Apr 06, 2017 17:45 Asia/Kabul
  • د هدایت حدیث  (۱۲۸)
    د هدایت حدیث (۱۲۸)

د قرآنی مبارکو آیتونو سره سم، سلام کول یو آسمانی شعار دئ. لکه څرنګه چی د مړینې په وخت او له مادی بدن څخه د روح د وتلو او آزادیدو په مهال، آسمانی فرشتې مؤمنو بندګانو ته سلام کوی. دغه سلام د هغوی له زړونو څخه ټولې اندیښنې او وارخطایۍ له منځه وړی. جنت ته د ورتلو په وخت کی هم، یو ځلې بیا فرشتې مؤمنانو ته سلام کوی او وایی:« په تاسو باندی درود؛ د هغه مقاومت په دلیل چی ومو کړ.»

 

ګرانو دوستانو د هدایت حدیث پدی مطلب کی د اسلام له نظره د سلام کولو په هکله خبری کوؤ، هیله ده چی د پام او استفادې وړ مو وګرځی.

په تیر مطلب کی مو د سلام کولو موضوع وڅیړله، او ومو ویل؛ چی په اسلام کی سلام کول، په یو مسلمان باندی د بل مسلمان د حقوقو له جملې څخه دي، او د ګناهونو د بخښنې عامل ګنل کیږی.

د اسلام ستر محدث او مفسر«جابر جُعفی» له امام باقر ع څخه یو روایت نقلوی، چی ویی فرمایل: « په تحقیق سره د حقتعالی له فرشتو څخه یوې فرشتې یو سړئ ولید، چی د یو کور دروازې ته ولاړ ؤ، له هغه یی پوښتنه وکړه: ای د خدای بنده! ولی دلته دریدلئ یی؟ سړی وویل: راغلئ یم خپل مؤمن دوست ته سلام وکړم. فرشتې پوښتنه وکړه: آیا نوموړئ ستا له خپلوانو او دوستانو څخه دئ، یا دا چی هغه ته کومه اړتیا لری؟ سړی وویل: نه هغه زما له خپلوانو څخه دئ، او نه کومه اړتیا ورته لرم، او له اسلامی ورور ولۍ او له احترام څخه پرته، د بل څه په خاطر دلته نه یم راغلئ، او دغه کار می یواځی د خدای د رضایت په خاطر په ځان باندی ضرور وباله. فرشتې وویل: پوه شه چی زه د خدای تعالی له خوا مامور شوې یمه، خدای تاته سلام رسوی، او فرمایی؛ ای زما بنده! ما ته دې پام درلود، او زما لپاره دی دغه کار سرته ورساوه، ځکه نو جنت می تاته در وباخښه، او له خپل غضب څخه می وژغورلې، او د دوژخ له اور څخه می پناه در کړه.»

ګوینده: ټول انسانان چی د دنیا په هرځای کی وی، د خپل نظر او د خپلې دوستۍ او مینې د څرګندولو په منظور، هر کله له نورو کسانو سره مخامخیږی، یو او بل ته درود وایی او احترام اداء کوی. مسلمانان هم د دوستۍ او ورورۍ د جلبولو په منظور، یو او بل ته سلام کوی. دغه سلام دومره اهمیت لری؛ چی له یو او بل سره په کتنه کی د مسلمانانو رسمی شعار ټاکل شوئ دئ. د خدای ګران رسول ص پدې باره کی فرمایی:« سلام، زموږ د ملت درود دئ.» خو دی ټکی ته هم باید پام وشی، چی په اسلام کی د هر بل دود او ادابو په شان، سلام کول باید د اعتدال او مځنی حد په اندازه وی، او په هغه کی له افراط او تفریط څخه ډډه وشی، او په سلام کی د کسانو حد او مرتبه  په پام کی وساتل شی. ځینی وختونه سلام کول دومره له احترام سره مل دئ، چی په زیاته اندازه ریا؛ تظاهر او چاپلوسۍ ته ورته دئ، او کله کله هم د کسانو د معنوی موقعیت سره سم، هغوی ته مناسب سلام نه ادا کیږی، چی هر دواړه ناروا دي. ځکه نو که سلام یواځی ژبنی او ظاهری احترام وی، او په زړه کی له مؤمنانو سره مینه او محبت ونه لرو، دغه کار نفاق او دوه مخی توب دئ. همداراز که د هغوی په نسبت بی پروایې وکړو، او مناسب سلام ورته ور نه کړو نیمګړئ کار مو کړئ دئ. حضرت امام علی ع فرمایی:« دینی وړونو ته د سلام په ورکولو کی، نه د ریاء تر حده له اندازې واوړئ، او نه د هغوی له وړتیا څخه کمی راولئ.»

یو متعادل او منځ لارئ کس، ځان په هماغه ډول وینی، چی دئ؛ نه له حد څخه زیات او نه کم. هغه د ځان لپاره کاذب او غیر واقعی شخصیت نه جوړوی، او ځان له نورو خلګو څخه لا اوچت نه ګنی. یو داشان کس په آسانۍ سره له خلګو او خپلو دینی وړونو سره دوستې کوی، او په صفا او صمیمیت سره د هغوی کتنې ته ور ځی.

ځکه نو په تکبر او غرور باندی نه ګیریږی. امام صادق ع فرمایی:« د تواضع او انکسارۍ یوه نښه داده، چی له هر چا سره مخامخ شوی؛ هغه ته سلام وکړې.» یو داشان کس الهی رحمت ته لا نږدی، او د خدای د لا زیات پام او عنایت څخه برخور دئ، ځکه چی تکبر یی له ځانه لیری کړئ دئ، او د خپل دینی ورور په وړاندی په تواضع سره، خدای ته تقرب موندلئ او د الهی مغفرت وړتیا پیدا کوی.

حضرت پیغمبر اکرم ص فرمایی:« سلام کول او په ښه توګه خبری کول، د ګناهونو د بخښنې له عواملو څخه دي.»

د قرآنی مبارکو آیتونو سره سم، سلام کول یو آسمانی شعار دئ. لکه څرنګه چی د مړینې په وخت او له مادی بدن څخه د روح د وتلو او آزادیدو په مهال، آسمانی فرشتې مؤمنو بندګانو ته سلام کوی. دغه سلام د هغوی له زړونو څخه ټولې اندیښنې او وارخطایۍ له منځه وړی. جنت ته د ورتلو په وخت کی هم، یو ځلې بیا فرشتګان مؤمنانو ته سلام کوی لکه څرنګه چی متعال خدای د رعد د مبارکی سورې په ۲۴ آیت کی فرمایی:« په تاسو باندی درود؛ د هغه مقاومت په دلیل چی ومو کړ. څومره ښه دئ د هغې دنیا پای.»

دغه شعار دومره سلامتی او امنیت له ځانه سره راولی، چی تبارک او تعالی خدای پیغمبرانو او رسولانو ته د هغوی د لا زیاتې آرامیتیا او ډاډینې لپاره سلام رسوی، او د صافات د سورې په ۱۸۱یمو، ۷۹ یمو، ۱۰۹ مو او ۱۲۰ مو آیتونو کی فرمایی:« د خدای په رسولانو باندی سلام» په «نوح باندی سلام» «په ابراهیم باندی سلام» «په موسی او هارون باندی سلام».

جالبه داده، چی پر وروستی پیغمبر«خاتم الانبیا» باندی، چی د ټولو انبیاؤ او رسولانو سالار دئ، د متعال خدای ج سلام له نورو سلامونو سره توپیر لری. خدای تعالی د احزاب مبارکې سورې په ۵۶ آیت کی له ټولو مؤمنانو څخه غواړی، چی له خدای او فرشتو سره مل؛ پر نبی اکرم ص باندی سلام او درود ووایی، د تسلیم سره یو ځای سلام:«اِنَّ الله و ملائکتهُ یصلون علی النبی، یا ایهاالذین آمنو صلوا علیه و سلمو تسلیما.» یعنی په تحقیق سره خدای او د هغه فرشتې په پیغمبر باندی درود لیژی، ای هغو کسانو چی ایمان مو راوړئ دئ! تاسی هم په هغه باندی درود ولیژئ، او هغه ته سلام وکړئ، د تسلیم او تعظیم سره مل سلام.»  

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه