د اسرائیل د لومړي وزیر دنده په خطر کې شوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i162400
د را پورونو له مخې؛ د یوټي جې (UTJ)، یوه الټرا اورتوډوکس ډله، د نیتن یاهو له کابینې او حکومت څخه جلا شوه.
(last modified 2025-07-15T08:01:05+00:00 )
Jul 15, 2025 12:28 Asia/Kabul
  • د اسرائیل د لومړي وزیر دنده په خطر کې شوه

د را پورونو له مخې؛ د یوټي جې (UTJ)، یوه الټرا اورتوډوکس ډله، د نیتن یاهو له کابینې او حکومت څخه جلا شوه.

د خبري سرچینو له مخې، د مذهبي زده کونکو لپاره د پوځي خدمت له استثنا قانون نه جوړولو له امله د دواړو لورو ترمنځ شخړه زیاته شوې او له همدې امله یادې ډلې د حکومت څخه ځآن جلا کړی.

د یوټي جې یو غړی مخکې لا استعفا کړې وه، او اوس شپږ نورو غړو هم د نیتن یاهو ملاتړ پرېښود.

په ۱۲۰ کسیزه جرګه کې نیتن یاهو اوس یوازې د یوې څوکۍ اکثریت لري، چې له امله یې د هغه د حکومت د نسکورېدو خطر زیات شوی دی.

د شاس په نوم بله الټرا اورتوډوکس ډله هم د پوځي خدمت قانون مخالفت کوي او د نیتن یاهو له اتحاد څخه د وتلو ګواښ یې کړی دی.