Feb 17, 2016 12:48 Asia/Kabul

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو ایران داونۍ په هینداره نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو .دایران اسلامی جمهوریت داسلامی انقلاب دبری د اوه د یرشمې کلیزې په درشل کې دی ، په دغو شپوورځو یعنی دسباؤن لسیزې په شپو ورځو کې دایران له مهمو خبرونو او پیښو سره ستاسو په خدمت کې یووتروروستیو راسره مله ووسئ

داسلامی انقلاب معظم لارښودحضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای دتیرې چارشنبې په ورځې دملی امنیت دلوړې شورا له منشی علی شیمخانی او ددغې شورا د دارالانشاء له مرستیالانو اوکارپیژاندوسره په کتنې کې،په نننۍنړۍکې د :امنیت : د مقولې بیلابیلو او پیچلو اړخونو ته په اشارې سره امنیت دټولنې یوه خورا حیاتی اړتیا وبلله .دوی وفرمائیل، نن سبا دامنیت مقوله یوازې یوه امنیتی او پوځی موضوع نه ده پاتې او نور اقتصادی،معیشتی،کلتوری،سیاسی،ټولنیز،نفسیاتی او اخلاقی اړخونه هم لری .

داسلامی انقلاب معظم لارښود دې ته په اشارې سره چې په تیرو ۳۷کلونو کې تل مبارزه وه وویل ، البته نن سبا ، په نوو او د دښمن دپیچلو رودوپه وسیله،دهماغه سابیری فضا،کلتوری،اعتقادی،ټولنیزې فضا او دهغو له امنیتی ضد فضاپه څیر مبارزه لازیاته سخته اوحساسه شوې ده .

داسلامی انقلاب دسباؤن لسیزې له شپو ورځو سره په یووخت په تهران کې دفضائی ټیکنالوجۍ دملی ورځې په مناسبت هم یو لړ دستورې ترسره شوې .دایران داسلامی جمهوریت ولسمشرحسن روحانی په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې وویل،هغه څه چې له برجام پروګرام یا ایکشن پلان وروسته دایران داسلامی جمهوریت لپاره رامینځةشوی،دټیکنالوجۍ،علم او له دنیا سره دارتباط لپاره یوه نوی فضا ده .

ډاکټر حسن روحانی دسباؤن لسیزې په مبارکۍ او درنښت سره زیاته کړې، ولس مقاومت کړی ، بندیزونه ،دباؤنه او سختیانې ئې زغملی او که د ولس مقاومت ، پوهه ،ځیرتیا ، او ددرهبرۍ دستر مقام لارښونه اود خبرواترو پر میز دتجروبه کارو او سرښیندونکو چارواکو او کارپیژاندو زیار نه وائ ، نو برجام ممکنه ده هیڅ نتیجه نه وائ درلودلی .

د فضائی ټیکنالوجۍ دملی ورځې په دستورو کې د: دوستۍ : دسپوږمکۍ پشمول دهیواد دفضائی چارو د ادارې بریاوئې هم نندارې ته وړاندې شوې.

دسلواغې دمیاشتې په څوارلسمې نیټې یعنی د فرورۍ په دریمه داسلامی ایران په کال هینداره کې دغه ورځ دفضائی ټیکنالوجۍ ملی ورځ نومول شوې ده . دفضائی ټیکنالوجۍ ملی ورځ ، په ۲۰۰۸کال کې د :امید: په نامه د سپوږمکۍ په بریالیتوب سره توغولوکلیزه هم ده چې لامل شوې ایران دسپوږمکۍ د توغولو دتوانمنیو لرونکو هیوادونو په ټول کې شامل شی .

همداراز دتیرې شنبې په ورځې،خراسان رضوی ولایت ته دایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر حسن روحانی په سفر کې دتهران مشهد دریل لارې د برقی کیدا دپلان دعملیاتو اجرائی کیدا او څونوره عمرانی پروژې هم افتتاح شوې . ددغه پلان په اجرا سره ددغې ریل لارې دمسافرانو ظرفیّت به شل میلیون مسافرانو ته ورسیږی .


