Oct 22, 2023 13:50 Asia/Kabul
  • د لویدیځې اسیا د تیرې اونۍ بدلونونه

دا په داسې حال کې ده چې پوځي کارپوهانو اعلان وکړ چې صهیونیسټي رژیم په المعمدني روغتون د بمبارۍ او د فلسطیني ځواکونو په بمبارولو کې د زیاتو وژلو لپاره د زرګونو ویشتونکو توغندیو د ویشتلو او د اور د زیاتولو په توان سره یو ځانګړی توغندی کارولی دی

 

د قدس غاصب رژیم د الاقصی طوفان عملیاتو په ځواب کښې د تیرې دوشنبې په شپه د غزې په تړانګه کښې په المعمدانی روغتون بمباری وکړه . صهیونیسټ رژیم د تیرې سه شنبې په شپه د المعمدنی روغتون چې د ناروغانو او ډاکټرانو په شمول څلور زره کسان په کې ځای پر ځای شوی وو په نښه کړ او د رسمی احصایو له مخې لږ تر لږه ۵۰۰ فلسطینیان شهیدان شول. ځينې رسمي شمیرنې د دغه جنايت د شهيدانو شمېر له زرو تنو زيات بولي.

صهیونیسټي پوځ د دغه بې ساري جنایت د اړخونو په جوتیدا او د نړۍ د هیوادونو او ولسونو له خوا د نړیوالو غندنو په جوتیدا سره، صهیونیسټي پوځ په یوه مسخره ادعا او د خپلو جنګي جنایتونو په پټولو سره ادعا وکړه چې فلسطیني ډلې د دغه حملې مسئولې دي. په روغتون کې د امریکا ولسمشر جوبایډن د چهارشنبه په ورځ نیول شویو سیمو ته د خپل سفر پر مهال په تل ابیب کې له نتانیاهو سره ناست و، وویل د هغه څه پر بنسټ چې ما ولیدل، داسې ښکاري چې دا د دوی لخوا شوی، نه ستاسو لخوا." هغه ویلي دي چې دی یوازی د اسراییلو په سرچینو تکیه نه کوي او د امریکا په دفاع وزارت کې سرچینو هم دا مسله تایید کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پوځي کارپوهانو اعلان وکړ چې صهیونیسټي رژیم په المعمدني روغتون د بمبارۍ او د فلسطیني ځواکونو په بمبارولو کې د زیاتو وژلو لپاره د زرګونو ویشتونکو توغندیو د ویشتلو او د اور د زیاتولو په توان سره یو ځانګړی توغندی کارولی دی. په اصل کې فلسطیني ډلې داسې توغندی نلري چې د دومره تخریب او دومره تلفاتو لامل شي. په لومړنیو انځورونو کې د شهیدانو په بدنونو کې د زیانونو اندازه او د ټپونو ډول ښيي چې صهیونیسټ رژیم د تلفاتو او زیانونو د زیاتولو لپاره له ځانګړو توغندیو کار اخیستی دی.

په ملګروملتونو کښې د فلسطین استازی په غزې کښې په المعمدنی روغتون د توغندی د ویشتلو په باره کښې د صهیونیسټی رژیم د لومړی وزیر د څرګندونو په غبرګون کښې وویل: هغه دروغجن  دی او د دغه رژیم د پوځ ویاند یوه اونۍ وړاندې اعلان وکړروغتونونه خالی کړئ ، زمونږ د بریدونو هدف روغتونونه دي.

پر الممدني روغتون برید په سیمه ییزه او نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره  مخامخ شوه. د سیمې د هیوادونو په شمول د مختلفو هیوادونو خلکو له فلسطین خپل ملاتړ اعلان کړ او د مظاهرو په کولو سره یې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه وغندل.

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د غزې د روغتون د جنایت د غندلو په ترڅ کې وویل، دا ډول جنایت د صهیونیسټي دښمن د ماتې ښودنه کوي. هغه په ​​دې خبرې سره چې د المعمدانی جنایت عاملین د صبرا او شتیلا د وژلو عاملین دي او ټینګار یې وکړ چې امریکایان چې له صهیونیسټانو یې بې حده ملاتړ کاوه د دغه قتل عام  عاملان دی .

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني هم په غزې تړانګې کښې د المعمدانی  په روغتون حمله یو نسل وژنه وبلله او په کلکه یې وغندله. هغه زیاته کړه: صهیونیسټ رژیم د فلسطین د ملت په خلاف د خپلو شرمناکو جنایتونو په دوام کښې د دغه جنایت په ترسره کولو سره یو ځل بیا ټولې نړۍ ته خپله کرکه او بزدلی وښودله او ثابته کړه چې له اصولو او قواعدوپه تیره بیا د دغه جنایت په ترسره کولو سره په د جنګ په وخت نړیوالو حقوقو او قوانینو ته معمولی شانته پایبندي هم نلری .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د دغه برید په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي پر روغتون برید چې د ښځو، ماشومانو او بې ګناه ملکي وګړو درملنه کوي، د اسرائیلو د بریدونو وروستۍ بېلګه ده چې له اساسي انساني ارزښتونو بې برخې دي. زه په ټول بشریت غږ کوم چې د غزې په تړانګه کې د دې بې ساري وحشت د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې په غزه کې پر المعمداني روغتون برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې وحشیانه وژنه او د ملکي وګړو پر ضد جنایت بللی دی. د اردن د بهرنیو چارو وزیرهم په دې اړه اعلان وکړ چې د اردن، امریکا، مصر او د فلسطیني ادارې د مشرانو هغه غونډه چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ په عمان کې جوړه شي لغوه کړی ده .

دسعودي عربستان خارجه وزارت د سه شنبې په ماښام په یوې بیانیې کښې په غزې تړانګې کښې په المعمدني روغتون د اسرائیلو وحشیانه حمله په کلکه وغندله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د صهیونیسټانو د جنایتونو په وړاندې له دوه ګوني معیارونو ډډه وکړي .

د اروپايي ټولنې ویاند همداراز وویل: په غزه کې پر روغتون برید یو وحشتناک جنایت دی او عاملین یې باید ځواب ورکړي  د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم ویلي: مونږ د غزې پر روغتون برید چې په پایله کې یې ګڼ شمېر فلسطینیان ووژل شول، غندو. هیڅ شی د روغتون بمبارول او د ملکي وګړو په نښه کول توجیه نشي کولی.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په غزه کښې د صهیونیسټانو اقدامات یو جنایت او غیر انسانی وباله. هغی وویل: په یقین سره، مونږ ه دا ډول مجرمانه عمل یو جرم او غیر انساني عمل ګڼو.

د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش د غزې په تړانګه کښې د المعمدني په روغتون د حملې په غبرګون کښې وویل چې د سلګونو فلسطینیانو په وژل کیدو سخت خواشینی شوی دی .ګوتریش پر دغه روغتون د برید د غندلو پرمهال وویل: زما زړه د قربانیانو له کورنیو سره دی. روغتونونه او طبي پرسونل د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې خوندي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان هم اعلان وکړد غزې په یوه روغتون کې د څه باندې ۵۰۰ فلسطینیانو وژل یو نه بښونکی جنایت دی او مونږ ه د دې پېښې په اړه څېړنه کوو. د نړۍ مشران باید د ملکي وګړو پر وړاندې د لا زیاتو جرمونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي او عاملین باید بې سزا پاتې نه شي .

د المعمدني په روغتون د صهیونیسټانو له حملې وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن له خپل ملي امنیت ټیم سره نیول شویو سیمو ته سفر وکړ. بایډند الاقصی  توفان عملیات وغندل او دصهیونیسټ رژیم له جنایتونو یې ملاتړ وکړ . د امریکا ولسمشر جوبایډن له تل ابیب بیرته په الوتکه کې خبریالانو ته وویل چې د حزب ا... په رسمي توګه له جګړې سره د یوځای کیدو په صورت کې د امریکا جګړې ته د ننوتلو په اړه یې څه نه دي ویلي.

په عین حال کې، د شورو په ورځ په سیمه ایز وخت د امنیت شورا په غونډه کې، امریکا د برازیل لخوا وړاندیز شوی پریکړه لیک ویټو کړ چې په غزه کې میلیونونو خلکو ته د حیاتي مرستو په لیږلو کې د بشري ځنډ" غوښتنه کوي. د برازيل له خوا وړانديز شوي تړون  ته د ١٢ هېوادونو، البانيا، برازيل، چين، ايکوادور، فرانسې، ګابون، ګانا، جاپان، مالټا، موزمبيق، سويس او متحده عربي اماراتو د يوې رايې په مقابل کې د امريکا په مقابل کې رايې ورکړې. دوه هیوادونه، روسیه او انګلستان هم سپینه رایه ورکړه .

په عین حال کښې چې امریکا د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو ملاتړ کوی د اسلامی ملګرتیا د سازمان غړیو هیوادونو د شورو په ماښام په جده کښې په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د تیریو په هکله د بیړنۍ غونډې په ترسره کولو سره یوه ګډه اعلامیه خپره کړه. د دغه سازمان غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د غزې په تړانګه کې د فلسطیني ولس پر ضد د اسرائیلي نیواکګرو ځواکونو د وحشیانه یرغل د سمدستي بندېدو او د غزې د محاصرې د ختمولو غوښتنه وکړه. په دغه بیانیه کښې له نړیوالې ټولنې هم غوښتل شوی دی چې بشردوستانه، طبی، بیړنۍ مرستې، د اوبو او بریښنا د رسولو او د غزې تړانګې ته د بیړنیو مرستو د لیږلو لپاره په سمدستی توګه د انسانی لارو د خلاصولو او د ټول اسلامی امت د نه ختمیدونکی حقوقو په ملاتړ ټینګار کړی دی. د فلسطین د خلکو په ځانګړې توګه د خپلواکۍ حق او د فلسطیني کډوالو د راستنیدو حق، د خپل برخلیک په خپله ټاکلو حق او د فلسطیني دولت جوړیدا ټینګار وکړ .

د غزې تړانګې د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کښې په ملکي وګړو د صهیونیسټي نیواکګرو له حملو څوارلس ورځې تیرې شوي دي چې په ترڅ کښې یې ۴۱۳۷ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۳۱۶۲ تنه ژوبل شوي دي. د غزې د روغتیا وزارت په خپله اعلامیه کې اعلان کړی چې په غزه کې د شهیدانو ۷۰ فیصده ښځې، ماشومان او بوډاګان دي. د دغه راپوټ له مخې صهيونېسټ رژيم د تېري له پيل تر اوسه (په دوو اونيو کښې) ۵۲۱ کورنۍ او د هغوي په کورونو حمله کړې ده چې په نتيجه کښې يې ۳۱۰۹ تنه شهيدان شوي دي. اشرف قدره همداراز اعلان وکړ چې ډېر قربانیان لا هم تر خاورو لاندې دي او روغتیا وزارت ته تر اوسه د ۱۴۰۰ کسانو د ورکېدو راپورونه رسېدلي چې ۷۲۰ یې ماشومان دي. د دغه راپور له مخې، ۷ روغتونونه او ۲۱ روغتیايي مرکزونه د اسرائیلو د بریدونو او یا د تیلو د کمښت له امله له کاره وتلي دي. دغه راز ۴۶ تنه طبي پرسونل شهيدان او ۸۵ تنه ټپيان شول او ۲۳ امبولانسونه تخريب او له کاره غورځیدلي دي .

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر هم اعلان کړی چې په غزه کې شاوخوا ۱،۴ میلیونه کسان بې ځایه شوي او څه باندې ۵۴۴ زره کسان د ملګرو ملتونو په ۱۴۷ بېړنیوپناه ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي. د دغو شمیرنو له مخې د غزې تړانګې د ۲ میلیونو وګړو له ۶۰ فیصدو زیات اوس بې ځایه شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د غږملتیادفتر ټینګار کړی چې غزې ته د بریښنا غوڅول او د تیلو په وړلو بندیز به د روغتیا په سیسټم او د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې ناوړه اغیزې ولري. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په یوه بیانیه کې په غزې تړانګه کې د سختو حالاتو په اړه خبرداری ورکړی و او اعلان یې کړی و چې د دې ادارې ۱۲ کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.پای

 

ټیګونه