Oct 07, 2018 16:31 Asia/Kabul
  • دمینځني ختیځ  بدلونونه

دتهران ریډیو پښتو خپرونې خوږو مینه والو په تیرې اونۍ کې د مینځنی ختیځ د مهمو بدلونونو په باب په اونیز پروګرام کې درسره غږیږو ،نو تر پایه راسره ملۀ ووسئ .

په تیرې اونۍ کې  د غزې  دکلابندۍ  د ماتولو لپاره د فلسطین د مدني مقاومت دتاکتیکونو تراغیزلاندې د فلسطین بدلونونه*-*-*د صهونیسټي رژيم له نیواکه د فلسطیني ټاټوبی پربشپړآزادولو  د فلسطینیانو د نوي نسل  ټينګار *-*-*-*د عراق د ولس  د غوښتنو دپوره کیدا او د مرجعیّت دسپارښتنو په لاره د عراق د درې واړو قواؤ دمشرانو مسئولیتونه *-*-*-*  په بحرین کې په تیرې یوې میاشتې کې د شکنجو او برمتګرۍ  د ۸۴۴موردونو پشمول   بشری حقوقو په خلاف ورزیو کې د  آل خلیفه رژيم ریکارډ ماتول   او  هم  په دغه هیواد کې د آل خلیفه رژيم  د جنایتونو ژوروالي ته د نړیوالو پام   په تیرې اونۍ کې  د مینځني ختیځ   مهم بدلونونه  دي .

 او س هم   د دغه  مطلب تحلیلی برخې ته ستاسو پام راغواړو .

                  دفلسطین بدلونونه   دفلسطین د ځوان نسل  د مبارزو په وړاندې  د وحشي صهونیسټي رژيم د زبیښاک او جنایتونو ښودنه کوي او دتیریګر صهونیسټي رژيم  په وړاندې  د فلسطینیانو   د میداني او وسلوالو  مبارزو  د بشپړیدونکي کړۍ  په توګه د دغه وحشي رژيم  په وړاندې د مدني مقاومت په رودو کې  دفلسطنینیو ځوانانو نوښتونو،په صهونیسټانو کې  د  اندیښنې او په عین حال کې د سربدالۍ  څپې راپورته کړي دي .

  فلسطینیي ځوانانو له غزې تړانګې سره نزدې له صهونیسټي رژيم او ښارګوټو اوسیدونکو سره  دمبارزې لپاره  نوي لارې چارې وړاندې کړي  او   نامه ئې هم ، د :شپې مهال خپسکه : پرې کیښودلې ده .  د  فلسطین  د الایام   ورځپاڼې د راپور په اساس،د غزې تړانګې اوسیدونکو فلسطینیانو د نوی مبارزاتي  رودو  د راپنځولو په دوام کې   کابو  څلور اونۍ مخکې  د شپې مهال خپسکې په نامې سره یوشمیریونټونه جوړ کړي،چې  دهغوي ماموریّت، له هماغه سر ماښامه د غزې تړانګې د  شاوخواصهونیسټ میشته ښارګوټود  اوسیدونکو  او پوځيانو لپاره   د  ویرې   او حشت رامینځة کول او اړۍ ګړۍ جوړول دي .دشپې  په پیلیدا سره په غزې پولوکې په سلګونو فلسطینی ځوانان  راپورته کیدل او په چغو او  سوورو  سره  ئې  د ښارګوټو  په لور  د  اوور بالونونه   لیږدول .د دغه راپورپه  دوام کې راغلي دي ،دتیرې اونۍ  په سه شبنې  شپه  کابو درې سوه فلسطینیو ځوانانو  د نیواکي فلسطین  او دغزې ترمینځ  د سرحدي پټۍپه  لسګونومیټره واټن کې راغونډ شول او  د دَبلو او  ډلونو  په وهلو او چغو جوړولو سره ئې  صهویسټ میشته ښارګوټو آرام  ګډ وډ کړ . په همدې لړ کې ،  د  غزې په پولې  کې د کرم  ابوسالم   سترې لارې   د ځاي شورا  ویندوي  روني کِرِن  وئيلي،دشپې مهال اعتراضونه او مظاهرې  یوه خپسکه  ده . دوی  د غږیزو بمونو په ویشتلو اوشړلو سره  د ښارګوټي میشه صهونیسټانو  ویره او وحشت څو چنده زیاتوۀ. د بیرته ستنیدا دحق لاریون کونکو  کیمټې  اعلان کړی،د دغو  یونټونو جوړیدا  په دغو مظاهرو کې د  یوې نوی مرحلې پیلول دي .هغه مظاهرې چې دفلسطینیو کډوالو د حقوقو د  تثبیتیدا او د غزې تړانګې دکلابندۍ   دختمولو غوښتنه کوي .

Image Caption

 

 داپه داسې حال کې دي  چې   د غزې خلکو لسم  سمندري  لاریون  تیره اونۍ  د غزې د سمندري کلابندۍ  د ماتولو په موخې سره ترسره شو .  په دغه سمندري لاریونو کې  یو شمیر  کشیتیو اوماکوګانو  د غزې له بندره ،په شمال لویدیځ کې د  :زکیم:   او بیت لاهیاء   په لور حرکت وکړ  چې  دغزې په شمالي سواحلو کې  پرې  دصهونیسټ رژيم  وحشي ډ وله عسکرو  حمله وکړه . د غزې خلکو د تیر مارچ له دیرشمې نیټې راهسې  د بیرته ستنیدا د حق  په باب  د مظاهرو په جوړولو سره  د غزې دکلابندۍ  د  ماتولو او د صهونیسټ رژيم د نیواکګرۍ   د ختمولو غوښتنه کړې  ده .  د غور وړ ټکی دا چې د صهونیسټ رژيم په ضد  په اعتراضیه خوځښتونو کې  د فلسطینیو ځوانانو پراخ شتون   د صهونیسټ رژيم په وړاندې له مدني مقاومته رانیولې تر وسلوال تل پاتې خوځښت پورې  د مقاومت  د بیلابیلو  شکلونو په  دوام او پراختیا کې  د فلسطینیانو د  نوي نسل د کلک هوډ ښودنه کوي ..  د فلسطین یوې ځوانې جینۍ  عهد التمیمیي  چې  په همداوروستیو کې  د صهونیسټ رژيم له بنده خوشي شوي ،  ټينګار کړی؛نوی نسل د درست  فلسطین په آزادولو پسې دی  او  دفلسطین  په یوې چَپې  خاورې به هم سترګې پټې نه کړي .

Image Caption

 

 عهد التمیمیي   په تیونس کې د فلسطین په باب  په یولړ دستورو کې ټينګار کړی ،د فلسطین د نوي نسل په توګه ځوانو فلسطینیانو  د مبارزو یو شمیر مختلفې رودې  وړاندې کړي  څو فلسطینی ټاټوبی  آزاد شي  او دغې موخې ته  د رسیدو لپاره له نورو هیوادونو او نړیوالو اورګانونوسره اړونده نه دي  او  له هغوی سره یوځای نه کیږي.التمیمي دغه راز روښانه کړې،د درستو فلسطینیانو  هدف  د فلسطین بشپړ آزادول دي  او لازمه ده څو  فلسطینۍ  ډلې  د خپل ټاټوبي په خاطر سره یو موټي او متحدې شي . ا ولس کلنې فلسطینۍ جینۍ عهد التمیمي   د ۲۰۱۷کال  د دسمبر  په پنځلسمه نیټه  نیواکي قدس ته د  ا مریکا د   او   د اسرائیلو د جعلي رژيم  د پلازمینې  په توګه د  دغه ښار  د په رسمیّت  پيژندنې  لپاره د  د غه هیواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ  په اقدام د  فلسطنیانو  د اعتراضونو په  اوج کې   د خپل کور په انګڼ کې  د یو شمیر صهونیسټي پوځيانو  په شتون  پسې  له هغوي سره ښکیله شوه   او پوځيانو ته د څپيړې په ورکولو سره  ونیول او  تر  اته میاشتو پورې  په بند محکومه شوه  او ددغه بند له تیرولو وروسته  اوس له زندانه خوشي شوي ده .دغه ځوانه فلسطینۍ جینۍ،په فلسطین کې د مقاومت دیوه سمبول په توګه پيژندل کیږي .

**************************

   په عراق کې   له مودو مودو  کشمکش  او  پرله پسې  ځنډیدا وروسته  بلاخره د تیرې سه شنبې په  شپه  ددغه هیواد  د ولسمشر د ټاکنې په باب  د عراق دپارلیمان غونډه  جوړه شوه  او  د رایو  د اخستنې له دوو مرحلو  وروسته  برهم صالح  وتوانید،پر خپل سیال  او د مسعود بارزاني   په مشرۍ د عراق د   کردستان د ډيموکراټیک ګوند پر  فواد حسین بریالی او د هیواد راتلونکی ولسمشر شو .                                                                                                                                          

  په  ولسمشرۍ د برهم صالح دبریالیتوب دمخنیوي  لپاره دامریکائي  چارواکو د تمه دار او ګواښونکي سیاست او د ځينو کردګوندونو له کارړنګونو سره سره  هغه   ولسمشر وټاکل شو .دعراق د ولسمشر  په توګه د برهم صالح  ټاکل کیدا   د کارپيژاندو په اند دعراق  په سیاسی بهیر کې   یو مهم بدلون  او په بغداد کې د  مرکزي حکومت او کردانو ترمینځ  د بې باؤرۍ  د مشکل  دحل  کولو لپاره  یوه هیله منونکی بدرګه  ده .برهم صالح ،دعراق  په کردستان کې د  بیلتون وغواړي ټول پوښتنې   دترسره کولو مخالف ؤ  او تل ئې  له مرکزه  د تښتې په معنا  له دغه ډول اقداماتو سره  خپل مخالفت ښودلی دی  او د دغې ټول پوښتنې په بنسټ کیښودونکو په تیره بیا د عراق د کردستان د  ډيموکراټيک  ګوند په مشرمسعود بارزاني ئې نیوکې کولې او  دغه شان اقدام ئې  یوه ستره تیروتنه بللې ده .دبهرنی سیاست په اړخ کې  له ایران سره پر پیاوړ ي  اړیکو دعراق د نوي ولسمشر ټينګار دی .برهم صالح  په ډاګه  دعراق په شمال کې د انقلاب ضد ډلګیو په شتون او فعالیتونو سختې نیوکې کړي او  زیاته ئې کړې  ده،دغو اقداماتو مخالف دی او  یقین لري ، چې  د عراق  دکردستان  سیمې حکومت  د امنیتی ضد اقداماتو  دمخنیوي لپاره  د مرکزي حکومت په ملګرتیا سره  لازم ګامونه  پورته کوي .برهم صالح  له اتنخاب وروسته  فوری،په یوې هغې غونډې کې چې  د عادل عبدالمهدي  او د پارلیمان د مشر حلبوسي په شتون سره ترسره شوي ، هغه  ئې د لومړي وزیر په توګه  معرفي کړ،څو  هغه هم خپله کابینه پارلیمان ته ورمعرفي کړي  او د  حکومت د جوړولو لپاره  له پارلیمانه  د باؤر رایۀ ترلاسه کړي .تیره سه شنبې ورځ  دعراق د  ولس لپاره ډیره ستره ورځ وه .له یوه پلوه برهم صالح چې یو متعادل،تجروبه کار  کس دی،د پارلیمان  له دوه سوه اویاؤ استازو څخه ئې  د دوه سوه نولسو  مثبتو رابو په ترلاسه کولو سره ولسمشرۍ څوکۍ ترلاسه کړه  چې  له یوه پلوه ئې د درستو شیعه پرګنو  او  هم  له بل پلوه د درستو اهل تشیع ،اهل تسنن او کردانو دملګرتیا  نښه ده .

Image Caption

 

 همداراز د   د ولسمشر برهم صالح  له خوا د  عادل عبدالهمدي په څير  د کس ټاکل به هم،دعراق دسیاسی راتلونکي لپاره نیک ځیری وي،ځکه عادل عبدالمهدي  هم یو خپلواکه ،باسواده کس( دفرانسې له سوربن  پوهنتونه د اقتصاد دکترا لرونکی )  او  دعراق  د خلکو او سیاستوالانو په نزد  عمومی څيره  لرونکی دی .  پر دې سربیره،دغه ټاکنه  به دعراق  دمرجعیّت  غوښتنې هم  پوره کړي داسې تجروبه کار کس به د  هیواد  مشري په لاس کې واخلي ، چې په تیر وخت کې ئې  هیڅ مسئولیّت نه درلود او یوه نوي څيره حسابیږي . (که څه هم هغه تر یوې لنډې مودې لپاره  دتیلو وزیر او بیا د ولسمشر  مرستیال هم پاتې شوی دی ) 

 خوپه تیرې اونۍکې دعراق  دسیاسی بدلونونو په  پیښوکې خورا مهمه  پيښه  په عراق کې د  امریکا دشتون اونفوذ  د ځوړتیا د نښو نښانوپه روښانه کیدا کې  لیدل کیدلی شي .امریکا  د ګواښ او تمو په  شمول  خپلې ټولې هڅې وکارولې څو د درو واړو قواؤ په سرکې داسې کسان چې د امریکاخوښ وي، د قدرت په ګدۍ کیښني چې پخپلې دغې موخې کې په بشپړ ډول ناکامه شوې ده .عادل عبدالمهدی  د مقاومت چورلیز ته یو وفادار کس پيژندل کیږي . هغه  د عراق د ولسی مبارز ځواک (الحشدالشعبي )  د مدافعانو  برخه دی .دهمدې لپاره ئې  کله  چې  د عراق  د وخت  پر لومړي وزیر حیدرالعبادي،څو اونۍ مخکې چې  د  الحشد لشعبی یو مسئول   فالح الفیاض ئې ګوښه کړ،سختې نیوکې وکړې .دغه  پيښې  د ایران  او د ایران   له متحدو ځواکونو له خوا د ګواښ  د احساس کیدا په پلمه  په عراق کې د امریکا د کونسلګرۍ  دتړل کیدا د پيښې  ترڅنګ ،  دا موضوع  په ذهن  کې اچوی ، چې  دعراق په حوزې کې   د امریکا  بهرنی سیاست  په وروستیو کلونو کې  له ډيرو ناکامیو سره مخامخ  شوی ، چې   په وروستیو میاشتو کې  د دغو ناکامیو خورا وروستۍ کړۍ   د مرجعّیت  خوښ  او  له ایران  سره د  نزدې نظر لرونکي حکومت  جوړیدا ده .په ټول کې تیره  سه شنبې  ورځ  د عراق د ملت او سیاست لپاره  یوه ښه ورځ وه او  د دغه شان ورځو راپنځيدا به د عراق دملت اوحکومت لپاره د یوه روښانه راتلونکي  ښودنه وي .

******************

              په بحرین کې په تیرې یوې میاشتې کې  د شکنجې او برمته ګرۍ  د ۸۴۴ موردونو پشمول  په دغه هیواد کې  دبشری حقوقو په خلاف ورزۍ کې  د آل خلیفه رژیم ریکارډ ماتولو،په بحرین کې د آل خلیفه رژيم  دجنایتونو ژوروالي ته د ډيرو پام جلب  کړی دی،چې  دغې موضوع،په جنایتکار رژيم باندې  د اعتراض کونکو انقلابی بحرین والو داندیښنې پراختیا ئې په ځان پسې درلودلې ده .

Image Caption

 

 د بحرین دبشری حقوقو  ټولنې پخپل یوه وروستي راپور  کې  وئیلی دی ، په دغه  هیواد کې  د روان کال  له هماغه پیله  د ۷۸ماشومانو پشمول ۵۲۲کسان نیولي  او  د پنځو ښځو او ماشومانو پشمول ۶۸۵ کسان  ئې په بند محکوم شوي دی . په دغې مودې کې  د دغې ټولنې  داعلان په اساس ، په ټول کې  پنځه زره  دوه سوه اته څلویښت  بحرینیان  په بند او په یو میلیون نغدې جرمانې  محکوم شوي دی .  آل خلیفه رژيم همداراز  دبحرین  د ۷۴۲فعالانو تابیعَت هم  سلب کړی دی .

د بحرین د بشری حقوقو مدافعو ډلو په کرتو آ ل خلیفه رژيم د مخالفانو  د ځپنې په خاطر  محکوم کړی دی .د هغو سیاسی فعالانواو دشمیر له زیاتیدا سره په یووخت  چې  د بحرین د رژيم  له خوا ئې  تابعیّت لغوه کیږي،نړیوالو اورګانونو  د دغه هیواد د نفوسو د اکثریّت  او دغه راز  پرَدیو ته  دتابعیّت  د ورکولو  او له شیعیانو څخه  د ښاریزتوب  دسلبولوله لارې  د نفوسي جوړښت  د بدلولو لپاره  د دغه رژيم دنقشې  داجرا کیدا په ضد د بشری حقوقو  دبحران  د بڼه موندنې په نسبت  خبرداری  ورکړی دی .دبحرینیانو  د تابعّیت   خپل سري لغوه کیدا چې  د بې تابعّیته کسانو د شمیر دزیاتیدا لامل شوی دی،دنړیوالو قوانینو  خلاف ورزي حسابیږي  او  دبشری حقوقو  له منشور سره هم په تضاد کې دی،ځکه چې  اساسا نړیوالې تعهدات او قوانین چارواکو ته اجازت نه ورکوي،څو پخپل سر  د ښاریزو تابعیّت لغوه کړي او د ټولنې یو شمیر کسان له  تابعّیته پرته  پاتې شي.پر نړیوالو قوانینو سربیره،دبشری حقوقو په منشور کې هم چې بحرین  د ملګروملتو د یوه غړي په توګه  لاسلیک کړی دی ،اوباید  ورته ژمن ووسي،په ډاګه اشاره  شوې ده،چې یو کس او ښاریز حق لری،چې  د هیواد تابعیّت ولري .له بده مرغه نړیوال میکانزم هم نه دی توانیدلی،د بحرینیانو دتابعیّت د سلبولو دموضوع دحل لپاره کوم پرمختګ وکړائ شي، چې د بحرینیانو پشمول دنړۍ دبیلابیلو هیوادونو د اوسیدونکو ډيرې اندیښنې ئې راپارولي دي .

 (سیماب)

*********************************************************************************************************************************

 

ټیګونه