عراقچي: بریکس باید د نړیوالې حکومتولۍ د اصلاحاتو مخکښ وي
(last modified Tue, 08 Jul 2025 01:32:38 GMT )
Jul 08, 2025 06:02 Asia/Kabul
  • عراقچي: بریکس باید د نړیوالې حکومتولۍ د اصلاحاتو مخکښ وي

پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر د بریکس په ۱۷مه سرمشریزه کې،  د خپلواکو حکومتونو پر وړاندې د فشار د وسیلو په توګه اقتصادي بندیزونو او یو اړخیزه جبري اقداماتو په ردولو سره، د سویل-سویل همکارۍ د ودې او د سیمه ایزو سازمانونو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د بریکس په سرمشریزه کې د څو اړخیزې همکارۍ، اقتصادي - مالي همکارۍ او مصنوعي هوش د پیاوړتیا په اړه، د ملګرو ملتونو په جوړښت کې د جوړښتي اصلاحاتو اړتیا ته په اشارې سره، د سولې پر وړاندې د ګواښونو او سرغړونو په ځواب کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بې عملي، د هغې د ځینو غړو انتخابي او ویجاړوونکي چلند یاد کړ.

عراقچي د سویل - سویل همکارۍ د ودې، د سیمه ایزو سازمانونو د پیاوړتیا، او د هیوادونو ترمنځ د خبرو اترو د هڅولو غوښتنه وکړه.

سید عباس عراقچي د بریکس سرمشریزې بیانیې ته په اشارې سره، په ایکس کې ولیکل: ایران د اسراییلي رژیم او امریکا لخوا د وروستیو پوځي تیریو په اړه د بریکس د کلک او واضح غندنې ستاینه کوي.

د هېوادونو دې اغیزمنې ډلې په څرګنده توګه ټینګار کړی چې د ایران په ملکي زیربناوو او اټومي تاسیساتو باندې قصدي بریدونه، چې د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې تر څارنې لاندې دي، د نړیوالو قوانینو او نړیوالو نورمونو سرغړونه ده.