Dec 14, 2023 15:48 Asia/Kabul
  • د رڼاسرچینې (۶۶) عقلمن توب؛ د دیندارۍ لومړی اصل

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۶۶م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د یونس سورت د ۴۲م او ۵۹م آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ.

په داسې يوه نړۍ کې چې بېلابېلې قبیلې او تمايلات موجود وو، د اسلام پېغمبر (ص) خپل دعوت د توحيد پر بنسټ پیل کړ. بت پرستانو؛ د عقل نه درلودونکي خدایان جوړ کړي وو، چې له خپل ځان او له خپل خدای څخه د خلکو د بېلوالي او جلا کېدو لامل شوی وو. د خدای ګران پېغمبر (ص)، د آزادۍ په دعوت کې، د ډېرو تکليفونو او شکنجې په زغملو سره، د شرک او بت پرستۍ په خلاف چې لويه ګناه ده، مبارزه وکړه. رسول الله (ص) د مشرکانو له بد چلند سره مخ شو او په دې خطرناکه لاره کې، یوه شېبه هم په شا نه شو. هغه د شرک په ردولو او د بت پرستۍ په بد ګڼلو سره، د توحید په اساسي اصولو سره خپل دعوت پیل کړ. په دې بلنه کې رسول الله (ص) د دوکې او ګواښونو پر وړاندې، هېڅ سستي او نرمښت نه دی ښودلی.

د مکې جاهلانو خلکو، د لرګيو، سرو زرو، سپينو زرو، ډبرو، وچو شویو خمیرو او کله ناکله له خرابو خرما څخه جوړو شویو بتانو ته، سرونه ټیټول او درناوی یې کولو. رسول الله (ص) پر داسې خلکو په اعتراض سره وفرمایل: ولې خپل ارزښت کموئ؟ دا مجسمې څه دي چې تاسو ورسره بوخت یاست؟ له الله پرته د بل چا عبادت کول، ستاسو ارزښت، مقام او کرامت کموي. نه یوازې دا ډبرین بتان، بلکې لمر، سپوږمۍ، ستوري او حتی هغه ستوري، چې له ځمکې څخه په سلګونه میلیون ځله لوی دي، غرونه او بحرونه، هېڅ یو د دې وړ نه دي، چې انسانان ورته سجده وکړي. د انسان مقام له دې ټولو څخه ډېر لوړ دی.

رسول الله (ص) د حق دين ته د خلکو د بللو لپاره، ډېری ورځې په مسجد الحرام کې کښېناستلو او په خپل خوږ غږ سره به يې، خلکو او حاجيانو ته به چې مکې مکرمې ته د کعبې د زيارت لپاره راتلل، الهي آيتونه تلاوتول.

ځینې ​​تور زړه مشرکین چې پر زړونو یې د ګمراهۍ مهر وهل شوی وو، د رسول الله (ص) پر شخصیت باندې د ملنډو وهلو لپاره، مسجد الحرام ته راتلل او د پیغمبر خوا ته به کښېناستل، دوی د الهي آيتونو د تلاوت پرمهال، په ظاهر کې به يې هغه ته غوږ نیولو او داسې به يې څرګندول، چې د پېغمبراکرم (ص) د خبرو تر اغېزې لاندې راغلي دي. خو د قرآنکريم له تلاوت او د پېغمبراکرم (ص) له ويناوو وروسته، سمدستي خپل منفي تبليغات یې پيلول او خلک يې د دې آيتونو او خبرو له اورېدو څخه منعه کول. دوی به کله ناکله د حق آیتونو ته جادو او پیغمبر ته جادوګر ویلو. کله ناکله به دا آيتونه او کلمات د پخوانيو افسانو او خرافاتو په توګه معرفي کول، چې پېغمبر (ص) دا ترلاسه کوي، ترڅو خلکو ته دوکه ورکړي.

د دغو تور زړونو دښمني او لجاجت دې حد ته ورسېده، چې د ايران او روم له افسانو او خرافاتو سره بلد يو شمېر عرب کيسه کوونکي يې، مسجد الحرام ته راوغوښتل، تر څو د بې ګټې او دروغو خبرو په ويلو سره، د خداى د زړه راښکونکي کلام له اورېدو څخه، د خلکو مخه ونيسي. نضر بن حارث يو له دغو کسانو څخه وو، چې د قريشو مشرانو هغه یې، له رسول الله (ص) سره د جګړې لپاره غوره کړ. هغه د رسول الله مبارک له سختو دښمنانو څخه ګڼل کېده، چې پیغمبر (ص) ته د هر ډول ځورونې لپاره، تل چمتو او مخکښ وو.

نضر بن حارث چې د قريشو له ځېرکو او هوښيارو کسانو څخه وو او د خپل ژوند يوه برخه يې په حيره او عراق کې تېره کړې وه، د ايران د پاچاهانو او زړورو کسانو د حال او  د خیر او شر په تړاو د ايرانيانو د نظرونو په اړه يې معلومات درلودل. په کوڅه او بازار کې په نښتو او د ایرانیانو د کیسې او د هغوی د پاچاهانو د تاریخ په بیانولو سره، هغه هڅه کوله چې خلک د رسول الله (ص) له خبرو څخه منعه او ځان ته متوجه کړي. هغه د دې لپاره چې د هغه حضرت مقام کم کړي او د هغه خبري او قرآن بې ارزښته کړي، تل به یې ویل: اې خلکو! زما خبرې د محمد (ص) له خبرو سره څه فرق لري؟

که محمد د عاد او ثمود د قوم او د ملک سلیمان او داوود پیغمبر د عظمت کیسه بیانولای، زه د هېواد د پراخوالي او د عجم (غیر عربو) پاچاهانو د عظمت په تړاو خبره کوم. که هغه ستاسو ډله ایزه کیسه لوستلې وای، چې د خدای په غضب او قهر کې اخته شول، ما به هم د ځینو هغو کسانو کیسه کوله، چې په نعمتونو کې ډوب وو او کلونه کلونه کېږي، چې په ځمکه کې حکومت کوي. البته دغه احمقانه پلان له څو ورځو ډېر دوام ونه کړ او قريشو په خپله د نضربن حارث د تکراري خبرو له اورېدو ستړي او د هغه له ​​شاوخوا لیري شول.

په دې وخت کې، د یونس سورت ۴۲ آیت نازل شو او رسول الله (ص) ته یې په خطاب کې وویل چې دا ډله کسان، عقل او درک نه لري او نه هدایت کېږي:« وَ مِنْهُمْ مَنْ یسْتَمِعُونَ إِلَیکَ أَفَأَنْتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ وَ لَوْ کانُوا لا یعْقِلُونَ:

او په دوى كې ځينې داسې کسان دي، چې تا ته غوږ نيسي (خو لكه چې هېڅ نه اوري او کاڼه دي)! آیا ته کولای شې خپلې خبرې، کڼو کسانو ته ورسوې، حتی که دوی ونه پوهېږي؟!

دې آيت حق ته د مشرکانو د انحراف او نه تسليمېدو لامل په ګوته کړی او خپلو مخاطبانو ته دا پيغام لري چې: د یوه انسان د لارښوونې لپاره، يوازې سمې لارښوونې او ټکان ورکوونکي او معجزې آياتونه او څرګند دليلونه کافي نه دي، بلکې، د حق د منلو لپاره چمتووالی او د منلو استعداد او غوره والی هم اړین دی، لکه څنګه چې د ګلانو او بوټو د کرلو لپاره، یوازې تخمونه کافي نه دي، بلکې مناسبه ځمکه هم اړینه ده.

د مکې او مدينې د کفارو او مشرکانو په منځ کې ډېر جوړ شوي او جعلي احکام دود وو، چې هېڅ یو یې عقلي او منطقي اساس نه درلود. د بېلګې په ډول؛ دوی روغ  او نر اوښ داغ کولو، تر څو ناروغه ښځه اوښه روغه شي! که یوه لیوني سپي یو څوک یې داړلو، د هغه د درملنې لپاره، د قبیلې د مشر یوڅه وینه یې د هغه پر ​​زخم باندې اچوله، ترڅو هغه روغ شي! که د یوې ښځې اولادونه له زیږون وروسته ژوندي نه پاتې کېدل، د دوی د باور له مخې، باید د ستر سړي پر مړي اوه ځله قدم اېښی وای، ترڅو اولادونه یې ژوندي پاتې شوي وای!

هغه کسان چې د خپلو مېرمنو له خيانت څخه وېرېدل، نود ډاډ لپاره به یې، د ونې په ښاخ کې یو تار تړلو او بيا به په سفر روانېدل، که د بېرته راستنېدو پر مهال، تار  په خپل حالت کې پاتې وو؛ نو ښځې به خيانت نه وي کړی او که تار ورک شوی وو، ښځه یې په خیانت تورنوله!  که یو څوک ورکېدلو، نو جامې به یې ترې ایستل او سرچپه به یې پرې وراغوستل، ترڅو بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شي! که په یو چا کې د لیونتوب نښې څرګندېدې، نو د هغه د درملنې لپاره، د مړو هډوکي به یې په غاړه کې ورته ځړول! که د چا ناروغۍ دوام کولو، نو په دې باور وو چې دوی د لویو دیوانو یو حیوان وژلی دی، نو د بښنې لپاره به یې د غره د سوري مخې ته ډالۍ کېښودلې!

كه يوې ښځې اوښې پنځه ځلې بچیان زېږول او پنځم يې نر وو، نو د دوی ترڅنګ د احترام وړ وو او نور به هېڅوك د هغه پر شا نه سپرېدلو. که دا اوښ په هر علت سره وژل کېدلو، د هغې  وړۍ به یې له پوستکي څخه نه لیرې کولو. او که ژوندۍ هم پاتې کېدله، د هغه شیدې به له مېلمنو پرته، بل چا نه څښلې. همدارنګه په ځینو عربو قبیلو کې دا رواج وو چې که یوې وزې اوه نسه بچیان زېږول او اووم یې نر وو، نو هغه یې د خپلو معبودانو په لاره کې وژلو او غوښه یې یوازې د نارینه وو لپاره حلاله بلله.

جاهلانو خپل دا عمل مقدس ګڼلو او په کلکه يې مراعت کولو او په حقيقت کې، هغه يې د دغه حيوان د خدمتونو د قدر او مننې په توګه ګڼلو. په داسې حال کې چې دا څاروي، د دې درناوي له امله، د ژوند له ګواښوونکي کړاوونو او شکنجو سره مخ کېدل. ځکه چې په عملي توګه لږ خلک چمتو وو، چې دوی ته مناسب خواړه ورکړي او  دوی ته پاملرنه وکړي. قرآنکریم چې د همدې خرافي او باطلو عقایدو او ناسمو او جاهلانه احکامو سره د مبارزې لپاره نازل شوی دی، پر دې جاهلانه او توهین آمیزه عادتونو باندې د عمل کولو له امله مشرکین غندي.

د یونس سورت ۵۹ آیت ټولو مسلمانانو ته یادونه کوي، چې له خپله ځانه قانون جوړ نه کړي او بې دلیله د خدای نعمتونه پر خپل ځان حرام نه کړي. په دې مبارک آيت کې خدای تعال فرمايي: « قُلْ أَ رَأَیْتُمْ ما أَنْزَلَ اللّهُ لَکُمْ مِنْ رِزْق فَجَعَلْتُمْ مِنْهُ حَراماً وَ حَلالاً قُلْ آللّهُ أَذِنَ لَکُمْ أَمْ عَلَى اللّهِ تَفْتَرُونَ :  

د هغه رزق په اړه ماته ووایئ چې الله (ج) پر تاسو باندې نازل کړي دي، ولې د هغې یوه برخه مو حرامه او یوه برخه مو حلاله کړېده؟ ووایه: آیا تاسو ته خدای اجازه درکړې ده یا تاسو پر خدای باندې دروغ وایئ؟

ژباړه: زماني

ټیګونه