ایران داونۍ په هینداره کې
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دښه او نیکمرغه ژوند درته غواړو دوستانو ایران داونۍ په هینداره کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو بلنه درکوو درپایه راسره مله ووسئ
داسلامی ایران ولس دتیرې جمعې ورځې درایو په صندوقونو کې خپلې رائ واچولې څو پخپلو رایو سره دپارلیمان او دغه راز درهبری دخبرګانو شورا لپاره خپل استاذي وټاکي . داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د رایو د اچولو دپيلیدا په هماغو لومړنیو شیبو کې په دې مناسبت خپله رایه صندوق ته واچوله . په دغو ټولټاکنو کې د لازمو شرائطو لرونکو څلور پنځوس میلیون او نه لکه پنځلس زره او څلوریشت کسانو د رائ اچولو وړتیا درلوده . دایران اسلامی شورا(یا پارلیمان) دمقننه قوې اصلی رکن دی او خبرګانو شورا هم درهبر دټاکنې مهمه دنده لرونکی اورګان دی . د اسلامی شورا دانتخاباتو کابو پنځه زره کاندیدانو او دغه راز دخبرګانو شورا د ټاکنو کابو یو سل شپیتو کاندیدانو د دغو دواړو مهمو اورګانونو د څوکیو د ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې .
په عمومی ټولټاکنو کې د ایران د ولس ولولناک اوپرتمین شتون ،یو ځل بیا دنړیوالو نندارې ته ایران داسلامی جمهوري نظام ځلا او ولسی کیدا وړاندې کړه . داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه اي د انتخاباتو په درشل کې د چارشنبې په ورځ دنجف آباد د زرګونو خلکو په ولولناک ټول کې درهبرۍ دخبرګانو شورا او اسلامی شورا په انتخاباتو کې د ایران د ولس پراخ ګډون داسلامی نظام د پیاوړتیا او د ایران په ضد د دښمنانو د دسیسو د شنډولو لپاره مهم عامل وباله .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود ټينګار وکړ ، یوهغه چلینج او ستر دروغ چې دښمن ئې په انتخاباتو کې تکرارکوي ، په ایران کې د :حکومتي پارلیمان او :حکومتي ضد پارلیمان : شتون دی .خو د مونږ ملت نه حکومتي پارلیمان غواړي او نه هم حکومتي ضد پارلیمان ، بلکې یو داسې شجاع او متدَین پارلیمان غواړي چې له خپلو دندو سره بلد وي او له امریکا ونه ویریږي .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي زیاته کړې ؛ دایران ملت یوداسې پارلیمان غواړي چې دخلکو د دردونو درملنه پيژني ، داسې شجاع ، متدّین او ژمن پارلیمان غواړي چې د دښمن په دوکو کې رانسي ، داسې پارلیمان چې عزت او خپلواکۍ ته اهمیّت ورکوي او دهغو قدرتونو د تمو په مقابل کې چې له ایرانه ئې لاسونه لنډ شوي اوغواړي بیرته راوګرځي ،مقاومت وکړي .::::::::::
دغو انتخاباتو په نړیوالو اواسیمه ایزو مطبوعاتو او رسنیو کې پراخ انعکاس درلودی دی . له دغو ډيرو چینلونو چې له انتخاباتو ترمخکې پورې ئې په ایران کې دانتخاباتي فضا دسړیدا خبرې کولې ، په عمومی ټولټآکنو کې دګډون په پراخې اندازې شوکه شول او دغه راز ئې پخپلو راپورونو او خبرونو کې ویلی او لیکلي دي ، دخلکو دزیات شتون په دلیل د رایو داخستو په حوزو کې د راي اخستنې دمهلت له ختمیدا وروسته څو ځله دغه مهلت تمدید شو.
د فرانسې څلوریشتم ټيلیوژني چینل راپورورکړی،درهبرۍ دخبرګانوشورا او اسلامی شورا (یا پارلیمان) له انتخاباتو د ایران ولس پراخ هرکلی ، لامل شوی څو د رائ اچونې مرکزونه له هغه څه تر ډير زیات وخت وروسته پورې چې اټکل ئې کیده ، دخلکو په وړاندې وتړل شول .
د فرانسې دوهم ټيلیوژني چینل هم پخپل وروستي راپور کې چې په انتخاباتو کې ئې د ایران دخلکو دپراخ ګډون داندازې په باب خپور کړی ، منلې ده چې ایران دسیمې یوخورا قدرتمند هیواد دی .
د امریکا سی این این ټيلیوژني چینل هم په ټولټاکنو کې دایران د ولس د پراخ ګډون په باب پخپل ځانګړي راپورکې خبر وکړ چې درایو اخستل څو ځله تمدید شول او ترنیمو شپو پورې ئې دوام درلود.
په تیرې اونۍ کې دایران یوه بله مهمه پيښه تهران ته د آذربایجان جمهوریت د ولسمشر الهام علی اوف سفر ؤ .
د آذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علی اوف دایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر حسن روحاني په رسمي بلنې سره د فرورۍ په درویشتمه نیټه په رسمي سفر د یوه لوړروتبه سیاسی اواقتصادي پلاوي په مشرۍ تهران ته راغی .تهران ته دعلی اوف په سفر کې د دواړو هیوادونو لوړروتبه چارواکو د یولسو موافقو او د دملګرتیا د تفاهم د یاددښت لیکونو په لاسلیک کولو سره ، دګډو پانګونو لپاره چمتووالی اعلان کړ. دواړو لورو موافقه کړې چې د ۲۰۱۶کال تروروستیو پورې به دایران او اذربایجان جمهوریت ریل پټلۍ د استارا ـ آستارا له لارې له یوه بل سره وګڼدل شي . د دغه مهم پلان عملی کیدا،د شمال او جنوب د کریډور په پراختیا او په سیمې کې د ټرانزیټ او دغه راز دتهران باکو داړیکو په پیاوړتیا کې اغیزمن رول ولري .
د دغه سفر یو بل پروګرام د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره لیده کاته وو .حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه اي په دغې کتنې کې دتهران او باکو ښو سیاسی اړیکو او ډيرو مشترکاتو ته په اشار ې سره روښآنه کړې،دآذربایجان جمهوریت خلکو ته دایران د ولس نظر د ورورولۍ او د ګاونډيتوب او دوستۍ له موضوع ورآخوا دی . داسلامی انقلاب معظم لارښود ټيڼګار وکړ، د آذربایجان جمهوریت د خلکو سیاسی ثبات ،امنیت ، آرامښت او هوساینه دایران لپاره ډير مهم دي او د دوو ملتونو له په زړه پورې تفاهم سره سره ،باید په بیلابیلو برخو کې ا قتصادي ملګرتیاوې هم زیاتې شي .
د اسلامی انقلاب معظم لار ښود همدرااز د ایران او آذربایجان جهموریت د دوو ملتونو دیني اومذهبی مشترکاتو ته په اشارې سره روښآنه کړې ؛د دیني شعائرو او مظاهرو ته احترام او د اسلامی معارفو دودیدا به د ګواښونو په مقابل کې دخلکو دمقاومت او عمومی هرکلی لامل شي . دوي همداراز روښآنه کړې داسلام دمعارفو او تشیَع دودیدا به ،دمشکلاتو او ګواښونو په مقابل کې د خداوندمتعال او اهل بیت علیهم السلام دنصرت د جلبیدو لامل شي . د آذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علی اوف هم په دغې کتنې کې چې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر حسن روحاني په شتون سره وشوه ، دوه اړخیزې اړیکې ئې ډيرې لوړې او ورورګلویزې وبللې او وې ویل ، دتجارت، ټرانسپورټ ،د انرژۍ دمنتقلولو او دصنعتي ملګرتیاؤ په زمینې کې لوړګامونه پورته شوي او هڅه کیږي څو په ټولو زمینو کې د دواړو هیوادونو اړیکې نوره هم پراخې شي .
دروسیې دفاع وزیر سرګئ شویګو تیره اونۍ دسیمې دبدلونونو په باب له ایرانیو لوړپوړو چارواکو سره د دوواړخیزو اړیکو دپراختیا او سلامشورو په موخې سره تهران ته په سفر راغی . شویګو په دغه سفر کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني ته پیغام هم ورساوه او دغه راز ئې له سورئې سره په ارتباط کې د خبرواترو په بهیر کې له وروستیو بدلونونو هم د اسلامی ایران ولسمشر خبر کړ .
د اسلامی ایران ولسمشرحسن روحاني د روسیې له دفاع وزیر سر ه په کتنې کې ټينګار وکړ،دسورئې بحران یوازې دسیاسی خبرواترو،ددغه هیواد د ولس حقوقو ته داحترام په سترګه دکتلو له لارې چې دسورئې د راتلونکي په باب اصلی اونهائي فیصله کونکی دی ، دحل وړ دی .
داسلامی ایران ولسمشر په دغه سفر پسې ، د ورسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټيلیفوني خبرواترو کې هم پر دې موضوع ټينګار وکړ او وې ویل چې دموقته اوور بند بهیر اجرا ، باید د ترهه ګرو لپاره د نوو وسله والو اومالی ملاتړونو د ترلاسه کولو او د قواؤ دنوي کولو لپاره په فرصت بدل نشي ::::::::
ډاکټر روحاني په سورئې کې له اوور بند سره داړونده موافقو نیمګرتیاؤ او ابهاماتو ته په اشارې سره روښآنه کړې ، دغه موافقې ډير زیات ابهامات او نیمګړتیاوې لري چې داندیښنو دختمولو لپاره ئې سمول ضرور ی دي .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر تهران ته په وروستي سفر کې د تفاهماتو دبهیر په باب د روسیې د دفاع وزیر راپورونو ته په اشارې سره او دغه راز د ترسره شویو تفاهمونو په ناکافي بللو سره وویل ، له ترهه ګرۍ او افراطي ډلو سره مبارزه باید تراغیز لاندې ورنشي .
د عمان خارجه وزیر یوسف بن علوي هم تیره اونۍ د یوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ تهران ته په سفر راغی .علوي په دغه سفر کې له خپل ایراني همڅنګ محمد جواد ظریف، دایران دملی امنیت دلوړې شورا له منشي او د تیلو د وزیر پشمول له یو شمیر چارواکو سره لیده کاته وکړل . تهران ته د عمان د خارجه وزیر په سفر کې په یمن او سورئې کې دحالاتو په ارزونو سره په یولړڅرګندونو کې وویل ،داعشي – صهونیستي ترهه ګرۍ ،دسیمې هیوادونه له هراړخیز ګواښ سره مخامخ کړي دي ::::
یوسف بن علوي همداراز له محمد جواد ظریف سره په خبري غونډې کې هم د ځينو هیوادونو د بلاغوښتنې او د هغو خوځښتونو دمخنیوي په ضرورت په ټينګار سره چې سیمه له خطرې سره مخامخ کوي ،وویل ؛ دایران اسلامی جمهوریت د سیمې دسولې اوثبات لپاره نوي افقونه راپنځولی شي .
دسویس ولسمشر یوهان شنايډر هم دتیرې جمعې په شپه د یوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ د دووا ړخیزو اړیکو او د مهمو سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو په باب دایران له لوړروتبه چارواکو سره دسلامشورو او خبرواترو لپاره تهران ته راغی .
د دغه سفر موخه په سیاسی او اقتصادي او نورو برخو کې دتهران اوبرّن د اړیکو پراختیا اعلان شوې ده .
د سویس د ولسمشر تهران ته په دغه سفر کې د دواړو هیوادونو ترمینځ په اقتصادي زمینو،دبانکي،سیاسی ،حقوقي اوکلتوري مراوداتو دآسانتیاؤ په باب یوشمیر موافقې اوتفاهم نامې هم لاسلیک شوې .
