Jul 13, 2019 17:35 Asia/Kabul
  • ایراني شخصیتونه ،نړیوال ویاړونه

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایرانیوشخصیتونو او نړیوالو ویاړونو نومې د لړۍ له ننني یو سل اته اتیایم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه پروګرام کې هم دڅو تیرو مطلبونو په څیر د دریمې قمري پيړۍ د نامتو عارف او د ایران د تصوّف تر ټولو استثنائي شخصیت حسین بن منصورحلاج د ځانګړنو په باب درسره غږیږو ، هیله ده ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ .

دوستانو په تیر پروګرام کې  هم د ایران د تصوّف  دترټولو استثنائي شخصیت  په باب درسره وغږیدو ، اوس هم  هم د هماغه  حسین بن منصور  حلاف  د ژوند په باب درسره غږیږو،  حسین بن منصور حلاج  پخپل ژوند،ویناؤ اوحتی پخپل مرګ سره   په نړۍ کې داسې ځوږ  او ولوله راپورته کړې ، چې تر دې د مه د هغه د مړینې له پيړیو پيړیو تیریدو وروسته تیریږي ، ایراني او لویدیځي څیړاند دهغه  خبرې کوي  او  دهغه په باب لیکنې کوي .  هغه ولوله چې  دهغه په څرګندونو سره  د هر خاص او عام په خولې   روانې دي ،  او دایران ،هندوستان، ترکستان او چین او  ماچین  په بیلابیلو ښارونو کې ئې ډير زیات پیروکار درلودل .

Image Caption

 

=  دوستانو ومو وئيل  چې  دایرانیو اوغیر ایرانیو  څيړاندو  له ډيرو زیاتو هلوځلو  او زیار سره سره  تر دې دمه د  دریمې قمري پيړۍ  د ایراني نامتو عارف  حلاج   له بیلابیلو اړخونو حقیقي څیره  هماغه راز  زیاته  لاڅرګنده شوې نه ده .  دحلاج اصلی نامه حسین ، دهغه دپلار نامه  منصور ده .  په زاړو متنونو کې ، د حلاج زوکړې نیټې ته کومه خاص اشاره نه د ه شوې ،خو د لويي ماسینیّن په څير   ځینو څیړاندو دهغه زوکړه  کابو ۲۴۴قمری کال یعنی د ۸۵۸میلادي کال  او ځينو نورو هم ۲۴۸قمری کال یعني  ۸۶۲میلادي کال  بللی دی . حسین بن منصور حلاجد فارس  دبیضاء په شاوخوا طور سیمې کې زیږیدلی  او په ماشوموالی کې  له خپلې کورنۍ سره له طور سیمې  د عراق  واسط ښار ته کډه په سرشوی  دی .همداراز د حلاج د معنا هم د ډِنډَپ وهونکي  په معنا دی چې  په پیل کې د هغه لقب ؤ،خو سوکه سوکه ئې د هغه په حقیقي نامې باندې هم اغیزې وشیندلې . مخکې مو وئيلي دي  حلاج له هماغه زلمیتوبه  د معرفت  د ترلاسه کولو لپاره سفرونه پیل کړل  او  د سهل بن عبدا... تستري ، عمرو بن عثمان مکی  او  جنید نهاوندي  چې یو ایرانی عارف ؤ ، سره ئې شاګردي وکړه  او له  استازانو ئې  ډير څه زده کړل او وځلید. حلاج  پخپل ژوند کې  درې ځله حج ته تللی  دی .  ویل شوي دي ،  هرچرته چې  تلو، نو دهغه  ګیرچاپيره به ډير پلویان ورغونډيدل . خلکو   حسین بن منصور حلاج  ته د یوه ژغورونکي او مصلح  کس په توګه کتل  او همدا  د بغدادد فقیهانو د وحشت او  د بغداد دواکوالانو د ناسم  نیّت  لامل شو او دهغوي کینه ئې راوپاروله . بلاخره  د بغداد د وخت واکوالان او فقیهان وتوانیدل  پرحلاج  په مختلفو تورونو لګولو سره  چې پرې ئې ولګول ، هغه  بندي کړي .

Image Caption

 

          حسین بن منصور حلاج  دعمر د پاي اته کلونه  په بیلابیلو زندانو کې تیر کړل  او  په دغې درستې مودې کې  له هغه سره د  هغه خادم او اوخکی (برادرزن) هم یو ځاي وو .  ددغو محاکمو په  دوام کې ، دبغداد صوفیّانو  له هغه سره هیڅ  ډول ګروهنه ونه ښودله .  په تر ټولو وروستۍ محاکمې کې چې  د حلاج  تکفیرقطعي  او دهغه د وژلو فیصله ورکړل شوه ،،وئيل شوي دي ، چې  د بغدادله صوفیانو یوازې  ابن عطاء آدمي  چې په ابوالعباس مشهور ؤ ،   لههغه سره همدردي  او یو  شان والی وښود. 

 ابوالعباس  احمد بن عطاء  دآمل اوسیدونکی ؤ  او د اهل حدیث اوسنت   او مجاهدت او ریاضت لرونکی شمیرل کید. دحلاج په تر ټولو وروستۍ محاکمې کې  بان عطاءآدمي  دبغداد یوازینی صوفي ؤ  چې  د حلاج دفاع ئې وکړه  او  دهغه همدغه دفاع وروسته ، د صوفیانو  په نزد حلاج تر یوه حده  رواوالی وموند او   تر ډ يره حده د مخالفانو  له تورونو ئې بَري کړ  .

 دحلاج  په اته کلن زنداني ژوند کې د عباسی خلیفه قدرتمند نګهبان یا چوکیدار نصر قشوری ، خلیفه او د هغه مور :سیده شغب  له حلاج سره مینه  اوګروهنه درلوده ، خو  دغه ارادت او مینه ئې د  فقیهانو دفیصلې په مقابل کې  نه شوه څرګندولئ. دوي یوازې وتوانیدل  دهغه زندان  دارالسلطان ته منتقل کړي څو  په آسانۍ سره  له هغه سره ارتباط وساتل شي . خو یوه پیښه  د حلاج د محاکمې   دچټکتیا  او د حلاج  پر محاکمې او دهغه پر قتل د وخت د وزیر حامد بن عباس  د بیا ټينګار لامل شوه .

Image Caption

 

          وئیل شوي دي  چې  په دینور  ولایت کې یو کس ودرول شو ،له جلاج څخه په یوۀ عجیبه لیک سره ، چې  په هغه دپاسه ئې لیکې وه ،،یعني ،   له رحمن او رحیمه   فلان بن فلان ته .    هغه لیک ئې بغداد ته ولیږ او کله ئې چې حلاج ته  وښود، نوتصدیق ئې کړه چې  دا د هغه خط یا لیک دی .  له هغه ئې وپوښتل ،  ته د ربوبیّت ادعا کوې ؟ حلاج ووئیل ، نه .  دا هغه شی دی  چې  د مونږ په نزد  عین الجمع  لوستل  او  د صوفیانو  له لیکې  ځیني نور کسان هم دې  ته قایل دي . وائي ، حامد بن عباس له هغه وغوښتل څو  په دې باب کې خپله عقیده ولیکي  اوحلاج  ورته ولیلکه . د حلاج هغه لیکنه  ئې یوړه او  د ابومحمد جریري  او ابوبکر شبلی لپاره ئې ولوستله . دوي په پیل کې  هڅه وکړه ، په دغې شخړې کې ورګډ نشي ، خو  داسې ونه شول . کله  د حلاج د خبروپه  باب له جریري  څخه وپوښتل شول نو وئې وئيل ، دغه کس کافر دی ، هغه باید ووژل شي . شبلي  لازیات نرم  ځواب ورکړ او وې وئيل  هرڅوک چې  دغه شان اعتقاد ولري یاید  هغه  له دغه شان اعتقاداتو منع شي . کله  د حلاج اعتقاد  فقیهانو ته وروښودل شوې ، نو ټولو هغه رد کړې ،خو په دې مینځ میان کې د صوفیانو یوه  عالم  ابن عطاءآدمي   د حلاج  دخبرو  انکار ونه کړ  او  په دې باب ئې  دهغه  د رائ  غوښتنه وکړه . سملاسی ئې ولیکل چې  زه  هم همدغه اعتقاد لرم  او هرڅوک چې ددغه اعتقاد برخه وي ، نو کافر دی . حامد بن عباس  حکم ورکړ چې  ابن عطاءآدمي  دې دربار ته حاضر کړائ شي  او له هغه ئې په سختې لهجې کې خبرې وکړې  او ابن عطاءآدمي هم  له وزیر سره سخت چلند وکړ او  له حلاج څخه په دفاع کې ئې   له هغه سره په ګستاخۍ او سختې خبرې وکړې . وزیر  حکم صادر کړ چې ابن عطا سزا کړي .  د ابن عطاء  له رټل کیداڅخه د هغه زخمونه دومره ژور وو،چې څو ورځې وروسته د همدغو ټپونو له مله  مړ شو .

د حسین بن منصور  حلاج  غمجنونکي ا و اوږدې پلټنې  هماغه راز  روانې وې. حامدبن عباس هره ورځ هغه خپل مجلس ته ورغوښت او د قاضیانو اوفقیهانو په شتون کې ئې هغه محاکمه کاوۀ او بیا به ئې بند ته ورلیږ. دغه اوږدې پلټنې ددې لپاره وې،چې ممکنه ده په هغو څرګندونو کې چې کیدلې،د حلاج د وژلو لپاره کومه  کافي پلمه په لاس ورشي .سحر،د ربوبیّت دعوا،الهي عشق  هغه  تورونه وو چې  حلاج  ئې دهغو په پلمه بندي کړی ؤ  اومحاکمه  کولو ئې،او  په همدې علت ئې هغه زندیق  بالۀ . حلاج تورن ؤ  چې  وئیلی ئې دي ؛؛  انالحق ؛؛(یعني زه  حق یم ). دا داسې خبرې وې ، چې  په عرفان کې موجودې وې  او  دا،وحدت وجود ته له اشارې پرته بل هیڅ  شی نه دی .  دغه عبارت په دې معنا دی چې  نه یوازې زه حق یم ، هرڅه  حق دي . دعارفانو له نظره د درستو موجوداتو یا مخلوقاتوباطن ،  حضرت حق (خدای) دی  او د خدای یوه ځلا ده . حلاج  هیڅ ډول غیر  عادی او غیر واقعي  خبره نه ده کړې ، خو  دهغه زمانه او  دهغه مخالفان  ددغې خبرې منونکي  نه وو .

 حسین بن منصور حلاج  په هغو ټولو محاکمو کې  چې  پرې تیریدې ،  داسې خبرې کولې ، چې  هر ډول شک اوشبهات ئې  ختم کول  او هرځل به ئې  د :شهادتیّن : کلمه  پر خولې وئيله  او  په زاندان کې غالبا هر وخت  په لمانځه ، ذکر فکر ، دعا او استغفار بوخت ؤ او روژه به ئې ساتله .  هغه  د  ربوبیّت  یا مهدویّت له هر ډول دعوا یا تورونو،چې له هغه سره تړل شوي وې ،انکار کاوۀ. په  عین حال کې  حامد بن عباس  فقیهان اوقاضیان  مجبوره کړل ، چې د هغه د محکومیت فیصله ورکړي .  محاکمه کونکو ،  دحلاج  په ژبې او دهغه  دکلام په رمز اورازونو  نه پوهیدل .  دغه رازداره  ژبه   وروسته  د روزبهان بقلي  پشمول له صوفیانو ځینو  کسانو پخپلو شطحیاتو(خطبو یا  لیکنو ) کې کاروله .

            دمنصور بن حسین حلاج  تر ټولوروستۍ محاکمهتر اوو میاشتو پورې اوږده شوه ،په دغې مودې کې حتی  له هغه سره پر لیدوکاتو بندیز ؤ اویا هم ورسره لیدل ډير سخت  وو . په عین حال کې  په هغو په ګوته شمیر  کسانو کې چې   له هغه سره ئې په زندان کې لیدل وکړائ شول ،یو پکې  ابن عطاء آدمي ؤ او یو بل هم دشیراز  یو ځوان بل صوفي  ؤ چې  ابو عبدا....  حفیف  نومید.  هغه روایتونه چې  هغه  دحلاج په باب   نقل کړي دي ،  د صوفیانو په کتابونو کې نقل شوي دي .

Image Caption

 

 په هر حال  سره له دې چې  حلاج تر ټولو وروستي ځل په ډير ټينګار سره  له ځانه دفاع وکړه ، او خپل اعتقاد ئې په اسلام او  د اهل سنت په مذهب باندې په ټينګار سره بیان کړ.   هغه فتوا چې  د هغه په قتل کې صادره شوه،د وخت د وزیر حامدبن عباس  په هڅې سره،د خلیفه له خوا هم تائيد شوه. ددغې فیصلې د مخنیوی لپاره  د خلیفه د نګهبان  نصر قشوري او د خلیفه د مور سیده شغب  هلو ځلو کومه نتیجه ورنکړه .

 د حلاج  په ضد فیصله د ۳۰۹قمری کال د ذی الحجې دمیاشتې  په درویشتمه نیټه  اجرا شوه .ددغې فیصلې د صادریدا له هماغې لومړنیو شیبوامنیتی ځواک او حکومتي جاسوسانو د درست ښار څارل پیل کړل  او حسین بن منصور  حلاج ئې د خپل ژوند وروستیو شپو ورځو دتیرولو لپاره  حکومتي زندان ته منتقل کړ. په داسې حال کې چې  تر دې دمه د ښار ډيرو خلکو د هغه  د برخلیک په باب څه خاص اطلاعات نه درلودل .

(سیماب)

******************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه