Jan 16, 2017 08:00 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۰۳

نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې اووه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له اوولسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له شپاړسمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو سلو یو اویا کاله پخوا، د اتلس سوه شپږ څلویښتم میلادی کال د جنورۍ په شپاړسمه نیټه ، پر مکسیکو د امریکا په حملې سره ، د دواړو هیوادونو جګړه پیل شوه. د دغه جګړې د پیل لپاره د امریکا پلمه چې دوه کاله ېې دوام وکړ په مکسیکو کښې د دغه هیواد د کډوالو ځورول ؤ ، خو په اصل کښې امریکا د دغه هیواد د یو شمیر سیموپه تیره بیا ټیکساس ایالت نیولو او په ځان پورې تړلو پسې وه.

د دغه نا نابرابرې جګړې په پائ کښې امریکا د ټیکساس، کیلیفورنیا، نوادا، یوتا، آریزونا او نیو میکسیکو ایالتونه ونیول.

««««««««««««

یو سلو لس کاله پخوا، د دیارلس سوه اته ویشتم هجري قمري کال د ربیع الثاني په اوولسمه نیټه، په حجة الاسلام مشهور  ستر دیني عالم ملا قربانعلی  زنجاني  وفات شو. ملا قربانعلي زنجاني  د شیخ  انصاري  یو شاګرد ؤ چې په نجف اشرف کښې له زده کړو وروسته زنجان ته ستون شو. هغه د مرجعیَت  مقام  ته  له رسیدو سره په  ډیر زیار او سختۍ سره د اسلام احکام اجرا کول. ملا قربانعلی  په سیمه کښې له  دومره نفوذه برخمن ؤ چې د مشروطه غواړو له دروغجنو مدعیانو سره د هغه نه ملګرتیا، لامل شوه څو په هغه سیمه کښې غورځنګ څه خاص اغیزې ونه لرل شي. هغه هیڅکله هم د واکمنانو لیدو کاتو ته  نه تلو او هیڅکله یې هم پخپل شتون کښې کوم حاکم نه  مانه.

««««««««««««

یو شپیته کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور دیرشم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په اووه ویشتمه نیټه، د ایران یو مبارز دینی عالم سید مجتبی نواب صفوی له خپلو درو ملګرو سره د شاه د رژیم په پوځی محکمه کښې له یوې فرمائیشی محاکمې وروسته په اعدام محکوم شو او شهید کړائ شو. نواب صفوی د (جمعیت فدائیان اسلام) مشر ؤ او په دیارلس سوه پینځم هجری لمریز کال کښې په یوې مذهبی کورنۍ کښې وزیږید. هغه په ځوانۍ کښې د علمی زده کړو لپاره په عراق کښې د نجف اشرف علمیه حوزې ته ولاړ او د زده کړو له ترسره کولو ورسته ایران ته راستون شو. نواب صفوی د شاه رژیم له جنایتونو او پېلتیا څخه په خبرېدو سره له دغه رژیم سره مبارزې ته مخه کړه، تردې چې بالاخره د شاه رژیم د عواملو لخوا ونیوئ او په داسې یوه ورځ له خپلو درو ملګرو یعنې طهماسبی، ‌‌ذوالقدر او واحدی سره چارماری او شهیدکړائ شو.

««««««««««««

شپیته کاله پخوا، د نولس سوه اووه پنځوسم میلادی کال د جنورۍ په شپاړسمه نیټه، ایټالیایی ساز جوړونکئ آرتورو ټوسکانینی مړ شو.

هغه په اتلس سوه اووه شپیتم میلادی کال کښې وزیږید او په ځوانۍ کښې له موسیقۍ سره آشنا شو.

ټوسکانینی له پریمانو تمرینو او ګڼ شمیر هیوادو ته له سفر وروسته د ارکستر مشرۍ ته ورسید. هغه د خپلې کلکې حافظې او د آپراوو په اجراء کولو کښې په ډیر دقت سره ډیر شهرت ترلاسه کړ او ګڼ شمیر آثار یې جوړ کړل. په دې ډول چې هغه یې د ارکستر د ټولو مشرانو او رهبرانو استاد ګڼلئ دی. دغه ایټالیایی ساز جوړونکی په نولس سوه څلور پنځوسم میلادی کال کښې له کاره لاس واخیست او درې کاله وروسته په نوی کلنۍ کښې مړ شو.

««««««««««««

نهه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ شپیتم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په اووه ویشتمه نیټه، د عراق د (مجلس اعلای اسلامی) یو تکړه غړئ او د اسلام د نامتو مرجع آیت ا... سید محسن حکیم زوئ سید مهدی حکیم د سوډان په پلازمینې خرطوم کښې د صدام رژیم د امنیتی مامورانو په لاس ترور او شهید شو. سید مهدی حکیم د شهید آیت ا... صدر له شاګردانو او د عراق د پخوانی ولسمشر د صدام رژیم له سختو مخالفانو څخه ؤ. د هغه له ټولنیزو او کلتوری فعالیتو څخه د بغداد او کاظمین د علماؤ د غونډې جوړولو او هم د دینی علومو د طلابو لپاره د علمی زده کړې او روزنې د مرکزونو جوړولو ته اشاره کولائ شو.

 

ذیشان حیدر بنګش