه مختلفو برخو کې جوړېږي. کله چې تاسو پر خپلو احساسات لیبل لګوئ او نوم ورکوئ، د احساساتو له مدار څخه بهر او د دماغ د استدلال او ستونزې حل کولو برخې ته ځئ. همدارنګه، زموږ د احساساتو دوره د ستاینې لپاره زموږ احساسات پراخوي.

پوهېږو چې "لېوالتیا" د خوښۍ او انتظار ترکیب او "بې وسي" یو ډول ویره او ډار او د "ناهیلۍ" احساس له غم او خپګان سره تړاو لري. د دې لپاره چې د خپلو عاطفي عکس العملونو تر شا د محرک په عواملو پوه شو، موږ باید د دې وړتیا ولرو چې د هر غبرګون تر شا اصلي احساسات وپېژنو. له بده مرغه، زموږ ډېری کسان د ناراحتۍ په لومړیو هڅو کې، نا هیلي او خاموش کېږو. په داسې حال کې چې کولای شو د خپل ځان عاطفي اړتیا درک کولو لپاره د احساساتو له دورې څخه کار واخلو.

 حیرانوونکې هوښیارتیا یعنې د آرامتیا ساتنه، ځان کنټرول او تمرکز کول د سټریس په ځایونو کې. هغه کسان چې ډېر حیرانوونکې ځېرکتیا لري عموما ډېر انعطاف منونکي، ځېرک او د ټیم غوره فعالیت لري.

که تاسو د خپلو احساساتو په بیان او نورو ته د خپلو حالاتو په توضیح کې ستونزه لرئ، د احساساتو دورې ته په پام سره پوهېږئ چې ستاسو د اوسني حالت تر شا دوه اساسي احساسات څه دي. د بېلګې په توګه، که تاسو ډېر پښېمانه یاست، نو د پلاچیک دورې له مخې او په ورته وخت کې د "کرکې" او له "غم" سره هم مخ یاست. په دې چې پوه شئ، د احساساتو څرګندولو له لارې په مؤثره توګه اړیکه نیول به تاسو ته ستونزمن نه وي. همدارنګه د احساساتو دوره موږ ته دا هم وایي چې هغه ملګری چې تل په غوسه دی، ممکن د "نه پاملرنې" له امله ناراضه وي یا دا چې د یوه شخص دوامداره لېوالتیا د دوی "داخلي آرامښت" څخه رامنځته کېږي. کله چې پوهېږئ چې ثانوي احساسات د اساسي احساساتو د شدت پایله ده، نو د نورو خلکو غوسه، خپګان، یا تلپاتې خوښۍ درک کول تاسو ته آسانه کېږي.

موږ ډېری په غلطۍ سره فکر کوو چې د احساساتو له پامه غورځول، په دوی کې د ډوبېدو څخه د مخنیوي لپاره ترټولو غوره لاره ده. حال دا چې، غفلت احساسات زیاتوي او دا هغه پوهاوی دی چې موږ د دوی د ښه مدیریت لپاره یو ګام نږدې کوي. اوس چې تاسو د احساساتو دورې له مفهوم سره آشنا شولئ، کولای شئ په دې کې د خپلو خورا پېچلو احساساتو ریښه ومومئ او حتی په خورا سخت احساساتي حالتونو کې خپل چلند اداره کړئ.

ژباړه: زماني

 

ټیګونه