Oct 25, 2023 11:32 Asia/Kabul
  • «ریحانه» ښځه په کورنۍ او ټولنه کې ۳۲ ( په کورنۍ کې د ښځو د مورولی رول )

د اسلام قدرمن پیغمبر ص په اخره زمانه کې د ایمان ساتنه په لاس کې د اور د نیولو په شان بولي.

 

د ښځو یو تر ټولو ارزښناکه رول، د مورولۍ رول ده، مور د مینې تر ټولو ځلانده چینه او د کورنیو د نیکمرغۍ یو تر ټولو مهم لامل دی، مور د ارامښت، قدرت، خپلواکي او د امنیت احساس په ماشوم کې رامینځ ته کوي. د اسلام له نظره، ښځه د مورولۍ په مقام کې د پرتم اوج ته رسیږي. مور د ماشوم د فیزیکي او نفسیاتي اړتیاو پوره کوونکې او د هغه د شخصیت بڼه ورکونکې او د افکارو جوړونکې ده. د مور مسئولیت ډېر مهم او حساس دی.

مور د روزنیز او ښوونیز دندو لړۍ په غاړه لري چي پلار د خپل پنځون د بنیاد او ماهیت له پلوه د هغوی د تر سره کولو وظیفه نه لري او حتی د هغه د تر سره کولو وړتیا نه لري. د امېندوارۍ موده ۹ میاشتې او د ماشوم د تی د رودلو موده دوه کاله په بر کې نیسي، چي په دغه دوه کاله او نه مایشتو کې ماشوم په مستقیمه توګه له مور څخه تغذیه کوي. په حقیقت کې مور د خپل ځان او د خپلو اولادونو د سلامتیا او د ژوندانه د ساتنې مسئوله ده او د هغه فکر، چلند او کړچار په ماشوم کې اثر کوي، په دې خاطر د ښځې مسئولیت په تېره بیا د ماشوم له زېږېدو څخه وروسته په لومړیو کلونو کې، د نارینه په پرتله ډېر زیات دی.

کمزوري او ناتوانه ماشوم سوچه احساساتو او عاشقانه مینې ته اړتیا لري، دا مور ده چي په خپلو مینه ناکو نازونو سره، ماشوم ته خپله مینه ډالۍ کوي. مور د عاطفې او د مهربانی مظهر او د کور مینه بخښونکی دی. هغه ده چي د کور ماحول ته صفا وربخښي او مینه ناکه کوي. د مور ذهنیت په ماشوم اثر کوي او د ماشوم روزنه د مور د مسئولیتونو برخه ده، هغه بشري نسلونو ته روزنه ورکوي او په خپل کردار او افکار سره انسان پالي. مور، ماشوم له ناپاکیو او ناوړو اخلاقي ځانګړنو لکه، حسد، بخل، لالچ او غرور څخه لیري کوي او د هغه په وجود کې مینه، صفا، خیرغوښتنه او مثبت فکر رامینځ ته کوي.

له ماشوم سره د مور مینه، ډېره اثرګذاره ده. هیڅوک او هیڅ یوه څیز د ماشوم لپاره د مور تشه نه شي ډکولای او د مور د مینه ناکه محبت څخه یې برخمنولای نه شي. ځینې وختونه لوږه، یا د درد احساس د ماشوم د ژړا لامل نه دي بلکې هغه مینې او ناز ته ضرورت لري او د مور د نازونو تږی دی او په دې خاطر ژاړي. د مور نازونه د ماشوم نفساتي خواړه ده او مور باید له دغه خوړو نه په کافي اندازه ماشوم ته ورکړي، کله چي مور خپل ماشوم په غېږ کې نیسي، ماشوم ارامیږي، ځکه د مور د زړه ریتم د ماشوم لپاره یوه په زړه پوري موسیقي ده.

ښځه د مور په رول کې د سرشیندنو او د عاطفو یوه بېلګه نندارې ته وړاندې کوي. د ښځې نفسیاتي او فیزیکې ځانګړنې هغې سره مرسته کوي خپله اصلي دنده او مسئولیت یعني مورولۍ په ښه توګه پوره کړي. د مور او پلار مقام په اسلامي فرهنګ کې دومره اوچت دی چي متعال خدای اولاد له هر ډول داسي خبرو له کولو منعه کړی دی چي د مور او پلار د خفه کېدو لامل ګرځي.  د اسرا د مبارکې سورې په ۲۳ ایت کې متعال خدای فرمایي: «وَقَضَى رَبُّکَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِیَّاهُ وَبِالْوَالِدَیْنِ إِحْسَانًا إِمَّا یَبْلُغَنَّ عِنْدَکَ الْکِبَرَأَحَدُهُمَا أَوْ کِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا کَرِیمًا»،

او ستا خدای حکم کړی چي له هغه پرته د بل پرستش مه کوئ او د مور او پلار په حق کې احسان وکړئ او که چیري له هغوی یوه او یا هم دواړه ستاسو په نزد بوډا شي، داسې نه وي چي داسي خبره وکړئ چي د هغوی د خفګان لامل شي او په هغوی چیغې ووهې او هغوی له ځانه وشړې او له هغوی سره په اکرام او درناوی سره خبرې وکړئ!

مور کولایشي یو با شخصیت او یا هم یو پست او ناوړه، یو پاک لمن او یا هم بې شرمه ماشوم وروزي. په هر حالت کې د ماشوم د شخصیت په بڼه نیولو کې مور زیات رول لوبوي. ټوله لوی شخصیتونه، خپل پرمختګ او لوړاوی خپل د مور د زحمتونو پایلې ګڼي. ناپلئون په دې هکله وایي:  زه خپل ټول پرمختګونه او بریاوې د خپل مور د کوښښونو او زیارنو د امله بولم، هغې له ماشومتوبه په ما کې اراده او همت مضبوط کړ.

په دې اساس، مور باید د فکر، ایمان او د فضلیت له معیارونو سره سم، چلند وکړي. بې شکه، چي د مورولۍ له دندې نه لوړه دنده شتون نه لري.  مور، د پنځون ښاکار او د بشري ټولنې د حیات او بقا اصلي ټکی دی، مور په یوه لاس سره، زانګو او په بل لاس سره نړۍ ته تکان ورکوي. مورولي یو ډول مسئولیت قبلونه او د روزنې او اخلاقیاتو اړخونو ته پاملرنه بلل کیږي او ایمان، د روح سلامتیا، ژور احساسات، انساني فضیلتونه، عفت، شرف، عاطفه، اخلاق او صفا زړه ته ضرورت لري.  البته د یادونې وړ ده چي داسي یو کس چي دغه ځانګړنې لري، بیا هم ځان مور نه شي بللای تر هغه چي د خپلو دغو وړتیاو په کارولو سره، ماشوم رهبري کړي او روزنه ورکړي.  د ماشوم او د ټولنې ژوندانه او نیکمرغي له مور سره تړلې ده. هغه دنده لري د ټولنې لپاره شریف او ګټور انسانان وروزي، په دې خاطر د مورولۍ لپاره باید تیاره شي، هغې باید له ځان سره، ژمنه وکړي او خپل ماشوم ته هم د ژمنتیا سبق ورکړي، یوه ښځه کله چي مور شي په نورو دندو باندې د ماشوم د روزلو دندنه مهمه ګڼي. او له هرڅه مخکې د ماشوم د رغنده روزنې ته اهمیت ورکوي، له شکه پرته ماشوم ته د ښو اخلاقیاتو د ښودلو لپاره روحي تعادل، صبر او ارامښت ته ضرورت شته.

زمونږ د ټولنې ننۍ ستونزې له هغه ځایه سرچینه اخلي چي ښځو د ماشومانو په روزنه کې د مسئولیت نه منلو ته ګروهنه لري او د ماشوم له روزلو سره ګروهنه نه لري. هغه چي د ځان د سینګارولو او د ژوندانه د زر او سیم په فکر کې وي او د خپل ماشوم روزنه نورو ته ورسپاري، مور نه ده. کومه ښځه چي په حقیقي معنا مور وي، د خپل ماشوم د ښه روزلو لپاره پوره پوره کوښښ کوي او په دې کار سره ویاړي. اولاد له هر څه مخکې ملاتړ او مینې ته ضرورت لري نه شتمني او امکاناتو ته، هیڅ ارزښت نه لري چي ماشوم د پرستار، خدمتګار او یا د وروکتون د ښوونکې په غېږ کې خفه او بې قراره وي او ښه روزل شوې نه وي. خو مور یې لوړو علمي او ټولنیزو مقامونو ته لاره وموندي.

مجرم ماشومان او زلمیان چي په روزنتونو او د اصلاح په مرکزونو او یا هم زندانونو کې پراته دي د نالایقه مور د ناسمو روزنو پایلې دي، د داسي کسانو شتون چي شمېر هم کم نه دي، په روزنه او تربیت کې د مور د لوړ او مهم مقام ښودونکې ده. نو پکار دی د مور د لوړ مقام درناوی وشي او د هغوی د زیارونو قدرونه وشي ځکه چي مور د کرامت، مینې او د خیر او نیکمرغۍ سرچینه ده.

هغه کسان چي په ماشومتوب او زلمي توب کې د مور له مینې څخه محروم پاتې شي وروسته بیا د چا په مینې باور نه شي کولای او خپله هم نورو سره په مینه کولو کې ستونزه مومي، مور کولایشي مینه د ماشوم په زړه کې کښېږدوي او د ایمان، پرهیزګاری او ژمنو نیالګۍ د خپل ماشوم په وجود کې وکري. په داسي ډول چي هغه د عمر تر پایه پورې د دغه ډول روزنې د خوږو مېوو نه برخمن شي.