Oct 14, 2019 17:02 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې۱۳۹۸-۰۷-۲۰

ګرانو او قدرمنو دوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولوسره افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

په سر کښې هم د مهمو خبرونو سرټکي:

د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتي بحران په نه تکراېدو د اشرف غني تاکيد، چين ته د پاکستان د وزيراعظم سفر، په افغانستان کښې له داعش سره د طالب سرغنه ؤ يوځاے کېدو په اړه خبردارے، د افغانستان د خارجه وزارت د وياند څنګته کول، امريکه او د افغانستان په بې نتيجې جنګ کښې يې تاريخي ناکامي، د هند ترکنټرول لاندې  د کشمير اوسيدونکو ملاتړ پاکستانيانو ته د عمران خان خبردارے، د پاکستان په حکومت د افغانستان نيوکه او د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتائجو په اعلانولو کښې د ځنډ احتمال په تېره هفته کښې د افغانستان او پاکستان ځينې ډېر مهم خبرونه وو.

 

افغان ولسمشر تاکيد وکړ، د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په نتيجه کښې رامنځته شوے بحران پکار دي تکرار نه شي.

محمد اشرف غني د جرمني له شپيګل خبري آژانس سره په مرکه کښې د افغانستان د روان کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رايو د شمېرنې د چلند د غېر ضروري اوږدې په باره کښې د اندېښنې په څرګندولو سره د  ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په نتيجه کښې رامنځته شوي بحران ته په اشارې سره  وويل، د اقتدار په سر د څو مياشتنۍ لانجې لپاره وخت نشته او پکار دي مخ په وړاندې حرکت اوشي.

افغان ولسمشر چې د ولسمشرۍ د وروستيو انتخاباتو يو نامزد هم دے وويل، د هېواد په قوانينو پابند دےاو د انتخاباتود کمېشن لخوا د انتخاباتو د نتيجې تر اعلانولو پورې صبر کوي.

د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتي بحران له تکرارېدو څخه د مخنيوي به باره کښې د اشرف غنی خبردارے د افغانستان د اوسني حکومت له اجرائي مشر عبدا... عبدا... او د  ولسمشرۍ په وروستيو انتخاباتوکښې د هغه د هغه له سيالو سره خپلې لانجې ته اشاره لري چې پکښې اشرف غني او عبدا... د انتخاباتو په دويم پړاوکښې په ټګۍ باندې د يو بل په تورنولوسره  په افغانستان کښې عملاً څو مياشتنے بحران رامنځته کړ  چې له اجرائي قدرت څخه د ګډې ونډې په اړه د ملي وحدت د حکومت د جوړېدو د موافقه ليک په لاسليکېدو سره دغه بحران ختم شو.

 

د انتخاباتو د ځينو نامزدانولخوا د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د په څلورم پړاو کښې د کاميابۍ د ادعا ترټولو مهمه پائله په داسې صورت کښې چې د شمېرنې حقيقي نتائج د هغوي د هيلو په خلاف وي په انتخاباتو کښې د ټګۍ له رامنځته کېدو خه د هغوي د پلويانو غلط مطلب اخېستنه ده چې د سړکونو د احتجاجونو د جوړېدو سبب کېدې شي.

نو ځکه هم هغه ډول چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمېشن د انتخاباتوله نامزدانو څخه غوښتي دي چې هغوي پکار نه دي د انتخاباتو د نتائج په اړه مخکښې فېصله کولو سره د پلويانو د تحريکولو او د ناخوښه سياسي،اجتماعي او امنيتي پائلو د راڅرګنددو سبب شي.

البته د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دې دورې اصلي مشکل د غېر بيو مېټرک رايو د محاسبې په سر د اصلي نامزدانو اختلاف دے چې عبدا... د انتخاباتو د ځينو نامزدانو په اپوټه تاکيد کړے دے چې پکار نه دي له بيو مېټرک سېسټم نه بهر رائې په انتخاباتو کښې حساب شي.

دا په داسې حال کښې دي چې د انتخاباتو ځينو نامزدانو د عبدا... د دريځ په ردولو سره په بيو مېټرک او غېر بيو مېټرک مشتملو ټولو رايو په حسابولو او شمېرولو تاکيد کوي. البته په دې اړه د انتخاباتو د خپلواکه کمېشن دريځ ته په پام سره چې يوازې بيو مېټرک رائې به شمېرل کيږي، د عبدا... دريځ قانوني بڼه لري.

د بيومېټرک رايو په شمېرلو د دغه کمېشن تاکيد د دې سبب شو چې دغه انتخاباتي اداره د خپل دغه دريځ په مخ بيائلو لپاره له زياتو دباونو سره مخامخ شي. د غېر بيومېټرک رايو د شمېرلو لپاره د انتخاباتو په کمېشن باندې د دباو راوړلو لپاره د افغانستان د مشرانو د جرګې د مشر وېنا ښودنه کوي چې دغه انتخاباتي اداره له پراخو بهرنيو دباونو سره مخامخ ده.

همدا وجه ده چې په قطعي توګه ويلې شوو چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترټولو مهم مشکل د غېربيومېټرک رايو د حسابولو يا نه حسابولو، شمېرلو او اعلانولو په ډګر کښې دے نو که د انتخاباتي ادارو د وروستيو نتيجو له اعلانه تر مخکښې پورې د انتخاباتو نامزدان موافقې ته ونه رسي نو د ۲۰۱۴ کال بحران تکرارېدې شي.

بې له شکه د بيمېټرک او غېر بيومېټرک رايو په اړه په فېصله کولو او د رايو په شمېرلو کښې پکار دي د فني ، مخابراتي او ارتباطي سېسټمونو لاسرسايو د نفوذ او همدارنګ د يوزرانو د آشنائۍ اندازې ته جدي پاملرنه اوشي.

 

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د دغه هېواد ښاريزو ته خبردارے ورکړ د هند ترکنټرول لاندې کشمير له اوسېدونکو څخه په ملاتړ کښې د کشمير له کنټرول لائن څخه له تېردو منعې شي.

عمران خان د پاکستان د ازاد کشمير سيمې د اوسېدونکو د لاريون په ردعمل کښې وويل، د پولې له هغه لوري کشميريانو سره د مرستې او ملګرتيا په نامه  د کشمير له کنټرول لائن څخه تېرېدل به د نوي ډيلي او اسلام اباد ترمېنځ د ناخوښو حالاتو او واقعاتو د سختېدو سبب شي.

د پاکستان وزيراعظم همدارنګ خبردارے ورکړ چې د کشمير له کنټرول لائن څخه د تېرېدو لپاره د هر ډول اقدام د مسلمانانو د تندلاريتوب ادعا مضبوطوي او په همدې وجه پاکستانيان دې دښمن ته بهانه په لاس ورنکړي.

په دې اړه د پاکستان د وزيراعظم خبردارے له هغو اندېښنو څخه دے چې عمران خان د هند ترکنټرول لاندې کشمير ته د پاکستانيانو د احتمالي ورتګ له نتائجو څخه لري.

د پاکستان د آزاد کشمير خلق د دغه هېواد د مختلفو سيمو د خلقو په شان د هند ترکنټرول لاندې د کشمير د خلقو د حقوقو په تېره بيا د برخليک ټاکلو د حق د حاصلولو په لازموالي باندې تاکيد لري.

د جمو او کشمير له خلقو څخه په معنوي ملاتړ او په دغه سيمه کښې د خودمختارۍ له لغو کولو او د فوځي حکومت له ټينګولو نه پس د هغو اندېښمنونکي حالت ته د نړيوالې ټولنې پام اړولو کښې د پاکستان د اصلي سټراټيجۍ په چوکاټ کښې د ازاد کشمير خلق د لاريون جوړول د جمو او کشمير له خلقو څخه د ملاتړ د دوام يو سېمبول ګڼي.

په داسې حالاتو کښې د پاکستان وزيراعظم اندېښمن و چې هغه لاريون کونکي چې ټاکل شوے وه له ازاد کشمير نه د کشمير تر کنټرول لائن پورې کرښه پلې کړي په يوې احساسي فضاء کښې له کنټرول لائنه تېر  شي چې دا اقدام کېدې شي له لاريون کونکو سره د هند امنيتي او پوله ساتونکو ځواکونو د نښتو سبب شي.

دې ته په پام سره چې د هند حکومت په کشمير کښې د فوځي حکومت د ختمولو لپاره د سترې محکمې د حکم باوجود هم هغه شان د دغې سيمې د خلقو په خلاف د زيات نه زيات دباو سياست تعقيبوي، د کشمير له کنټرول لائن څخه د ځينو خلقو د احتمالي تېرېدو له موضوع سهر د هند د امنيتي ځواکونو له خونړۍ مقابلې څخه د عمران خان اندېښنې زياتې شوې دي.

د هند بي جي پي واکمن ګوند د کشمير د خودمختارۍ له لغو کولو وروستته د اوږدې مودې فوځي حکومت د ټينګولو په شمول د غېر قانوني تدابيرو په غوره کولو سره  ښودلې ده چې په کشمير کښې د خپلو جنجالي پروګرامونو د عملي کولو لپاره د زور او دباو د وسيلې له استعمالولو ډډه نه کوي.

 

د افغانستان د ملي امنيت صلاحکار په دغه هېواد کښې له داعش ترهه ګرې ډلې سره د طالب ډلې د سرغنه ؤ د يوځاے کېدو په اړه خبردارے ورکړ.

حمدا... محب له فاکس نيوز سره په مرکه کښې وويل، په داسې صورت کښط چې د افغانستان د صلحې بهير پراخه نه شي او د طالبانو ټوله ډله يوځاےنه کړې شي نو اټکل کيږي چې د دغې ډلې زياتره سرغنه له داعش سره يوځاے شي.

د افغانستان د ملي امنيت صلاحکار په عين حال کښې يادوه وکړه چې د طالب ډلې زياتره سرغنه نه غواړي په هېواد کښې د صلحې له بهير سره يوځاے شي.

په سوريې او عراق کښې د داعش ترهه ګرې ډلې له ماتې وروسته امريکې، لويديځ او د سيمې ځينو عربو هېوادونو د دغې ترهه ګرې ډلې باقي پاتې کسان افغانستان ته منتقل کړي دي چې له هغوي څخه د  خپلو سيمه ايزو پروګرامونو په ګټه استفاده وکړي.

په افغانستان کښې د داعش له ترهه ګرې ډأې سره د طالب سرغنه ؤ د يوځاے کېدو د احتمال په باره کښې د دغه هېواد د ملي امنيت د صلاحکار خبردارے د هغو اندېښنو په وجه دے چې له طالب ډلې سره د صلحې له احتمالي موافقې سره د د ټولو طالب مشرانو او غړيو د نه يوځاے کېدو په اړه موجود ده.

 دې ته په پام سره چې په ۲۰۱۵ کال کښې د طالب ډلې د سرغنه ملا محمد عمر له مرګه وروسته دغه ډله په مختلقو څانګو اوېشتل شوه او لږ تر لږه دوه څانګې ترې جدا شوې، دا احتمال شته چې د طالب ډلې له اصلې څانګې سره د صلحې د موافقې په صورت کښې ددغې ډلې نورې څانګې له موافقې سره يوځاے نه شي او هم هغه شان په افغانستان کښې جنګ ته دوام ورکړي.

په افغانستان کښې له داعش ترهه ګرې ډلې سره د طالبانو د صلحې د ناراضي سرغنه ؤ د يوځاے کېدو د فرضي سناريو په نظر کښې نيولو سره د دغه هېواد د ملي امنيت د صلاحکار څو ورځې مخکښې وېنا چې ويلي وو داعش يو سټراټيجک ګواښ نه ګڼل کيږي له جدي شکونو سره مخامخ شي.

په تېره بيا دا چې يوه مياشت مخکې محب دغه دريځ مطرح کړ د افغانستان د ملي امنيت شورا په يوې بيانيې کښې په دغه هېواد کښې د داعش په خلاف د نړيوالې اجماع غوښتنه وکړه چې دغې بيانيې د دغې ډلې سټراټيجک ګواښ رد کړ.

له داعش ترهه ګرې تکفيري ډلې سره د طالبانو د سرغنه ؤ د يوځاے کېدو په باره کښې د خبرداري په اړه د محب د نوې وېنا په مطرح کېدو سره دا اټکل رامنځته شوے دے چې د افغانستان د ملي امنيت صلاحکار د دغه هېواد لپاره د داعش د سټراټيجک ګواښ په باره کښې د خپل مخکښيني دريځ د اصلاح کولو په لټه کښې شوے دے چې دا ځل هغۀ په غېر مسقيمه توګه له داعش ترهه ګرې ډلې سره د صلحې له توافقه د طالبانو د ناراضي څانګې د يوځاے کېدو د احتمال په وړاندې کولو سره دغه ډله د افغانستان لپاره يو لوے خطر معرفي کړے دے.

---------

 

ټیګونه