Mar 06, 2024 14:43 Asia/Kabul
  • ړنا سرچینې

په دغه برخه کې د رعد د مبارکې سورې د ۳۱ او ۳۲ ایت شان نزول او ورسره اړوند حکایت په هکله معلومات درکړو.

لومړی را به شو د هغو پېښو په اړوند حکایت او کیسه تاسو ته بیان کړو کوم چي له هغه وروسته د رعد د مبارکې سورې دغه دواړه ایتونه د اسلام په ګران پیغمبر ص باندې نازل شول.

د اسلام په لومړیو کې چي نبی اکرم ص په مکه کې د مشرکانو په مرکز کې خپله بلنه پیل کړه، مشرکانو او کافرانو د حق بلنې ته د غاړې له اېښودلو کرکه کاوه او د اسلام د ګران پیغمبر او د هغه د یارانو په سپکاوی او ځورونو کې له یو بل سره سیالۍ کولې او په خپلو زهرجنو خبرو او بې ځایه تورونو سره به د پیغمبر مبارک نازولی زړه ازارول. لیکن پیغمبر ص نه یوازې دغو ناروا خبرو او ښکنځلو ته  ځواب نه ورکول بلکې د هغوی د هدایت په تمې سره، د ایمان د ړنا په هکله یې هم خبرې ورته کولې.

خو خیر دغو جاهلانو د دې پر ځای چي د پیغمبر مبارک په خبرو او په خپلو کړنو سوچ وکړي له یو بل سره کښېناستل او د هغه حضرت د ځورولو لپاره یې نوي نوي پلانونه جوړول.

دغو کفارو  له معمول سره سم، د پیغمبر مبارک د ځورولو لپاره له یو بل سره سلامشورې وکړې  او بیا د هغه حضرت د ځورولو لپاره د مکې شاته د پیغمبر د راتلو په تمه کښېنستل.

د کفارو د دغه پلان وروسته، پیغمبر مبارک د خپلو یو شمېر یارانو سره یو ځای د مکې شریفې له طواف څخه د راستنېدو په حال کې و چي کفارو ږغ پرې وکړ، که څه پیغمبر رحمت د هغوی په شومې ارادې باندې خبر وو، لیکن د هغوی د هدایت په تمې سره، ورغی.  په دغه وخت کې د قریش یو مشر کافر په غرور سره په خندا شو او پیغمبر مبارک ص ته وویل:  ښه ته ځان د خدای رسول بولې ها؟! خو هر پیغمبر یوه نښه لري، د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره کومه نښه لرې؟؟ که غواړې چي ستا په دین ایمان راوړو، باید زمونږ غوښتنې راپوره کړئ ! که ته ځان پیغمبر بولې، سلیمان هم پیغمبر وو او هغه باد او زیاتو نورو شیانو باندې واکمن وو، نو که ته رېښتیا وای باد زمونږ په کنټرول کې راوله چي پرې سپاره شو او شام ته ولاړ شو او په یوه ورځ کې بیرته مکې ته راستانه شو. که ته له سلیمان څخه غوره یې نو باید دا کار دې هم په وسه شي. بیا یې په پیغمبر ص باندې وخندېدی.

د کفارو له ډلې یو بل کس هم په پیغمبر ص باندې ږغ وکړ او وویل: ته له عیسی نه هم ځان بره بولې، نو که رېښتیا وایي له خپل خدای نه وغواړه چي زمونږ مړي را ژوندي کړي. بیا به مونږ  پوه شو چي ته پر حق یې. یو بل کفار چي قد یې هم ډېر ټیټ وو او په لکړې باندې تکیه کړې وه پیغمبر ته وویل: ته وایې چي له داوود نه هم بره یې. هغه په غرونو باندې واکمن ګرځول شوی وو، نو ته هم خپل خدای ته ووایه چي دا مکې غرونه یو څه په شا وتمبوي چي زمونږ هوارې ځمکي یو څه پراخې شي.

بل کافر بیا ورته وویل: زمونږ کروندې وچې شوې دي، که رېښتیا وایي نو د اوبو چینې رامینځته کړه چي خپلې ځمکې اوبه کړو او ونې وکړو او له میوو یې ګټه واخلو.

په دې وخت کې یو بل کافر په خندا شو او وویل: اې محمده!! له خپل خدایه وغواړه چي دا ستا د پښو لاندې کاڼې په سرو زرو بدل کړي زما زر زیات خوښ دی، بیا به خواري نه کوم. بل کافر بیا وویل ښه وایي نو ولې چوپه خوله پاتې یې؟؟؟

پیغمبر ص په خپل ځای کې ولاړ وو او د هغوی چټي خبرو ته یې غوږ اېښی وو. هغه حضرت ښه پوهېدل چي دوی د حقیقت په لټه کې نه دي بلکې ځان ته یوه مضمون لټوي او د ځېل پسې دي او هر څه جادو ګڼي. په دې خاطر د هغوی د غوښتنو د پوره کول کوم منطقي کار نه و . ځکه چي قرآن خپله تر ټولو لویه معجزه وه او د دوی د سترګو په وړاندې و. 

همکار صاحب  زما په نظر دغو  کافرانو هم د فرعون په شان وه، ګوره حضرت موسي علیه السلام فرعون ته زیاتې معجزې وښودلې خو هغه ایمان را نه وړ. د حضرت عیسی علیه السلام په زمانه کې هم جاهلانو او تور زړو د هغه حضرت معجزې وکتلې خو ایمان یې نه راوړ. حضرت عیسی علیه السلام هم د کفارو په مخکې به مړي ورته ژوندي  کولې او ناروغانو ته به یې شفا ورکوله.

خیر را به شو خپلې کیسې ته، کله چي حضرت پیغمبر ص د کفارو د ډول ډول غیر منطقي غوښتنو سره مخامخ شول، او په وړاندې یې چوپتیا غوره کړه. د رعد د مبارکې سورې ۳۱ او ۳۲ ایتونه نازل شول. چي د خپرونې په دوام کې به یې ژباړه هم در سره شریک شي.

 پیغمبر ص له دغو ایتونو وروسته، کفارو ته مخه کړه او وفرمایل: دغه ستاسو ټولې غوښتنې درته پوره کوم، خو باید دې ته هم پام وکړئ چي له هغه وروسته که ایمان را نه وړئ او په خپل کفر پاتې شئ، نو له داسي الهي عذاب سره به مخ شئ چي له دې مخکې چا نه وو کتلی. یعني همهغه بلا چي د ثمود په قام نازله شوه. 

همکار صاحب کېدایشي زمونږ یو نیم اورېدونکي د ثمود د قام په کیسه ناخبره وي، نو که دې خوښه وي زه دا کیسه په ډېرو لنډو ټکو سره بیان کړم.

وایي یوه ورځ د ثمود قام خپل پیغمبر حضرت صالح علیه السلام ته وویل چي که دې له غره څخه په معجزې سره اوښه  راویسته نو مونږ به  درباندې ایمان راوړو. حضرت صالح علیه السلام همدغه کار وکړ او د هغوی له غوښتنو سره سم، اوښه د غره له مینځ څخه راووته، خو هغوی د دغې معجزې په کتلو سره، نه یوازې چي ایمان راوړلو ته تیار نه شول بلکې په صالح پیغمبر ص باندې د سحر او جادو تور ولګول.  په دغه وخت کې یوه اسماني صیحه یغني ږغ اوچت شو او په دې قام باندې الهي عذاب نازل شو او د ثمول ټول قام حتی هغه چي په کورونو کې وه، ټوله مړه شول.

را به شو د رعد د مبارکې سورې ۳۱ او ۳۲ ایتونو ته،

متعال خدای جل جلاله په دغو ایتونو کې فرمایي: او كه بېشكه (دا) قرآن چې دى (داسې شي چې) په ده سره غرونه روان كړى شي، یا په ده سره ځمكه ټوټې كړى شي، یا په ده سره مړي په خبرو راوستل شي (بیا به هم دوى ایمان رانه وړي) بلكې امر (اختیار) ټول خاص الله لپاره دى، ایا نو هغه كسان چې ایمان يې راوړو (د دغو خلقو له ایمان نه) نا امېده شوي نه دي، (حال دا چې دغه مومنان پوهېږي چې) كه الله غوښتلى، نو یقینًا ټولو خلقو ته به يې هدایت كړى و او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، همېشه به دوى ته د خپلو كړو عملونو په سبب زړه ټكوونكى (عذاب) رسېږي، یا به د دوى كورونو ته نژدې راكوزېږي، تر هغه پورې چې د الله وعده راشي، بېشكه الله د وعدې خلاف نه كوي./ او یقینًا یقینًا له تا نه په مخكې رسولانو پورې استهزا (او مسخرې) شوې وې، نو ما كافران شويو خلقو ته مهلت وركړ، بیا مې هغوى ونیول، نو (بیا) زما عذاب څنګه و؟

د مفسرانو په وېنا، دغو ایتونو کې متعال خدای د جاهلانو د فکر او سوچ څرنګوالې بیان کړې ده، یعني دا د هغوی ځانګړنې  دا دي چي نه په منطق، نه هم په معجزې او نه هم نورو ورته غیر عادي کارونو سره، ایمان نه راوړي او د حقیقت پسې نه ځي. بلکې یوازې د خپلو نفساني خواهشاتو پسې دي، یعنی دا چي له اسمانه ورته کتاب راشي او یا مړي په خبرو شي او یا غرونه له ځایه وخوځیږي دغو تور زړو جاهلانو ته هیڅ ګټه نه کوي.

د دې خبري ثبوت د نبی اکرم ص هغه معجزه ده چي حضرت علی علیه السلام یې کتوونکی وو او د نهج البلاغې په ۱۹۲ خطبه کې یې ورته اشاره کړې ده.

حضرت علی علیه السلام فرمایي: زه له حضرت محمد ص سره یو ځای وم چي قریشیانو ورته راغلل او ورته وویل چي ستا د نبوت د منلو لپاره یوه معجزه راوښیه، دغې ونې ته ووایه چي له رېښو سره یو ځای له ځمکې ووځي او ستا په مخکې ودریږي. په دغه وخت کې حضرت نبی اکرم ص ونې ته وفرمایل: که په خدای او د قیامت په ورځ ایمان لرې او پوهیږې چي زه د خدای پیغمبر یم، د خدای په امر سره له ځمکې خپلې رېښې وباسه او زما په لور راشه او ودریږه.

حضرت علی علیه السلام د خطبې په دوام کې وایي: په هغه خدای دې مي قسم وي چي نبي ص یې په حق سره، رسول ګرځولی دی، ونه په اوچت ږغ سره له ځمکې خپلې رېښې وښکولې او روان شو او د نبی اکرم ص مخي ته ودرېده، او خپلې جګې ښاخې یې د نبی ص په اوږ و او ټیټي ښاخې زما په اوږو باندې خپرې کړې.

بیا حضرت امیر المومنین علی علیه السلام زیاتوي چي قریشیانو د دغې معجزې په کتو سره، نه یوازې دا چي ایمان را نه وړ بلکې په پیغمبر مبارک ص باندې د جادو تور ولګول او هغه حضرت یې دروغجن وباله.