تاریخ پاڼه شماره ۴۲
نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې یوولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې له څلورمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مئی له لومړی نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو څلور سوه دولس کاله پخوا، د 26 هجری قمری کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې په څلورمه نېټه د حضرت امام علي (ع) زوے حضرت عباس (ع) چې ابوالفضل لقب يې لرۀ نړۍ ته راغے. د هغه قدرمن حضرت مور بي بي ام البنين نومېده چې د حضرت بي بي فاطمه زهرا (س) له رحلته وروسته يې د حضرت امام علي (ع) د مېرمنتوب وياړ ترلاسه کړ. حضرت عباس علمدار (ع) د حضرت امام علي (ع) په شان پلار او د امام حسن او حسېن عليهم السلام په شان وروڼو تر څنګه د علمي او معنوي فيوضاتو په حاصلولو بوخت شو. حضرت ابوالفضل العباس (ع) له خپلو وروڼو سره ډېره مينه لرله. هغه وخت چې امام حسن (ع) امامت ته ورسېد نو حضرت ابوالفضل (ع) د هغه حضرت له خدمت او ملګرتيا څخه ډډه ونۀ کړه. له امام حسېن (ع) سره يې مينه او عشق هم تر دې حده وه چې د کربلا د غميزې په دوران کښې يې خپل ځان د اسلام د آئيډيالونو د حفاظت او له هغه حضرت څخه د پېروۍ په لاره کښې قربان کړ. حضرت عباس علمدار (ع) د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو (ع) له کمالاتو څخه په الهام سره د علم او پوهې لوړې درجې ته ورسېد. په دا ډول چې زياتروخلقو به د خپلو علمي مشکلاتو د هوارولو لپاره هغه حضرت ته رجوع کوله. هغه حضرت به همدارنګ د بې وزلو د لاس نيونې او د حاجتمنو د چارو د پوره کولو لپاره زيات کوشش او هڅه کوله.
د ايران په اسلامي جمهوريت کښې د حضرت ابوالفضل عباس (ع) د ولادت ورځ د جانباز په ورځ نومولې شوې ده. د ايران ملت د هغه حضرت حضرت چې د قربانۍ، ايثار او سرښيندنې يوه ښکلې نمونه دے د ولادت په ورځ د هغو کسانو ياد او خاطره نمانځي چې د ايران په خاوره د عراق د پخواني رژيم د فوځ د تيري په زمانه کښې يې د اسلام له مبين دين او خپل وطن څخه په مېړانې سره دفاع وکړه او په دغه لار کښې یې د بدن يو اندام له لاسه ورکړ. د حضرت عباس علمدار (ع) د ولادت کليزه دې د نړۍ ټولو مسلمانانو او ازادي غوښتونکو ته مبارکه وي.
««««««««««««
نهه سوه اته نوي کاله پخوا، د څلور سوه څلویښتم هجري قمري کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې په څلورمه نيټه، ايرانی عارف او شاعر ابوسعيد ابوالخير په درې اتيا کلنۍ کښې وفات شو. ابوسعيد په درې سوه اووه پنځوسم هجري قمري کال کښې وزيږيد. هغۀ يوه موده په رياضت او سير او سلوک کښې تيره کړه. هغه د تفسير، حديث او فقهې په علومو کښې زيات مهارت درلود او د څلورمې او پينځمې قمري پيړيو له ډيرو مشهورو عارفانو ګڼل کيږي.
د هغۀ د ژوند تر ټولو مهم حالات او افکار په (اسرار التوحيد) کتاب کښې راوړل شوي دي. دغه مشهور ايرانی عارف له شاعرۍ سره زياته دلچسپي درلودله او له هغه څخه يو لړ عارفانه رباعيانې او قطعې نقل شوي دي چې د عرفاني افکارو او ګټورو نصيحتونو لرونکي دي.
««««««««««««
یو سلو اته ویشت کاله پخوا، د اتلس سوه نهه اتیایم میلادی کال د مئ د میاشتې په لومړی نیټه، د کار د نړیوالې کنګرې د پریکړې له مخې دغه ورځ د کارګر د نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه. د اتلس سوه شپږ اتیایم میلادی کال د مئ د میاشتې په لومړی نیټه د امریکې په شکاګو ښار کښې له څلویښتو زرو زیاتو کارګرانو د خپلو حقوقو د پوره کیدو په موخه یولړ مظاهرې وکړې. په دغو مظاهرو کښې کارګرانو د خپلو حقوقو او د سوکالتیا د امکاناتو د زیاتیدو او د کار د عادلانه قانون د ټیګښت په هکله ځینې غوښتنې څرګندې کړې. خو دغه مظاهرې د امریکې د پولیسو لخوا په سخته وځپل شوې او له امله یې ډیر کارګران مړه او ژوبل شول. له دغې پیښې څه موده وروسته، د کار په نړیواله کنګره کښې د کارګرانو لومړنیو غوښتنو قانونی بڼه خپله کړه او له هغه وروسته د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کښې د کارګرانو نړیواله ورځ نمانځل کیږی.
د ایران په اسلامی جمهوریت کښې هم دغه ورځ هر کال د کارګر له هڅاندې او زیارکښې پرګنې د قدرونې په موخه یولړ مراسم ترسره کیږی. د ویلو ده چې د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته، د ایران مسئولانو د اسلام په مبین دین کښې د کار او کارګر قدر او منزلت ته په پام سره، د ټولنې دغې پرګنې ته ځانګړې پاملرنه لرلې ده.
««««««««««««
یو سلو یویشت کاله پخوا، د دولس سوه پینځه اویایم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په یوولسمه نیټه، د قاجار لړۍ د څلورم باچا ناصر الدین شاه په وژل کیدو سره د ایران د تاریخ یو پنځوس کلن تور پړاؤ پائ ته ورسید او د مشروطیت د انقلاب لپاره زمینه برابره شوه.
ناصر الدین شاه قاجار د آزادی غواړی مبارز میرزا رضا کرمانی په لاس په ډزو ووژل شو. هغه د سید جمال الدین اسد آبادی له لارویانو څخه ؤ او د ایران له ټولنې څخه د ظلم او ستم د ختمولو په موخه یې ناصر الدین شاه له مینځه لیری کړ. د ناصر الدین شاه د باچاهۍ پړاؤ په قاجاریه دور کښې د ایران د تاریخ ډیر مهم پړاو ګڼل کیږی ځکه چې په دغه پړاو کښې داسې ترخې پیښې رامینځته شوې چې هره یوه یې ځانګړئ اهمیت لری. له هغو یوه پیښه د ناصر الدین شاه د کارپوه او لایق صدر اعظم امیر کبیر قتل او یو انګلستانی شرکت ته د تمباکو د امتیاز ورکول وو چې البته دا امتیاز د میرزای شیرازی په مشرۍ د خلکو په پاڅون سره لغوه شو. په کلی ډول ویلئ شو چې د ناصر الدین شاه د واکمنۍ په پړاؤ کښې د ایران په چارو کښې د پردیو نفوذ او مداخله له پخوا لا زیاته شوه.
««««««««««««
او له ننه نهه دیرش کاله پخوا، د نولس سوه اته اویایم میلادی کال د مئ د میاشتې په لومړی نیټه، یو شوروی ارمنی ساز جوړونکئ آرام خاچاتوریان مړ شو. هغه په نولس سوه دریم میلادی کال کښې د ارمنستان له پلازمینې تفلیس سره نږدې وزیږید او په نولس کلنۍ کښې مسکو ته ولاړ او د موسیقۍ په څانګه کښې یې زده کړې پیل کړې. خاچاتوریان له لوړو استادانو موسیقی زده کړه تر دې چې پخپله د شوروی په یوه تکړه ساز جوړونکی بدل شو او نړیوال شهرت یې ترلاسه کړ. د هغه موسیقی د ارمنی دودیزې موسیقۍ تر اغیز لاندې وه او په عین حال کښې د نړۍ نورو موسیقۍ ته له پامه غافل نه ؤ. دغه مشهور ساز جوړونکی د ارکسټر له مشرۍ سربیره تر مودو پورې د شوروی د ساز جوړونکو د اتحادیې مسؤلیت هم پر غاړه درلود. هغه د سینمایی فیلمونو او ډرامو لپاره هم سازونه جوړ کړل. د هغه تر ټولو مهم اثر (رقص شمشیر) دی.
ذیشان حیدر بنګش