په تیرې اونۍ کې دایران په نورو پیښو کې تهران ته دجرمنی دخارجه وزیر او ورسره دستر پلاوی سفر هم شامل دی.

دجرمنی خارجه وزیر فرانک والټر شټاین مایر تیره اونۍ دیوه لوړروتبه سیاسی او اقتصادی پلاوی په مشرۍ تهران ته راغی .

دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف له خپل جرمنی همڅنګ سره په کتنې کې د دوواړخیزو اړیکو ،دبرجام پروګرام داجرا او همداراز دسیمې دبدلونونو او د هغه افراط اوترهه ګرۍ په باب چې مینځنی ختیځ یا لودیځی آسیا ورسره لاس اوګریوان ده هم خبرې اترې وکړې .

داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی هم دجرمنی له خارجه وزیر فرانک والټر شټاین مایر سره په کتنې کې ټیګار وکړ ، باید ترهه ګرۍ او ترهه ګرو ته د دوسله والو او مالی سرچینو دمنتقلولو مخنیوی وشی .

ډاکټر حسن روحانی له ۵+۱ډلې سره دایران دایټمی خبرواترو په بهیر کې د جرمنی مثبت او رغنده رول ته په اشارې سره دتهران اوبرلیّن ترمینځ د اوږدمهاله ګډو فعالیتونو او ملګرتیاؤ دپلانونې په ضرورت هم ټینګاروکړ.

دجرمنی خارجه وزیر هم په دغولیدوکاتو کې په دې خبرې په ټینګار سره چې دبرجام پروګرام یا ایکشن پلان په رسمی اجراکیداسره په اروپائی اتحادئې او ایران اړیکو کې نوی سپرکی پیل شوی دی ، وویل ، برلیّن په ټولو سیاسی،اقتصادی،کلتوری اوپوهنتونی حوزوکې له تهران سره د اړیکو پراختیا ته هوډمن دی

دجرمنی خارجه وزیر همداراز دترهه ګرۍ دموضوع او له هغو سره د هراړخیزې مبارزې په یادونې سره وویل ، باید دترهه ګرۍ دمشکل دحل لپاره د ،ددغې سپیرې بلا د ودې او غوړیدا زمینې له مینځه یوسوو چې په هغو زمینو کې یوه په سیمې کې له افراط پالنې سره مقابله ده .

دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر تیره اونۍ لندن ته په یوه سفر کې په یوې نړیوالې غونډې کې په ګډون سره دترهه ګرۍ او له دغې سپیرې ښکارندې سره دمقابلې دضرورتونو په باب دایران دریځونه بیان کړل . ډاکټر محمد جواد ظریف دتیرې پنجشنبې په ورځې په لندن کې د سورئې له خلکو سره دمرستې په باب په یوې نړیوالې غونډې کې وویل ، دسورئې له شخړو د وتلو یوازینۍ لاره د سوریاوالو پخپل مینځ کې دخبرواترو له لارې سیاسی حل لاره ده .

دسورئې له ولس سره دمرستې نړیواله غونډه دتیرې پنجشنبې په ورځې ، د څه دپاسه اویا هیوادونو دمشرانو ، او دغه راز د نړیوالو اورګانونو ،غیر حکومتی ادارو او خصوصی شرکتونو دلوړپوړو چارواکو په شتون سره ترسره شوه .

اسلامی ایران خپلې دانسان دوستۍ هلې ځلې له سوریاوالو کډوالو سره پرمرستو متمرکزې کړی دی او هماغه دتیرو وختونو په څیر دخوړو ، درملو،طبی تجهیزاتو،دکډوالۍ دکیمپونو دضرورتونو او عمومی خدماتو د وړاندې کولو په څیر مرستې کوی

له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په زمینې کې دایران لیدتوګې په یوې بلې غونډې کې هم چې په هندوستان کې ترسره شوی ، بیان شوې . دایران مرستیال خارجه وزیر ابراهیم رحیم پور په دغې نړیوالې غونډې کې چې د هندوستان د راجستان صوبې په جیپور ښار کې د بیلابیلو هیوادونو د لوړپوړو استاذو په شتون سره تر دوو ورځو پورې ترسره شوه ، له ترهه ګرۍ اوافراط پالنې سره دمقابلې لپاره دهیوادونوپرتعامل اواطلاعاتی ملګرتیاؤ ټینګار وکړ .

د ایران دخارجه وزیر دآسیائی او اوقیانوسیې دچارو مرستیال وویل ، له دوه ګوڼو سټنډرډونو سره له ترهه ګرۍ سره مبارزه هیڅ نتیجه نه ورکوی . هغه زیاته کړې داسې هیڅکله هم نشی کیدلی چې له یوې خوا ترهه ګرې ډلې محکومې شی او له بل پلوه له همدغو کرغیړنو ډلو سره مالی ،لوجسټیکی او اطلاعاتی مرستې وشی .رحیم پور ویلی دی ، ترهه ګری هراړخیزه ماته اوتاوان دی ، هرهغه هیواد چې وغوای پر ترهه ګرۍ پانګونه وکړی ، نو باید بیا له دې سپیرې بلاسره دمقابلې لپاره سل چنده لګښتونه هم ورکړی.

دایران مرستیال خارجه وزیر دخپلې وینا په یوې بلې برخې کې ایران دترهه ګرۍ دسپیرې بلا یو ستر قربانی وباله او وې ویل ، ایران له ترهه ګرۍ سره د مبارزې یو مخکښ دی اوتراوسه پورې ئې په دې زمینې کې بریالی اقدامات کړی دی .

رحیم پور همداراز دهندوستان له خارجه وزیرې میرمن سوشما سواراج سره هم کتنه وکړه . هغه په دغې کتنې کې د دواړو هیوادونو دملګرتیاؤ ظرفیّتونوته په اشارې سره وویل،تهران ا ونوی ډیلی په نوی پړاؤ کې په اقتصادی،تجارتی اودانرژۍ په زمینوکې خپلې ملګرتیاوې پراخولی شی .

دایران مرستیال خارجه وزیر او هندی قایمقام خارجه وزیر هم په یوې مشورتی غونډې کې،د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوو اړخیزوسیاسی او اقتصادی مناسباتود پراختیالارې چارې وجاجولې او دسورئې،یمن ، بحرین اوعراق دشخړوپشمول د سیمه ایزوموضوعګانوپه باب ئې هم خبرې اترې وکړې .

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دتهران اوماسکو ترمینځ دسټراټیژیکو ادړیکو په پراختیا دخوښۍ په ښودلو سره وویل ،ضروری ده ، په ټولو زمینو کې ملګرتیاوې پراخې شی او ددې لپاره له ټولو ظرفیّتونو استفاده وشی .

د روسیې ولسمشر دغه څرګندونې تیره اونۍ په نړیوالو چارو کې داسلامی انقلاب دمعظم لارښود له سلاکار علی اکبر ولایتی سره په کتنې کې چې د روسیې له لوړروتبه چارواکو سره دخبرواترو لپاره ماسکوته تللی ،کړی دی.

ولایتی هم په دغې کتنې کې ختیځ او له روسیې سره دملګرتیاؤ پراختیا ته د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود لیدتوګې ته په اشارې سره وویل ، اسلامی ایران او روسیه دسټراټیژیکو اړیکو دبرابرولو اومنظمولو لپاره ګامونه پورته کوی او دا نه ستنیدونکی لاره په سیمې اونړیوال ډګر کې د سولې اوثبات له رامینځةکیدا سره مرسته کولی شی .

په نړیوالو چارو کې داسلامی انقلاب دمعظم لارښود سلاکار چې دروسیې د سټراټیژیکو څیړنو دموسسې په بلنې سره دغه هیواد ته په سفر تللی ؤ ، په نوو جیو پولیټیک شرائطو کې ئې دروسیې اوایران دملګرتیاؤ په کنفرانس کې پر ګډون سربیره،دورسیې دولسمشرله لوړروتبه سلاکار،دملی امنیت دشورا له منشی ،دپارلیمان یا دوما دنړیوالو چارو د کمیټې د مشر اوغړو او دروسیې د ځینو نورو چارواکو پشمول ددغه هیواد له لوړپوړو چارواکو اومسئولانو سره هم کتنه کړې او ددوواړخیزو اړیکو اوسیمه ایزو اونړیوالو مناسباتو په اړه ئې خبرې اترې وکړې .

علی اکبر ولایتی همداراز په نیو جیوپولیټیک شرائطو کې دتهران او ماسکو ملګرتیاؤ په سیمنار کې هم وویل ،په نړیوال نظام کې انتقالی شرائط او په نړیوال ډګر کې دسټراټیژیکو ابهاماتو شتون ،ټول هیوادونه لازیاتو همفکریو او دنظر تبادلو ته پابنده کوی .

دایران د نظام دمصحلت پیژندونکی ټولنې دڅیړنیز مرکز مشر همداراز د روسیې دپارلیمان یا دوما د نړیوالوچارودکمیشن له مشرالکسی پوشکوف او نوروغړوسره په کتنې کې هم وویل،له ختیخ په تیره بیاله روسیې سره د ایرا ن داسلامی جمهوریت داړیکو پراختیا سټراټیژیک اهمیّت لری .

دبډائ خزانې په توګه دایران دودیزه موسیقی ،دایران دموسیقۍ په زړه کې داسې نغښتی ده چې د دغه هیواد ملی کلتوری هویّت منعکس کونکی ده .

دایران دپیښو د ارزونې دغه برخه هم په دې خبر سره پای ته رسوو

دملګروملتو دعلمی ،روزنیز او کلتوری چارو ادارې (یونیسکو) استاذی او دسیمه ایز دفتر مدیر سټرکیش لاروش دپنجشنبې په ورځې په تهران کې په یولړ څرګندونو کې وویل ، دایرانۍ موسیقۍ ردیفونه په ۲۰۰۹ کال کې ددغې موسسې دبشری ناملموسو کلتوری میراثونو په لیسټ کې ثبت شوی ده .

لاورش زیاته کړې ، که څه هم ، د ایرانۍ سنتی موسیقۍ غوره اجرا دغږولو ډول او داجراکونکی رودې او خوی ته په پام سره او مخاطبانو ته په ځواب کې ښکاره کیږی،خو په دې زمینې کې ایرانیو موسیقی پوهان د قطعو دجوړولو او اجرا لپاره د ردیف په جوړولو کې ډیر کلونه زیار وباسی چې پخپل ډول کې بې ساری کار دی .

په ایران کې دیونیسکودسیمه ایز دفتر مدیر اواستاذی وویل ، له نیکه مرغه دغه بډائ خزانه دایرانۍ موسیقۍ په زړه کې نغښتی ده اوددې په اساس دایران دملت ملی او فرهنګی هویّت منعکس کوی . په همدې دلیل د ایرانۍ موسیقۍ ردیف په یونیسکو کې دبشری ناملموس کلتوری میراث په لیسټ کې ثبت شوی دی .

هغه ویلی دی،دبیلابیلو ټولنو ددغه میراث درک د کلتورونو ترمینځ خبرواترو سره مرسته کوی او دژوند په بیلابیلو لارو کې متقابل احترام نوره هم هڅوی .

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو ایران داونۍ په هینداره نومې اونیز پروګرام نننۍ برخې وخت همدلته پای ته رسیږی ، نو تر بل پروګرام اوبلوخت پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو ، بریالی اوسئ