Jan 30, 2017 11:31 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۱۷

نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې یوولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادی الاول د میاشتې له لومړی او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له دیرشمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

نهه سوه نهه اویا کاله پخوا، د څلور سوه نهه پنځوسم هجري قمري کال د جمادي الاول  د میاشتې په لومړۍ نیټه،  د ایران  یو  شاعر او ادیب شرف الدین خالد فیني کاشاني وزیږید. هغه  د ایران  د یوه  ښار کاشان  اوسیدونکئ ؤ. فیني کاشاني  د سلجوقیانو له  وزیر او ستر پوه خواجه نظام الملک سره ډیره  مینه  درلوده او د هغه له وژل کیدا وروسته، له حکومتي کارونو څنګته شو او بصرې ته لاړ او مطالعې او څیړنو او مباحثې ته يې مخه کړه. فیني کاشاني د سلجوقیانو په  حکومت  کښې د وزارت په  شپو ورځو کښې د خپل ژوند په باب یو کتاب ولیکه. دغه اثر چې د فارسي نثر یوه ښه بیلګه ده، د تیرو وختونو د سترو شاعرانو  پر شعرونو  مشتمل دی.

««««««««««««

دوه سوه اووه ویشت کاله پخوا، د دولس سوه یوولسم هجري قمري کال د جمادي الاول  په  لومړی نیټه، په  اُزری  مشهور یو  توانمن  مسلمان  شاعر شیخ  کاظم  تمیمي بغدادي په  عراق  کښې  په  اتیا کلنۍ کښې وفات شو. هغه په  یوولس سوه درې څلویښتم هجري قمري کال کښې د بغداد په یوې  ادب او علم  لرونکي کورنۍ کښې زیږیدلئ  ؤ او  وروسته  يې خپلې زده کړې  په  بغداد او ورپسې  په  نجف اشرف کښې ترسره کړې  او  په  تاریخ، تفسیر او  فلسفې کښې يې مهارت ترلاسه کړ. خو شیخ کاظم ازري  شعر ویلو ته ډیره ګروهنه درلوده او له  هغه  د شعرونو یو دیوان  په یادګار پاتې دی. د دغه  عراقي ادیب او عالم  خورا مهم  شعر  د (هانیه)  یا  (اُزریه) مشهوره  قصیده ده  چې  د حضرت  محمد مصطفی (ص)  او د هغه  بزرګوار  د اهل  بیت  علیهم  السلام په  مدح  کښې او دغه راز  د اسلام  د د ین  د اصولو  په  شرحې  او د اهل تشیع مذهب  په  بیانولو کښې  ویله شوې او څه  د پاسه  زر  بیتونه لري.

««««««««««««

درې اتیا کاله  پخوا،  د نولس سوه څلور دیرشم میلادي کال د جنورۍ په دیرشمه نیټه،  د جرمني د توکمپال دیکتاتور آډولف هیټلر د واکوالۍ پړاؤ پیل شو. نیشنل سوشلیسټ  ګوند چې هیټلر جوړ کړئ ؤ، د نولس سوه دیرشم میلادي کال  په  انتخاباتو کښې يې د جرمني د پارلمان  یا (رایشتک ) یو سلو اووه  څوکۍ وګټلې. هغه له صدراعظمۍ او وروسته په نولس سوه څلور دیرشم  کال کښې د جرمني ولسمشرۍ ته  له  رسیدا  وروسته  ځان  د دغه  هیواد رهبر  ونوماوه او د (ایس ایس) په  نامه  د یوې  امنیتي ادارې  او د یوې ستر شکنجه ځائ په جوړولوسره خپل مخالفان د اجباري کار کیمپونو ته ولیږدول. هیټلر  په  میلیونونو خلک  د خپلو  توکمپالو  موخو قرباني کړل.  هغه  د  نولس سوه نهه دیرشم میلادي  کال  په  ستمبر کښې په پولینډ کښې د ډنټزیک دلان په نیولو سره، د دوهم نړیوال جنګ پیلونکئ ؤ چې بالاخره د جرمني او د دغه هیواد د متحدانو د ماتې لامل شو. هیټلر له دغې ماتې وروسته  په  نولس سوه پینځه څلویښتم میلادي کال  کښې خودکشی  وکړه.

««««««««««««

نهه شپیته کاله  پخوا،  د نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال د جنورۍ په دیرشمه نیټه،  د هندوستان د خپلواکۍ بنسټګر او د دغه هیواد ملي رهبر مهاتما  ګاندي  د یوه  تعصبي هندو په  لاس  ترور شو. ګاندي   په  اتلس سوه نهه شپیتم میلادي کال  کښې  زیږیدلئ  ؤ او  له  انګلستانه  د حقوقو  په څانګه کښې فارغ التحصیل ؤ او تر یوې مودې پورې یې په جنوبي افریقا کښې د مبارزو هندیانو رهبري  په  غاړه  درلوده. هغه  د انګریز  استعمارګر  له  حکومت سره په  مبارزه  کښې  د هند د وروسته  پاتې  ولس  د مشرۍ په  ویاړ  په  (مهاتما) یعني  په  ستر  روح  لرونکي مشهور شو. ګاندي  په  نولس سوه دوه ویشتم میلادي کال کښې د مرګ یا خپلواکۍ د شعار د مطرح کولو په وجه  په  شپږ  کاله بند محکوم شو او له آزادۍ وروسته يې په  هندوستان کښې د انګریز  استکبار پر  ضد د منفي مبارزې  مشري وکړه . د مسلمانانو او هندوانو تر مینځ  د اختلافاتو د ختمولو  لپاره  له  هلو ځلو سربیره  د ګاندي  دغه  عمل په  هند کښې د انګریز استعمار پر تابوت سخت ګوزار  وکړ.  هندوستان بالاخره  د نولس سوه اووه څلویښتم میلادي کال په اګست کښې د ګاندي په مشرۍ خپلواکه  شو. د هغه له آثارو څخه د هغه پخپل قلم (د ګاندي د ژوند شرحه)  او  (له  حقیقته  د ما د تجروبو کیسه)  نومې کتابونو ته اشاره کولئ شو.

««««««««««««

او له  ننه  اته  دیرش کاله  پخوا، د دیارلس  سوه  اووه پنځوسم  هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې په یوولسمه نیټه، د ایران د مسلمانو خلکو د ویرولو په  موخه  د باچا رژیم  د وسله  والو عسکرو  وروستۍ نمایشی  پریټ د  تهران  په  واټونو کښې  ترسره شو.

د دغه  پریټ  په  بهیر کښې، د  پوځ  ډیرو لوړ  پوړو  پوځیانو، د ایران  مسلمان او انقلابي  ولس ته  د  اتحاد  لاس  ورکړ  او  د  باچا رژیم  د نسکورولو له مبارزې  سره  یوځائ  شول.

له بلې خوا خبري رسنیو اعلان  وکړ  چې حضرت امام خمینی (رح) د تهران په وخت  سهار  وختی  په  درې نیمې بجې ، له فرانسې څخه د ایران په لور روانیږي او  د  سلواغی  د میاشتې  په  دولسمه  نیټه د سهار په نهه نیمو بجو به  تهران  ته  را ورسیږي.

د دغه خبر په خپریدو سره، د ایران  مسلمان  خلک  د خپل  ګران  مشر د  هرکلي لپاره  د  تهران  واټونو ته  راووتل.

 

ذیشان حیدر بنګش