Feb 11, 2017 07:53 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۲۸

نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې دوه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له دولسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له لسمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

څلور سوه پینځه اتیا کاله پخوا، د نهه سوه درې پنځوسم هجري قمري کال د جمادی الاول د میاشتې په دولسمه نیټه، د دمشق  ستر  فقیه، ادیب  او  مورخ ابن طولون دمشقي وفات شو. هغه په اته سوه اتیایم هجري قمري کال کښې  په همدغه  ښار کښې وزیږید او په ټول عمر کښې یې بې له ځنډ او وقفې د تحقیق، تدریس  او تالیف کارونه  وکړل.

ابن  طولون  د خپلې  زمانې  د دودو زده کړو په پائ کښې د حدیثو علم  ته  مخه کړه. هغه په  هغو ګوته په  شمیر اسلامي  رجالو کښې  شامل  دی  چې خپله ژوند پاڼه یې لیکلې ده. د دغه دمشقي ادیب او فقیه  آثار د اسلام  په  تاریخ کښې کم  ساری  دی  چې د قرآني علومو او تفسیر، حدیث، فقهې، نحوې، طب  او  عرفان  په زمینو کښې دی. ابن  طولون  له  دغو علومو سربیره  له تاریخ، جغرافیا او ادبیاتو په تیره بیا شعر سره هم پوره بلد ؤ. (السفینه الطولونیه)  د ابن  طولون  دمشقي  له  آثارو دی.

««««««««««««

دوه نوي کاله پخوا، د دیارلس سوه دریم  هجري لمریز کال  د سلواغې  په  دوه ویشتمه  نیټه، په ایران کښې دریم  مشروطه  پړاو  د  رضا  خان  په  دیکتاتورۍ سره  پیل  شو .

په  داسې حال  کښې  چې  رضا  خان  د لومړي  وزیرۍ  د څوکۍ په  تر لاسه کولو سره په هیواد کښې د مطلقه ځواک  څیښتن  شوئ  ؤ، د پارلمان  د پینځم  پړاؤ تر وخت  وړاندې  ټاکنې  پیل  شوې .

دا ټاکنې په  زیاترو  مرکزونو کښې د پوځ  د امیرانو د جنګ وزارت د لاس پوڅو او منتفذو  ډلو  په  لاس  ترسره شوې .

د دیارلس سوه دویم  لمریز کال  د  سلواغې  په  دوه ویشتمه نیټه، د پارلمان  د پینځم  پړاؤ په  پرانیستنې سره  زیاتره  استازي چې د رضا  خان  له  قدرته  په ویرې  کښې وو،  د  کوم کار د مخته وړلو وړتیا نه  درلوده.  په  همدا ډول  فضاء کښې آیت الله حسن  مدرس  د پارلمان  د لږکیو مشري  په  غاړه  واخیسته  او د پارلمان د اکثریت په مقابل کښې چې د پوځ  د مشر د جمهوري غواړي نهضت  د منافقانه  او عوام  غولوونکو طرحو ملاتړ کاوه، ودرید .

په  همدې  ترتیب  د مشروطه  دریم  پړاو  په  پلان  شویو دسیسو سره پیل شو او په  حقیقت کښې د مشروطیت  لومړنۍ نښه چې د پارلمان  شتون  ؤ، په  دې ډول  له مینځه لاړه او دیکتاتورۍ د ټولو آزادي غواړو، مشروطیت غوښتونکو او هغو کسانو اسلامي ارمانونه چې  يې  درلودل، له مینځه لاړل.

««««««««««««

اویا  کاله  پخوا،  د  نولس سوه اووه څلویښتم  میلادي کال  د فرورۍ  په  لسمه نیټه، په دوهم  نړیوال جنګ کښې د متفقینو او متحدینو د حکومتونو ترمینځ د سولې  تړون  لاسلیک  شو . په  دغه  ورځ، امریکا،شوروي، انګلستان او فرانسې په دغه جنګ کښې ماته خوړونکو یعني له  ایټالیا، فنلینډ، پولینډ، هنګري، رومانیا او  بلغاریه  هیوادونو سره د سولې تړون لاسلیک کړ او په دې  توګه  دغو شپږو هیوادونو  یو ځل  بیا خپله  خپلواکي له  لاسه  ورکړه.  البته  پولینډ،هنګری، رومانیا او بلغاریه  څلور هیوادونه  چې  د شوروي  پوځ د جنګ په پائ کښې نیولي  وو، په  اجباري  توګه  د کمیونیسټي نظامونو لاندې  شول . متفقینو  د  جرمني او جاپان  په  باب  جلا جلا فیصلې وکړې.

««««««««««««

او له ننه اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم  هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، ایران خپله تر ټولو تاریخيی او برخلیک  ټاکونکې  و رځ  تیره کړه .

په الله اکبر روح  بخښونکي شعار، د حضرت امام خمینی (رح) په  هوښیارانه مشرۍ  او د ایران  د انقلابي او مسلمانو خلکو په سرښیندنې سره د شاهنشاهی د ظلم او استبداد تور پړاؤ پائ ته ورسید او له کلونو کلونو مبارزې او کوشش وروسته، د ایران  پرتمین اسلامي انقلاب  بریالیتوب ته ورسید .

په  دغه  ورځ ، د ایران  ښځو، سړیو، بوډاګانو او ځوانانو د خپل  توان  او  وس په  اندازه  د  ظلم  او استبداد د رژیم  د نهایي نسکوریدا لپاره کوشش وکړ .

هغوئ  په  واټونو کښې په  مورچو نیولو، د ټانکونو  په  وړاندې  دریدلو او  په  سرښیندنې سره  اسلامي انقلاب  بریالیتوب ته ورساوه .

نه  یوازې په تهران بلکې د ایران په ټولو ښارونو کښې د باچا رژیم له پاتې شونو سره   د خلکو  جنګونه  روان وو .

کله  چې  د خلکو د ځپلو لپاره  د تهران په لور د ایران له مختلفو ښارونو د پوځي ځواکونو د حرکت کولو خبر خپور شو، د ښارونو خلکو له پوځي ځواکونو سره  جنګونه وکړل  او د  لارو  په  تړلو سره یې د تهران په لور د پوځیانو د راتلو مخه  ونیوله .

خو  د خلکو د  مقاومت  له  امله  پوځ  بالاخره، خپله  بې طرفۍ اعلان کړه .

په  دې  مینځ   و مان کښې د راډیو او ټیلي ویژن اداره د باچا د رژیم  د یوې تر ټولو مهمې ادارې په  توګه د پوځیانو له نیواک او کنټرول څخه ووتله او د ایران  د مسلمانانو او انقلابي خلکو لاس ته ورغله او څو شیبې وروسته د ایران  د راډیو  نظاق  د اسلامي انقلاب د بریالیتوب او د باچا رژیم د نسکوریدا خبر اعلان کړ .

دغه خبر په حقیقت کښې د ظالمو باچاهانو د ظلم  د دوه نیم  زره کلنې ماڼۍ د نسکوریدا، په باطل د حق د غلبې او دغه راز د حضرت امام خمینی (رح) د اسلامي  جمهوریت  د پرتمینه  نظام  د بنسټ  د جوړولو زمینه جوړونکی ؤ .

د ایران د اسلامي انقلاب د پرتمین بریالیتوب کلیزه دې،  د دنیا ټولو مسلمانانو او آزادي غواړو ته  مبارکه  وي .

 

ذیشان حیدر بنګش