Dec 29, 2016 15:54 Asia/Kabul
  • امريکه په تېره  اونۍ کښې ۱۳۹۵-۱۰-۴

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره امريکه په تېره اونۍ کښې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو. د تېرو مطلبونو په شان به په ننني مطلب کښې هم په تېره هفته کښې د امريکې ډېرو مهمو سياسي، اقتصادي او اجتماعي حالاتو او بدلونونو ته يوه کتنه وکړوو.

د ملګرو ملتود امنيت په شورا کښې د اسرائيلو په خلاف پرېکړليک ته د امريکې ممتنع رائې، د روسيې په  اړه د خولې جګړه او په خپلو اسلام دښمنو دريځونو باندې د امريکې د منتخب ولسمشر تاکيد، په تېره هفته کښې د امريکې ډېر مهم خبرونه وو.

په تېره هفته کښې د امريکې يو ډېر مهم خبر د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کښې د اسرائيلو په خلاف پرېکړ ليک ته د امريکې ممتنع رائې وه. دغه پرېکړليک چې په نيواکي زمکو کښې يې د صهيونېسټ رژيم ښارګي جوړونه غندلې او د هغې د اودرولو غوښتنه يې کړې ده، د امريکې د يوې ممتنعې رائې په مقابل کښې په څوارلسو رايو سره تصويب شو او د دغې شورا او د اسرائيلو په وړاندې د امريکې د تګ لارې په تاريخ کښې دغه اقدام بې مخينې ګڼل کيږي. په حقيقت کښې د باراک اوما حکومت به په تېرو اتو کلونو کښې د امريکې د تېرو حکومتونو په شان د اسرائيلو په خلاف د هر ډول پرېکړليک وېټو کوۀ، خو اوس د اوباما د حکمرانۍ په وروستيو مياشتو کښې په يوې ناڅاپه تاوېدنه کښې د امنيت په شورا کښې په ممتنع رائې سره دغه پرېکړليک تصويب شو.

ځينو شناندو د اوباما دغه اقدام د اسرائيلو د ښي پاله وزيراعظم بنيامين نتاتياهو له سياستوو څخه د سپينې ماڼۍ د يو ډول ناراضګۍ د  څرګندولو نښه وګڼله او ځينو نورو په اقتدار کښې  د ټرمپ د قريب الوقوع راتللو ته په پام سره دا مسئله د واشنګټن او تل ابيب په تعلقاتو کښې د پام وړ اهميت لرونکې ګڼلې ده. په عېن حال کښې د سپينې ماڼۍ چې لا تر اوسه پکې يو ډېموکرېټ په اقتدار کښې دے د دغه اقدام په اړه د ري پبلېکنو مشرانو غبرګون سخت ؤ. منجمله د امريکې د پارلېمان مشر پېل رايان 2334 پرېکړليک ته د امريکې ممتنعه راې شرموونکې وبلله. د امريکې منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د امنيت د شورا د پرېکړليک د وېټو کولو غوښتونکے شوے ؤ. د هغۀ له نظره د دغه پرېکړليک تصويب  په خبرو اترو کښې اسرائيل په ډېر کمزوري موقعيت کښې راولي او ناعادلانه دے. هغه د دغه پرېکړليک له تصويبه وروسته هم د اوباما په حکومت باندې په نيوکې سره وويل، ډېر زه به ټول هر څه بدل شي.

په اقتدار کښې د ټرمپ له راتلو نه پس د وسلو د سيالۍ له سختېدو څخه اندېښنه د تېرې هفتې يو مهم خبر ؤ. د امريکې منتخب ولسمشر د تېر زيارت په ورځ وويل امريکه تر هغه وخته چې دنيا د اېټمي وسلو په باره کښې عقلاني تګلاره نه وي پېدا کړې پکار دي خپل اېټمي توان مضبوط کړي. ټرمپ په دې زمينه کښې لا زيات وضاحت ونکړ. خو د هغۀ يو وېاند جېسون مېلر وضاحت وکړ چې د ټرمپ اشاره د اېټمي وسلو د زياتولو او پراختيا په زمينه کښې ګواښونو او له هغو سره د مقابلې ضرورت په تېره بيا د ترهه ګرو ډلو او بې ثباته سيمو او سرکشو حکومتونوته ده.

ټرمپ همدارنګ سولې ته د رسېدو لپاره د يوې ضروري لارې په توګه د دفاعي قدرت د توان په بيا رغونه باندې تاکيد کړے دے. دا د امريکې د اېټمي بټيو او د هغو د پياوړتيا په باره کښې د امريکې د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړومبنۍ رسمي او واضحه نظر څرګندونه ده. د روسيې د اېټمي توانمنۍ د تقويت په باره کښې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوټين له څرګندونو سره په يووخت د ټرامپ نظر څرګندونه د غور وړ ټکے دے. پيوټن هم د تېر زيارت په ورځ د روسيې د اېټمي بټيو او د سټراټيجکو وسلو په تقويت باندې په تاکيد سره د هغو توغنديو په پراختيا باندې چې په توغندي ضدو دفاعي سېسټمونو کښې د رخنې لپاره ضروري توانائي لري هم څرګندونه کړې وه.

د امريکې او روسيې د دفاعي تنظيمونو د اعلان مطابق دغه دواړه يوازېني اېټمي قوتونه دي چې په زمکني، سمندري او هوائي درې واړو ډګرونو کښې له سټراټيجکو اېټمي وسلو څخه برخور دي او په اوس حال کښې د خپلو اېټمي وسلو او سازوسامانونو د بيا رغونې په حال کښې دي. کارپېژاندي وائي، هيله کيږي چې امريکه به د  2040 لسيزې تر وړومبنيو وختونو پورې څه د پاسه يو ټريلين ډالرو په لګښت سره  خپل زمکني، سمندري او هوائي اېټمي تجهيزات ورځني کړي او وده به ورته وکړي. د سوړ جنګ د دوران اېټمي وسلې هم هغه شان د امريکې د ملي دفاع د پالېسۍ يوه مهمه برخه ګڼلې کيږي او د دغه هېواد چارواکي هم  هغه شان د اېټمي دفاع په ساتنه ټينګار کوي. امريکه په نړۍ کښې د اېټمي وسلو د کمولو مدعي ده خو د اوباما په دوره کښې د مخکې اېټمي حملې په پاليسۍ باندې دوه ځل تاکيد او د امريکې د اېټمي توانمنۍ په پراختيا باندې د منتختب ولسمشر ټرمپ تاکيد نړۍ د اېټمي جنګ د کندې خولې ته رسولې ده.

په امريکه کښې د اقتدار له بدلونه وروسته د روسيې او امريکې ترمېنځ د وسلو د سيالۍ له زياتېدو څخه د اندېښنې با وجود د امريکې راتلونکے ولسمشر کوشش کوي چې د روسيې نوم د امريکې په خلاف د ګواښونو له لېسټه وباسي.

تېره هفته روسي ورځپاڼو يو داسې سند ترلاسه کړ چې ويل کيږي د ډونالډ ټرمپ د کاري ډلې لخوا برابر کړے شوے دے. په دغه سند کښې چې د دغه هېواد په خلاف ګواښونو ته پکې اشاره شوې ده د روسيې نوم پکې نه دے اخېستل شوے او يوازې داعش ترهه ګره ډله او د امريکې د فوځي بودجې کمښت د دغه هېواد په خلاف د فوري ګواښونو په توګه معرفي شوي دي. له دې سره په يو وخت په تېره هفته کښې وويل شول چې د امريکې منتخب ولسمشر د روسيې له ولسمشر څخه له مينې ډک يو ليک ترلاسه کړے چې پکې د سپينې ماڼۍ د راتلونکي مېشته کس د نظرياتو ستائېنه شوې ده. د کرېملن وياند هم  د ټرمپ لپاره د يو ليک د لېږلو په تائيدولو سره وويل، ولاديمير پوټين په دغه خط کښې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو د بيا رغونې غوښتونکے شوے دے. خپله پوټين هم د دوه زره شپاړسم کال په وروستي اخباري کانفرنس کښې د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوران کښې له امريکې سره د رغانده تعلقاتو لپاره د خپلې ګروهنې خبره وکړه.

خو د امريکې ولسمشر باراک اوباما فوځي تنازعې ته  د  دواړو هېوادونو د داخلېدو په باره کښې د روسيې ولسمر ولاديمير پوټين ته خبردارے ورکړ. اوباما پوټين ته په خطاب کښې وويل چې د امريکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په چلند کښې مداخلت د دواړو هېوادونو ترمېنځ د وسله وال جنګ سبب کېدې شي.

د امريکې د خزانې وزير هم د يوکرائن په بحران کښې د ماسکو د مداخلت د ادعا په تکرارولو سره د بائيکاټونو په لېسټ کښې د روسيې د حقيقي او حقوقي اشخاصو د شمېر د زياتېدو خبر ورکړ. همدا اوس د سوريې او يوکرائن د بحرانونو او د اروپا په ختيځ کښې د امريکې د توغنده اي سېسټمونو د ځاے پرځاے کولو په شان موضوعاتو په سر د امريکې او روسيې تعلقات هم  زيات له تاوتريخوالي سره مخامخ دي. روسي چارواکو حتی ويلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د ژور نظر اختلاف په وجه  د امريکې او روسيې ترمېنځ ارتباطي لارې پرې شوې دي.

په داسې حال  کښې چې امريکائي چارواکي روسيه د امريکې د روان کال د انتخاباتو په چلند کښې په لاسوهنې تورنوي د يوې مستندې څېړنې نتيجه چې تېره هفته خپره شوه ښودنه کوي چې واشنګټن په نورو هېوادونو کښې لږ ترلږه په يو اتيا انتخاباتو کښې مداخلت کړے دے. د دغه تحقيق له مخې چې په کارنېګي پوهنتون کښې د سياسي علومو د استاد ډاو لوين لخوا ترسره شوي دي امريکې د  دويم  نړيوال جنګ له ختمېدونه وروسته تر دوه زرم کاله پورې د دنيا د نورو هېوادونو په انتخاباتو کښې يو اتيا ځل مداخلت کړے دے. البته په دغو مداخلتونو کښې فوځي کودتاګانې يا د رژيمونو د بدلولو لپاره هلې ځلې نه دي شاملې، ځکه چې امريکه له دې وروسته چې د دغه هېواد د خوښې انتخاباتي نامزد کاميابۍ ته نه رسيږي نو په  نورو هېوادونو کښې په کودتا يا د رژيم  په بدلون لاس پورې کوي. منجمله هغه هېوادونه چې پکې د امريکې د مداخلت کوونکو په لېسټ کښې شتون لري چې اېټاليا، ايران، چېلي، ګوائټېمالا او يوګوسلاويه ته اشاره کولې شوو.

د نورو هېوادونو په انتخاباتو کښې د امريکې د مداخلت وسيله هم مختلف او متنوع روشونه لري. د مثال په توګه امريکايان په نورو هېوادونو کښې د انتخاباتو په نتائجو باندې د تاثير کولو لپاره د نغدو پېسو له خرچ کولو هم ډډه نه کوي يا کوشش کوي چې د انتخاباتو له خواو څخه د يوې د ملاتړ د اعلانولو له لارې د خپلې خوښې نامزدان کاميابۍ ته  ورسوي. همدارنګ امريکائي رسنې د حمايت کوونکو يا تخريبي سياستونو له لارې د نړۍ په نورو سيمو کښې د انتخاباتو چلند بدلوي.

له غېرسرکاري ادارو يا اېن جي اوګانو څخه استفاده، د سياسي دباوونو راوړل، د بائيکاټ د سياستونو سختول او او د تبليغاتي  جنګونو شروع کول ځينې هغه نور اوزارونه دی چې امريکايان يې په نورو هېوادونو کښې په انتخاباتو باندې د تاثير کولو لپاره ترسره کوي.

خو د امريکې د روان کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو تجربې وښودله چې دغه هيواد هم له بهره د مداخلتونو په وړاندې محفوظ نه دے. د امريکې امنيتي  چارواکو ادعا کړې ده چې روسيې د ري پبلېکن نامزد ډونالډ ټرامپ په څرګند او پټ ملاتړ او د ډېموکرېټې نامزدې مېرمن هېلري کلېنټون د شخصيت په خرابولو سره د نومبر د مياشتې په انتخاباتو باندې تاثير وکړ.

البته داسې ادعاګانې د روسيې د چارواکو او همدارنګ خپله د ټرامپ لخوا تکذيب شوې دي.

د امريکې منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره هفته په انقره او برلېن کښې له  وروستيو ترهه ګرو واقعاتو څخه په ناوړې استفادې سره يو ځل بيا په خپلو اسلام دښمنو دريځونو تاکيد وکړ او ادعا يې وکړه چې دغه حملې د امريکې خاورې ته د مسلمانانو د ننوتلو لپاره د محدوديت د عملي کولو په باره کښې د هغۀ د ادعا د صحيح والي ښودنه کوي.

د امريکې په انتخاباتي سياليو کښې ټرمپ له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه اعلان وکړ چې پکار دی امريکې ته د مسلمانانو له ننوتلو څخه مخنيوے وشي. د دوه زره اولسم کال د جنوري په شلمه نېټه سپينې ماڼۍ ته د ټرمپ د ورتلو د وخت په نزدې کېدو سره په امريکه کښې د اسلام او مسلمانانو په خلاف له فضاء جوړونې او اقداماتو له زياتېدو  څخه اندېښنې  ډېرې شوې دي. د دغې مسئلې وجه د انتخاباتي مبارزو په دوران کښې د ټرمپ له اسلام ضدو دريځونو نه علاوه  له مسلمانانو سره د مقابلې لپاره د هغه وروستۍ وعدې او په هغو باندې د څارنې د قوانينو سختېدل دي. په دې زمينه کښې د ټرمپ بهانه د امريکايانو په خلاف د ترهه ګرۍ له ګواښونو څخه مخنوے دے. د فلوريډا ايالت په اورلانډي ښار کښې په نائيټ کلب باندې د روان ميلادي کال د جون د دولسمې حمله چې پکې پنځوس تنه مړۀ او درې پنځوس نور ژوبل شول او همدارنګ د دوه زره پينځلسم کال د دسمبر په دويمه نېټه د کلېليفورنيا په برنارډينوکښې ترهه ګره حمله چې پکې څوارلس تنه مړۀ شول په امريکه کښې له اسلام سره د دښمنۍد زياتېدو سبب شوې دي.

د ټرمپ اسلام ضده څرګندونې د امريکې د ښي پالو او نژاد پرستو بهانه شوه او په امريکه کښې په اسلامي مرکزونو او مسلمانانو باندې حملې زياتې شوې دي. هغه طرحه چې ټرمپ يې د اجرا په لټه کښې دے يعنې امريکې ته د مسلمانانو د ننوتلو ممنوعيت د امريکې په  دننه او بهر کښې مسلمانانو ته د ډله ايزې سزا ورکولو په څېر دے.

ټرمپ په خپل ګمان په دې زمينه کښې په تېره بيا په جرمني کښې په  وروستۍ ترهه ګرې حملې سره يوه لازمي بهانه ترلاسه کړې ده. دغې مسئلې د ټرمپ په خلاف د مسلمانانو منفي رد عمل رابرسېره کړے دے. څه موده مخکې د امريکې ګڼ شمېر مسلمانو مشرانو د مسلمانانو په خلاف د ټرمپ د تګلارې او راتلونکو اقداماتو په اعتراض کښې په يو پرانېستي ليک کښې له امريکائي ټولنې څخه د دغو ځينو حقوقو د احترام غوښتونکي شول.

-----