Jun 24, 2019 15:06 Asia/Kabul
  • په تیرې  اونۍ کې د لویدیځي آسیا پيښې

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا دبدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده دغه مطلب مو خوښ شي.په پيل کې هم د ځينو مهمو خبرونو خُلاصه او ورپسې هم تحلیلی برخه لرو هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

*/*/*/*/*/*/*/ په عسقلان بند کې د فلسطیني بندیانو لوږ تړ */*/*/*/  د مظلومو فلسطینیانو په ضد دشپې په تورتم کې ړاندۀ عملیات*/*/**/*/   د بندیانوسخته شکنجه کول او په زوره ئې نورو ځایونو ته منتقلول، */*/*/*/  دیمن بوږنونکي حالات*/*/*/*/ او عراق ته د کویت د امیر سفر، په تیرې اونۍ کې د لویدیځي اسیا ځیني مهم بدلونونه ؤ چې  په دې اړه مو اوس د  تحلیلی برخې  لیدو  ته رابولوو، نو له مونږ سره ووسئ

  د فلسطین د بندیانو دټولنې مشر  قدوره فارس  ایشوا کړې ده ، دعسقلان زندان بندیان په وحشي ډول شکنجه کیږي او په بوږنونکي ډول ورباندې ظلمونه کیږي  او کله چې بندیانو  او د هغوي په سر کې  د دوي استازی  ناصر ابوحمید له بندساتونکو سره مقابله وکړه،نو د بند مدیر او مسئولانو یوه بل بند ته  دهغه دمنتقلولو فیصله وکړه  او هم ئې د هغه دکان  او غُرفې  د بندولو پشمول چې بندیانو ورځیني دضرورت شیان اخستل،ځیني جرمانې  ولګولې.

Image Caption

 

 له دې مخکې هم په تیر اپریل میاشت کې څه دپاسه څلور سوه فلسطینو بندیانو پر زندانونو د واکمنو بد حالاتو او د بندیانو په ضد د اسرائيلی بندونو د ادارې په سزاګانو باندې په اعتراض کې  لوږ تړل کړی ؤ چې په نهایت کې د صهونیسټ رژيم د زندانونو ادارې د فلسطینیو بندیانو د نامحدود لوږتړ  له اتمې ورځې وروسته ،د بند له ځينو برخو د پارازیټ  د آلو  د لیرې کولو پشمول  د هغو غوښتنو اوشرطونو ته غاړه کیښودله .  دم ګړۍ  د وحشي صهیونیسټي رژيم په بندونو کې کابو پنځه زره اوه سوه فلسطیني بندیان شپې سبا کوي .

              دوستانو مهم ټکی دا دی چې د عسقلان بند د فلسطینیو بندیانو نامحدود لوږ تړ د بحرین په منامې کې د پيړۍ د معاملې د اجرا په باب  دلومړنۍ غونډې په درشل کې شوی دی .دمنامې غونډه  د فلسطین لپاره د بهرنیو پانګو دتش په نامه د جذبولو  د ادعا په موخې سره  او د پيړۍ د معاملې  دمطرح کولو لپاره  د جون په ۲۵ او ۲۶  ترسره کیږي .له دغې غونډې سره په مخالفت کې  تیره اونۍ  دمخالفتونو اندازه  څو چنده زیاته شوې  ده .

 په داسې حال کې چې سعودي عربستان او متحده عربی اماراتو په دغې   ناستې کې خپل ګډون تائيدکړی،لبنان او عراق  اعلان کړی دی،چې  دبحرین په غونډې کې ګډون نه کوي .د اردن په زرګونو خلکو هم  د تیرې جمعې په ورځې   ددغه هیواد په پلازمینې امان کې  د  الحسیني جومات  په وړاندې  له جمعې لمانځه وروسته  ستر لاریون وکړ او د پيړۍ  معامله  او د منامې غونډې د ترسره کیدا امریکائي  صهیونیسټي پلان ئې په کلکه محکوم  کړ .

Image Caption

 

د  صهیونیسټ رژيم  د بایکاټ نړیوال غورځنګ (بي ډي ایس) هم د  بحرین د اقتصادي غونډې موخه، یوازې د فلسطین په نیواکي ټاټوبي د پانګونې  د جذبولو په پلمه  له دغه رژيم سره د اړیکو عادي کول بللی او وئيلي ئې دي، دغه شان کنفرانسونه د اسلامی امت د تر ټولومهمې موضوع په توګه  د فلسطین موضوع ته سخت ګوزار ورکوي .دغه نړیوال غورځنګ  دبحرین په کنفرانس کې ګډون  د فلسطین د  ملی اصولو ا و حقوقو په نابودلو کې  عملی ګډون بللی دی .

 په عین حال کې  د صهیونیسټ رژيم  لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو دتیرې سه شنبې په ورځې د بحرین په غونډې کې ددغه رژيم د استازو د ګډون خبر ورکړی دی .

 د فلسطین د  آزادۍ جبهې  (پي ایل او ) د اجرائي کمیټې عمومي منشي صائب عریقات  هم د سه شنبې په  ورځ وئيلي دي،امریکا د پيړۍ په معاملې سره، د صهیونیسټ رژيم  دپلازمینې په توګه د قدس پيژندنې، قدس ته د خپل سفارت  منتقلولو، د ښارګوټو جوړولو او دسورئې پر جولان لوړو د نیواکګر رژيم  دحاکمیّت رسمیّت پيژندنې ته په رواوالي ورکولو سره،په هیوادونو کې  د سیاسی درز  لامل شوې ده . صایب عریقات د فلسطین   له خوا د دغې غونډې په بایکاټ کولو باندې په ټينګار سره  یو ځل بیا  له ټولو عربو او غیر عربو هیوادونو غوښتي دي  په دغه کنفرانس کې دې ګډون  نه کوي ، ځکه چې  دغه غونډه  د فلسطین د ملی آئيډئيل د تباه کولو  او له مینځه وړلو لپاره  ده .

 د بیرته ستنیدا دحق د لاریون  ګډون کونکو هم د تیرې جمعې ورځې په مظاهرو کې چې د منامې له غونډې سره  په مخالفت او  د :ټاټوبی خرڅیدونکی نه دی :په شعار سره ترسره شوي،چې البته د تیروپنځلسومیاشتو په څير د وحشي صهیونیسټ  رژيم د پوځیانو له بې آ مانه یرغلونو سره مخامخ شوي ، د فلسطین  د روغتیائي چارو وزارت  د جمعې په شپه  په غزې تړانګې کې  د بیرته ستنیدا  د ستر لاریون  په درې شپیتمې جمعې  کې  د ۷۹فلسطینیانو  د ټپي کیدو خبر ورکړی دی .

Image Caption

 

               د یمن  جنګ  حساسو مرحلو ته رسیدلی دی .د یمن پوځ او  ولسی مبارزو  کمیټیو  تیره اونۍ هم  سعودي  عربستان باندې درندۀ ګوزارونه کړي او ډير زیات تاوانونه او مرګ ژوبلې ئې ور اړولي دي .

  د سعودي عربستان  سټراټژيکې  او حساسې سیمې تیره اونۍ هم د یمن والو د بیلابیلو توغندیو په شیشت کې  ورغلي دي .

د یمن د پوځ ویندوي تورن جنرال یحیی سریع د تیرې سه شنبې په ورځې د عربستان په جنوب عسیر ولایت کې د  آبها نړیوال ډګر د فعالیتونو  په تیره بیا د جنګي الوتکو د فعالیتونو د بشپړ دریدا له امله،تر دې دمه پکې فعالیتونه په ټپه دریدلي دي .

 د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیتیو دپنجشنبې  په سهار وختي هم  په یوه کروز توغندي سره،د عربستان دجنوب  په جیزان کې د الشقیق بریښنا کوټ  په نښه کړ.  دعربستان دجنوب جیزان هوائي ډګر هم  په تیرې پنجشنبې ورځې د ډرون الوتکو د حملو ډګر ؤ .د یمن دپوځ القاصف کې ۲ ډوله بې پیلوټه  الوتکو  هم تیره اونۍ،د جیزان  هوائي ډګر پوځي تاسیسات،د ډرون الوتکو ګیراجونه  او د  کنټرول او هدایتونکي کوټه بمباري کړل .د یمن د پوځ  هوافضا ضد دفاعي سسټم د سعودي تیریګر ائيتلاف یوه بله جاسوسي بې پيلوټه الوتکه  هم دیمن په لویدیځ کې  په حجه ولایت کې نسکوره کړه .  همداراز د الحدیده ولایت د الفازه سیمې په فضا کې هم دسعودي عربستان یوه بله جاسوسی ډرون الوتکه نسکوره شوې ده .د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د سنائيپرانو یونټ،د عربستان په جیزان او نجران ولایتونو کې  د سعودي  په لسګونو پيّلي  او تالی څټي ماموران  هلاک کړي دي .

د یمن  د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  د بریالیتوبونو په  زیاتیدا سره،د ملګروملتو  امنیت شورا  د تیرې دوشنبې په و رځې یوه غونډه جوړه کړه .   د  یمن په چارو کې د  ملګروملتو استازي  مارتین  ګریفیټس  په امنیت شورا کې پخپلو یولړ څرګندونو کې د یمن دبحران د سیاسی حل د پرمختګ د دریدا خبر ورکړی  او په دې ئې خواشيني څرګنده کړې ده .په عین حال کې چې  مارتین ګریفیټس  په امنیت شورا کې د  خپلو څرګندونو په  دوام کې په آبها هوائي ډګر حمله محکومه کړې ده،خو هغه دې موضوع ته  هیڅ اشاره نه ده کړې،چې د ملګروملتو د راپور په اساس،دیمن اوسنی بحران د نړۍ  د یو تر ټولو بوږنونکي انساني غمیزه  ده .

Image Caption

 

د انسان دوستۍپه چارو کې دملګروملتو د سرمنشي مرستیال مارک لوکوک  هم د تیرې دوشنبې په ورځې خبرداری ورکړی چې یمن د تاریخ له ترټولو بوږنونکي انساني ناورین سره مخامخ دی او د یمن څه دپاسه نیم ولس  د انسان دوستۍ مرستو ته اړتیا لري .دملګروملتو د ماشومانو د بسپنې یا یونسیف ادارې  په خپل وروستي راپور کې وئيلی دي،په یمن کې  په هرو دوو ساعتونوکې یوه مور او شپږ نوزیږي یمني ماشومانوخپل ژوندله لاسه ورکوي . 

             د کویت امیر  شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح  د تیرې چارشنبې په ورځې  عراق ته په سفر کې  د عراق له ولسمشر برهم صالح  او  ددغه  هیواد له لومړي وزیر  عادل عبدالمهدي سره  لیده کاته وکړل .دا د کویت  د  امارت د څوکۍ له ترلاسه کولو وروسته  عراق ته د کویت د امیر  دوهم سفر ؤ .دکویت امیر شیخ صباح الاحمدالصباح په لومړي ځل په ۲۰۱۲کال کې په بغداد کې د عربی  اتحادئې  په سرمشریزې کې د ګډون لپاره دیوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ  دغه هیواد ته سفر کړی  ؤ .

Image Caption

 

  د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي   عراق ته د کویت د امیر  دغه سفر  ډير مهم بللی او وئيلي ئې دي،د عراق اوکویت اړیکې نن سبا  په ترټولو ښې سوئې کې  دي ، او له دې مخکې هم  د دواړو هیوادونو لوړپوړو مسئولانو  عراق او کویت ته سفرونه کړي دي .

د عراق د لومړی وزیر اشاره، کویت ته د عراق د ولسمشر برهم صالح د ۲۰۱۸ کال  په نومبر کې سفر  او همداراز  د ۲۰۱۹ کال په مئ کې دغه هیواد ته د  هغه خپل سفر ته وه .

 د کویت رسمي خبري آژانس  په یوۀ راپور کې  وئيلی دي،د کویت امیر او د عراق چارواکو د دواړو هیوادونو ترمینځ  د ملګرتیا او د دلچسپۍ وړ دوواړخیزواړیکو د پراختیا لپاره د مشورو د دوام او د ملګرتنیا د نوي لرلیدونو د پرانیستونکو سلامشورو د دوام پشمول د درستو موضوعګانو په اړه بحث او خبرې اترې کړي دي .په دغه راپور کې راغلي دي،دواړو لورو په  دغو لیدوکاتو کې  له تاؤتریخوالو او نښتو  د سیمې  د لیرې ساتلو په خاطر  له بدلونونو سره په تعامل کې د تدبیرونو او عقلانیّت د کارولو غوښتنه کړې ده . 

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه