ایران د اونۍ په هینداره کې
-
ایران د اونۍ په هینداره کې
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې یو ځل بیا ښه اونیکمرغه ژوند درته غواړو دوستانو په تیر لمریز کال کې دایران د خورا مهمو پيښو د لړۍ په دوام کې او س هم ایران دتیرې اونۍ په هینداره نومې پروګرام په ځاي د ډيپلوماسۍپه ډګرکې بریا رامینځةکونکي برجام پروګرام په باب درسره غږیږو،نو ترپایه راسره مله ووسئ
= په تیر کال کې داسلامی ایران ډيپلوماسي په ویاړ اوسرلوړۍ سره له سخت آزمیښته سرلوړي راوتلې ده . دایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزیر محمد جواد ظریف په مشرۍ دایران ایټمي مرکچي ټيم توانیدلی له کابو دوه کلنو سختو ایټمي خبرواترو رووسته په بریالیتوب سره له دغه امتحانه تیر شي او اجازه ورنه کړي چې زیات غواړي قدرتونه په سیاسی اوپوځي باؤنونو اویا پوځي ګواښونو سره ، دپرمختګ پّ لور دایران لاره بند نه کړي . دډيپلوماسۍ په ډګر کې دایران بریالیتوب او دایران دایټمي حقوقو دتثبیت لپاره په یوه فرصت په ایټمي موضوع کې ددښمنانو دګواښونو بدلول ، یو داسې ستر بریالیتوب دی چې ددښمنانو دپيچلو پلانونو او دسیسو په مقابل کې ئې دایران نرم قدرت نندارې ته وړاندې کړ.

په تیر لمریز کال کې دایران دډيپلوماټيک توان یوه مهمه برخه دایټمي موضوع پر حل متمرکزه وه .
دایران اسلامی جمهوریت دډيپلوماسۍ په ډګر کې دظالمانه بندیزونو په و ړاندې په مقاومت سره وتوانید، دښمنان شاتګ ته اړباسي او دسرزورو دبندیزونو یوه برخه ختمه کړي . دغه بریالیتوب بې شکه دایران دملت دمقامت او تل پاتیکیدو نتیجه ده .
دایران اسلامی جمهوریت په دغو خبرواترو کې وتو انید ، دنیا ته وښئ چې هیڅکله په ایټمي وسلو پسې نه دی او دباؤر جوړونې او دمسئلو د حل لپاره ، درغنده خبرواترو او تعامل څښتن دی .په دغو خبرواترو کې بریالیتوب په تیر لمریز کال کې دایران داسلامی جمهوریت یوه خورا مهمه سیاسی پيښه وه . دغه خبرې اترې د ۲۰۱۳کال دنومبر د۲۴نیټې دموافقې په اساس پیل شوي او بلاخره کابو تر دووکلونو پورې اوږدې شوې او ډيرې ټيټې هسکې ئې در لودې او دایران دایټمي ډيپلوماسي په ویانا کې د ۲۰۱۵کال د جولائي په څوارلسمه نیټه بریالۍ شوه او دایران او ۵+۱ډلې ترمینځ ایټمي خبرې اترې یوې روښانه نتیجې ته ورسیدې .
اوس دبرجام پروګرام یا ایکشن پلان په اجرا سره یعني دایران او ۵+۱ډلې ترمینځ دایټمي موافقې وروسته دګډ جامع پروګرام په اجرا سره ، ایران له ډيرو تپلو او حاشیه اي مسئلو بریالی ووات او په نړیوال سیاسی ډګر په تیره بیا په سیمه ایزو شخړو کې خپل ټاکونکی رول لوبولی شي . دبرجام پروګرام په اساس داقتصادي او مالی بندیزونو په لغوه کیدو سره ، ایران داقتصادي بنیادونو دپراختیا او پراختیا بیخ بینائیو د ودې او دسیمه ایزو پانګونو لپاره داقتصادي تعاملاتو نوي پړاؤ ته داخل شوی دی .د دغې موضوع دحل په زمینې کې د ایران ډيپلوماسۍ وښودله چې اسلامی ایران پخپلو مسئولیّتونو په بشپړ او دقیق ډول او له هرډول له سیاسی ملاحظاتو لیرې عمل کوي .دنړیوالو قدرتونو له خوا د ایران د ایټمي حقوقوپه رسمیّت پيژ ندلو سره په سیمه ایزو او نړیوالو معادلاتو کې د ایران مقام لوړ شوی دی .
*********************
دایران داسلامی جمهوریت پیاوړي ډيپلوماسۍ وښودله چې ایران به د سرزورو ، زیات غواړو او استکباري قدرتونو دانخصار غوښتنې په وړاندې شاتګ ونه کړي او له خپلو حقوقو به هرډول ډول دفاع وکړي . استکباري قدرتونه له هماغه پیله دایران دایټمي پروګرام په بندولو پسې وو او هڅه ئې کوله په ایران کې دیورانیمو دپخولو په منع کولو سره ، دفردو ایټمي تاسیسات او داراک درندو اوبو تاسیسات وتړل او په دې زمینې کې دهرډول پراختیا او څيړنو خنډ شي ، خو په دې موخې کې پاتې راغلل . اوس دایټمي موضوع حل او دنړۍ له شپږو قدرتونو سره دبریالي تعامل توانمنۍ ، دایران داسلامی جمهوریت سیمه ایز اونړیوال اقتدار او قدرت تثبیت کړی دی .

داسلامی ایران دولسمشر حسن روحاني په تعبیر ، له ایرانه د ویرولو هغه دیوال چې دایرن دملت دښمنانو جوړ کړی ؤ نړیدلی دی . په ایټمي موضوع کې دایران بریالیتوب ، دنړۍ دشپږو قدرتونو له خوا دایران دایټمي حقوقو دپه رسمیّت پيژندنې ، وښودله چې دایران دمنزوي کولو لپاره د هغوي هڅه چټي و ه .
نهائي ایټمي موافقې ته رسیدا،دایران داسلامی جمهوریت ددښمنانو دخوښې سناریو ناکامه کړه او دملګروملتو دمنشور له اوه م سپرکي څخه دایران وتلو،دایران په ضد ګو اښونه بې اغیزې کړل .ایران د ډيپلوماسۍ په چوکاټ کې وتوانید دملګروملتو دمنشور له اوم سپرکي ووځي او په عین حال کې توانیدلی ، په ایټمی حقوقو کې او دغه راز د یورانیمو دپخولو په دوام کې خپلو حقوقو ته چې دامنیت شورا دڅو غړو هیوادونو له خوا له جدي مخالفتونو سره مخامخ ؤ، لاس رسی ولري .
دغه بریا په هغو آثارو سره چې ئې لرل،یوه سیاسی بریا ده او دایران د ایټمي فعالیتونو پر سوله ایزوالي مشتمل د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا پریکړه لیک دغې بریا ته عیّنیت وبخښه . ایران اوس دبرجام پروګرام په اساس د سوله ایز پروګرام لرونکي هیواد په توګه چې د یورانیمو د پخونې د حق او د سونګو د بشپړ څرخ لرونکی دی ،پيژندل شوی دی او په ایران کې ایټمي بیخ بینائي تاسیسات ساتل شوي دي .
په ایټمي موافقې سره چې د مشترک اقدام په جامع اقدام یا برجام بدل شو؛دایران دایټمي پروګرام سوله ایزو الی تائيد شو او د هغه څه په باب جنجالونه چې دایران د ایټمي پروګرام له تیر وخت سره اړونده ګڼل کیدل . د تل لپاره ختم شول .څو دایران بندیزونه هم لغوه شي.برجام پروګرام په ایټمي موضوع کې یوه موافقه ده خو بې شکه ډير زیات سیاسی اواقتصادي آثار لري .دایران دتیر کال په تیره بیا د تیر میلادي کال په وروستیو میاشتو کې په اقتصادي اوسیاسی مناسباتو کې د دغه بدلون آثار او اغیزې تهران ته د آسیائي او اروپائي هیوادونو د لوړپوړو اوسترو اقتصادي اوسیاسی پلاؤ په سفرونو سره روښانه شو .خو واقعیَت دادی چې د امریکا چارواکي په بدعهدۍ یا د ژمنو په ماتولو عادت دي .
= په تیرو درو لسیزو کې امریکائي چارواکو له ترهه ګرۍ او دبشری حقوقو په موضوع دایران په تورنولو سره هم دایران په ضد یولړ بندیزونه او دباؤنه زیات کړي دي .دایران په ضد دامریکائي چارواکو دغه ډول چلندونه او څرګندونې تمامې شوي نه دي ، او داپه دې معنا دي چې له ایرانه دویرولو پروژه هماغه راز دایران دملت ددښمنانو او دهغو په سر کې دامریکا په ایجنډا کې شامله ده .
په همدې دلیل هغه څه چې دایران دملت له نظره دامریکا دتیرو اوا وسنیو چلندونو په باب اهمیّت لري ،دادي چې په هغو ګامونو کې چې پورته کیږي په امریکا دایران دملت بې اعتمادي هیڅکله هم نه هیریږي .
له همدې امله ده چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه اي تیر کال په ایټمي مذاکراتو کې دموافقې او دبرجام پروګرام داجرا دپیلیدو په باب داسلامی ایران دولسمشر حسن روحاني د دوو لیکونو په ځواب کې په ایټمي خبرواترو :ې دامریکا د بې باوره کیدا موضوع ته اشاره کړې او چارواکو ته ئې ویلی دي ، چې ځير دې ووسي ، څو مقابل لوری خپلې ژمنې په بشپړ ډول ترسره کړي .
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز دا واقعّیت هم یاد کړی چې دهغه څه لپاره چې په دغې معاملې کې ترلاسه شوي ، ډير زیات لګښتونه ورکړل شوي دي . دوي همداراز فرمائيلی دي ، لازمه ده ، دمقابل لورو دژمنتیاؤ په اجرا کې ښه څارنه اوخیال وکړائ شي څو برجام پروګرام په اټکل شوي قانوني لاره کې راشي او دمقابل لوري له خوا داحتمالي ژمنو دخلاف ورزیو په بڼه کې دهغوي لاره بنده شي.

دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر دبرجام پروګرام داجرا له پیلیدو وروسته داسلامی انقلاب دمعظم لارښود په نامه په یوه لیک کې په ایټمي ،سیاسی ، حقوقي او اقتصادي حوزو کې داسلامی ایر ان دیولسو بریاؤ په بیانولو سره روښآنه کړې ؛ دغه بریاوې د هوښیارې او ځيرې رهبرۍ په شجاع او میړانې رهبرۍ سره او دغه راز د ټولو ګواښونو اوبندیزونو په مقابل کې دیاران دولس دتل پاتې په دولس کلن استقامت او تل پاتیکیدو سره ترلاسه شوې .
داسلامی ایران ولسمشر ددغه لیک په یوې برخې کې همداراز دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس دواکمنې شور ا دولسو پریکړه لیکونو او پنځو فیصلو لغوه کیدا ته په اشارې سره روښآنه کړې ، همدااوس دایران له ایټمي پرورګامونو له تیر وخت سره اړونده ټول موردونه اوابهامات ختم شوي دي . دمالی نقل او انتقالاتو ، بانکي فعالیتونو ،سوئيفټ، پانګونې ، دبیمې دخدمتونو ، صادراتي کریډیټونو ، تیل ،ګیسو ، پيټروکیمیکلز، ټرانسپورټ ،کشتۍ چلونې ، بندرونو ، د سرو زرو ، او نورو فلزاتو،ګاډو او الوتکو دتجارتو په څير په ډول ډول حوزو کې دامنیت شورا ، اروپائي اتحادئې او امریکا له خوا له ایټمي موضوع سره اړونده اقتصادي اومالی بندیزونه ختم شول . . ...
په دې توګه په نړیوال اقتصاد کې دایران توانمن شتون لپاره، دنړیوالې پانګې بازار ته دلاس رسي او دصادراتي بازار له فرصتونو څخه داستفادې لازمه زمینه برابره شوه چې په هیواد کې دکارکسب د رامینځةکولو او پانګونې لپاره داستفادې امکان ته لاس رسی وشي.
په دغې موافقې سره همداراز ، داسلام اوایران بدغواړو څو کلنې هڅې چې غوښتل ئې ، داسلامی انقلاب څخه یو ناسم اوویرونکی تصویر انځور کړي ، ماته وخوړله . دایران اسلامی جمهوریت اوس دایټمي پوهې په ټولو ډګرونو کې لوړګامونه پورته کړي دي او دصعب العلاج ناروغانو د درملنې لپاره له ایټمي پوهې څخه په استفادې او همداراز په نانو ټيکنالوجۍ سره دمحصولاتو دتولید او دایټمي محصولاتو دتولید او دایټمي بټیو د اړتیا وړ سونګو په تولید کې د ډول ډول راډیو درملو په تولید سره دماډرن نړیوالې پوهې دلرونکو هیوادونو په لیکه کې حساب شوی دی .
په حقیقت کې باید وویل شي دامریکا له کارړنګونو اوغلیمانه چلندونو سره سره ، اوس دبرجام پروګرام یا ایکشن پلان په اجرا سره دایران په وړاندې ډير زیات فرصتونه اوظرفیّتونه رابرسیره شوي دي . نن سبا د ایران اسلامی جمهوریت دلاښه اوغوره راتلونکی په لور لازیات باثباته ګامو پورته کوي ، اوس هم ایران په داسې حال کې نوی لمریز کال پیلوي چې چې برجام پروګرام یا ایکشن پلان اجرا شوی دی ، خو تجروبې ښودلې ده چې په امریکا باؤر ونه کړي . ......
(سیماب)
***********************************************