اخر کې به اوربند لپاره ایران ته زارۍ او نانوات وکړو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i161474-اخر_کې_به_اوربند_لپاره_ایران_ته_زارۍ_او_نانوات_وکړو
پارس تودی - د صهیونیستي رژیم امنیتي ماهر یوسي میلمان، په ایران باندې د دې رژیم یرغل او بیا د ایران ځپونکې ځواب ته په اشارې سره، وویل: که حالات همداشان دوام وکړي، اخر به مجبوره شو چي د اوربند لپاره ایران ته زارۍ او نانوات وکړو.
(last modified 2025-06-15T05:28:19+00:00 )
Jun 15, 2025 09:55 Asia/Kabul
  • اخر کې به اوربند لپاره ایران ته زارۍ او نانوات وکړو

پارس تودی - د صهیونیستي رژیم امنیتي ماهر یوسي میلمان، په ایران باندې د دې رژیم یرغل او بیا د ایران ځپونکې ځواب ته په اشارې سره، وویل: که حالات همداشان دوام وکړي، اخر به مجبوره شو چي د اوربند لپاره ایران ته زارۍ او نانوات وکړو.

د ایرنا له  راپور سره سم، هغه د صهیونیستي رژیم سیاسي او فوځي مشارنو ته په خطاب کې ویلي: د لا زیاتو زیانونو د مخنیوي لپاره، له ټرامپ څخه د مرستې غوښتنه وکړئ چي د یوې موافقې د لارې دغه لېونتوب ته د پای ټکی کښېږدوي. که نه وي نو په اخر کې به زاریو ته مجبوره شو چي بیا به ایران یې هم نه ومني.

د ایران د اسلامي جمهوریت وسله والو ځواکونو له تېرې شپې څخه د «د وعده صادق ۳» ترعنوان لاندې د عملیات شپږمه څپه پیله کړه او په ترڅ کې یې د تل ابیب په شمول د نیواکې فلسطین مختلفې سیمې په توغندیو او بې پیلوټو الوتکو سره په نښه کړ.

په دې عملیات کې ایراني توغندی د اسرائیل رژیم له دفاعي سیسټمونو څخه په تېرېدو سره، د ایټمي مرکزونو، د وسلو د جوړولو تحقیقاتي مرکزونو، فوځي اډې، هوایي میدان په شمول، مهمې سیمې په نښه کړې دي.