Dec 11, 2019 16:35 Asia/Kabul
  • اسلام وپيژنئ

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې اسلام وپيژنئ نومې د لړۍ له ننني دوه سوه شپږم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، د معاد د موضوع په دوام کې د اعمال نامې بحث ته مخه کوو ،هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

  دوستانو  هماغه ډول چې  ددغې لړۍ  په تیر پروګرام کې مو هم وئيلي،د عمل کارنامه یا  عمل نامه،د یوې بشپړ هیندارې په څير،هر څه چې  انسان ترسره کړي وي ، منعکس کوي  ئې  او  دهغه په  عملونو  یوه روښانه ګواهي ده .  نوځکه  هیڅوک  له خپلو کړنو انکار نشي کولی . ځکه چې   دعمل نامې لیکونکي  چې  الهي فرښتې دي ،  په  دقت سره  دهغه د درستو کارونو نسخه  برابره کړې ده .

            خداوندمتعال د قرآن کریم  د حاقه سورې  له اتلسم تر شلم  پورې په آیتونو کې فرمائي ؛ په هغه ورځ  تاسو (دخداي په درګاه )کې حاضریږئ او د تاسو یو شی او یو عمل  پټ  نه پاتکیږي . خو  هغه څوک چې   کارنامه ئې په ښي لاس کې  ورکړل شي،( د خوشالۍ له امله) وائي،(ائ خلکو)راشئ او د ما اعمال نامه ولولئ،  ماته پته وه چې (قیامت شته او ) له خپل حساب کاب  سره به مخامخ کیږم :.....  

             که څه هم  انسانان دژوند په  درستو شیبو کې،د خداوند منان په محضر کې دي،خو دا موضوع د قیامت په ورځ ،لازیاته رابرسیره کیږي . په دغې ورځې  د انسان   پټ رازونه هم  ښکاره کیږي  او د هغه هیڅ شی پټ نه پاتکیږي.  نه یوازې  د انسانانو  پټ  عملونه ،بلکې  د دوي صفتونه ،روحیات،اخلاق ، او نیّتونه هم رابرسیره کیږي  او دا یو ډير مهم ټکی دی .دغه وخت، د بدکارو د رسوائۍ  او د مومنانو د سرلوړۍ  ستره ورځ   ده .

البته  هغه څوک چې  د عملونو کارنامه ورته  په ښي لاس کې ورکړل شوي،نو له خوشالۍ چِغې وهي،چې راشئ او د ماعمل نامه وګورئ و ولولئ ئې. ګواکې هغه له خوشالۍ په  جامو کې نه ځایږي  او له دغو ټولو نعمتونو او توفیقاتو چې خداي ورته ورکړي،پخپل درست وجود سره د خداي پاک منندوي دی .هغه وائي،هغه څه چې د ما نصیب شوي،په دغه شان ورځې باندې دایمان په خاطردي .ما یقین درلود،چې بلاخره  یوه ورځ به  د خپلو کارونو له حساب سره مخامخ  شم .

 په هرحال،دا یو نه انکاریدونکی واقعیّت دی چې په معاد اوپه حساب او کتاب ایمان،په انسان کې د پرهیزګارۍ روح  روزي او هغه د پاکئ اوتقوا په لور کاږي .

          د لومړۍ ډلې په مقابل کې چېعمل نامه ورته په ښي لاس کې ورکول کیږي،د قرآن کریم د حاقه سورې له ۲۵ تر ۲۹پورې په آیتونو کې د هغوي مقابل ټکي ته ، یعني هغو کسانو ته چې د هغوي عمل نامه ورته  په کیڼ لاس کې ورکول کیږي ،اشاره  کوی اوفرمائي؛ او البته هغه څوک چې  عمل نامه ورته په کیڼ لاس کې ورکول کیږي،وائی؛ائ کاش،د ما دعملونو کارنامه ماته نه وائ راکړل شوي  او نه پوهیدلئ  چې د ماحساب کتاب څه دی . ائ کاش د همدا د ما د کارونو پاي وائ او بیرته نه ژوندئ کیدلی .د ما شتمنۍ او مال  راته هیڅ ګټه ونه کړه( او هیڅ په درد مو ونه رسیدل)خپل قدرت مو له لاسه ووت .:::

 هغه انسان چې د عمل نامه ئې  ورته په کیڼ لاس کې ورکول کیږي،هغه څوک دی ،چې په دنیا کې ئې ډير زیات جرمونه  او ګناهانې کړي دي .هغه وائي ، کاش،هیڅکله د ما د کارونو کارنامه راته نه راکول کیدلی  او ائ کاش  له خپل حساب کتابه  هیڅکله هم خبر نه  خبریدلی!او ائ کاش  په مرګ سره  د ما ژوند  پاي وائ  او له دغه غمجن او بوږنونکي ژوندسره لاس او ګریوان نه وائ.

Image Caption

 

            هو!  ګناهګار انسان په هغه ستردربار اومحکمې کې  او په هغه وخت کې چې د هغه درست بد او کرغیړن کارونه رابرسیره کیږي،سوړ سوَئلی او دردناکه چغه پورته کوي . د خپل مرګ او نابودۍ هیله کوي څو له دغې سترې رسوائۍ  و ژغورل شی .هغه بدکار او  ګناهګار  اعتراف کوي او وائي،نن چې له خپل سپيرۀ بخت سره مخامخ شوی یم ،د ما شتمنیو او مال راسره هیڅ مرسته ونه کړه ، خپل قدرت اوسلطه مې له لاسه وتلې  او  په درد مو ونه رسیده . خلاصه نن تش لاساو په نهایت کې په ذلت او شرم او خځيلتوب سره په الهي محکمې کې حاضرشوی یم ،د ما  دنجات د رست سببونه راڅخه غوڅ شوي  ، زما قدرت له مینځّه تللی او د باقي پاتیکیدو  هیڅ هیله راته  نه ده پاتې شوي .

           د وستانو دعمل نامې په بحث کې ،سمه ده  یادونه وکړو، چې  په قرآن کریم کې د قیامت په ورځ د دوه ډله انسانانو خبره شوي  ده .د یمین اصحاب (یعني د ښي لاس یاران) هغه کسان دي چې  په دنیا کې  د هغوي د صالحو عملونو او ایمان په خاطر  د هغه عمل نامه په ښي لاس کې   ورپه برخه کیږي . خو  دشمال  اصحاب یا هماغه  دکیڼ لاس یاران،هغه کسان دي چېد سترو ګناهانو او جرمنونو په دلیل ،ئې عمل  نامه  په کیڼ لاس کې ورکول  کیږي .البته د قرآن کریم په ځينو آیتونو کې په میئمنه اصحاب ( نیکه ډله )او مشئمه اصحاب (سپير او بده ډله ) په کسانو ویشل شوي دي .

                دوستانو  د قرآن کریم  د واقعه سورې په ۲۷ آیت کې اصحاب یمیّن  داسې بلل شوي دي .؛؛او د  یمین اصحاب (د ښي لاس ډله)  ، دیمین اصحاب څومره زیات بختور دي  ؟،دوي څومره نیکمرغه دي! اصحاب یمین،هماغه نیکمرغه  نفوس دي،چې عمل نامې ورته د په الهي امتحان کې د بربالیتوب په نښه د دوي په ښي لاس کې ورکول کیږي.خداوندمتعال په دغو آیتونو کې د هغوي د مقام او  درنښت په باب فرمائي ؛د یمین اصحاب ،دیمین اصحاب څومره زیات بختور دي  ؟!  دا تر ټولو ستره ستاینه ده چې له دويۍ څخه شوې،ځکه دغه ډول تعبیرونه په هغو موردونو کې کارول کیږي،چېد انسان  صفتونه په خبرو کې نه ځایږي .د آيت لهجه  پخپله ښئ چې په قیامت ورځ،د یمین اصحاب  له ډير لوړ اوحیرانونکي مقامه برخمن دي .

           دوستانو همدارنګه د قرآن کریم د بلد سورې په اتلسم آیت کې دغه کسان د : اصحاب میئمنه :په عنوان سره نیکمرغه  او مبارک او ښه  یاد شوي دي .دوي هغه کسان دي چې د عمل نامه ئې په ښي لاس کې ورکول کیږي  او د هغوي وجود د خپل ځان او د ټولنې لپاره  ښه او مبارک دی .

 همداراز ددغې سورې له یولسم تر اتلسم پورې په آیتونو کېهم راغلی دي؛خو هغه (ناشکره انسان ) له هغې سختې مرحلې تیر نه شول،او ته څه پوهیږې چې هغه سخته مرحله او ځایګی څه دی ؟ د یوۀ مریۀ یا غلام آزادول !یا د لوږېاو قخطئ  په ورځې  خواړۀ ورکول،یوه خپل کورني یتیم  ته،یا یوه بل غریب اړمن ته .پر دې سربیره،له هغو کسانو وي چې ایمان ئې راوړی او یو بل مهربانۍ او نیکۍ ته بولي .دوي  اصحاب یمین (یعني نیکمرغه  او برکت موندونکي ) دي .

              دوستانو  د غه آیتونه ،ناشکره   انسانان  داسې رټي،چې  د نیکمرغۍ  د هغو درستو امکاناتو او وسایل له درلودلو سره دې د نجات لاره نه ده موندلې،په پیل کې فرمائي؛دغه ناشکره انسانان له هغې سترې لارې  او ځاي څخه تیر نه شول .آیتونه وروسته د لارې او هغه ځاي په باب توضیح ورکړې  او موضوع   لاروښانه  کوي ، د مریۀ یا غلام آزادول ، یا دلوږې په  وخت  پخپلو خپلوانو  کې  یوه یتیم ته  یا ډير اړمن   بې وطنه کس ته خواړۀ ورکول . 

 په دې توګه  روښانه کیږي ، چې  دغه سخته لاره  ، د هغو ښو اوغوره کارونو او اقداماتو ټولګه ده چې زیاتره د انسانانو،او کمزورو کسانو او بې وسو  و اړمنو انسانانو ته  دخدمت په چورلیز راچورلي .

            په رښتیا سره له سختو او مشکلو لارو تیریدا،هغې زیاتې  دلچسپۍ ته په پام سره چې  زیاتره خلک ئې  له شتمنۍ او مال سره لري، یو ډیر سخت کار دی .د هر ایمانداره  انسان په وړاندې سختې لارې  هم شته چې  له هغوي تیریدا کوم آسان کار نه دی او با ید  له ایمانه په  برخمنیدا،اخلاص او پر خداي په توکل سره ورځینی تیر شي. 

 په  دې توګه ، ددغو آ یتونو په محتوا پوهیدلی شو چې اصحاب یمین،هغه  کسان دي،چې د  مریّانو د آزادولو لپاره اهتمام کوي.دوي د خپلو خپلوانو د یتیمانو او اوږو کسانو او له بې څوکه او بې وطنه  خلکو سره ، په تیره بیا په سختو او د قخطۍ په شپو ورځو کې نرمي او ورسره مرسته کوي ، دوي  په لومړیتوب کې راولي او  ورته خواړۀ ورکوي .په همدې ارتباط د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)په یوه ځاي کې فرمائي؛هغه څوک چې   د قخطۍ په شپو ورځو کې یوکس په خیټه موړ کړي،نو خداي پاک هغه په قیامت کې د بهشت ا و جنت له هغې دروازې  واردوي چې هیڅوک په هغې وارد شوی نه وي،له هغه چا پرته چې دهغه په شان کوم عمل ئې ترسره کړی  وي . 

