بې نقابه امریکا
د تهران راډیو ډیرو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! د بې نقابه امریکا تر عنوان لاندې د امریکې د تیرې اونۍ د مهمو پیښو او بدلونونو د څیړنې له اونیز پروګرام سره مو په خدمت کښې حاضر شوي یوو. نن هم د تیر په څیر، د امریکې د وروستۍ اونۍ مهم بدلونونه جاجوو
د امریکې د تیرې اونۍ له مهمو پیښو څخه....
د امریکايي ځوانانو په نظر کښې د جوبایډن د مقام د کمزورتیا په هکله د ډیموکراټانو اندیښنې،
په غزه کښې د اوربند لپراه بایډن ته د امریکې د حکومتي چارواکو پرانستي لیک،
په امریکا کښې په مسلمانانو باندې د بریدونو درې چنده کیدو،
له اقتصادي حالاتو د امریکایانو نارضایتۍ
او
د خپل هیواد لپاره جنګیدو ته په زیاتره امریکایانو کښې د ګروهنې نشتوالي ته اشاره کولې شو.
*/*/*/*/
د یوې نوې نظرپوښتنې له خپریدو وروسته چې ویې ښودله له ۳۰ کالو د کم عمر په ځوانانو کښې د امریکې د ولسمشر جو بایډن د ملاتړ اندازه، تقریباً د دغه هیواد د تیر ولسمشر ډونلډ ټرمپ برابره ده، ډیموکراټان دا اندیښنه مطرح کوي چې د ځوانانو ترمینځ د بایډن موقعیت په خطر کښې لویدلی دی. د نیویارک ټایمز امریکايي خپرندوې او د «سینا» کالج ګډې نظر پوښتنې وښودله چې له دیرش کالو په کم عمره راې ورکونکو کښې له جوبایډن څخه د ملاتړ اندازه تقریباً د ډونلډ ټرمپ پرابر ده او ۳۰ فیصده له بایډن او ۲۹ فیصده یې له ټرمپ څخه ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کښې دي چې ۲۴ فیصدو ویل ي دي چې له آزاد امیدوار یعنې خپلواکه کاندید «جونیر رابرټ اف کینډي» څخه ملاتړ کوي. په عین حال کښې د «اِمرسن» کالج نظرپوښتنې چې تیره میاشتې خپره شوې وه، وښودله چې له ۳۰کلنو کم عمره ۴۵ فیصده راې ورکونکي له ټرمپ او ۴۳ فیصده له بایډن څخه ملاتړ کوي. د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کښې د ځوانو راې ورکونکو په مینځ کښې په ټرمپ باندې د بایډن بریا ته په پام سره، وروستي معلومات حیرانوونکي دي. بایډن د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کښې ۶۱فیصده راې له ۱۸ نه تر ۲۹ کلنو کسانو څخه ترلاسه کړې وې. ډیموکراټان په دې باور دي چې په وروستیو نظرپوښتنو کښې ترلاسه شوې احصائیې د ځوانانو په مینځ کښې د بایډن د مقام د کمزورتیا ښودنه کوي. دا نظرپوښتنه په داسې حال کښې ترسره شوې ده چې بایډن د صهیونیسټي رژیم او حماس ترمینځ جنګ کښې د خپلو اقداماتو په وجه د امریکایي ځوانانو له سخت غبرګون سره مخامخ شوی دی.
د دغه رپورټ له مخې، د تیرې اونۍ په اوایلو کښې د «March for Our Lives» و «GenZ For Change» په شمول څو ترقي غواړو ډلو بایدن ته په یو لیک کښې خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو او حماس په جنګ کښې د هغه مدیریت، کوې شي د راتلونکي کال په ولسمشریزو ټاکنو کښې، له ۱۹۸۰ نه تر ۱۹۹۴میلادي کاله پورې یعنې د زریزېMillennial» ( د زیږیدلو او د «Z» په نامه له ۱۹۹۵ نه تر ۲۰۱۰ پورې د زیږیدلی نسل د راې ورکونکو مشارکت کم کړي.
د کانګرس غړي الکزینډریا اکاسیو کورټز په دې هکله وویل: د ټولو لپاره ډیرې مهمې اندیښنې د فلسطینیانو حالت او بشري حقوق، اسرائیلیان او هم داشان په سیمه کښې امنیت دی. په دې وجه، سره له دې چې کوشش کوم هغه ته په انتخاباتي سترګه ونه ګورم خو په پریکنده توګه دا هغه موضوع ده چې د ډیموکراټانو په ائتلاف کښې ورته باید پام وشي.
یو ډیموکراټ شناندي جان رینیش وویل: فکر کوم چې بایډن له ځوانو رایې ورکونکو څخه یو ستر ګوزار خوړلی دی. خو اټکل کوم چې ځوان راې ورکونکي بلآخره دوباره د ټرمپ پر ځاې بایډن انتخاب کړي. په داسې حال کښې چې تر انتخاباتو یو کال پاتې دی، ځیني نور ډیموکراټ هم د بایډن د عمر د زیاتوالي په وجه اندیښمن دي او داسې ښکاري چې د هغه عمر، د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتو کښې ترټولو مهمه مسئله وي.
*/*/*/
د امریکې د نړویالې پراختیا آژانس (USAID) له زرو زیاتو کارکوونکو د یو پرانیستي لیک په لاسلیکولو او د امریکې ولسمشر جوبایډن ته یې په استولو سره، په غزه کښې سمدستي د اوربند لپاره د اقدام غوښتنه کړې ده. دغه لیک د امریکې په حکومت کښې دننه د نارضایتۍ د شتون تازه نښه ده. د «یو ایس ایډ» چارواکو بایډن ته دا لیک په داسې حال کښې ورکړی دی چې له دې مخکښې د امریکې د حکومت ډیرو کارکوونکو په غزې باندې د اسرائيلو له پوځي حملې د امریکې له ملاتړ سره خپل مخالفت اعلان کړی و. د نومبر له دویمې نیټې چې دغه لیک خپور شو، تر تیرې چارشنبې پورې د «یو ایس ایډ» ۱۰۲۹ کسانو دغه لیک لاسلیک کړی دی.
د یاد لیک په یوه برخه کښې لاسلیکوونکو د صهیونیسټي رژیم له خوا د نړیوالو قوانینو په بیابیا خلاف ورزۍ او په ملکي وګړو، د طبي او رسنیو د برخو په کارکونکو، ښوونځیو، روغتونونو او د عبادت په مرکزونو باندې د بوږنونکو حملو په دوام اعتراض کړی دی. په دغه لیک کښې د تور ګوته د امریکې حکومت ته نیول شوې او له صهیونیسټي رژيم څخه یې د ملاتړ په غندلو سره ټینګار شوی دی: «زمونږ په باور د لازیاتو سر تاوانونو مخه نه شي نیول کیدې مګر دا چې د امریکې حکومت په غزه کښې سمدستي د اوربند غوښتنه وکړي».
امریکا او اروپايي هیوادونه د صهیونیسټي رژيم ترټولو ستر ملاتړي ګڼل کیږي، داشان چې د حماس له خوا د اکتوبر د اوومې نیټې له حملې وروسته اروپايي مشرانو او چارواکو تل ابیب ته په تګ سره، له دغه رژيمه خپل ملاتړ اعلان کړ او د صهیونیسټي رژيم له خوا یې د ځان د دفاع په پلمه د بې دفاع خلکو د وژلې ملاتړ وکړ.
*/*/*/*/
د امریک ې د اسلامي اړیکو شورا ویلي چې په تیره یوه میاشت کښې په مسلمانانو باندې د حملو او ورسره د توکمپاله چلند په هکله ۱ زر ۲ سوه ۸۳ شکایتونه یې ثبت کړي دي. دا شمیر د تیرو میاشتو د اوسط ارقامو درې چنده دی. د امریکې د اسلامي اړیکو د شورا په خبرتیا کښې راغلي دي: له فلسطین څخه په ملاتړ کښې مظاهره کونکي او محصلین، زده کوونکي او همداشان ډاکټران له هغو کسانو وو چې د دغو کرکجنو اقداماتو قرباني شوي دي.
په وروستۍ پیښه کښې په نیویارک کښې یو مسلمان محصل په ګاډي وهل شوی دی. تیره میاشت هم یو شپږ کلن فلسطیني ماشوم په امریکې کښې د صهیونیسټي رژیم د یو ملاتړ له حملې سره مخ شوی او ووژل شو. له دغې پیښې وروسته د اریکې ولسمشر جو بایډن مدعي شو چې په هیواد کښې یې «اسلامو فوبیا، توکمپالنه او کرکه» په زور سره روانه ده. د امریکې د متحده ایالاتو لوې څارنوال مریک ګارلینډ هم د روان ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې په وړومبیو کښې، په دې وروستیو اونیو کښې د امریکايي یهودیانو، مسلمانانو او عربانو خلاف د ګواښونو د سخت زیاتوالي خبر ورکړی دی. ګارلینډ په «د نفرت د جنایتونو تنظیم» کښې په یوه وینا کښې وویل چې په دغو ګواښونو کښې تشدد، سپکاوی او تبعیض شامل دي. هغه وویل چې د عدلیې وزارت د یادو ګواښونو د مجرمانو په تعقیبولو ژمن دی.
*/*/*/*/
د امریکې د اقتصادي حالت په هکله د ترسره شویو نظرپوښتنې پایلې ښودنه کوي چې زیاتره امریکايي راې ورکوونکو د بایډن د اقتصادي مدیریت او کړنلارې په لړ کښې د امریکې ولسمشر ته په دوامداره توګه منفي نمبرې ورکړې دي او په دې برخه کښې د هغه له اقداماتو راضي نه دي.
د دغو نظرپوښتنو له مخې، د امریکې اکثره خلک په اقتصادي برخه کښې د بایډن د حکومت له سیاستونو خوابدي دي او د ټرمپ اقتصادي مدیریت ترې زیات مني. د دغه هیواد د مصرفوونکو اکثریت تمه لري چې د ګرانۍ او انفلیشن اندازه، په لوړو سویو، تر ۲۰۲۴ کاله پورې د بایډن د حکومت د سیاستونو تر تاثیر لاندې پاتې شي. د دغې نظرپوښتنې د نتایجو له مخې چې د امریکې په میشیګن ایالت کښې د یو پوهنتون له خوا ترسره شوې ده، امریکايي استعمالوونکو اټکل کړی دی چې په ۲۰۲۴ کال کښې یې په هیواد کښې د ګرانۍ اندازه ۴.۴ فیصدو ته ورسیږي او باوري دي چې په ورپسې له ۵ نه تر ۱۰ کلونو به ۳.۲ فیصده ته ټیټه شي چې لاهم په تیرې یوې لسیزې کښې په امریکا کښې د انفلیشن د اندازې د زیاتوالي ترټولو لوړه اندازه ګڼله کیږي.
دغه نظرپوښتنه ښودنه کوي چې د قیمتونو د پرله پسې زیاتیدو، د پورونو د لوړ قیمت او د کار د بازار د کمزورۍ په وجه، د بایډن په حکومت کښې د امریکې د اقتصاد او د دغه هیواد د اقتصادي ودې لپاره ښه لرلید نه ښکاري. د یادې نظرپوښتنې مطابق، د ګرانۍ له زیاتیدو څخه د استعمالوونکو د اندیښنو د زیاتیدو وروستي شواهد، د امریکې د ولسمشریزو انتخاباتو په دویم پړاؤ کښې د بریالیتوب لپاره د راې ورکونکو د متقاعد کولو په ل کښې د بایډن مخې ته پرتې ننګونې زیاتوي.
*/*/*/*
د یوې نوې نظر پوښتنې له مخې، ۷۲فیصده امریکایان حتی یوې سترې پوځي نښتې ته د دغه هیواد د داخلیدو په بڼه کښې، په پوځ کښې په رضاکاره توګه خدمت کولو ته هیڅ ګروهنه نه لري. په داسې حال کښې چې امریکا په دې وروستیو کلونو کښې د عسکر اخیستو د نصاب حد ته د رسیدو په هلوځلو کښې پاتې شوې او له ټاکل شویو اهدافو زرګونه تنه وروسته ده، یوې نوې نظرپوښتنې وښودله چې امریکایان حتی د جنګ د نښلیدو په بڼه کښې هم په پوځ کښې شاملیدل نه غواړي.
د اِکیلون اِنسایټ Echelon Insights ډلې د نظر پوښتنې نتایجو ښودلې چې ۷۲فیصده امریکایان به، حتی یوې سترې نښتې ته د دغه هیواد د وردانګلو په بڼه کښې هم په پوځ کښې د خپلې خوښې خدمت ته هیڅ ګروهنه ونه لري. په نظرپوښتنه کښې یوازې ۲۱ فیصده ګډونوالو وویل چې په دغه ډول حالاتو کښې به د امریکې په پوځ کښې شامل شي.
یاده نظرپوښتنه د اکتوبر له ۲۳ نه تر ۲۶ پورې یعنې د صهیونیسټي رژیم خلاف د طوفان الاقصی عملیاتو له پیلیدو دوه اونۍ وروسته او په لویدیځې آسیا کښې د امریکې د ځانګړو ځواکونو د شتون په وختو کښې ترسره شوې ده. د نظر وړ اهدافو نه په کمه اندازه په پوځ کښې د خلکو شاملیدل چې په پرله پسې یې دوام لرلی دی، له ۱۹۴۰ کال راهیسې د بل هر وخت په پرتله د امریکې د پوځ د اندازې د کمیدو سبب شوي دي.
*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی