Feb 09, 2020 14:16 Asia/Kabul
  • اسلام وپیژنو

د اسلام وپیژنو نومې یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې حاضر شوې یو. په دې پروګرام کښې مونږ د قیامت په موضوع کښې د قیامت په ورځ د مجرمانو د اعتراف په هکله بحث کوو.

په تیر پروګرام کښې مو وویل چې د قیامت په ورځ به، ځینې انسانان د خپل ناوړو عملونو له کبله، ډېر غمجن وي او حسرت به کوي.

د فاسدانو او ظالمانو مشرانو منونکي، هغه کسان چې د پيغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د رسالت منکر وو، مجرمان او ګناهګار،  همداشان هغه چې له نامشروعې لارې څخه یې خپل دولت ترلاسه کړې وي، په دغه کسانو کښې شمیر دي.

د قیامت په ورځ، په یوې پسې بله پرده اوچتیږي او حقیقت به څرګندیږي. شکایت کوونکې او شاهدان به د الهي عدل په عدالت کښې حاضریږي. په هغه وخت کښې به مجرمان سخت پیښمانه وي. د هرڅه اعتراف به کوي او هر څه به څرګندوي. هو،  هلته به د غرور او غفلت پردې اوچتیږي او د انسان د حقیقت سترګې به غړیږي. هلته په خپلو ګناهانو بې له اعتراف بله لاره نه لري.

په قرآن کریم کښې له دغه اعترافونو یو څو نمونې ذکر شوي چې هغې ته اشاره کوو. د مومنون سورت له ۱۰۵ آیت څخه تر ۱۰۷ آیت کښې راغلي:

ایا زما ایتونه به تاسو ته نه لوستل كېدل، نو تاسو به د هغو تكذیب كاوه، اى زمونږه ربه! پر مونږ باندې زمونږ بدبختي غالبه شوې وه او مونږ ګمراه قوم وو، اى زمونږ ربه! مونږ له دې (جهنم) نه وباسه، نو كه بیا (كفر ته) راوګرځېدو، نو بیا یقینًا ظالمان یو.

په قیامت کښې به مجرمانو ته الله وفرمایې آیا زمونږ آیتونه تاسو ته پیغمبرانو نه ؤ لوستلي او تاسو ته یې د دې ورځې خبرداری نه ؤ درکړی؟ ګناهګار به اعتراف وکړي چې د الله له لورې حجت په مونږ تمام شو، خو ظلم په مونږ عالب شوې ؤ او مونږ په خپلو لاسونو د خپلې بدبختۍ وسایل برابر کړې ؤ. مونږ په خپلې ګمراهۍ اعتراف کوو.

شاید د داسې اعترافونو سره دوی ممکن د خداۍ رحمت ترلاسه کولو په لټه کې وي.خو غوښتنه کوي: اى زمونږه ربه! مونږ له دې (جهنم) نه وباسه او یو ځلې مو بیا دنیا ته ستانه کړه چې مونږ ښه کارونه وکړو. که بیا هم مونږ کفر او ګناه وکړه نو یقینا چې مونږ به ظالمان یو او ستا د عفوې او بښنې وړ به نه یو.

هغوي به چې دغه خبرې کوي، لکه چې له دې واقعیت څخه بې خبره وو چې اخرت د جزا ځای دی نه د عمل او بیا دنیا ته د ستنیدو امکان نه لري. که څه هم په دنیا کښې د الله په وړاندې د خپلو ګناهونو اقرار، د بښنې، توبې او عفوې قبلیدو تر ټولو غوره وسیله ده. خو دا اعتراف په اخرت کښې د انسان لپاره د حسرت، پیښمانۍ او شرم یوه نښه ده او کارنده نه دی. نو ځکه به د خدای لخوا منفي ځواب سره مخامخ شي.