              دوستانو دغه آیتونه په دوام کې د یمین د اصحابو د نورو ځانګړنو په توضیح کې  زیاتوي ؛ دوي له پیاوړي ایمانه برخمن دي او یو بل ته د تقوا ، مهربانۍ او ښو خبرو سپارښتنې کوي،صبر او زغم  ته د بلنې  سپارښتنې کوي .په دې توګه له دغې لارې هغه کسان تیریږي،چېهم ایمان لري او هم د انساني عواطفو،تل پاتیکیدا او صبر ته د بلنې په څیر لوړ اخلاق لري او هم ښه  او غوره عملونه ترسره کوي،د مریّانو د آزادولو  او ستیمانو او مسکینانو ته د خوړو ورکولو په څير  ښه او غوره کارونه .په بله وینا،دوي د ایمان، اخلاقو او عمل په درو ډګرونو کې،سم او رغنده ګامونه پورته کړي او سرلوړي ترې راوتلی دي .

ددغو آیتونو په پاي کې (یعني د بلدسورې اتلسم آیت)ددغو صفتونو لرونکو خاوندانو دمقام او حیثیّت په بیانولو کې  فرمائي؛ دوي د یمیّن اصحاب (دښي لاس یاران) او نیکمرغه دي،یعني هغه کسان چې عمل نامه ئې  د پروردګار په درګاه کې د منل کیدا  په نښه  ورته په ښي لاس کې ورکول کیږي. 

            دغه نیکمرغه کسان دخپلو عمل نامو له ترلاسه کولو وروسته،د اهل محشر په وړاندې دخوشالۍ له امله چغې پورته کويچې راشئ او د ما عمل نامه  ولولئ. دوي په ویار اوسرلوړي سره،د خپل ابدي  ځاي په لور روانیږي  څو  په بهشت او جنت کې له نه ختمیدونکو الهي نعمتونو څخه برخمن شي .

 د قرآن کریم  د حاقه سورې  له یویشتم  تر څلورویشتم پورې په آیتونو کې په قیامت کې د نیکو انسانانو د جایزو یوې برخې ته اشاره کوي .په دغه مضمون سره چې دوي په عیش او عشرت  او ښه ژوند کې  شپې سبا کوي .په تر ټولو لوړ جنت کې میوؤ ته ئې لاس رسی شته .دوي ته وئيل کیږي،وخورئ او وڅښئ ، نوشي جان مو شه ،د هغو عملونو په خاطرچې په تیرو شپو ورځو کې مو ترسره کړي دي .

        هو ! دغه  پاک او تقوادار کسان  په هغه جنت کې  ځاي مومي چې   دومره لوړ او غوره  ځاي دی چې   دهغه په شان هیچا  نه دی لیدلی او  دهیچا په ذهن کې   هم نه دی راغلی .دغه ستر نعمتونه،د هغو انسانانو د عملونو جایزه او انعام دی ، چې  په دنیا کې ئې  دآخرت لپاره زیرمه کړي  او له ځانه ئې مخکې لیږدولي دي . بې شکه  د انسان ډ ير کم  عمل، هغه وخت  چې  د  الهی فضل  او رحمت  له وږمې سره مخ کیږي ،  له دغه شان انعامه  برخمن کیږي  او پراختیا موموي  .

البته  ددغې ډلې په مقابل ټکي کې  اصحاب شمال   یا د کیڼ لاس ډله  ده ،  یعني هغه کسان چې   عمل نامه ئې  ورته په کیڼ لاس کې ورکول کیږي .

           دوستانو ددغه مطلب وخت همدومره ؤ نو د ورپسې مطلب پورې چې د دغې موضوع په دوام به  سره  غږیږو،له تاسو هم اجازت غواړو،نیکمرغه ژوند ولرئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه