Mar 04, 2017 10:59 Asia/Kabul
  • دعشق او ایمان زیږنځاي ،جومات

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې ښه او نیکمرغه ژوند درته غواړو . دوستانو دایمان او عشق دزیږنځاي نومې د لړۍ له یولسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ

        دوستانو  له بعثته وروسته   داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص)  پخپل درست ژوند کې ، دجمې لمانځه ته پابند ؤ .  هغه بزرګوار  په  هرو شرائطو کې حتی  دناروغۍ په وخت هم  دجمې لمونځ  نه پريښود.  نو ځکه  ئې دهغه بزرګوار اصحاب او پیروکار  هم دجمې لمانّځه  ته پابند وو .   له عبدا...  ابن مسعود څخه  روایت شوي دي  چې ،  هیچا  دجَمې لمونځ  نه قضا کاوه ، مګر دا چې کومه   خاصه  پيښه شوي وائ ، یا څوک ناروغه شوی وائ.  البته  په ډيرو وختونو کې  ناروغ هم پّه داسې حال کې  چې پردوو نوروکسانو به ئې تکیه کړې وه ،  اوپه سختۍ سره  به په لار تلو ، خو  دجمې لمونځ به نه قضا کاوه .

           دوستانو د عشق اوایمان دزیږنځاي  نومې  لړۍ  په  ننني مطلب کې   هماغه شان چې پوهیږو ، جومات دلمانځّ او دجمعې لمانځه دقایمولو ځاي دی . دجَمې لمونځ  هغه  لمونځ دی چې  په ډله ایز ډول او د جمې دامام په غږملتیا سره  اداکیږي .  دجماعت امام  له ټولو مخکې  دقبلې په لور  په لمانځه دریږي ، او نورو لمونځ  ګزار په هغه پسې اقتداکوي .هغه لمانځونه چې   په جمې  سره اداکیږي ، یعني  دسهار ،  ماسپښین ، مازدیګر ،ماښآم او ماسخوتن  او همداراز دجنازې لمونځ ، د جمعې لمونځ ،د روژې  دمبارکې میاشتې  داختر لمونځ او دغه راز  دقربانۍ داختر لمونځ  پکې شاملیږي .

           دجماعت لمونځ،  د دنیا یو خورا ستر معنوي او  ولولناک لمونځ دی . له دې امله  ډیر زیات  فضیلت او ثواب لري .  دهر هغه ګام  لپاره چې انسان  ئې دجومات په لور او د جمې لمانځه په لور پورته کوي ، ډيرې  ثواب   لري او که  په جمې لمانځه کې دلمونځ ګزارو شمیر له لسو کسانو زیات شي ، نو له خداوندمتعال پرته ئې هیڅوک ثواب  نشي حسابولی .

 په یوه حدیث کې روات شوي دي ،  هرڅوک  چې  له جمې لمانځه سره  مینه ولري ،  خداوندمتعال  او دهغه فرښتې ورسره مینه کوي . پیغمبر اکرم په یوه ځاي کې فرمائي ؛ پوه شئ ، هرڅوک چې  دجمې لمانځه دقایمولو لپاره  دجومات په لور  حرکت وکړي ،   په هر ګام او قدم ورته  اویا زره ثواب اوحسنې لیکل کیږي  او  اویا زره ګناهانې ئې پاکیږي  او په همدې اندازه  ئې درجې لوړیږي  او که  په  همدې  وخت مړ شي ،  نو  خداي پاک ورته  اویا زره فرښتې   ګماري چې   په قبر کې دهغه زیارت وکړي  او  په تنهائۍ  کې   ورسره ووسي او دهغه لپاره  استغفار وکړي ترڅو چې دقیامت په ورځ بیرته راپاڅول شي .::::

         له بعثته وروسته   داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص)  پخپل درست ژوند کې ، دجمې لمانځه ته پابند ؤ .  هغه بزرګوار  په  هرو شرائطو کې حتی  دناروغۍ په وخت هم  دجمې لمونځ  نه پريښود.  نو ځکه  ئې دهغه بزرګوار اصحاب او پیروکار  هم دجمې لمانّځه  ته پابند وو .   له عبدا...  ابن مسعود څخه  روایت شوي دي  چې ،  هیچا  دجَمې لمونځ  نه قضا کاوه ، مګر دا چې کومه   خاصه  پيښه شوي وائ ، یا څوک ناروغه شوی وائ.  البته  په ډيرو وختونو کې  ناروغ هم پّه داسې حال کې  چې پردوو نوروکسانو به ئې تکیه کړې وه ،  اوپه سختۍ سره  به په لار تلو ، خو  دجمې لمونځ به نه قضا کاوه . 

               هغه ارتباط چې  دامام او دلمونځ ګزار  ترمینځ ټينګیږي ، جماعت ورته ویئل کیږي . دجمې لمونځ   له امام سره  په یوه کس  سره هم   دټولو لمانځو په  وخت  اداکیدلی شي . البته  په جُمعې لمانځه  کې   چې  له امام پرته  په  درو سړیو سره  قایمیږي . داسلام ګران پیغمبر  حضرت محمد مصطفی (ص)   دجماعت  دلمانځه دثواب داندازې  په بیانولو سره فرمائي ؛  جبرائيل  دما وخوا ته  راغی او و ې ویل ، حق تعالی  پرتاسلام  استوي  او دتا لپاره ئې یوه داسې  ډالۍ رالیږلې  چې   هیڅ یوه پیغمبر ته ئې نه ده لیږلې .  ما ووئيل ،  ائ جبرائيله ، هغه ډالۍ څه  شی دی ؟ ،  وې وئيل ، داچې    پنځه وخته فرض لمونځ  په جمې یا جماعت سره وکړې .  ما ووئيل ،  څومره ثواب لري .؟ وې وئيل ،  کله دوه کسان    وي ،  د هریوه رکعت     ته د یو سل پنځوسو لمانځونو او  که درې کسان وي ، نو هر یوه ته د هر یوه رکعت  په بدل کې  داوه سوه لمانځونو او که څلور کسان وي ، نو هریوه ته    د یوزر دوه سوه لمانځونو  او که پنځّه کسان وي ،نو هریوه  ته د  یوه رکعت  د دوه زره  سلو لمانځونو  او که لسو کسانو څخه زیات شي ،  نو  درست جن او انس ئې   ثواب نشي شمیرلی  .

             خوږو دوستانو  دعشق اوایمان دزیږنځاي  نومې دلړۍ  د اوسني مطلب په دوام کې  درته  د :سَهله  :  جومات  درمعرفي کوي  چې   داسلام د یو ډير زیات مشهور جومات   په توګه یادیږي .

 سَهله جومات د  :قرُاء :جومات  هم بلل کیږي .قرُاء نوم پرې کیښودل  دحضرت امام علی علیه السلام څخه یو روات لامل شوي چې فرمائي؛ په کوفې ښار کې   څلور سپيڅلي ځایونه دي چې    هر یو  ئې  یو جومات لري .  له هغه بزرګواره ئې نامې   وپوښتل شوې ، نو  وې فرمائيل ؛  په  هغو کې یو د :سهله جومات : دی .  سهله جومات  د خضر پیغمبر  داوسیدو ځاي دی  او    دغه جومات ته هیڅ یو غمجن کس  نه  داخلیږي ، مګر داچې   خدا وندمتعال ئې  غمونه  ختم کړي  او مونږ اهل بیت  د سهله جومات د قرُا  جومات   په نامه یادوو .::::: 

               سهله جومات  په  دووبرخو مشتمل دی  یعني یو  ئې صحن اوبل ئې  هم هال. د دغه جومات  دصحن په بیلابیلو برخو کې  داسې محرابونه جوړشوي دي و چې  دپیغمبرانو اوآئمه معصومین علیهم السلام   په نامو سره یادیږي  او په یوه اصطلاح  کې  ورته مقام ویئل کیږي .  په  هغو کې یو مقام  مقام  ابراهیم دی  چې  د شمالي او لودیځي  دیوال ترمینځ  واقع دی.  په یوه روایت کې راغلي دي ،  دغه  جومات دحضرت ابراهیم خلیل ا... علیه السلام  کور دی او   له دغه ځایه  د  :عمالقه :  قوم په لور تللی دی .

 عمالقه ،  یو ډير  پیاوړی  او اوږده مخینه لرونکی امت ؤ چې له دې مخکې  کله  حضرت  ابراهیم  له هاجر سره  مکې ته تللئ  ، نو دلته  به دیره کید.

          په  سهله جومات کې  یو بل سپيڅلی مقام  دحضرت ادریس پيغمبر  مقام دی . دغه مقام په  :بیت الخضر :    هم مشهور دی.  حضرت امام جعفر الصادق علیه السلام  په یوه روایت کې  خپل یوه شاګرد  ته وائي ،   کله چې کوفې ته  داخل شې ،  نو  سهله جومات ته لاړ شه او هلته  لمونځ وکړه !  هغه وخت  له خداوندمتعاله   خپل  مادي اومعنوي حاجتونه وغواړه ،ځکه چې سهله جومات  د  ادریس پیغمبر کور  ؤ  او حضرت ادریس پيغمبر  پکې قالي جوړول  اولمونځ ئې پکې کاوه .   هرڅوک  په  سهله جومات کې   لمونځ وکړي او خداي یاد کړي ،  دهر حاجت لپاره  چې ئې غواړي ،  خداوندمتعال ئې حاجت پوره کوي او دقیامت په ورځ  هغه  ته دحضرت ادریس پیغمبر هومره روتبه ورکوي، او هغه د دښمنانو له شر او  د دنیا له ترینګلتیاؤ او ناخوښیو  خوندي ساتي::::

                      دوستانو  د سهله جومات یو بل مقام  د حضرت صالح پیغمبر مقام دی چې  د  ختیځ  په لور  د جنوب اوختیځي  دیوال  ترمینځ واقع دی ، او په مقام صالحین، انبیاء او مرسلینو مشهور دی .   دامام صادق مقام  هم  دجومات په مینځ کې دی . دتاریخي روایتونو په اساس ،  حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  تریوې مودې پورې  په دغه ځاي کې  هستوګن شوی  او  دلته ئې  عبادت او دعاګانې کولې .

                      دسهله جومات  یو بل مهم  مقام ،  دامام الزمان علیه  السلام  مقام دی .  دغه مقام هم  دجومات په منیځنۍ برخې کې دی  او  دحضرت یونس علیه السلام او دحضرت امام سجاد علیه السلام  دمقاماتو ترمینځ دی .   اوس  په دغه ځاي کې  یوه ستره ودانۍ جوړه شوې ده .  د دغه مقام لپاره  په کتابونو کې  یو مخصوص زیارت لوستل  نقل شوي دي چې  له نورودعاګانو سره یو خاي لوستل کیږي . 

                         سهله جومات  د  فضیلت له پلوه  ،له  مسجد الحرام ، مسجد النبي ، مسجد الاقصی  او مسجد کوفه  وروسته   په پنځم  روتبې کې  راځي . دحضرت امام جعفر صادق علیه السلام  په یوه معتبر روات کې   چې  خپل یوه وفادار ملګري  ابابصیر تّه ئې  ویلی ،  فرمائيلی دي ؛  ائ ابابصره !ګواکې  یوه ورځ  وینم چې   د رسول ا... بزرګوارلمسی   حضرت امام مهدي  له ظهوره وروسته،  له خپلې کورنۍ سره په سهله جومات کې شتون پیدا کوي :. ابوبصیر وائي ، امام جعفرصادق علیه السلام ته  مو عرض وکړ ، مولا! هغه جومات به   دحضرت قائم   علیه السلام    منزل وي  .  امام  بزرګوار وفرمائيل ؛  هو !  دا جومات د  حضرت  ادریس او حضرت ابراهیم علیهم السلام  کور ؤ او  خداوندمتعال  یو پیغمبر هم په پیغمبرۍ نه دی مبعوث کړی،مګر دا چې  هغه  په دغه ځاي کې لمونځ اداکړی دی . دحضرت خضر علیه السلام  هستوګنه هم   په همدې جومات  کې  وه . هرڅوک  په دغه جومات کې دیره شي ، د دې په معنا دی چې  دپیغمبر اکرم په څادر کې ئې وخت تیر کړی .  هرڅوک  په دغه سپيڅلي ځاي کې  لمونځ ادا کړي ،  په دې پسې   په خالص نیّت سره دعا  وکړي ، نو  حاجت ئې پوره کیږي  ، که څوک   له کومې ویرې  دغه ځاي ته پناه یوسي ،   نوخداوندمتعال  هغه له خطرې خوندي ساتي .:::

 ابوبصیر وائي،حضرت امام صادق علیه السلام ته مو عرض وکړ،په رښتیا    دغه سپيڅلی مقام ډير فضیلت لري؟،امام بزرګوار وفرمآئيل؛آیا بیا ئې فضیلت وشمیرم،عرض مو وکړ،هو! حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  وفرمائيل؛ سهله جومات   هغه ځاي دی چې  خداوندمتعال  خوښ دی  او دلته  دعا  لوستل کیږي .داسې کومه شپه ورځ نشته چې  فرښتې دغه جومات ته د زیارت لپاراه رانشي  اودلته دخداي عبادت کوي . که  زه له دغه جومات سره نزدې هستوګن وائ ،  نو ټول لمانځونه به مو دلته اداکول . :::: 

           دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو د سهله جومات د فضیلت په بیانولو کې  د خضرمي په نامه دامام جعفر صادق  علیه السلام یو بل شاګر  وائي ،   له امام بزرګواره مو پوښتنه وکړه  چې  دخداوند بزرګ  له حرم وروسته  له ټولو بافضیلته  ځاي  کوم یو دی؟،هغه بزرګوار  وفرمائيل؛کوفه  ده ....چې  سهله جومات پکې دی . داسې جومات چې  خداي پاک  یو پیغمبر  هم  نه دی مبعوث کړی،مګر داچې  په دغه جومات کې  ئې لمونځ  کړي وي .   له دې جوماته به الهي عدالت  ظاهر او په دغه ځاي کې به   امام مهدي  هستوګن شي. دا د پيغمبرانو، اوصیاؤ او صالحانو  منزل دی .:::::::::

 (سیماب )

*********************************************************************************************************************************