Nov 08, 2023 16:19 Asia/Kabul
  • ریحانه

په دې توګه ښځو ته د اسلام او لویدیځ د نظر تر منځ توپير دا دی چې اسلام ښځو ته د عزت او درناوي نظر لري، په داسې حال کې چې د لويديځ مشترک نظر د توکو او اسبابو نظر دی

لکه څنګه چې مو په لومړیو پروګرامونو کې در ته وویل،په پخوانیو وختونو کې ښځود خپلو کوچنیو شخصي، کورنیو او ټولنیزو کارونو اختیار  نه درلود، د خپلو شتمنیو مالکه نه وه، هغې ته د خپل خاوند دغوره کولو  اجازه نه وه. حتی  په مهریه  کې  یې د مداخلې حق نه درلوده .

په لویدیځ کې  هم د ښځو رول او سیاسي مشارکت ته یوه عمومي کتنه دا په ډاګه کوي چې په غربي نړۍ کې ښځې له پېړیو راهیسې له خپلو اساسي حقوقو، حتی د ملکیت له حق او په سیاسي برخلیک کې د مداخلې له حق بې برخې وې. په اروپا کې د ښځوله  اقتصادي خپلواکۍ وروسته په اروپا کې د ښځو په اړه نظرونه په داسې حال کې بدل شول  چې ښځې د توکو د بازارموندنې او پلورلو په ځواک بدلې شوې. په دې حالت کې د هغې پر انساني ارزښتونو ټینګار نه و، خوله  هغې سره د یوه توکي په څیر چلند کیده چې یوازې د هغه خوښۍ په اندازه ارزول کیږي چې نارینه یې راوړي.

په دې توګه ښځو ته د اسلام او لویدیځ  د نظر تر منځ توپير دا دی چې اسلام ښځو ته د عزت او درناوي نظر لري، په داسې حال کې چې د لويديځ مشترک نظر د توکو او اسبابو نظر دی، نو ويلای شو چې هغه حقوق چې اسلام د ښځو لپاره په پام کې نیولي، حتی هغه حقوق چې په فقه کې د ښځو ځانګړيتوب ټول د ښځو په ګټه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام مبارک دین د ښځو د شخصیت او انساني کرامت د درناوي په موخه د ښځو د انتخاب له حقه په کلکه دفاع کړې ده. ښځه کولی شي د خپل ملکیت، د خپل میړه په ټاکلو او د خپل هیواد د برخلیک په ټاکلو کې واک او اختیار  ولري. سربیره پردې، د اسلامي قوانینو او د تابعیت د حقوقو له مخې، د رایې ورکولو او په سیاسي او ټولنیز برخلیک کې د لاسوهنې لپاره د نارینه او ښځینه توپیر نشته، ځکه چې دواړه انسانان دي. ښځه، د یو نارینه په څیر، حق لري چې په خپل برخلیک کې مداخله وکړي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت امام خمینی (رح) د ښځو د رای ورکولو حق د انسان د شخصیت او کرامت نښه وبلله او ویې فرمایل د انتخاب حق ورکول او په برخلیک کې لاسوهنه د انسان د انتخاب حق ته درناوی دی. د خدای د عقل او پاک طبیعت د ډالۍ پراساس، انسان کولی شي د خپل شاوخوا مسایل درک کړي. الهي پېغمبرانو هم د څښتن له لوري دنده درلوده چې د خلکو فکرونه او زړونه له زشتیانو  اوپلیتیو پاک کړي او د دوی پاک طبیعت ته لارښوونه وکړي. البته دلته مهمه خبره دا ده چې انبیاء علیهم السلام یوازې د الهی احکامو بیانونکي وو  او دا خلک وو چې د دوی د پیغام د منلو یا نه منلو حق یې درلود او د خپلې فیصلې په اساس به یې د دنیا او اخرت د ژوند لاره ټاکله. . له همدې امله ازاده اراده او انتخاب د خدای له نعمتونو دی چې ټولو انسانانو ته د الهي حکمت پر بنسټ ورکړل شوی او په دې اساس د انسانانو نیک او ناحقه اعمال حسابیږي. بې له شکه، که انسان د خپل برخلیک د ټاکلو واک نه درلود او مجبور شوی وای، نو د اعمالو محاسبه به هیڅ معنا نه درلوده .

په اسلام کې هېڅوک ښځې بې سواده او په ټولنيزو کارونو کې د  ګډون  نه کولو لپاره نه هڅوي. لکه څنګه چې اسلام نارینه د علم او معارفو زده کړې ته هڅولي، همدارنګه ښځې یې هم د علم زده کړې ته هڅولې دي. اسلام حتی هغه شیان په ګوته کړي او له منځه یې وړي چې د ښځو کمال ته د رسیدو مخه نیسي. اسلام د ساینسي او کلتوري بدلون په لور د ښځو په لارښونه کې له نورو دیني مکتبونو مخکې دی.

حضرت ایت ا...العظمی  سید علی خامنه ای د ښځو د تعلیم د ضرورت په باره کښې وفرمایل  زمونږ دښمنان مونږ د ښځو د علمی او کلتوری پرمختګ په مخنیوی تورنوی. دوی پخپله پوهیږي چې دا تور دروغ دی، خو دوی بیا تکراروي. مونږ ه ښځو ته حقیقي انساني ارزښت ورکوو او مونږه  باور لرو چې نارینه او ښځینه دواړه انسانان دي او د تکامل ډګر ورته خلاص دی. څومره چې دوی هڅه کوي هغومره به وده وکړي اوتکامل  وکړي. د ساینس او ​​​​سیاسي ګډون لاره د نارینه او ښځینه دواړو لپاره خلاصه ده.

په مختلفو زمینوکې د ښځو علمي او کلتوري پرمختګ د حضرت امام خمیني (رح) له نظره مهم ګڼل کیږي. د اسلامی جمهوریت په نظام کښې دا مهم او ارزښتناک هدف تحقق ومونده  او ښځو د کلتور، علم او تعلیم په ډګر کښې فعال شتون وموند، په دې ډول چې د اسلامي  انقلاب بنسټګر حضرت امام خمینی (رح) د دغه فعال  شتون په هکله وفرمایل

پر هغو  ژمنو میرمنودې بی پایه سلام وی  چې همدا  اوس په ټول هیواد کې د تنکیو ځوانانو په ښوونه او روزنه او د بې سواده زده کړو، د انسانیت په تدریس او د بډایه قرآني کلتور په تدریس بوختې دي.

هو، بې له شکه د ښځو لپاره د علمي، فرهنګي او ښوونیزو مرکزونو زیاتوالی او همدارنګه د هغو ښځو د فیصدي زیاتوالی چې د علم، کلتوراو علمي او څېړنیزو نوښتونو په برخه کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی، د اسلامي جمهوریت  د  د تعلیمي او علمي بریالیتوبونو او هلوځلو یوه بېلګه ده.

د علم او کلتور په مختلفو څانګو کې د زده کړې او تدریس  لپاره د اړینو زمینو رامنځته کول، د ځان د تهذیب  او روزنې په برخه کې، د یوې ښځې علمي، کلتوري او معنوي شخصیت او کرامت ته زمینه برابروي او د هغې د انساني کرامت نښه ده. د علم او پوهې په سیوري کې انسان په دې نړۍ کې خپل اغېزمن رول درک کوي او د کمال پر لور ګامونه اخلي. له همدې امله په اسلام کې نه يوازې ښځې د علومو د تحصیل او زده کړې حق لري، بلکې دا موضوع د مسلمانو نارينه او ښځو له وظيفو او دندو ګڼل شوې ده.

بې له شکه چې اسلام د ښځو د ټولنيزو فعاليتونو په لاره کې خنډ نه دی جوړ کړی، بلکې په الهي لارښوونو کې د دې شتون لپاره لازم ميکانيزم او اوزار  وړاندې شوي دي. اسلامي فقه د ښځو لپاره د ځانګړو قوانینو او مقرراتو په جوړولو سره په ټولنه کې د هغوی د فعال او متحرک شتون لپاره شرایط رامنځته کړي او حتی ویلای شو چې د دې قوانینو په جوړولو سره دوی په ټولنه کې د ګډون لپاره هڅولي دي. د حجاب د رعایتولو په اړه ټول اصول او مقررات، په ټولنه کې د نارینه او ښځو د اختلاط مخنیوی، د نارینه او ښځینه تر منځ د خبرو کیفیت، د اړیکو چوکاټ د هغوی لپاره ټاکل شوی، او په ارزښتناکو ځانګړتیاوو لکه حیا او عفت ټینګار، ټول د میرمنو د  ټولنیز شتون اړتیاوې دي.

په اسلام کې د ښځې اجتماعي شتون ضروري دی، خو د ښځو د بدن، روح او ارزښت د ساتلو لپاره باید د ځانګړو اسلامي شرایطو سره سم وي او دا ټول د ښځې د انسانیت په ګټه دي. ښځې د ټولنې د یوې لویې برخې په توګه په ټولنه کې د شتون حق لري، خو د هغوی شتون باید د مسلمانو ښځو د عزت او کرامت په رعایتولو سره  ترسره شي.

په سياسي او ټولنيزو مسايلو کې د ښځو ونډه نه يوازې د ښځو د شخصيت او انساني کرامت د درناوي نښه بلل کېږي، بلکې د ښځو له دندو هم ګڼل کېږي. ټولنیز او سیاسي مسایل یوازې  د نارینه لپاره  نه دي. ښځې هم بايد د مسلمانانو او د اسلامي ټولنې د چارو او د اسلامي نړۍ د ټولو مسايلو په اړه د مسووليت احساس وکړي.

د ایران اسلامی انقلاب او په هغه کښې د ښځو فعاله ونډه د دې ادعا اصلی ګواه ده چې د اسلام د ژوندبخښونکیوقوانینو په رعایت سره کولای شی د ښځو حقوق ترلاسه کړی او د هغوی انسانی کرامت احیا  کړی او د هغوی دوړتیاو له ودې سره مرسته وکړی. د اسلامی ایران ښځو د انقلاب او تپل شوې جګړې په دوران کښې په خپلو قربانیو اوسرشیندنو سره په ټولنیز ژوند کښې خپل پریکنده رول په غوره توګه وښود. دا ټول د اسلامی احکامو د تطبیق او د دیني پوهانو په رهبرۍ سره تحقق پیدا کړ . نه دفیمینسټي خوځښتونو په سیوري او د وارداتي نمونو پیروی چې په لویدیځ کې  یی د ښځو لپاره ویجاړتیا، بدنامي اود  انساني کرامت او انساني شرافت  داغي کیدا یې ډالې کړ .

پای

 

ټیګونه