د سورئې په چارو کې دملګروملتو دځانګړي استاذي سټیفن ډی میستورا هم د ایران له مرستیال خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټيلیفوني خبرواترو کې دسورئې د وروستیو بدلونونو په باب سلامشورې وکړې .
ډی میستورا له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په بهیر او په سورئې کې داووربند دټینګیدو او سیاسی چلند سره په مرسته کې د ایران رغنده رول ته په اشارې سره وویل دسورئې ټول ملاتړي هیوادونه چې د جرمني دمیونیخ په وروستۍ غونډې کې ئې ګډون درلودلی ، په دغه هیواد کې داووربند له تل پاتیکیدو سره په مرستې کې مهم رول لري .
د ایران مرستیال خارجه زویر حسین امیر عبداللهیان هم روښانه کړې ، په سورئې کې تل پاتې اووربند ته د رسیدو لپاره باید له ترهه ګرو سره د وسله والو ډلو نسبت او اړیکې مشخصې او د ملګروملتو او اسلامی ایران سره کرښه یوه شي .
د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس مشر دتیرې جمعې په ورځې دایران د ایټمي پروګرام په باب خپل نوی راپور خپور کړ . د ایټمي ا نرژۍ د نړیوال آژانس مشر یو کیاآمانو په دغه راپور کې چې د آژانس واکمنې شورا ته وړاندې شوی ،دایران په ایټمي پروګرام کې د راست آزمائۍ نتیجې تشریح کړي دي . دغه راپور ښئ چې د برجام پروګرام یا ایکشن پلان په چوکاټ کې د ایران او ۵+۱ډلې ترمینځ د شوي موافقې ټول پروګرامونه دلارې د نقشې په اساس اجرا شوي دي .
دایران داسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزارت تیره اونۍ ، په یوه ګاونډي هیواد کې د ریګي ترهه ګرې ډلګۍ دپانسي شوي سرغنې عبدالمالک ریګي د ورو د نیولو خبر ورکړ. ایران داونۍ په هینداره کې نومې اونیز پروګرام هم ددغه خبر په وړاندې کولو سره پاي ته رسووو .

د ریګي په نامه دترهه ګرې ډلګۍ سرغنه عبدالمالک ریګي د ۲۰۱۰کال په جون کې دجنایتکارو او ورانکارو کارونو په تورونوپانسي شو .
د ۲۰۱۰کال د جولائي په پنځلسمه نیټه دزاهدان په جامع جومات کې د دغې ترهه ګرې ډلګۍ جنایت ، د ۲۰۰۶کال په مارچ میاشت کې په :تاسوکي : مشهور د زابل- زاهدان په ستره لاره کې دمسافرانو په بوږنونکي ډول عامه وژنه او دغه راز دایران په جنوبي سیمو کې ددغې ترهه ګرې ډلګۍ نورو ډيرو زیات جنایتونو کې په سلګونو ایراني ښآریز شهیدان اوټپیان شوي دي .
د ریګي ترهه ګرې ډلګۍ عناصر، دانګلستان دبهرني امنیت او اطلاعاتي ادارې (ایم آئي سکس) ، دامریکا استخباراتي ادارې (سی آئي اې ) او د صهونیسټ رژيم دجاسوسي ادارې موساد له خوا په بشپړ ډول له مالی او وسله والو ملاتړونو او دغه راز له هرډول روزنو برخمن وو .
د ایران داطلاعاتو وزارت د دغه خبر په اعلانولو سره ویلی دي ، د عبدالمالک ریګي ورور په یوه ګاونډي هیواد کې نیول شوی دی او هڅه کیږي ایران ته راستون کړائ شي .
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو ایران داونۍ په هینداره کې نومې اونیز پروګرام وخت همدومره ؤ تر بلې اونۍ پورې اوله نوي مطلب سره چې ستاسو په خدمت کې به بیا حاضر شو په نیاؤمن او لوي خداي مو سپارو
ا... مو مل او ملګری .
(سیماب)
*****************************************************************************************