Jun 20, 2016 13:23 Asia/Kabul
  • اسلام  وپيژندو

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې نیکمرغه ژوند درته غواړو دوستانو د :اسلام وپيژندو: نومې دلړۍ له نننۍ برخې سره ستاسوپه خدمت کې یوو ، څو په دې اړه داسلام د ګران پيغمبر (ص) له سیرته ځانونه خبرکړو ،بې شکه دهغه بزرګوار له ژونده خبریدا د مونږټولو لپاره ګټه وره ده .

               دوستانو داسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په ژ وند کې  یوه مهمه ځانګړنه  له خداوندمتعال سره  راز اونیاز او عبادت ته دهغه بزرګوار   اهتمام او شوق ؤ .  دهستۍ له څښتن او واحدخداي سره  مینه او  ارتباط ، دهغه بز رګوار  په نزد یو  خورا خوندور کار شمیرل کید. کله چې شپه تورتمه کیدله ، نو دخداي رسول به له بسترې پاڅيد او  له وضو او مسواک  او د قرآن کریم له تلاؤت وروسته  په یوه کو نج کې  دخداي  په درګاه کې ئې عبادت کاوه  او اوښکې به ئې تویولې . دهغه بزرګوار یوه میرمن   اُم سلمه  وائي  ؛  په نیمه شپه مو پیغمبر اکرم ولید چې  دکور په یوه کونج کې  په عبادت ولاړ دی .   هغه بز رګوار  لاسونه د خداي په درګاه کې لوړ کړي دي  او  په داسې حال کې   چې او ښکې  ترې  روانې وې ،  داسې دعا ئې کوله ؛ ائ لویه  خدایه ! کوم نعمت دې راکړی   هغه له ما مه اخله  او زما دښمن خوشال نه کړې ، هغه بلاګانې چې  زه دې ورڅخه ژغورلی  یم ،  بیا مو  ورسره لاس او ګریوان نه کړې، او حتی یوه شیبه  مو هم پخپل حال پرې نه ږدې ::::  ددغو  جملو په آوریدو سره مې ورته وویل ؛ یارسو ل ا... تاسو خو بخښل شوي یاست ، وې فرمائيل ؛  له خدایه هیڅوک بې نیازه نه دي . کله  حضرت یونس  یوه شیبه پخپل حال پریښودل شو ، نو  دکب په خیټه  کې زنداني شو :::::

                    حضرت امام علی  علیه السلام  فرمائي ؛  دخداي رسول (ص) پرلمانځه هیڅ شی   برلاسه  نه ګاڼه  او کله چې دلمانځه وخت رارسیدلئ ، نو ګواکې  د خپلې کورنۍ  یو غړی  ،دوستان اوآشنایان    ئې هم نه پيژندل .:::: 

 داسلام د ګران پیغمبر د سیرت په باب راغلي دي ،   کله چې هغه بزرګوار  بیّله لمونځ   اداکولئ ،  نو رکوع او سجدې به ئې اوږدولې . خو   هرکله چې   ئې چې له خلکو سره او په جماعت لمونځ اداکولئ ،نو  بیا به ئې  په عادي  او لنډه توګه  ترسره کاوه .  هغه بزرګوار  خپل یوه صحابی  ته چې دنورو مسلمانانو دجماعت امام شوی ؤ ، سپارښته کړې ؛  هرکله  له خلکو سره په لمانځه ودریږې ،  نو  هڅه کوه ،  له حمد وروسته  لنډه سوره  تلاؤت کوه او دلمانځه له اوږدولو  ډډه کوه  :::::    

  حضرت امام سجاد علیه السلام   لمانځه او عبادت  ته  دحضرت محمد مصطفی  (ص) د ډيرې زیاتې لیوالتیا اومینې  په باب  فر مائي ؛  هغه بزرګوار  داسې عبادت کاوه چې  دهغه بزرګوار پښې به له ډيرې دریدا پړسیدلې . کله  هغه حضرت ته ووئيل شول ،  ولې دومره زیات عبادت کوئ ، په داسې حال کې چې خداوندمتعال ستاسو تیر وخت او راتلونکی بخښلی  دی ، نو په ځواب کې ئې  فرمائيل ؛آیا شکر کونکی بنده ونه وسم ؟:::::::

                 داسلام د ګران پيغمبر  دزهد او دنیا ته دهغه بزرګوار دبې پروائۍ په باب  نقل شوي دي  چې هغه بزرګوار له دنیاوي شتمنیو سره  زړه  نه لګاوه  او د دنیا په ډیرو لږو حلالو نعمتونو باندې  ئې بسنه کوله . هغه بزرګوار  پر مځکه کیناست او خواړه به ئې خوړل ،  پخپلو لاسونو سره به ئې  قالي او څپلۍ  ګنډلې   او  د دنیا له پړک پړو ک   ئې ځان لیرې ساته .   داسلام ګران پيغمبر  له حضرت خدیجه سلام ا... علیها سره له واده وروسته   ډيره زیاته شتمنۍ درلوده . خو  هغه  ، هغه څوک نه ؤ چې   دمال او شتمنیو  په غونډولو پسې وي ، بلکې  هغه څه چې ئې ترلاسه کول ،    له نورو سره ئې دخیرښیګڼې ، له بې څوکو  او اړمنو سره ئې دخواخوږۍ او دهغوي  په مرستو  کې لګول .  په دې توګه ، د اسلام  ګران پیغمبر   د زهد  اوتقوا  مثبته او  رغنده  بیلګه وړاندې کړه .   دهغه زهد اوتقوا،هغه توانمنه تقوا اوزهد  دي چې  له حلالې  او پاکې لارې عایدات ترلاسه کوي  او دمال اوشتمنیو له ترلاسه کولو وروسته  ئې  له ضرورت پرته  نور څه نه ذخیره کول . 

              حقیقي زهد  دایمان هغه مرتبه ده چې   دانسان د اختیار ، ارادې او پوهیدا په سیوري کې دهغه په نصیب کیږي .  حال داچې  ځيني انسانان  له امکاناتو  څخه دمحرومیّت  له امله    زهد ته  مخه کوي . دتاریخ  په لیدو سره ،   داسلام د ګران پيغبمر لپاره ،  له هرډول مادي شیانو ا و خوندونو  څخه  داستفادې امکان  برابر ؤ . د قریشو مشرانو ددې لپاره چې  پیغمبر  له خپلې لارې وغړوي ، حاضر وو د هغه په  اختیار کې د  دنیا خورا ښه او جاذب  شیان   ورکړي . خو  هغه بزرګوار   د  دلچسپۍ په نه ښودلو سره   هغو جاذبو ته هیڅ  ګروهنه ونه ښودله   او  دتقوا او  دغه راز دنیا ته    دنه پام کولو په زیور  پوښل شوی ؤ .  حضرت محمد مصطفی (ص)، دژوند په ټولو شیبو کې   خداي پاک یادوه.   د دې لپاره ئې کار نه کاوه چې ګټه او  دکار نتیجه   ځان ته راوګرځوي ،بلکې  د دې لپاره ئې هڅه کوله چې  ټول امت  دهغه د  هلوځلو   له محصول  او نتیجې  استفاده وکړي .

 حضرت امام رضا علیه السلام  دخداي له رسوله نقل کوي  چې فرمآئيل ئې؛؛ زما تر  خوا یوه فرښته راغله او  وې ویل ،  ائ محمد! دتاپروردګار پر تا سلام وائي  ، او فرمائي ؛ که غواړې ،نو دمکې دښتې  دتا لپاره سره زر و ګرځوم. پيغمبر اکرم  دآسمان واخوا ته سر پورته کړ ا و  وې وئيل؛  ائ پروردګاره ! یوه ورځ په خیټه موړ شم او  ستاشکر اوستاینه  وکړم  او  یوه بله ورځ اوږی شم   او له تاروزي وغواړم ::::  دخداي دپاک پیغمبر  دغه کلام ،     دپاک  پرودرګار  په نزد دهغه  خالصه او ریښتیني بندګي نندارې ته وړاندې کوي .

            دوستانو   د حضرت محمد مصطفی (ص)   زهد او  له دنیا سره   دهغه بزرګوار  د نه ګروهنې په باب  هم ډير روایتونه  نقل شوي دي .  په هغو کې یو داچې  یوه ورځ پیغمبر اکرم  حضرت امام علی ته دولس د رهم ورکړل  او  وې  فرمآئيل ؛  دما لپاره  قالی برابر کړه : امام علی بازار ته لاړ او  ګران بیّه جامې ئې برابرې کړې   او دپیغمبر اکرم  خدمت ته ئې راوړې ،   خو هغه بزرګوار وفرمائيل؛ دمالپاره  له دې لاساده او ارزان لباس ښه دی .که پلورونکی حاضر وي  دغه قالي بیرته و ګرځوي ،نو وروې ګرځوه ::::   حضرت امام علی علیه السلام  هغه  جامې بیرته وګرځولې  او  پیسې ئې ترلاسه کړې  او  دپیغمبر اکرم په خدمت کې ورغی . دخدآي رسول   دې ځل  له امام علی سره یو ځاي بازار ته لاړ .  په لاره کې ئې یوه وینځه ولیدله  چې ژاړي . دهغه حال ئې وپوښت،  هغې ووئيل ، د یوه شي داخستو لپاره ئې څلور درهم  راکړي وو  خو پیسې مې ورکې کړې  او اوس ویریږم چې   کور ته لاړه شم ، پیغمبر اکرم  له دولسو درهمو څلور درهم هغې ته ورکړل  او بیا بازار ته لاړ او په څلور دهمه ئې یو قمیص یا  خَت  واخست  . بیرته راتلو په وخت ئې یو لغړ او لوڅ   کس ولید او هغه قمیص یا خَت  چې په بازار  کې  ئې  اخستی ؤ   هغه ته ئې و رکړ  او بیا بازار ته لاړ  او  بل خَت ئې واخست. کله بیرته کور ته راروان شو  نو هماغه وینځه ئې ولیدله  چې  خپه   او پریشانه ده . پيغمبر ورڅخه وپوښتل   ،څه شوي دي ؟، هغې وویل!  کور ته په بیرته تلو کې مو  ځنډ کړی  او ویریږم که لاړه شم نو وبه مو رټي . پیغمبر اکرم   له وینځې سره یو ځاي  دهغه دمالک کور وآخوا ته  لاړ. د کور  خاوند   دهغه  کور ته  د پیغمبر اکرم   د ورتلو په احترام کې  هغه  وینځه وبخښله او بیا ئې آزاده کړه  .  رسول ا...بزرګوار وفر مائيل ؛  دولس درهمه څومره برکتنا ک وو چې  دوه لوڅ لغړ  کسان ئې پټ کړل او  یوه وینځه ئې آزاده کړه . ::::: 

             رسول ا... بزرګوار  د امانت په ساتلو او  خپل خاوندته ئې  په بیرته ګرځولو کې  ډير دقیق   ؤ . هغه بزرګوار حتی     دکافرانو او مشرکانو  په باب هم دغه غوره  روده  رعایت  کوله .  له دې امله ،  وروسته له  دې چې   حضرت  محمد مصطفی (ص) په پیغمبرۍ مبعوث  شو ، حتی  دهغه دښمنانو   هماغه شان  په  بشپړ ډاډ سره   خپل  ګران بیّه شیان   له هغه سره  دامانت په توګه کیښودل  او  د هغه  په امانتدارۍ او ریښتونوالي  کې  ئې هیڅ شک نه درلود. په همدې دلیل وه کله  چې  پیغمبر اکرم  فیصله وکړه  له مدینې هجرت وکړي ،  له علی ئې وغوښتل  څو ورځې په مکې کې پاتې  شي  او   امانتونه خپلو خاوندانو ته  وسپاري . داسلام  ګران پيغمبر فرمائيل ؛  امانت  هغه چا ته چې  ته ئې امین بللی وې ،بیرته  ورکړه  او  هغه څوک چې ئې در سره  خیانت  کړی وي ، خیانت  مه کوه  ::::   هغه بزرګوار په یوه بل  ځاي کې فرمائي ؛ کله  څوک خبرې  کوي ،  او دخپل شاوخوا  سترګې  غړوي (یعني  نه غواړي   بل  څو ک ترې خبر شي )، نو هغه خبرې   له تاسو سره امانت دي ::::   

             دامانت  ساتنې ته  دپیغمبر اکرم  داهتمام په باب   نقل شوي دي ، چې    په خیبر جنګ کې   مسلمانان   دخوراکي موادو له کمښت او لوږې سره   مخامخ شول .  په دې ډول چې   دلوږې  دختمولو لپاره ئې  دځينو هغو حیواناتو  له  غوښې   استفاده  کوله چې  خوړل ئې مکروه دي . مسلمانانو  دخیبر دیهودیانو څو کلاګانې  نیولې وې ،  خو  هغه کلا چې  دخوراکي موادو ډیره زیاته زیرمه پکې ساتل کیدله ، دمسلمانانو  لاسونو ته نه وه رسیدلې .  په دغه وخت کې هغه  شپون  چې    د خیبر دیهودیانو  لپا ره ئې مالونه څرول ، دپیغمبر خدمت ته ورغی  او ترې ئې غوښتنه وکړه  چې داسلام حقیقت هغه ته وروښئ  .  هغه  د خداي د رسول  دجذاب او په زړه پورې  خبرو  له  آوریدو وروسته  داسلام دین باندې ایمان راوړ .  وروسته ئې وویل ،  دغه ټول پسونه ، دهغه په لاس د یهودیانو   امانت دی ، اوس  چې    د د غو پسونو له خاوندانوسره دما رابطه غوڅه ده ، نو زه څه وکړم ؟. پيغمبر اکرم  د  سلګونو  وږو  عسکرو  په وړا

ندې   په ډاګه وفرمائيل ؛ دمونږ په دین کې  په ا مانت کې خیانت کول ،یوه ستره ګناه ده .  پر تالازمه ده چې ټول پسونه  په کلا کې  وګرځوه او خپلو خاوندانو ته ئې ورسوه .::: نوي مسلمان شوي شپون  هم بې له ځنډه  دپیغمبر اکرم دعادلانه او  جالب   حکم  اطاعت و کړ.

(سیماب)

***********************************************

ټیګونه