Mar 29, 2019 17:29 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۴

نن د اتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د وري د میاشتې څلورمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د رجب یا بزرګې له اولسمې او د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ له څلرویشتمې نیټې سره برابره ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۱۹ کاله پخوا په داسې یوه ورځ د 1121 هجری قمری کال د رجب یا بزرګې د میاشتې په اولسمه نېټه ستر شیعه عالم فاضل علامه شېخ سلېمان بحرانی وفات شو. شېخ ابوالحسن سلېمان بن عبدا... بن علی بن حسن بحرانی ماحوزی چې په محقق بحرانی مشهور ؤ د دولسمې هجری پېړۍ د وړومبیو وختونو له سترو امامیه عالمانو څخه ؤ. د 1076 ق کال د روژې په نیمایۍ کښې وزېږېد. هغۀ د حدیث، رجال، تاریخ او سیرت په علم کښې زیاته پوهه او تجربه لرله. شېخ عبدا... سماهیجی، د تفسیر برهان خاوند سید هاشم بحرانی او شېخ احمد بحرانی د هغۀ له شاګردانو څخه وو.د هغۀ له قلمی اثارو څخه (الاشارات فى الکلام)، (الشفاء فى الحکمة النظریه) او (المعراج) ته اشاره کولې شوو.

دغه ستر عالم او فقیه بالاخره د 1121 هجری قمری کال د رجب یا بزرګې د میاشتې په اولسمه نېټه په شپږ څلوېښت کلنۍ کښې وفات شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۶۹ کاله پخوا په داسې یوه ورځ د 1271 هجری قمری کال د رجب یا بزرګې د میاشتې په اولسمه نېټه ستر مسلمان عالم او استادآیت ا... العظمی حاج «سید ابوتراب خوانساری» د ایران په یو مرکزی ښار خوانسار کښې وزېږېد.

آیت ا... العظمی خوانساری عقلی او نقلی درسونه د خپلې زمانې له مهمو استادانو څخه زده کړل ان تردې چې خپله د فقهې ، اصولو، حکمت اوتفسیر په درسونو کښې تکړه استاد شو. آیت ا... خوانساری د مختلفو دینی علومو په زمینه کښې زیات تالیفات ولیکل چې دغه اثار د هغۀ په ژوره پوهه او علم باندې دلالت کوی.

د هغۀ له اثارو څخه په اصول فقه کښې «قصد السبیل» او د دین په اصولو کښې «مصباح الصالحین» ته اشاره کولې شوو.

آیت ا... خوانساری په 1346 هجری قمری کال کښې وفات شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۳ کاله وړاندې د اوري په څلورمه نېته يو ايرانے ادب بېژاندے استاد امير حسېن يزدګردي په اوۀ پنځوس کلنۍ کښې وفات شو. هغۀ  د تهران پوهنتون د الهياتو په څانګه کښې د تدريس په ترڅ کښې  د ديوان کبير د ځينو مجلاتو په تصحيح کښې د فارسۍ ادب له نورو استادانو څخه له استاد فروزانفر سره ملګرتيا لرله.

د استاد يزدګردي تر ټولو مهم کار په ځينو تاريخي کتابونو باندې محققانه او دقيقي لمن ليکنې ليکل، تصحيح او تحقيق دے. هغه همدارنګ په مختلفو ادبي څانګو کښې نوې څېړنې هم لري.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۰ کاله وړاندې د نولس سوه نهه اتیایم میلادی کال د مارچ په څلورویشتمه نیټه، د آذربایجان جمهوریت د ګنجې ښار جامع جومات له اویا کاله وروسته بیا جوړ او پرانیستل شو. دغه جومات چې د دغه جمهوریت یو تاریخی ودانۍ ګڼل کیږی، له نولس سوه شلم میلادی کاله تړل شوی ؤ او بالاخره د اتیایمې لسیزې په وروستیو کښې د جمعې د لمانځۀ د ادا کولو په یولړ مراسمو کښې پرانیستل شو. د ویلو ده چې په پخوانی شوروی او د هغه په جمهوریتونو کښې له ځینو سیاسی بدلونونو وروسته او د آذربایجان جمهوریت د ټولو مسلمانانو غوښتنې ته په پام سره د لسګونو جوماتونو بیا رغونه وشوه او د استفادې وړ وګرځیدل. که څه هم د آذربایجان جمهوری حکومت د سیکولریسټی سیاست په غوره کولو سره د جوماتونو د فعالیت لپاره یو لړ محدودیتونه رامینځته کړی دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۰ کاله د نولس سوه نهه نوېم میلادی کال د مارچ په څلورویشتمه نیټه، د شمالی آټلانټیک د تړون د تنظیم یعنی د نیټو یولس غړیو هیوادونو د دغه پوځی معاهدې په پنځوسم کال د اسلوبوډان میلوشویچ ترحکومت لاندې په یوګوسلاویه باندې پراخې هوایی حملې پیل کړې.

د دغو حملو ظاهری انګیزه له هغو البانیایی تبارو سره مرسته وه چې د صربانو له غیر انسانی اقداماتو او دباوونو سره مخامخ وو. دغه عملیات چې نیټو انسان دوستانه مداخلت نومولی ؤ، د ملګرو ملتو له مجوز نه بغیر ترسره شول او د روسیې له سخت غبرګون سره مخامخ شول. د یوګوسلاویه پر ضد عملیاتو تر اتو اویا ورځو دوام درلود او په دغه موده کښې پر یوګو سلاویه د نیټو په حملو کښې د دغه هیواد ښاری، صنعتی بنیادونه او مهم اقتصادی مرکزونه سخت زیانمن شول. د دغو زیانونو په نتیجه کښې میلوشویچ د نیټو شرایط ومنل او صرب ځواکونه له کوزوو څخه ووتل. د جنګ له ختمیدا وروسته د نولس سوه نهه نوېم میلادی کال د جون په لسمه نیټه، د ملګرو ملتو د امنیت شورا یو زرو دوه سوه څلور څلویښتم پریکړه لیک تصویب کړ چې د هغه له مخې د یونمیک تر عنوان لاندې د کوزوو په پولو کښې د ارامښت د ټینګیدا لپاره د ملګرو ملتو یو سوله ساتونکی ځواک جوړ شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه