تاریخ پاڼه شماره ۲۸۹
نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له دریمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له دویمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو سلو یو پنځوس کاله پخوا، د اتلس سوه شپږ شپیتم میلادی کال د جنورۍ د میاشتې په دوهمه نیټه، یو آسټریلیایی شاعر ګیلبرټ موری وزیږید. هغه په یوولس کلنۍ کښې انګلستان ته ولاړ. موری دپوهنتون له لوړو زده کړو وروسته ، په آکسفورډ پوهنتون کښې د لرغونی یونان دکلتور او ادبیاتو په څانګې کښې تدریس ته مخه کړه . هغه دلرغونی یونان د مذهب په باب ډیرې څیړنې وکړې او دې نتیجې ته ورسید چې که څه هم په دغه دین کښې ډیر خدایان وو ، خو په اصل کښې پرې دخدائ پرستۍ روح واکمن ؤ. په عین حال کښې موری ټینګار کاوه چې دلرغونی یونان تمدن او کلتور له یوې خوا د خرافاتی افکارو په دودولو او له بل پلوه ، دانسان په پرمختګونو اغیزې شیندلی دی. د موری له آثارو څخه (د زاړه یونان د ادبیاتو تاریخ)، (په شعر کښې کلاسک سنت) او (ایمان ،جنګ او سیاست) ته اشاره کولائ شو. هغه په نولس سوه اووه پنځوسم میلادی کال کښې مړ شو.
««««««««««««
یو سلو شپږ څلویښت کاله پخوا، د دولس سوه دوه نوېم هجری قمری کال د ربیع الثانی د میاشتې په دریمه نیټه، مسلمان عالم آیت ا... میرزا ابوالقاسم کلانتر تهرانی په تهران کښې وفات شو. هغه په نقلی او عقلی علومو کښې یو تکړه عالم او فقیه ؤ. آیت ا... کلانتری د زده کړو په پیل کښې، تر مودو پورې د نجف د علمیه حوزې نامتو استادانو د درس له محضره ګټه پورته کړه. وروسته یې د شیخ مرتضی انصاری په شان له لویو عالمانو فیض حاصل کړ او د اجتهاد درجې ته ورسید. آیت ا... کلانتری د تهران له مشهورو عالمانو څخه ؤ او په همدې وجه یې په خلکو کښې یو خاص نفوذ درلود. هغه د الهی احکامو په لوړې لارې کښې ډیرې هڅې وکړې او په دې لار کښې یې یو لړ تالیفات له ځانه په یادګار پریښودل چې پکښې (مطارح الانظار) او (قضا او شهادت) ته اشاره کولائ شو.
««««««««««««
اته ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه شپیتم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په دیارلسمه نیټه، د مارکسیزم پریښودو او اسلام ته د بلنې په هکله د پخوانی شوروی وروستی ولسمشر میخائیل ګوربا چوف ته د ایران د اسلامی انقلاب د ارواښاد مشر حضرت امام خمینی(رح) تاریخی پیغام ابلاغ شو. ګوربا چوف ته د امام خمینی(رح) د خطاب د دغه تاریخی پیغام په یوه برخه کښې لیکلی شوی دی:
پکار دی چې حقیقت ته مخه کړې، ستاسو د هیواد اصلی ستونزه د مالکیت، اقتصاد او آزادۍ مسئله نه ده بلکې ستاسو ستونزه په خدائ باندې د حقیقی اعتماد نشتوالئ دی، همهغه مشکل چې لویدیځ یې هم بی اخلاقۍ او بندون ته ورکاږلئ او یا به یې را کاږی. ستاسو اصلی ستونزه له خدائ او د کائیناتو او خلقت له سرچینې سره بیهوده او اوږده مبارزه ده.
حضرت امام خمینی(رح) د خپل پیغام په پائ کښې یادونه وکړه: ټولو ته روښانه ده چې له دې وروسته به کمیونزم د نړۍ د سیاسی تاریخ په میوزیمونو کښې لټوو ځکه چې مارکسیزم د انسان هیڅ کومه حقیقی اړتیا نه پوره کوی.
امام خمینی(رح) بیا ګورباچوف ته سپارښتنه وکړه چې (له تا غواړم چې د اسلام په هکله په جدی توګه تحقیق او پلټنه وکړې او دا تا ته د اسلام یا مسلمانانو د اړتیا په وجه نه ده بلکې د اسلام د لوړو او نړیوالو ارزښتونو په لړ کښې دی چې د دغو ولسونو د سوکالتیا او ژغورنې سبب ګرځیدلئ شی او د بشریت د اساسی ستونزو ګنډه پرانیستې شی.
په هر حال کښې د امام خمینی(رح) دغې لارښونې ته د شوروی مشرانو بی پامی سبب شوه چې یوازې دوه کاله وروسته د مارکسیزم په هکله د امام وړاند وینه عملی شی او په نولس سوه یو نوېم میلادی کال کښې د شوروی له ویشل کیدو وروسته مارکسیزم هم د تاریخ کندې ته واچول شو.
««««««««««««
او له ننه څلور کاله پخوا، د دیارلس سوه یو نوېم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په دیارلسمه نیټه، په مجتبی تهرانی مشهور د اخلاقو مشهور استاد او د تقلید مرجع آیت ا... مجتبی شهیدی کلهُری وفات شو. هغه په دیارلس سوه شپاړسم هجری لمریز کال کښې د تهران په یوې علم او معرفت لرونکی کورنۍ کښې وزیږید. دغه ربانی عالم خپلې لومړنی زده کړې له تهرانه پیل کړې خو زیاتره حوزوی زده کړې یې له اتلس کلنۍ څخه په قم ښار کښې پیل شوې.
آیت ا... مجتبی تهرانی په جدیت او ډیرې تجربې سره لومړنی زده کړې پائ ته ورسولې او په ځوانۍ کښې د امام خمینی(رح) او آیت ا... العظمی بروجردی او علامه طباطبایی په شان د سترو عالمانو محضر ته یې لاره ومونده او په پینځه ویشت کلنۍ کښې د اجتهاد مقام ته ورسید. آیت ا... تهرانی له امام خمینی سره نږدې اړیکه درلوده او د هغوئ د ځینو فقهی تالیفاتو په راغونډولو کښې یې مهم رول ولوباوه. د اخلاقو دغه استاد کابو څلویښت کاله په تهران کښې د اخلاقو او فقهې په تدریس بوخت ؤ او ډیر شاګردان یې درلودل. د هغه له آثارو څخه د (اخلاق الهی) ، (شرح خطبه حضرت زهرا(س)) او (سلوک عاشورایی) ته اشاره کولائ شو.
د تقلید دغه لوړ مرجع او د امام خمینی (رح) د فقهې، فلسفې، اخلاقو او عرفان تکړه او مشهور شاګرد حاج آقا مجتبی تهرانی بالآخره په اوه اویا کلنۍ کښې له نړۍ سترګې پټې کړې.
ذیشان حیدر بنګش