Jan 05, 2017 09:16 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۹۲

نن د پنجشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې شپاړسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له شپږمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له پینځمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو څلور سوه څوارلس کاله پخوا، د شپږ سوه دریم میلادی کال د جنورۍ دمیاشتې په پینځمه نیټه، د ایران او روم د امپراتوریو څلورویشت کلن جنګ پیل شو.

دغه جنګ د روم د امپراتور موریس د وژلې په وجه چې د ایران د باچا خسرو پرویز نږدې ملګری او ملاتړی ؤ، پیل شو.

د روم د امپراتور موریس له وژل کیدا وروسته، د هغه زوئ ایران ته راغئ او له خسرو پرویز څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه.

خسرو پرویز هم د موریس د وژلې د بدل اخیستلو لپاره په سمبال پوځ سره په روم حمله وکړه او په لنډه موده کښې یې د روم یو شمیر ښارونه فتح کړل.

څه موده وروسته د روم نوی امپراتور فوکاس د سولې د خبرواترو لپاره خپل سفیر د ایران باچا خسرو پرویز ته ور ولیږه خو خسرو پرویز چې د خپلو ډیرو فتوحاتو په خاطر مغرور شوی ؤ، سولې ته چمتو نشو او د دواړو هیوادونو جنګ دوام وموند.

دغو جنګونو، چې په نوبت سره د ایران او روم له بریالیتوبونو سره یوځائ وشو، تر څلورویشت کاله دوام وموند.

««««««««««««

درې سوه شپږ ویشت کاله پخوا، د شپاړس سوه یو نوېم میلادی کال د جنورۍ دمیاشتې په پینځمه نیټه، په اروپا کښې لومړنی نوټ چاپ او خپور شو.

دغه نوټونه د لومړنیو کاغذي  پیسو په توګه د سویډن د اسټکهلم بانک لخوا چاپ او خپاره شول .

په سویډن کښې د دغو نوټونو له چاپیدا مخکښې نقد مبادلات د سترو او څلور کونجه سکو په وسیله ترسره کیدل.

د هغه وخت ځینې لومړی نوټونه اوس هم شته چې یو یې د سویډن د اسټکهلم د بانک په میوزیم کښې ساتل کیږی.

««««««««««««

دوه سوه اته کاله پخوا، د اتلس سوه نهم میلادی کال د جنورۍ د میاشتې په پینځمه نیټه، د انګلستان او عثمانی حکومتونو تر مینځ د ډارډانل تړون لاسلیک شو.

د دغه تړون پر اساس انګلستان ژمن شو، د عثمانی حکومت ټول ټاټوبی چې مصر هم پکښې شامل ؤ، خالی کړی او د دغو ټاټوبو نیواک ختم کړی.

په مقابل کښې عثمانی حکومت هم ژمن شو، په عثمانی قلمرو کښې د انګلستان کنسولی حق په رسمیت وپیژندی.

د انګلستان لخوا د دغه تړون د لاسلیک کولو هدف د تور سمندر له لارې د تزاری روسیې د سمندری ځواک د احتمالی یرغل په وړاندې د لندن د مدیترانې سمندرګي د جنګی بیړۍ د امنیت ساتل وو ځکه چې د دغه تړون پراساس عثمانی حکومت موافقه وکړه چې د سولې په وخت کښې به هیڅ جنګی بیړۍ ته له بسفر او ډارډانل اوبلارو د تیریدا اجازه ورنکړی.

««««««««««««

او له ننه اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په شپاړسمه نیټه، د غلام رضا ازهاری پوځی حکومت نسکور شو او خپل ځائ یې د شاپور بختیار حکومت ته ورکړ. له هغه وروسته چې شاپور بختیار د پهلوی رژیم د لومړی وزیر په توګه معرفی شو، هغه د دیارلس سوه اووه پنځوسم لمریز کال د مرغومی د میاشتې په شپاړسمه نیټه، د خپلې کابینې د غړیو له معرفی کولو سره په رسمی توګه قدرت په لاس کښې واخیست. د بختیار کابینې په داسې حال کښې کار پیل کړ چې د اسلامی غورځنګ لمن ټول هیواد ته غزیدلئ وه او په رژیم کښې هیڅ قدرت د دغه غورځنګ د ځپلو او له هغه سره د مقابلې توان په ځان کښې نه لیده. بختیار د پهلوی د شرمناک پړاؤ د وروستی لومړی وزیر په توګه هڅه وکړه خلکو ته د بیلا بیلو امتیازاتو له ورکولو سره د اعتراضاتو سیلاب کم کړی. خو د بختیار د حکومت لپاره د امام خمینی (رح) پیغام د انقلاب د ماتې لپاره د باچاهۍ نظام ټولې دسیسې ناکامه کړې. حضرت امام خمینی (رح) د بختیار د حکومت له رامینځته کیدا وروسته په یوې بیانیې کښې د ایران ولس ته وفرمایل: زه د ایران ټول میړنی ولس ته اعلان کوم چې باچاهی رژیم غیر قانونی او پارلمانونه، غیر ملی او غیر قانونی او لوټمار حکومت، غیر قانونی او سر غړونکئ دی. د اسلامی غورځنګ د مشر حضرت امام خمیني (رح) د حکم په اجرا کولو کښې ځینو وزارتخانو  د نویو وزیرانو د ورتګ اجازه ورنکړه او مظاهرو هم دوام وموند. د بختیار کابینه بالاخره له پیښو ډکو پینځو اونیو وروسته نسکوره شوه. د بختیار د حکومت له نسکوریدا سره، د پهلوی رژیم ژوند او د باچاهۍ د نظام دوه نیم زره کلن پړاؤ ختم شو او اسلامی انقلاب بریالئ شو.

 

ذیشان حیدر بنګش