Oct 30, 2023 11:09 Asia/Kabul
  • ریحانه ښځه په کورنۍ او ټولنه کې په ټولنیزو چارو کې د ښځو ونډه

په دې برخه کې به هم د ښځو د ټولنیز رول په هکله تاسو سره وږغېږو،

د ریحانې د خپرونې له دوام سره مو په خدمت کې یو، د اسلام په ظهور سره، ښځه شخصیت تر لاسه کړه او ورته فردي او ټولنیز حقوق په نظر کې ونیول شو.  اسلام د ښځو حقوقي نظام د هغوی فیزیکي او نفسیاتي ځانګړنو ته په کتو سره وټاکه او په دې کار سره یې د ښځو په حق کې عدالت په بشپړه توګه پلي کړ. د اسلام ګران دین د ښځو د حقوقو په رعایتولو سره، د ښځو لپاره ارزښت قائل شو، او له هغو ظلمونو سره مقابلې ته ورودانګل چي ښځو ورسره لاس په ګریوان وه. د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای په دې اړه فرمایي: اسلام هغه ورځ چي د ښځو په هکله خبرې وکړې او ځینې تعالیم او مطلبونه وړاندې کړ، ښځي یې له هر ډول زیاتی او ظلم نه وژغورل. اسلام په پریکنده توګه د هغه بې ځایه تمو په وړاندې ودرېده چي نارینه و له ښځو څخه درلوده، اسلام د جاهلیت د رواجونو سره مقابله وکړه، ننۍ ماډرنه نړۍ کې هم له ښځو سره په خپل چلند کې هیڅ منطق نه لري او یوازې د ښځو په حق کې ظلم کوي. له بده مرغه هغه لوېدیځوال فرهنګ چي نن سبا په نړۍ کې رواج موندلی دی له ښځو نه دفاع نه شي کولای، ولي ښځه باید ځان سینګار کړي او خپله ښکلا نندارې ته وړاندې کړي او د خلګو د سترګو په وړاندې بربنډه شي؟ نړۍ نه پوهیږي چي په لوېدیځوال فرهنګ کې ولي ښځې باید دا کارونه وکړي او دا د چا په ګټه ده؟؟؟

اسلام ښځه د ټولنې یوه کارنده غړې بولي او هغه د ټولنې په برخلیک ټاکونکې او مهمو چارو کې شریکه ګڼي او په دې باور دی چي ښځو د ټولنیز شان او شوکت په درلودلو سره ، خپله حقیقي هویت وموندي او په مختلفو علمي، فرهنګي او ټولنیزو ډګرونو کې خپلې وړتیاوې څرګندې کړي. ښځې په هره سالمه بشري ټولنه کې دا فرصت مومي چي د علمي او ټولنیزو پرمختګونو لپاره مختلف مسئولیتونه په غاړه واخلي او په دې زمینه کې د ښځو او د نارینه و تر مینځ کوم توپیر نشي کېدای.

د انسان له پنځون او پېدایښت نه موخه، کمال او فضایلو ته د هغه رسېدنه ده.اسلام کمال ته د رسېدو لپاره جنسیتي توپیر نه قائل کیږي، ښځه توب یا نارینه والې د برتری یا د ښېګڼې معیار نه ګڼي. همدارنګه په مختلفو روایاتو کې راغلې دي چي تر ټولو غوره انسان هغه دی چي تر ټولو زیات پرهېزګاره وي. د دغه اسلامي لیدلوری لومړۍ نښه، حضرت بي بي فاطمه الزهرا سلام الله علیها ده، او بیا ورپسې په تاریخ کې نورې لویې مېرمنې دي، حضرت بي بي فاطمه الزهرا  له ټولو د بشریت په لوړ مقام کې وه، او دا فرصت او وړتیا یې درلوده چي ځان د انساني فضائلو اوج ته ورسوي. له شکه پرته، حضرت بي بي فاطمه الزهرا (س) تر ټولو غوره مسلمانه مېرمنه ده چي د پیغمبر مبارک لور وه او دې نه علاوه یې د هغه حضرت لپاره مور په شان چلند کاوه، همدارنګه یې د حضرت علی علیه السلام لپاره د میرمنې مسئولیت پوره کاوه او د دواړو امامانو حضرت حسنین لپاره مورولې کاوه. خو دې ټولو سره سره، د خپل ژوندانه په ۱۸ کلونو کې په ټولنه کې هم کارنده سیاسي او ټولنیز رول درلوده.

د اسلامي تعالیمو له مخې، ښځه او نارینه، په پنځون او انساني حقیقت، یو شان ته دی. په قران عظیم الشان کې په کراتو ښځه او نارینه کمال ته په رسېدو کې برابر بلل شوی دی، متعال خدای د النحل د مبارکې سورې په ۹۷ ایت کې ژمنه کوي چي د ښځې او یا د نارینه صالح عمل د هغوی جنسیت ته له کتو پرته، هغوی پیاوړی ایمان، طیبه حیات (یعني پاک ژوند) او جزای احسن (یعني له ټولو غوره اجر) ته رسوي.

دغه ایت شریف کې راغلی دی: «مَنْ عَمِلَ صَالِحاً مِنْ ذَکَرٍ أَوْ أُنثَی وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْیِیَنَّهُ حَیَاةً طَیِّبَةً وَلَنَجْزِیَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا کَانُوا یَعْمَلُونَ»،

ژباړه: چا چې نېك عمل وكړ، سړى وي، يا كه ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو خامخا هرومرو به مونږ هغه ته  (نېکمرغه) ژوند وركړو، ډېر پاكېزه ژوند او خامخا هرومرو به مونږ هغوى ته د هغوى د اجر جزا وركړو د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول.

