Mar 31, 2019 11:17 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۱۱

نن د اتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د وري د میاشتې یوولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د رجب د میاشتې له څلرویشتمې او د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ له یودیرشمې نیټې سره برابره ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۳۳ کاله اګاهو د اووم هجري قمري کال د رجب په څلورویشتمه  نیټه ، د خیبر کلا چې د یهودیانو یوه مضبوطه اډه وه ، د اسلام د ګران پیغمبر (ص) د زوم حضرت علی (ع)پر لاس فتح شوه . یهودیانو چې د اسلام سره له دښمنۍ یې لاس نه اخیستو، د مدینی د شمال په خیبر سیمه کښې اووه مضبوطې کلاوي  جوړې کړي وې او د دغو کلاؤ د نه فتح کیدلو په ډاډ سره یې د مسلمانانو پر ضد دسیسې جوړولې . د هجرت په اووم کال د اسلام ګران پیغمبر (ص) د خیبر دفتحې ځیری ورکړ. ډیر وخت نه ؤ تیر چې د اسلام لښکر د څه مودې له کلابندۍ وروسته څو کلاوې فتح کړې، خو د خیبر د دوو مضبوطو کلاؤ د فتح کولو لپاره د اسلام د قومندانانو هڅو هیڅ نتیجه ورنکړه . بالاخره پیغمبر اکرم (ص) د قومندانانو ټولنې ته وفرمایل : صبا به بیرغ د هغه چا په لاس سپارم چې له خدای تعالی جل جلاله او د هغه له رسول (ص) سره مینه لري او خدای او دهغه رسول (ص) هم هغه سره مینه لري او خدای به دغه کلا د هغه پر لاس فتح کړي .بله  ورځ پیغمبر (ص)، حضرت علی (ع) د لښکر قومندان انتخاب کړ او هغه په  میړنۍ جګړې سره د خیبر کلا فتح کړه او د یهودیانو آخیرنی کلا یې هم ماته کړه .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۱۰۱ کاله وړاندې د درې سوه نهه دیرشم هجري قمري کال د رجب په څلورویشتمه نیټه، یو مشهور ایرانی دانشمند، ریاضي پوه او فلاسفر ابو نصر محمد فارابی وفات شو. هغه په دوه سوه نهه پنځوسم هجري قمري کال کښې (دنني قزقستان په جنوب کښې ) له فاراب سره نږدی و زیږیده.  فارابی د مقدماتي درسونو له زده کولو وروسته ، د خپلو زده کړو تکمیلولو لپاره بغداد ته ولاړاو منطق او فلسفه یې زده کړه . د دوئ ځیرکتیا او زیارایستنه د دی  سبب شوه تر څو چې د خپل وخت په اکثره علومو کښې مخکښ شي، خو فلسفی ته یې ډیره توجه وښودله .  د غه لوی فلاسفر چې په معلم ثانی، استاد الفلاسفه و ملک الحکما مشهور دئ ،هڅه وکړه څو د بیلا بیلو فلاسفرانو  په تیره بیا د ارسطو او افلاطون افکار او نظریات له یو بل سره برابر کړي او باوري ؤ چې فلسفه یوازی یوه فلسفه ده.  هغه په مدینه فاضله کتاب کښې د هری یوې ټولنیزې پرګنې د شرائطو او دندو په ګوته کولو تر څنګ په حقیقت کښې یوه ایډیاله او نیکمرغه ټولنه بیان کړي ده . فارابی په ریاضیاتو کښې هم ډیر نوښتونه او څیړنی لري او په دی برخه کښې یې کتابونه هم لیکلي دي، د فارابی په اثارو کښې، اغراض مابعد الطبیعه ارسطو، فصوص الحکم، احصاء العلوم او  مو سیقی کبیر ته اشاره کولئ شو. هغه په نهه اویا کلنۍ کښې په دمشق کښې وفات شو او همالته خاورو ته وسپارل شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۴۲۳ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1596 ميلادي کال د مارچ په يودېرشمه نېټه فرانسوی فلاسفر، رياضي پوه او فزېکس پوه رېنې ډېکارټ وزېږېد. هغه په فلسفه او رياضۍ کښې له زدکړو وروسته د استادۍ مقام ته ورسېد.ډېکارټ يوه موده په سياحت کښې او يوه موده هم په هالېنډ کښې په ګوښه ناسته او مطالعه کښې تېره کړه. هغۀ به رياضيات د ټولو علومو ترمېنځ يو کامل علم ګڼۀ او غوښتل يې چې د رياضۍ علم د انساني علومو په ټولوڅانګو کښې وکاروي. په فلسفه کښې د ډېکارټ تاثير زيات دے او ځينو هغۀ ته د نوې فلسفې پلار لقب ورکړے دے. ډېکارټ له فلسفې نه علاوه په فېزېکس کښې يو لړ پراخه او بشپړه تحقيقات کړي دي او د رڼا د انکسار ښکارنده او د ځلا او انکسار د تعلق قانون د هغۀ په نامه مشهور دے. د ډېکارټ له اثارو څخه ((د فلسفې اصول))، ((ما بعد الطبيعي تفکرات)) او ((د روح د عواطفو په باره کښې بحث)) ته اشاره کولې شوو. هغه په  1650 کال مړ شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۲۸ کاله مخکښې د دولس سوه دولسم هجري قمري کال د رجب په څلورویشتمه نیټه، د اسلام یو لوی عارف او عالم علامه سید محمد مهدی بحرالعلوم وفات شو. هغه په یولس سوه پنځه پنځوسم هجري قمري کال کښې د عراق په مقدس ښار کربلا کښې و زیږید او د خپلو درسونو زده کړې یې په همدغه ښار کښې له خپل پلار چې یو نامتوعالم ؤ، او نورو استازانو څخه پیل کړې. علامه بحرالعلوم په ځوانۍ کښې د اجتهاد لوړې درجې ته ورسیده او وروسته د نجف علميه حوزی ته ولاړ. هغه په  دغه مقدس ښار کښې ډیر زر د شیعیانو عمومي مرجعیت او د علمي حوزی مشرۍ ته غوره شواو د نجف پخوانۍ علمي حوزی د ښه کولو په لړ کښې یو شمیر بدلونونه را وستل . دغه لوی عالم ، له اړمنانو سره ډیره مرسته کوله او د عمومي ګټو ډیر کارونه یې ترسره کړل او په همدغه دلیل په خلکو ډیر ګران ؤ. سید بحرالعلوم اوه کاله په مشهد کښې او دوه کاله په حجازکښې پاتی شواو په هغه ځائ کښې د ارزښتمنو خدماتونو سرچینه وګرزیده . او حتی په اتیا کلنۍ کښې د مکی د جمعی امام د شیعه کیدو سبب شو. هغه په عین حال کښې د نامتو شاګردانو له روزلو او د ګټه ورو کتابونو له لیکلو هم غافل پاتی نه شو. شیخ جعفر کاشف الغطاء، ملا احمد نراقی، محمد باقر شفتی، سید محمد جوادعاملی او څو نور د هغه شاګردان وو. د دغه ګران فقیه له ځینو تالیفاتو ، المصابیح، مشکات الهدایه، الفوائدالرجالیه اوله زرګونو بیتونو زیات شعري دیوان ته اشاره کولئ شو.

سیدبحرالعلوم چې د بیمارۍ په وجه پخپل کور کښې مطالعو او تالیفاتو ته مخه وکړه، بالاخره د دولس سوه دولسم قمري کال د رجب یاذی الحجه په څلورویشتمه نیټه په اوه پنځوس کلنۍ کښې له دنیا کوچ وکړ او په نجف اشرف کښې د شیخ طوسی د مزار تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۷۱ کاله وړاندې د ۱۹۴۸میلادي کال د مارچ په ۳۱مه نېټه، د وسله والو صهيونېسټانو له خوا د فلسطينيانو د عامې وژلې له زياتېدو وروسته، يو ریل ګاډی چې له قاهرې نه په فلسطين کښې د حيفا بندر ته روان ؤ، په بم والوځول شو.

په دغه جنايت کښې چې د صهيونېسټ رژيم د شېټرن نومې ترهګرې ډلې له خوا تر سره شو، ۴۰فلسطينيان ووژل او ۶۰نور زخميان شول.

له دې چاودنې څلور ورځې مخکې، په فلسطين کښې يوبل ریل ګاډی هم د وسله والو صهيونېسټانو له خوا چاودول شو ؤ، چې په هغه پېښه کښې هم ۲۴فلسطينيان وژل شوي او ۶۱نور ژوبل شوي وو .

د صهيونيسټ رژيم د جوړېدو په درشل کښې په عامه استوګنځايونو، کليو، کورونواو هغو موټرو او اور ګاډيو چې فلسطينيان يې وړل بريد، د صهيونېسټانو هغه دسېسې دي، چې غواړي په دا ډول  ډېر فلسطينيان له خپل هېواده کډه کېدو ته مجبورکړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۴۰ کاله وړاندې، د ۱۹۷۹ميلادي کال د مارچ په ۳۱مه نېټه، د عربي ټولنې غړو هېوادونو، په دغه ټولنه کښې د مصر غړيتوب د ځوړند په حال کښې راوست او دغو ډېرو هېوادونو له قاهرې سره خپل تعلقات ختم کړل.

د مصر په وړاندې د عربو دغه سخت غبرګون،د ۱۹۷۸کال په جنورۍ کښې د مصر د پخواني ولسمشر، انور سادات له خوا له صهيونېسټ رژيم سره دکېمپ ډېوېډ د سازباز تړون د لاسلېکېدو له امله ؤ.

همدارنګه له عربو هېوادونو نه علاوه، ډېرو اسلامي هېوادونو هم د مصر د حکومت د سازباز په دغه اقدام باندې په اعتراض کښې، د قاهرې له حکومت سره خپل تعلقات پرې  او يا يې کم کړل.

خو د امريکې د هڅو له امله او همدارنګ د صهيونيسټ ضدو دريځ لرونکو ځينو عربي هېوادونو او  حتی د فلسطين د ازادي غوښتونکي تنظيم پي اېل او په شاتګ، د ۱۹۸۰مې لسيزې په وروستيو کښې عربي ټولنې ته د مصر بيا ورتلو ته لاره برابره کړه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه