Jun 23, 2019 15:54 Asia/Kabul
  • بی نقابه امریکا

د امریکا د کانګرس استازیو د زیارت په ورځ یوه طرحه تصویب کړه چی له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه له نورو هیوادونو سره د جنګ د اعلانولو لپاره د ټرمپ اختیارات محدودوی

۱:د امریکا د کانګرس لخوا د ټرمپ د جنګی اختیاراتو د کمولو د طرحې تصویبیدا

۲:له چین سره د ټرمپ په  تجارتی جنګ د امریکایی شرکتونو نیوکه

۳:د شاناهن استعفا او د دفاع وزارت د نوی سرپرست معرفی کیدا

۴: او د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتی مبارزو ډګر ته د ټرمپ رسمی وردانګل ، د امریکا د تیرې اونۍ مهم بدلونه دی .

«««««««««««««««««««««««««««

د امریکا د کانګرس استازیو د زیارت په ورځ یوه طرحه تصویب کړه چی له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه له نورو هیوادونو سره د جنګ د اعلانولو لپاره د ټرمپ اختیارات محدودوی . په دې اساس دغه طرحه په ۲۲۶ موافقو رایو سره تصویب شوی ده . ۲۰۳ کسانو هم دغې طرحی ته مخالفه رایه ورکړی ده . دغه قانون چی د ۲۰۰۱ میلادی د ستمبر د ۱۱ نیټې له حملو وروسته تصویب شوی ، ولسمشر ته دا اجازه ورکوی چی د کانګرس له مشورت پرته  له عسکرو  له ترهه ګرو ډلو سره د مبارزې لپاره استفاده وکړی . د ستمبر د ۱۱ نیټې له حملو وروسته کانګرس ، بوش ته په افغانستان کی د ترهه ګرو پرضد  له عسکرو د استفادې اجازه ورکړه . د امریکا راتلونکیو حکومتونو هم  له دغه قانونه په بیلا بیلو ځایونو کی استفاده کړی ده . د دغه قانون مخالفان وایی چی د امریکا حکومتونو په دغه قانون په استناد سره د نړۍ په ۱۸ هیوادونو کی ۴۸ نښتو ته وردانګلی دی .

«««««««««««««««««««««««««««

د امریکا د کانګرس استازیو په داسې حال کی له دغې طرحې سره موافقت کړی  چی په کانګرس کی یو شمیر کسانو اندیښنه څرګنده کړی  وه چی د ټرامپ دولت  له دغه قانونه  له ایران سره د نښتې د رامینځته کولو لپاره استفاده وکړی . د ټرمپ دولت ځینې چارواکی لکه خارجه وزیر مایک پمپیو له کومو متندو اسنادو وړاندی کولو پرته هڅه کړی ده چی ایران له القاعدې سره په ملګرتیا تورن کړی . د امریکا حکومت چارواکو په وروستیو ورځو کی په ځلونو ویلی دی چی له ایران سر ه د نښتې اراده نلری .

د ډیلی بیست ورځپاڼۍ د زیارت  په د امریکایی چارواکیو له قوله ولیکل ټرمپ خپلو سلاکارانو ته حکم ورکړی دی چی ایران پرضد له سختو خبرو ډډه وکړی او په دې ټینګار وکړی چی  امریکا له ایران سره جنګ نه غواړی .

د جون په ۲۰ د ایران په ټاټوبی کی د امریکا د ګلوبل هاوک جاسوسی الوتکی نسکوریدا وروسته نیویارک ټایمز ورځپاڼۍ ولیکل ټرمپ په ایران کې په څو سیمو په حملې پسې وو خو په وروستیو شیبو کې  له دغه کاره منصرف شوی دی . ټرمپ په خپل ټویټر پاڼه کی ادعا کړی وه چی په ایران کی په دریو سایټونو له حملې لس دقیقې مخکې یې د حکم د درولو حکم ورکړی دی . هغه مدعی شو له دې وروسته چی متوجه شو په دغو حملوکی به ۱۵۰ کسان ووژل شی ، له دغه کاره یې ډډه کړی ده .

«««««««««««««««««««««

ګڼ شمیر امریکایی شرکتونو اعلان کړی چی د خپلو محصولاتو د تولید لپاره  له چین پرته مناسب ځای ناستی نلری او تجارتی جنګ هغو ته سخت تاوان رسولی دی . دا په داسې حال کی دی چی  ټاکل شوی ده د ټرمپ دولت د چین  په پاتې تجارتی شیانو هم کسټم ولګوی . د امریکایی شرکتونو استازی وایی چی نورو هیوادونو لکه ویتنام ته د خپل تولید انتقالول تر کلونو پوری امکان نلری ځکه چی په نورو هیوادونو کی مهارت او بیخ بینایی موجودی ندی . چین له بوټانو نیولی تر الیکټرونکی شیانو پورې صنایعو کی د نړۍ تولید په خپله قبضه کی اخیستی دی .

««««««««««««««««««««««««««

د امریکا ولسمشر ټرمپ د جون په ۱۸ په خپل ټویټری پیغام کی د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست د بدلولو خبر ورکړ . ټرمپ وویل د مځکنی ځواک وزیر مارک اسپر د دفاع وزارت د سرپرست په توګه معرفی کوی . ټرمپ لیکلی دی پارتریک شاناهن چی ډیر ښه کړچار یې درلودلی دی ، فیصله کړی ده چی د کانګرس د تایید په لاره کی رانشی  تر څو د خپلې کورنۍ لپاره زیات وخت ولرلې شی .

شاناهن د ۲۰۱۸ میلادی کال له دسمبر راهیسې د جیمز ماتیس له څنګته وروسته په دغه څوکۍ وټاکل شو او دټرمپ لخوا د باور رای د ترلاسه کولو لپاره  کانګرس ته هم معرفی شو ی وو ، خو د هغه د تیر ژوند په اړه د پوښتنو په مطرح کیدا او د کورنۍ تاوتریخوالی پورې اړونده د اوازو په مطرح کیدا سره  ، ټرمپ د ټویټری پیغام په خپرولو سره ادعا وکړه چی شاناهن پریکنده فیصله وکړه چی خپل ژوند ته زیات وخت ورکړی .

««««««««««««««««««««

د امریکا د پوځ د مځکنی ځواک په  چاروکی د دفاع وزیر مرستیال مارک اسپرد پنټاګون د نوی سرپرست په توګه د ټرمپ لخوا معرفی شو . ۵۵ کلن اسپر د ۲۰۱۷ کال له نومبر راهیسې د سنا په موافقت سره د امریکا د دفاع وزیر د مرستیال په توګه  په کار بوخت شو . اسپر د دفاع وزیر د مرستیال له څوکۍ مخکې د جنګ د پلانونکی په توګه په پنټاګون کی خدمت کړی دی . ویل کیږی چی د چین او روسیې په شان د قدرتونو کنټرول به په پنټاګون کی د هغه له لومړیتوبونو وی . هغه په ۲۰۰۸ کال کی د امریکا له جارج واشنګټن پوهنتون د عمومی سیاستګذارۍ په برخه کی ډاکټریټ وکړ .

«««««««««««««««««««««««

د ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو له ترسره کیدا ۱۶ میاشتې مخکې  ټرمپ په رسمی توګه انتخاباتی کمپایین ته ودانګل . ټرمپ د جون په ۱۸ د فلوریډا ایالت په اورلانډو ښار کی د خپل ټیم د کسانوپه شتون کی خپل انتخاباتی پروګرامونه اعلان کړل او یو ځل بیا یې ادعا وکړه چی امریکا ته به عظمت ستون کړی . په عین حال کی د ټرمپ انتخاباتی خبرې تقریبا د وروستیو څو کلونو د ویناو تکرار وو . له پولو وراخوا نویو جنګونو ته له ورداخلیدا د ډډې هڅه ، لومړۍ امریکا په ملی پال شعار تمرکز ، د ښی پالو ، محافظه کارو اوهویت پالو  ډلو ملاتړ  او په نهایت کی د جمهوری غواړو داخلی اتحاد او کوټلتیا په راتلونکیو انتخاباتو کی د بریالیتوب لپاره د ټرمپ پیاوړی ټکی حسابیږی . په عین حال کی ټرمپ او د هغه حکومت ډیر کمزوری ټکی هم لری . د درملیزو بیمود ستونزې په اواری کی کمزوری ، د اوباماکر له قانون په خلاصیدا کی بی وسی ، د تجارتی جنګ له پایلو د کارو و روزګا او د ځینو اقتصادی ډلو ژور خپګان  او د مکزیک په پوله کی د دیوال د جوړولو د ژمنې نه عملی کیدا  په دغو موردونو کی شامل دی . دا په داسې حال کی دی چی په حکومت کی ګډوډې او د امریکا د ولسمشر جنجالی فیصلو حتی د دغه وضعیت د دوام لپاره په جمهوری غواړو کی هم شکونه رامینځته کړی د ی . په بهرنی سیاست او امنیتی سیاست کی هم د ټرمپ دولت ډیرې سترې ناکامۍ لری . له چین او روسیې سره په مقابله کی بی وسی  ، د کوریا ټاپووزمی د ایټمی کړکیچ په اواری کی ناکامی  ، له ایران سره  له ایټمی موافقې د وتلو پرسر د نړیوال کړکیچ جوړول او په نهایت کی د وینزویلا د دولت او ملت په وړاندی کمزورتیا په دغو مشکلاتو او بی وسیو کی شامل دی . دا په داسې حال کی دی چی په امریکا کی سیاسی او تجارتی ډلې له نړیوالو اورګانونو ، او سیمه ایزو او  نړیوالو متحدانو سره د ټرمپ حکومت د مقابلې په پایلو سختې اندیښمنې دی .