Feb 17, 2024 12:27 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د تهران راډیو د ویب سایټ مینه والو السلام علیکم! د بې نقابه امریکا د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو، نن به هم د امریکې د تیرې اونۍ د مهمو پيښو او خبرونو جاج واخلو

د امریکې د تیرې اونۍ په مهمو پيښو کښې،

د ناټو په هکله د ټرمپ جنجالي څرګندونې،

د غزې د جنګ په وړاندې د بایډن په کړنلارې د امریکې د اسلامي شورا نیوکه،

په کانګرس کښې یوکرین ته د پوځي مرستي د تصویبولو لپاره د بایډن او شولټز غوښتنه،

او

په راتلونکي کال کښې له ټولو ناخالص کورني تولید څخه د امریکې د حکومت د پور زیاتید شامل دي.

د امریکې پخواني ولسمشر او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مخکښې کاندید ډونلډ ټرمپ تیره دوشنبه د فرورۍ په لسمه نیټه په جنوبي کارولینا کښې په یوې غونډې کښې خبرداری ورکړ چې روسیه کوې شي د ناټو د هغو غړو له لارې چې د دغه تړون په لګښتونو کښې خپله ونډه نه ورکوي، «هر څه چې یې خوښه وي، ویې کړي».

ټرمپ تیره میاشت هم په لاس ویګاس کښې د خپلو پلویانو په ټول کښې ویلي وو: امریکا د ناټو تاوان ورکوي او مونږ ترې کومه خاصه ګټه نه دترلاسه کوو. که یوه ورځ د هغوي مرستې ته ضرورت ولرو او فرض کړو چې په مونږ حمله وشي، نو فکر نه کوم چې هغوي زمونږ مرستې ته راشي.

د ناټو پر غړو هېوادونو د روسیې د احتمالي برید په اړه د ټرمپ نوي دریځ او په دې اړه د امریکې بې غورۍ یو ځل بیا له ناټو او غړو هېوادونو سره د د دغه هیواد د اړیکو مسئله راپورته کړې ده. د خپلې ولسمشرۍ پر مهال، ټرمپ په وارو وارو د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) پر غړو تور پورې کړ چې د خپل ناخالص ملي تولید دوه سلنه د دفاع لپاره نه ورکوي او د ناټو په لګښتونو کې کافي مرسته نه کوي او هغوي یې رټلي وو. سربېره پر دې، هغه حتی ناټو یو پخوانی سازمان ګڼلی چې نور نو ګټور نه دی. ټرمپ په دغه پوځي سازمان کې  د لګښتونو په برابرولو او د پوځي چارو لپاره د کافي بودیجې په تخصیص کې. اروپايي ټولنې د غړو د ګډون په اړه هم شکایت وکړ. ټرمپ په کراتو نیوکه کړې چې متحده ایالات په غیر عادلانه ډول ناټو ته له خپلې ونډې څخه زیاتې پیسې ورکوي.

*/*/*/*/*

، د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د 2018 کال د مارچ په وروستیو کې لږ تر لږه د ناټو د 10 غړو هیوادونو مشرانو ته په جلا لیکونو کې خبرداری ورکړ چې د دوی د ناخالص کورني تولید یا GDP لږترلږه دوه فیصده په نظامي لګښتونو ولګي.

په دغو سختو لیکونو کې یې ویلي چې نور به له دغو هېوادونو څخه د پوځي لګښتونو او د ناټو د لګښتونو لپاره د کافي بودجې د تخصیص نشتوالی ونه زغمي.  اوس ډونلډ ټرمپ چې ډېر احتمال لري د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکو وروستی کاندید وي، په مختلفو ټولپوښتنو کې هغه ته د نومبر د میاشتې د انتخاباتو د ګټلو اصلي چانس یاد شوی دی، هغه په ​​خپله انتخاباتي وینا کې یو ځل بیا د ولسمشرۍ لپاره د بیا انتخابیدو په صورت کې له ناټو سره د امریکا د چلند مسئله مطرح کړه او د د ناټو د اروپايي غړو خلاف یې دا بې مخینې ګواښ وکړ د دغه لویدیځي پوځي سازمان په لګښتونو کښې د لازیاتې ونډې لپاره د ده  غوښتنه ونه مني نو د ناټو په غړو باندې د روسیې د احتمالي حملې په بڼه کښې به واشنګټن هیڅ غبرګون ونه ښايي.

دا په داسې حال کښې دي چې د ډله ایزې او ګډې دفاع اصل، د ناټو ذمه واري ده چې د دغه پوځي سازمان د اساسنامې په پنځمه ماده کښې یې یادونه شوې ده. په دغې مادې کښې راغلي دي: «په دې تړون کښې حاضر لوري موافقه کوي چې په اروپا یا شمالي امریکا کښې په یو یا څو غړو هیوادونو باندې وسله واله حمله، په دې تولو باندې حمله وګڼله شي». د دې مادې په داوام کښې ټینګار شوی چې که د ائتلاف په یو غړي باندې برید وشي نو ناټو باید د شمالي اټلانټیک سیمې د امنیت د ستنولو او ساتلو لپاره د وسله وال ځواک د کارولو په شمول ضروري اقدام وکړي».

*/*/*/*/*/

د امریکايي-اسلامي اړیکو شورا په یوې خبرپاڼې کښې وویل: د امریکې ولسمشر جوبایډن نه یوازې په غزه کښې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو نندارچي دی بلکې په خپلې چپتیا سره یې د دغو جنایتونو دوام ته هم شین څراغ ښودلی او په کښې شریک دی.

د امریکايي-اسلامي اړیکو شورا چې د په مسلمانو او عرب ټولنو پورې اړوندو مسائلو باندې په تمرکز سره د متحده ایالاتو د مدني حقوقو یوه ډله ده، زیاتوي: د نسل وژنې په بحث کښې چې په غزه کښې روانه ده، د بایډن حکومت یوازې یو بې اختیاره تماشبین دی ځکه چې که د امریکې ولسمشر وغواړي نو په یو ټیلیفوني تماس د دغه جنایت مخه نیوې شي. په دې خبرپاڼه کښې راغلي دي: په داسې حال کښې چې د بایډن حکومت د اسرائیلو( د رژیم) په جنګ باندې خپلې لفظي نیوکې  زیاتې کړې دي خو په عمل کښې همهغه شان په پوره شدت سره له صهیونیسټي رژیمه ملاتړ جاري ساتي.

دا په داسې حال کښې دي چې د امریکې ولسمشر په یولړ څرګندونو کښې د اکتوبر په اوومه نیټه طوفان الاقصی عملیاتو ته په غزه کښې د اسرائیلو پوځي غبرګون «له حده زیات» وباله. بایډن په سپینې ماڼۍ کښې د خبریالانو په ټولو کښې وویل: «لکه څنګه چې خبر یئ، زما نظر دا دی چې په غزه کښې د (اسرائيلو) د ځواب طریقه له حده ډیره ده».

بایډن همداشان مدعي شو چې امریکا د حماس او اسرائیلو ترمینځ د اوربند د موافقې د کیدو لپاره سختې هلې ځلې کوي. بایډن څرګنده کړه چې د صهیونیسټي رژیم له وزیراعظم بنیامین نتانیاهو سره یې خبره کړې او غزې ته د انساني مرستو د لیږلو لپاره یې پرې دباؤ اچولې دی.

د امریکې ولسمشر دا خبرې په داسې حال کښې کړې دي چې په غزه کښې د اوربند په لړ کښې د هلوځلو لپاره په هغه باندې عمومي دباؤنو زور اخیستی دی او هغه په تیره بیا د ډیموکراټ ګوند په ملاتړو کښې په خپلو رایو باندې د دغو دباؤنو په پایلو خبر دی.

په امریکې کښې د یوې نوې نظرپوښتنې پایلو وښودله چې په غزه کښې جنګ ممکنه ده د امریکې په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د جوبایډن په رایو باندې ډیره منفي اغیزه وکړي.

دغه نظرپوښتنه چې د «یوګاو» ویب سایټ او اکونومیسټ ورځپاڼې له خوا په ګډه وشوه، ویې ښودله چې په ۲۰۲۰ کال کښې ۵۱ فیصده راې ورکونکو د اسرائيلو اقدامات نسل وژنه بللې ده، حال دا چې دغه رقم ټرمپ ته په راې ورکوونکو کښې یوازې ۱۲ فیصده ده.

همداشان بایډن ته راې ورکوونکي ۲۰ فیصده خلک وايي چې د اسرائیلو اقدامات د نسل وژنې مصداق نه دی حال دا چې دغه اندازه ټرمپ ته په راې ورکوونکو کښې ۶۷ فیصده ده.

*/*/*/*/*/

د امریکې ولسمشر جو بایډن او د جرمني صدرِ اعظم اولاف شولټز د فرورۍ په نهمه نیټه په واشنګټن کښې په خپلو کښې په کړې کتنې کښې د یوکرین د جنګ په شمول د مختلفو مسائلو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه او له امریکايي قانون جوړونکو یې وغوښتل چې یوکرین ته د پوځي مرستو پيکیج تصویب کړي.

بایډن چې د سپينې ماڼۍ په دفتر کښې د شولټز کوربه و، د امریکې په کانګرس کښې له یوکرین څخه د خپل حکومت د حمایتي طرحې نه تصویبیدل، ظالمانه وبلل او ټینګار یې وکړ: په روانو حساسو حالاتو کښې له یوکرین څخه د ملاتړ اهمیت ته د کانګرس بې پامي هغه موضوع ده چې حتی د یو جنایتکارانه غفلت په توګه یې یادولې شو.

په دغې کتنې کښې شولټز هم د دې موضوع په هکله د امریکې د کانګرس د نظر د بدلیدو په هیلې سره، د واشنګټن له خوا یوکرین ته د ضروري مرستو د ورکړې په اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د امریکې او اروپايي هیوادنو له ملاتړونو پرته، کي یف د روسیې په وړاندې د خپلې خاورې د دفاع توان نه لري. هغه په نړۍ کښې د صلحې او ثبات په ساتنه کښې د امریکې او جرمني د رول لوبونې ضرورت ته په اشارې سره څرګنده کړه: دا موضوع په تیره بیا په یوکرین باندې د روسیې د تیري په بحث کښې چې لاهم دوام لري، لاډیر اهمیت پیدا کوي.

دا په داسې حال کښې دي چې د ۱۱۸ میلیارډ ډالري مالي پيکیج له تصویب سره د امریکې په کانګرس کښې جدي مخالفتونه موجود دي. له هغو نه خپلواک امریکايي سناټور برني سینډرز وايي: سنا په غزې باندې د ړندې بمبارۍ د دوام لپاره د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو ته د ۱۴ میلیارډ ډالرو ورکړه څیړي. هغه زیاته کړه: څنګه کوې شو چې په یوکرین کښې د روسیې په جنګ باندې په جدي توګه نیوکه وکړو او په عین حال کښې د ۲۷ زره فلسطینیانو په وژلې سترګې پټې کړو.

*/*/*/*/

د متحده ایالاتو د کانګرس د بودجې دفتر اعلان وکړ چې اټکلونه ښیې چې د هیواد د عامه پور کچه به په 2025 کې د هیواد ټول ناخالص کورني تولید 101 سلنې ته ورسیږي.

دغه دفتر په خپل رپورټ کښې چې په دې وروستیو کښې خپور شوی، ویلي چې د امریکې د خلکو پور به په راتلونکو لسو کلونو کښې په زیاتیدو وي او خپل اوج ته به ورسیږي.

د امریکې د کانګرس د بودجې دفتر وویل چې د امریکې د خکوم ټولټال عمومي پور د تیر ۲۰۲۳ کال په پاې کښې د دې هیواد د ناخالص کورني تولید د ۹۷فیصدو برابر و.

دغه رقم د روان ۲۰۲۴ کال لپاره ۹۹ فیصده او د راتلونکي کال لپاره به ۱۰۱ فیصدو ته ورسیږي. وړاندوینې ښودنه کوي چې د ۲۰۲۸ کال لپاره د امریکې د خلکو عمومي پور به د دغه هیواد د کورني ناخالص تولید ۱۰۶ فیصدو ته او په ۲۰۳۴ کال کښې به ۱۶۰ فیصدو ته ورسیږي چې د تیرو پنځوسو کلونو د اوسیط دوه نیم برابره دی.

د امریکې د کانګرس د بودجې دفتر د دغه هیواد د عمومي پور د زیاتیدو وجه، د بودجې د خسارې زیاتیدل بللي دي. اټکل کیږي چې د روان کال لپاره د امریکې د بودجې خساره یونیم ټریلیون ډالرو ته ورسیږي چې د دغه هیواد د ناخالص کورني تولید ۵.۳ فیصده ده.

*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

 

    

 

ټیګونه