له دغه ایت شریف څخه ښکاري چي د الهي اجر او ثواب لپاره معیار عمر، توکم، جنسیت، ټولنیز او سیاسي مقام نه دی او ښځه او نارینه د معنوي کمالاتو په تر لاسه کولو کې یو شان دي. له دې نه علاوه، ایمان او صالح عمل د یو بل تر څنګ پاک ژوند تضمین کوي، هغه ژوند چي اخرت لپاره وي، او دا د متعال خدای تر ټولو غوره اجر دی او متعال خدای دا اجر هغه چاته ورکوي چي په ایمان او صالح عمل سره خپل زړه ژوندی وساتي، البته چي له نېک عمل او ایمان پرته ژوندی انسان هم د مړی په شان دی.

یو تر ټولو مهم معیار چي یوه ښځه یې په ټولنه کې د حضور لپاره باید په نظر کې ونیسي، د عفت او پاکلمنۍ ساتنه او د هغه حرمتونو رعایتول دی چي د ښځو او نارینه و تر مینځ موجود دي. اسلام له یوې خوا ښځه عفت، حیا او پاکلمنۍ ته رابولي څو انساني کرامت یې خوندي پاتي شي او د ناوړه استفادې لپاره سترګې په نه ولګیږي، او د بلې خوا څخه بیا ښځه له نامحرمو نارینه و سره له قید او شرط پرته له ګډوالې، سینګار او د ښکلاو له څرګندولو منعه کوي، ځکه چي د اسلام له نظره د ښځې د ارزښ معیار په هغې د نارینه و عیش او عشرت ، بربنډوالې او ښایسته والې نه دی، اسلام غواړي ښځې ته د یوه انسان په نظر وکتل شي نه د خوند او عیاشی د یوه اوزار په سترګه.

هغه ټکی چي باید توجه وشي دا دی چي حجاب د ښځو د انساني ارزښت او کرامت د خوندیتوب لامل ګرځي نه له ټولنې نه د هغوی د ګوښه توب او محدودیت لامل. د حجاب رعایتول د ښځو له ټولنې څخه د نارینه و د بیلتون په معنا نه ده. نارینه او ښځېنه د کار په چايېریال کې له یو بل سره تعامل لري، په دغه تعامل کې حجاب د ښځو لپاره یو محافظ دی چي له احتمالې زیانونو څخه ښځې په امان کې وساتي. د پام وړ ټکی دا دی چي د ښځو حجاب د نارینه و په ګټه هم ده، ځکه چي نارینه هم په نفسیاتي توګه زیات ارامښت مومي او په کورونو کې خپلو ښځو سره په اړیکو لېواله کیږي، په دې توګه ښځې په حجاب سره نه یوازې ځان له ټولنیزو زیانونو ژغوري بلکې په ټولنه کې هم نارینه و لپاره نفسیاتي ارامښت برابروي. په همدې اساس د کورنۍ د غړو تر مینځ د مینې او ژمنې ستنې نور هم پیاوړي کیږي او پیاوړي کورنۍ د یوې پیاوړې ټولنې د رامینځ ته کېدو لامل کیږي.

اسلام غواړي ښځې فکري، علمي، ټولنیز او سیاسي وده وکړي او په تېره بیا په فضیلتي او معنوي ډګر، ځکه چي اسلام ښځه د کورنۍ محوره بولي، کله چي په یوه ټولنه کې ښځه ارزښناکه وي نو د ټولنې نور ارزښتونه هم په رسمیت پېژندل کیږي، په دې توګه ښځه د نفساتي ارامښت په درلودلو او د خپل روح په پاک ساتلو سره، د کورنۍ د غړو روزنه او پالنه کوي، او په دې وړتیاو سره چي متعال خدای ورته په وجود کې اېښی دی، د ټولنې اصلاح چارې مخ ته وړي.

له شکه پرته، ښځې د انساني کرامت د راژوندې کولو لپاره، باید خپل انساني ارزښمن ګوهر ته توجه وکړي، هغه چي د فضایلو او کمالاتو سرچینه وي، امام خمیني ره په زیاتو مواردو کې ویلي دي: مونږ غواړو ښځې د انسانیت لوړ مقام ته ورسیږي. هغوی په بل ځای کې د ښځو د انساني کرامت د بیا پېژندنې په ضرورت باندې په تاکید سره، وویل: ښځې باید د ناپاکو ځوانانو د لوبې لوبتکه نه وشي، ښځې باید خپل مقام هېر نه کړي او ځان د فاسدو خلګو د سترګو په وړاندې سینګار کړي، ښځې د کرامت مقام لري او متعال خدای هغوی له کرامت سره، پنځولی دی.

د امام خمینی ره په نظر کې ښځې لوی انسانان او د ټولنې روزونکې دي چي د هیواد د نیکمرغی او یا هم د بدبختی دلیل کېدایشي.

د هغوی په نظر کې، انسانان د ښځو له لمنې ودې او تعالی ته رسیږي، ښځه د ځان په ښه تربیت سره، انسان جوړوي او د ځان په اصلاح سره، هیواد ودانوي.