Mar 29, 2019 17:28 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۳

نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د وري د میاشتې دریمه، د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د رجب یا بزرګې شپاړسمه او د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ دم یاشتې درویشتمه نیټه ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۹۰۱ کاله وړاندې د 539 ه.ق کال د رجب يا بزرګې د مياشتې په شپاړسمه نېټه مشهور مسلمان محدث «اِبْن‌ِ خَيْرون‌» وفات شو. ابو منصور محمد بن عبدالمالک بن حسن بن ابراهيم عطار چې په ابن خيرون مشهور ؤ يو محدث او د قرائت د علم استاد ؤ او له داسې کورنۍ څخه ؤ چې ټول غړي يې د حديثو او قرئت له رجالو څخه وو. په 454 ق کال کښې په بغداد کښې دنيا ته راغی. هغۀ د قرائت علم د ابوالبَرکات او عبدُالسّيّد په شان د خپل پلارني وطن له مشهورو مشائخو څخه زده کړ.

د هغۀ له اثارو څخه د لس ګونه قرائب په باره کښې المِفتاح و المُوَضّح کتاب دی چې نسخه يې په اختيار کښې نۀ لروو.

ابن خيرون په حديث کښې هم پوهه لرله او د حديثو د بزرګانو لخوا د تائيد وړ دی. ابن خيرون بالاخره د 539 ق کال د رجب يابزرګې د مياشتې په شپاړسمه نېټه په 85 کلنۍ کښې په بغداد کښې وفات شو او په هم هغه ښار کښې خاورو ته وسپارلی شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۹۷ کاله وړاندې د ۱۳۰۱لمریز کال  د وري دمیاشتې په دریمه نیټه سترفقیه  او لوی عالم  آیت ا... حاج سید  عبدالکریم  حائري یزدي  د قم علمیه  حوزه جوړه کړه . د قم سپيڅلی ښار داسلام دظهور  له هماغه لومړنیو پيړیو  دعلم او دیني معارفو دپراختیا او  د عالمانو د روزلولپاره په یوه مرکز مشهور  دی . په قم ښار کې دحضرت امام رضا علیه السلام  د ګرانې خور حضرت فاطمه معصومه سلام ا... علیها دسپيڅلي حرم شتون  هم ددغه ښار اهمیّت ډير زیات کړی دی .په عین حال کې  دقم عالمان په لټه کې وو څو  په دغه ښار کې د دیني علومو تدریس ته نوی انسجام  او رونق ورکړي   او ددې چارې دتحقق لپاره  ئې  له آیت ا... حایري یزدي مرسته وغوښتله  . دوی هم  دغه بلنه ومنله او دراتلونکي په فکر  او پوهې سره ئې  دنامتو علماؤ  په شتون سره کارنده او بډائ  علمیه حوزه تاسیس کړه  چې  سو که سوکه  او په تیره بیا  دایران داسلامی انقلاب په بری پسې  د اسلامی علومو  او دشعیَت د کلتور دپراختیا او په مهم روزونکي مرکز بدله شوه .  . دقم علمیه حوزې  تراوسه پورې    دفقې ،دفقې په اصولو ، فلسفې ، اقتصاد ،تفسیر ،کلام او نورو اسلامی علومو کې غوره  عالمان وروزل  او دغه بهیر هماغه راز دوام لري

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۶۹ کاله پخوا  د ۱۹۵۰کال دمارچ  په درویشتمه نیټه د موسمیاتو یا هواپيژندنې نړیواله اداره  چې  ډبلیو، ایم ،او بلله کیږي ،  تاسیس شوه .  دغه موسسه له ملګروملتو سره اړونده ده  او په نړۍ کې  له هوا پيژندې سره ټوله اړونده موسسې  له دې اورګان سره دایمي ملګرتیالري. د هوا پيژندنې دنړیوالې موسسې  یوه موخه  په هواګرځیدنې ، سمندر کچ کونې ،کرهڼې ، او نورو انساني فعالیتونو او دنړۍ په سویه  د هواپيژندنې له اطلاعاتو  او احصایو له سټنډرډ کولو سره  ئې مرستو ته اشاره کولی شو . ددغې موسسې  دتاسیس دکلیزې په مناسبت دمارچ درویشتمه نیټه  دهواپيژندنې  دنړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۶۳ کاله مخکې  د ۱۹۵۶کال دمارچ په درویشتمه نیټه د پاکستان  نوی اساسی قانون وضع شو او له مخې یې د دغه هیواد حکومت له ګورنر جنرالۍ په جمهوریتي بدل شو . په ۱۹۴۸کال کې  د پاکستان دبنسټګر  او ددغه هیواد دلومړی ګورنر جنرل محمد علی جناح له وفاته وروسته د وخت لومړی وزیر  لیاقت علی خان  دهیواد دچارو واګې په  اختیار کې واخستې . هغه هم   په ۱۹۵۱کال کې  دیوه افغان په لاس ووژل شو . له دغې پیښې وروسته  دپاکستان په ټولنې کې سیاسی شخړې  او اړۍ ګړۍ  خورې شوې  او بلاخره دغه اړۍ ګړۍدنوی اساسی قانون لامل شوې  چې  په هغه کې ولسمشر  دګورنر جنرل جانشین شوی دی .  پر ډې اساس دوخت ګورنر جنرال  سکندر مرزا  دپاکستان دلومړی  ولسمشر په توګه وټاکل شو .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۱۴ کاله مخکښې کاله وړاندې د ۱۳۸۴ لمریز کال د وری دمیاشتې په دریمه یو ایرانی فلسوف او پوه علامه سید جلال الدین آشتیانی له یوې اوږدې ناروغۍ وروسته وفات شو. هغه په ۱۳۰۴لمریز کال کې دایران په مرکز کې واقع آشتیان کې په یوې علمی او متقی کورنۍ کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او خپلې مقدماتې زده کړې ئې هم په همدغه ښآر کې ترسره کړې . هغې ګروهنې او استعداد ته په پام سره چې علامه آشتیانی د علم او کمال له ترلاسه کولو سره درلود، له یوې مودې وروسته دقم فیضیه حوزې ته لاړ او دآیت ا... العظمی بروجردی ، علامه طباطبائی او داسلامی انقلاب دبنسټګر حضرت امام خمینی په څیر له لویو استاذانو ئې علم زده کړ . هغه له یوې مودې وروسته دمشهد سپیڅلی ښآر ته لاړ او د عمر تروروستیو پورې ئې ددغه ښآر په پوّهنتون او علمیه حوزې کې تدریس ته دوام ورکړ او همداراز ئې څیړنو اوتالیفاتو ته هم مخه کړه . استاذ آشتیانی له فلسفې او اسلامی عرفان سره ډیره دلچسپی درلوده او د ُاندلس له اوسیدونکی مشهور عارف محی الدین ابن عربی ، ستر ایرانی فلسوف ملاصدرا افکارو ته ئې لازیات پام درلود. د دغه اوسمهال اسلامی فلسوف له ډیرو آثارو څخه شرح مقدمه قیصری برفصوص الحکم ، هستی از نظرملاصدرا او دحمد سورې تفسیر ته ئې اشاره کولی شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه