Dec 27, 2016 08:12 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۸۳

نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې اوومه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې له اووه ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د دسمبر هم له اووه ویشتمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یواویا کاله پخوا، د نولس سوه پینځه څلویښتم میلادی کال د دسمبر په اوه ویشتمه نیټه، د ملګرو ملتو د پیسو د نړیوال صندوق ( I.M.F) په نامه یو تخصصي تنظیم  چې په عین حال کښې یو خپلواکه نړیوال تنظیم دی، په کار پیل وکړ.

د دغه صندوق ځینې اهداف  د اسعارو د نرخ تثبیتول، د نړیوالې سوداګرۍ د متعادلې ودې او پرمختګ اسانتیا  او د روزګار د اندازې زیاتول دي. د پیسو په نړیوال صندوق کښې د رائ حق د ونډو د اندازې په بنیاد  دی. په همدې دلیل لویدیځي هیوادونه په تیره بیا امریکا چې د پیسو د نړیوال صندوق مرکز دی، په دغه تنظیم کښې زیات نفوذ لري. د پیسو د نړیوال صندوق له اقداماتو څخه د غړیو په ګټورو طرحو کښې پانګونه او ورته د پور ورکول دي. د دې باوجود د پور د  ورکولو لپاره د صندوق ګټه لټوونکي او له واقعته لیرې شرائط د پور  اخیستونکو هیوادونو د اعتراض سبب شوی دی.

««««««««««««

اته څلویښت کاله پخوا، د دیارلس سوه نوېم  هجري قمري کال  د ربیع الاول  د میاشتې په اووه ویشتمه نیټه، د نجف اشرف د علمیه حوزې مشر آیت ا... العظمی سید محسن حکیم  وفات  شو.

آیت ا... سید محسن حکیم  په دیارلس سوه شپږم هجري قمري کال کښې په عراق کښې وزیږید. هغه د لوړو علمي درجو په ترلاسه کولو کښې د آیات عظام  آخوند خراساني، میرزای  نائیني او  آقا ضیاء  په  شان د مشرانو له محضره ګټه پورته کړه. آیت ا... حکیم به د مسلمانانو سیاسي او ټولنیزو مسائلو ته  ځانګړې  پاملرنه  کوله  او د عراق له نالایقو واکمنانو سره یې مبارزه کوله. هغوئ له لویدیځو استعمارګرانو سره پر مبارزې او په نولس سوه شلم  میلادي کال کښې د عراق د خلکو په اسلامي پاڅون کښې پر فعالانه شتون سربیره، د دیارلس سوه څلویښتم هجري شمسي لسیزې په وړومبیو کلونو کښې  د  امام خمینی(رح) په مشرۍ د ایران د اسلامي انقلاب ملاتړ وکړ.

آیت ا... حکیم په عراق کښې د بعث ګوند په واکمنیدو سره له هغوئ سره مخالفت  پیل کړ او په دې وجه ظالمو واکمنانو د دغه بزرګواره مرجع ډیر زیات سپکاوئ  وکړ او ډیر یې وځوراوه. د دغه ستر عالم د عمر وروستي کلونه  په  ناروغۍ او تبعید کښې تیر شول او په نجف کښې د هغوئ کور د بعث ګوند  د  ځواکونو له  یرغل  سره  مخ  شو او د دوئ سخت سپکاوی یې وکړ.

دغه  صابر مرجع  او  پوه  مشر بالاخره  د بعثي  واکمنانو د ظلم  او ستم  په  وجه د ډیرو کړاونو او رنځونو له زغملو او د څه مودې له ناروغۍ وروسته  په څلور اتیا  کلنۍ کښې وفات شو.

««««««««««««

دوه څلویښت کاله پخوا، د دیارلس سوه درې پنځوسم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په اومه نېټه، د ایران یو مبارز او فداکاره دینی عالم آیت ا... حسین غفاری د شاه رژیم په جیل کښې شهید شو. دغه نامتو دینی عالم چې ډیر ساده او له قناعته ډک ژوند یې کاوه، د پهلوی د پېلی رژیم د ظلم او ستم په خاطر د مجلې په خپرولو او ګڼ شمیرو کتابونو په تالیفولو سره له شاه رژیم سره په مبارزې لاس پورې کړ. هغه به همداراز په خپلو ویناګانو سره د شاه رژیم مظالم او مفاسد په ډاګه کول. آیت ا... غفاری د همدغو مبارزو په دلیل په ځلونو د شاه د رژیم د مامورانو په لاس ونیوئ او بندی شو، تردې چې په داسې یوه ورځ په جیل کښې د زیاتو شکنجو له زغملو وروسته شهید شو.

««««««««««««

اووه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اته پنځوسم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په اومه نیټه، د اسلامی انقلاب ارواښاد ستر رهبر حضرت امام خمینی (رح) له بی سوادۍ سره د مبارزې او د زده کړې د غورځنګ د بنیاد په اېښودو سره په ایران کښې د عمومی بسیج فرمان صادر کړ. په دغه فرمان کښې د ایران ټولو خلکو ته سپارښتنه شوې وه چې په دغه ولسی غورځنګ کښې ګډون وکړی او د بی سواده کسانو په باسواده کولو کښې هڅې وکړی. د حضرت امام خمینی (رح) د دغه تاریخی فرمان په یوه برخه کښې راغلی دی: ( اوس پکار دی د وخت له ضایع کولو او له ستړی کوونکو تشریفاتو  پرته له بی سوادۍ سره د مبارزې لپاره په بیړه ناکه او د عامې لام بندۍ په توګه پاڅون وکړو چې انشاء ا... په نږدیو راتلونکو وختونو کښې هر کس ابتدایي لیک لوست زده کړي).

د حضرت امام خمینی (رح) د فرمان د صادرولو لپاره په ایران کښې د ( تعلیم د زده کړې د غورځنګ) نومی ادارې بنیاد کېښودل شو او نن د دغې ادارې له جوړېدوڅخه د کلونو له تیردو وروسته د دغې ادارې د نتیجه ورکوونکو اثارو کتونکی یو. اوس په ایران کښې د باسوادۍ اندازه ډیره زیاته شوې ده، په دا ډول چې د ملګرو ملتو د علمی کلتوری تنظیم یونیسکو د اندازو له مخې د ایران اسلامی جمهوریت د نړۍ د بی سواده هیوادونو له لیکه وتلئ او د باسواده هیوادونو برخه ګرځیدلې ده.

««««««««««««

او له ننه نهه کاله پخوا، د دوه زره اووم میلادي کال د دسمبر د میاشتې په اوه ویشتمه نیټه، د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشره میرمن بی نظیر بوټو د دغه هیواد په راولپنډۍ ښار کښې د ترهګرو لخوا د ډزو او بم چاودنې له امله ووژل شوه. له میرمن بوټو نه علاوه د دغه ګوند شل تنه نور پلویان هم ووژل شول. بی نظیر بوټو په نولس سوه درې پنځوسم میلادی کال کښې د پاکستان په بندری ښار کراچۍ کښې وزیږیده. هغې خپلې زده کړې د امریکې په هارورډ او د برطانیې به اکسفورډ پوهنتونونو کښې ترسره کړې او په نولس سوه اوه اویایم میلادی کال کښې پاکستان ته راستانه شو. څه موده پس د هغې پلار ذوالفقار علی بوټو چې د پاکستان لومړی وزیر ؤ له اقتداره څنګته کړائ شو او دوه کاله پس پوځی واکمنانو هغه د یو قتل په تور اعدام کړ. په دې ډول بی نظیر بوټو چې شپږویشت کلن وه د پیپلز پارټۍ مشره شوه. د جنرال ضیاء الحق په مشرۍ د پوځی حکومت له نسکوریدو وروسته بی نظیر بوټو په نولس سوه اته اتیایم میلادی کال کښې د پاکستان لومړی وزیره شوه. که څه هم بی نظیر بوټو دوه کاله وروسته څنګته شوه خو له نولس سوه درې نوېم تر نولس سوه شپږ نوېم میلادی کاله پورې د دوهم ځل لپاره لومړی وزیره شوه. په نولس سوه نهه نوېم میلادی کال کښې په اقتدار کښې د جنرال پرویز مشرف په راتلو سره بی نظیر بوټو له هیواده بهر ته لاړه او په برطانیه او متحده عرب اماراتو کښې یې په فعالیت لاس پورې کړ. هغه د دوه زره اووم میلادی کال په اکتوبر کښې له خپل پخوانی سیال نواز شریف سره له ائتلافه وروسته پاکستان ته راستانه شوه. خو د میرمن بی نظیر د پاکستان ته د تګ په لومړیو کښې په یوې ترهګرې حملې کښې د هغې له پلویانو څخه یو سلو پینځه دیرش تنه ووژل شول. بی نظیر بوټو په پارلیمانی انتخاباتو کښې د کامیابۍ لپاره انتخاباتی مهم شروع کړ خو په داسې یوه ورځ د ترهه ګرو په یوه بله حمله کښې ووژل شوه.

 

ذیشان حیدر بنګش