تاریخ پاڼه شماره ۳۰۸
نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې دویمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له دوه ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له یویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو یو سلو دوه څلویښت کاله پخوا، د دوه سوه شپږ نوېم هجری قمری کال د ربیع الثانی د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، د حضرت امام جواد (ع) زوئ او د حضرت امام هادی (ع) ورور حضرت موسی مبرقع د تهران په جنوب کښې د قم په سپیڅلی ښار کښې وفات شو. هغه په دوه سوه څوارلسم هجری قمری کال کښې په مدینی کښې وزیږید او تر شپږ کلنۍ یعنی د خپل پلار د حضرت جواد (ع) تر شهادته د هغه تر تعلیم او روزنې لاندې ؤ او وروسته یې د خپل ورور امام هادی (ع) له علومو استفاده وکړه. موسی مبرقع څه موده په کوفی کښې تیره کړه او دوه څلویښټ کلن ؤ چې په ایران کښې قم ته ولاړ او د خپل عمر تر پایه پورې هملته استوګنه شو او د اسلام تبلیغ ته یې مخه کړه. هغه ډیر لوړ علمی مقام درلود او د حدیث له راویانو څخه ؤ او په تقوا او امانت دارۍ کښې کم نظیره ؤ. په قم کښې د دغه ستر امامزاده په مقبره کښې د هغه د درو خویندو او فرزندانو پشمول څو شمیر نور امامزادګان هم مدفون دی.
««««««««««««
دوه سوه اتیا کاله پخوا، د اوولس سوه اووه دیرشم میلادی کال د جنورۍ په یویشتمه نیټه، د هند په ختیځ کښې د بنګال په خلیج کښې د سخت توپان له امله درې لکه کسان ووژل شول. دغه توپان په دغه سیمه کښې ترټولو زیات زیان لرونکئ توپان بلل کیږی. د هند اوقیانوس په شمال ختیځ کښې پروت بنګال خلیج له هغو سیمو څخه دی چې کله کله پکښې د سترو توپانونو او سیلابونو له امله زیات شمیر خلک وژل کیږی او زیات سر او مال تاوانونه رسوي.
««««««««««««
درې نوي کاله پخوا، د نولس سوه څلورویشتم میلادی کال د جنورۍ په یویشتمه نیټه، د شوروی کمیونیسټی انقلاب مشر ولادیمیر ایلېچ لینن مړ شو. هغه په اتلس سوه اویایم میلادی کال کښې وزیږید. لینن د روسیې له باچایی رژیم سره مبارزه د پوهنتون له وخته پیل کړه او تر نولس سوم میلادی کاله پورې چې له روسیې نه بهر ته لاړ څو ځله بندی او جلاوطن شو. هغه د بند او جلاوطنۍ په کلونو کښې ګڼ شمیر کتابونه ولیکل. لینن له روسیې نه په بهر کښې مبارزې او همداراز د کتابونو تالیف ته دوام ورکړ او د نولس سوه اوولسم میلادی کال په اپریل کښې روسیې ته ستون شو چې له نږدې د کمیونیسټی انقلاب مشری وکړی. هغه د انقلاب له بریالیتوبه وروسته، د شوروی مشر شو او په نولس سوه څلورویشتم میلادی کال کښې په داسې یوه ورځ د هغې ناروغۍ او هغو زخمونو له امله چې له مرګه شپږ کاله مخکې په یوې ناکامه حملې کښې ورته رسیدلی وو، مړ شو.
د لینن افکارو او نظریاتو د مارکسیزم په تیورۍ باندې زیاتې اغیزې وشیندلې، په دا ډول چې هغه آیډیالوجی یې چې هغه یې ترویجوونکئ ؤ، (مارکسیزم – لنینیزم) نومیده. د لینن له کتابونو څخه (امپیریالیزم د سرمایه دارۍ ترټولو لوړه درجه)، (باید څه وکړو)، (حکومت او انقلاب) او (په روسیې کښې د سرمایه دارۍ وده) کتابونو ته اشاره کولائ شو.
««««««««««««
او له ننه اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په دوهمه نیټه، له شاه رژیم سره د ایران د مسلمانو خلکو د مخالفتونو او د دغه رژیم له پوځیانو سره د هغوئ د جګړو په دوام کښې ډیر شمیر خلک مړه یا ټپیان شول. د ایران مسلمان ولس چې په بې صبرۍ سره ایران ته د حضرت امام خمینی (رح) د راتلو په تمه وو ،د اسلامی انقلاب له رهبر څخه یې د تر ټولو لوئ هرکلی لازمه تیاری ونیوه. په همدې مناسبت له روحانیونو او د تهران د خلکو له بیلابیلو استازیو پشمول یوه غونډه جوړه شوه تر څو د هرکلی مراسم لا ډیر پرتمین شی. له کلیو او ښارونو څخه هم ډیر شمیر خلک تهران ته راغلل تر څو حضرت امام خمینی (رح) ته د هر کلی په مراسمو کښې ګډون وکړی. له بلې خوا د خلکو له پراخو مظاهرو وروسته د هوایي ځواک څلورو زرو ځواکونو د ایران له مبارزو ډلو څخه د ملاتړ په لړ کښې لوږ تړ وکړ او له ایران څخه د امریکایی سلاکارانو د ایستلو غوښتونکی شول.
ذیشان حیدر بنګش