د قرآن کریم په ملک سوره کښې هم د قیامت په ورځ د ګناهګارو د اعتراف یوې بلې نمونې ته اشاره شوي. د جهنم ساتونکې چې کله دوزخیان په دغه سخت او بدرنګه حالت کښې ویني، له دې به تعجب وکړي چې انسانان سره د دې چې دوې ته اسماني لارښودان راغلې وو او لار یې ورته ښودلې وه، بیا هم له دغه پایلو سره مخامخ شو. نو ځکه هرکله چې په دوزخ کښې د کافرانو یوه ډله اچولې کېږي، د دوزخ ساتونکې به له دوي تپوس کوي چې ولې تاسې ته ویرونکی نه ؤ درغلی؟

له دوى نه به د دغه (دوزخ) څوكیداران پوښتنه وكړي چې ایا تاسو ته وېروونكى (پېغمبر) نه و راغلى؟ دوى به وايي: ولې نه! یقینًا مونږ ته وېروونكى راغلى و، پس مونږ (د هغه) تكذیب وكړ (هغه مو دروغجن وګاڼه) او مونږ وویل چې الله هېڅ شى هم نه دى نازل كړى، نه یئ تاسو مګر په ډېره لویه ګمراهۍ كې.

دوزخیان به وایې د پیغمبرانو تکذیب مو کړې ؤ، نه یوازې دا چې د هغې تصدیق مو نه کولو او د هغوي نجات ورکونکي پيغام ته مو غوږ نه ایښودو، بلکې دغه روحاني حکیمان به مو له ځانه شړل او په مخالفت کښې به یې ولاړ وو.

په بل آیت کښې، مجرمان به اعتراف کوي او د خپلې بدبختۍ لامل به په ګوته کوي او وایې به: که مونږ اوریدونکې غوږونه لرلې او حق مو اوریدلی وی او له عقله مو کار اخیستلی وی نو مونږ به هیڅکله له دوزخیانو څخه نه وو.

دا آیتونه، د دوزخیانو د بدبختۍ اصلي سبب په ګوته کوي. په توضیح کښې باید ووایو چې خدای له یو اړخه، انسانانو ته عقل، اوریدونکې غوږونه او هوش ورکړی او له بلې خوا، د دوي لپاره روښانه دلیلونو سره پیغمبران رالیږي. نو څرګنده ده چې دا دواړه یوځای وي نو د انسانانو سعادت هم تضمینیږي.

ځکه هغه کسان چې په دنیا کښې د خدای او د هغه د رالیږلي کسانو له لارې ځان وغړوي، په قیامت کښې به د دغه حقیقت اعتراف کوي چې له خپل عقل څخه یې استفاده نه وه کړې او د حق خبرې به یې نه اوریدلې. نو داشان قرآن څرګندوي چې د ګناهګارو او مجرمانو د بدبختۍ اصلي عامل د دوي له عقل او پوهې څخه استفاده نه کول دي.

د قیامت په اړه په زړه پورې نکته، د مومنو انسانانو لخوا د ایمان د نورځلیدل دي. د قرآن کریم په حدید سورت کښې له ۱۲ تر ۱۴ آیتونو کښې دغه موضوع ته اشاره شوې ده.

په دولسم آیت کښې راغلې:

هغه ورځ (یاده كړه) چې ته به مومنان سړي او مومنې ښځې وینې چې د دوى رڼا به د دوى مخې ته او د دوى ښي اړخ ته منډې وهي، ستاسو زېرى نن ورځ داسې جنتونه دي چې تر هغو لاندې ولې بهېږي، چې په هغو كې به تل اوسېدونكي یئ، همدغه ډېره لویه كامیابي ده.

د آیت په دې برخه کښې فرمایې: د مومنانو رڼا به له دوي وړاندې په منډه روانه وي، دا دې ته اشاره کوي چې د قیامت په ورځ به مومنان د جنت او تلپاتې سعادت لاره په منډه وهي. په دې آیت کښې د دوو نورونو په اړه خبره شوې ده: هغه نور چې د مومنانو مخې او ښي اړخ ته روان وي. دا تعبیر ممکنه ده چې دې ته اشاره وکړي چې د مومنانو به دوه مختلفې ډلې وي. یو د مقربانو ډله چې نوراني مخ به لري او نور به د دوي مخې ته روان وي او اصحاب یمین چې نور به د دوي ښي اړخ ته روان وي. ځکه چې د دوي عمل لیک به دوي ته په ښي لاس کښې ورکړې کېږي او له هغې څخه به نور راپورته کېږي. دا احتمال هم شتون لري چې دواړه نورونه هم د یوې ډلې وي. په دې حالت کښې به، دا نور د مومنانو ښي اړخه وي له دې کنایه ده چې دغه نور به د دوي له عملونو څخه راپورته کېږي او اړخونه به یې روښانه کوي.

البته دا الهي نور به له ایمان او نیک عمل څخه پورته کېږي، د خلکو د ایمان او عمل په درجو کښې د توپير په اندازه، دغه نور هم توپیر لري. هغوي چې قوي ایمان لري نور به یې ځلیدونکی او پراخ وي او هغوي چې د ایمان درجه یې ضعیفه وي نور به یې هم کم وي، ترهغه چې د دوي به یواځې د پښې ګوته روښانه وي.

منافقان او کافران به چې د کفر او نفاق په توره تیاره کښې پراته وي له مومنانو څخه به د نور غوښتنه کوي.

د حدید سورې به ۱۳ آیت کښې راغلې:

هغه ورځ (یاده كړه) چې منافق سړي اومنافقې ښځې به ایمان داره كسانو ته وايي: مونږ ته وګورئ (انتظار وكړئ) چې ستاسو له رڼا نه رڼا واخلو (، نو) دوى ته به وویل شي چې خپلې شا ته وګرځئ، نو (هلته) رڼا ولټوئ، نو د دوى په مینځ كې به یو داسې دېوال وواهه شي چې د هغه به دروازه (هم) وي، د دغه (دېوال) دننه طرف، په هغه كې به رحمت وي او د دغه (دېوال) د باندې طرف، له دغه جانبه به عذاب وي.

منافقان به له مومنانو څخه غوښتنه کوي چې هغوي ته یو نظر وکړي چې د دوي له نور څخه ګټه پورته کړي، یا په نورو ټکو کې، له مومنانو به غوښته کوي چې لږ صبر وکړي چې له دوي سره یوځای شي او د مومنانو په نور کښې لار ورته روښانه شي.

خو منافقان به منفي ځواب سره مخامخ شي. منافقانو ته به وویل شي چې وروستو لاړ شي او له دنیا نور وغواړی. د نور سرچینه په دنیا کښې وه چې تاسو له هغې غفلت وکړ. په داسې حال کښې چې کولي مو شو له نیک عمل او ایمان سره په دغه نور ښکلې شوې وی. خو اوس وخت تیر دی او ناوخته دی. هو هغه کسان چې به دنیا کښې د جهل او شرک له تیارو څخه بهر شوي نه وو، په قیامت کښې به هم له دغه تیرو سره مخامخ وي او د نور لپاره به له نورو څخه غوښتنه کوي.

په دې وخت کښې به یو دیوال د دې دواړو ډلو ترمنیځه ووهل شي چې دروازه به لري؛ چې دننه یې رحمت او بهر ترې عذاب دی. په هر حال، دغه دیوال به د دوي ترمینځه بیلتون واچوي.

په دغه وخت کښې به منافقان، ایماندارو ته غږ کوي چې مګر مونږ په دنیا کښې له تاسو سره نه وو؟ څه وشو چې ناڅاپه زمونږ ترمینځه بیلتون راغلو او تاسو الهي رحمت تر لاسه کړو او مونږ مو په عذاب کښې پریښودو.

مومنان به د هغوي په ځواب کښې وایې: هو په هر ځای کښې سره وو، مونږ په یوې ټولنه، ښار، کلې او حتی په یو کور کښې سره ګډ ژوند کړی، خو د عقیدې او عمل له نظره له یو بل څخه لري وو او تاسو خپله لار زمونږ څخه جدا کړې وه. تاسو لوې خطاګانې کړي، ځان ته مو فریب ورکړی او اوس له عذاب سره مخامخ یئ، تل مو د حق(قرآن، د پیغمبرانو دعوت او معاد) په حکم کښې شک لرلو او هم دا سبب شو چې ستاسو لار له مونږ څخه په بشپړ ډول جلا شوه تر دې چې د خدای په حکم ستاسو مرګ رانیږدې شو.

 

ټیګونه