تاریخ پاڼه شماره ۲۸۲
نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې شپږمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې له شپږ ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د دسمبر د میاشتې هم له شپږ ویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو څلور نوي کاله پخوا، د درې سوه څلور څلویښتم قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په شپږ ویشتمه نیټه، نامتو مسلمان محدث ابن سماک په بغداد کښې وفات شو. د هغه د زیږیدا د نیټی او ځائ او د هغه د ژوند د جزییاتو په اړه پوره معلومات نشته. دومره معلومه ده، چې هغه په بغداد کښې ژوند کاوه او له عالمانو یې ډېر علم تر لاسه کړئ دی .
هغه همداراز په خپل درسی ښوونځی کښې لوئ عالمان روزلی دی، چې له هغو څخه حاکم نیشابوری ته اشاره کولئ شو. د ابن سماک له اثارو د (الامالی) کتاب ته اشاره کولائ شو.
هغه همداراز د پیغمبر(ص) د اهل بیتو د فضیلتونو په اړه تالیفات په یادګار پریښي دي .
««««««««««««
یو سلو اته کاله پخوا، د دیارلس سوه دیرشم قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په شپږ ویشتمه نیټه، نامتو مسلمان عالم، آیت الله ابوالمکارم زنجانی وفات شو. هغه په دولس سوه پینځه پنځوسم قمری کال کښې د ایران په یوه شمال لویدیځ ښار، زنجان کښې وزیږید او له لومړنیو زده کړو وروسته، د زده کړو د بشپړولو لپاره په عراق کښې د نجف علمیه حوزې ته ولاړ او د شیخ مرتضی انصاری په شان له عالمانو یې ډېره ګټه پورته کړه.
آیت ا... ابوالمکارم زنجاني د خپل پلار له وفاته وروسته، د خلکو په ځانګړې توګه په زنجان کښې د خلکو دینی او شرعی مرجعیت چارې پر غاړه واخیستې.
دغه قدرمن عالم د مشروطه انقلاب په وخت کښې، د نورو مبارزو او پوهو عالمانو په څیر، د واکمن ظلم پر وړاندې مبارزې ته مخه کړه.
د (مخارج الرضوان) او ( مفتاح الظفر) کتابونه د دغه ایرانی عالم له اثارو ګڼل کیږی.
««««««««««««
یو سلو درویشت کاله پخوا، د اتلس سوه درې نوېم میلادی کال د دسمبر په شپږویشتمه نیټه، د کمونیسټ چین بنسټګر او مشر، مائوتسه تونګ وزیږید. هغه په نولس سوه یویشتم میلادی کال کښې د خپلو نورو هم نظرانو سره یوځائ، د چین کمونیسټ ګوند جوړ کړ.
مائو له بزګرانو څخه د کمونیسټی غورځنګ پر ملاتړ ټینګار کاوه او له همدې امله یې په کلیو کښې ډېر پلویان پیداکړل.
مائو په نولس سوه څلور دیرشم میلادی کال کښې د کمونیسټ ګوند د یولک کسیز پوځ ، چې له دولتی ځواکونو سره د ډډې د څرګندولو لپاره، له جنوب څخه د چین د شمال پر لور د حرکت په حال کښې ؤ، مشری پرغاړه درلوده.
د دغو لاریونونو په بهیر کښې چې یوکال اوږد شول، له شپیتو زرو ډېر کسان ووژل شول.
له دویم نړ یوال جنګ وروسته، کمونیسټانو د مائو په مشرۍ، د چیان کای چک په مشرۍ ملی غواړو ته چې د لویدیځ له ملاتړه برخمن ؤ، ماتې ورکړه او په نولس سوه نهه څلویښتم میلادی کال کښې یې د چین د خلق جمهوریت اعلان وکړ.
مائو د خپل حکومت د کلونو په اوږدو کښې وکړئ شول چې په چین کښې ځواکمن مرکزی حکومت رامینځته کړی.
البته د کمونیزم په اړه د مائو ګروهنو، چې پر مائوییزم مشهورې دی، د مارکس او لنین له ځینو نظریو سره توپیر درلود.
مائو په نولس سوه شپږ اویایم میلادی کال کښې مړشو.
««««««««««««
او له ننه اووه دیرش کاله پخوا، د نولس سوه نهه اویایم میلادی کال د دسمبر په شپږویشتمه نیټه، د شوروی سره پوځ د یوه خپلواک هیواد، افغانستان پروړاندې خپل تر ټولو اوږده عملیات پیل کړل.
د روسیې د نوی نسل د مشرانو په اعتراف سره، د افغانستان نیواک په بهرنی سیاست کښې د کرملین تر ټولو ستره تیروتنه ګڼل کېږی.
پر افغانستان د شوروی برید، د دغه هیواد د ګوډاګی چارواکی، ببرک کارمل د مرستې غوښتنې په پلمې سره ترسره شو.
کارمل له دې برید یوه ورځ وروسته، په کودتا سره په افغانستان کښې واک ترلاسه کړ.
له دې وخته افغان مجاهدین د شوروی د سره پوځ له کابو یولک دیرش زره پوځیانو سره مقابلې ته راپورته شول او سره له دې چې د شوروی پوځ په پرمختللو وسلو سمبال ؤ، د افغان مجاهدینو له خوا یې سختې ماتې وخوړې.
له بلې خوا، امریکا چې په افغانستان کښې یې د شوروی د واک رامینځته کېدل په خپله ګټه نه باله، ځینو افغان ډلو ته یې په سیاسی اقداماتو او اقتصادی او پوځی مرستو سره، په افغانستان کښې له شوروی سره سیالۍ ته مخه کړه.
پر افغانستان د شوروي د لسو کالو په تیری کښې په لسګونو زرو مسلمانان شهیدان او ټپیان شول. په پائ کښې د شوروی چارواکی د دغه هیواد په بهرنی سیاست کښې د بدلون په دلیل او د افغانستان په جنګ کښې درنو لګښتونو ته په پام سره د نولس سوه نهه اتیایم میلادی کال په فرورۍ کښې له افغانستانه شاتګ ته مجبور شول.
ژباړن: ذیشان حیدر بنګش